قوي شخصيت، مفهوم، نښې او بېلګې

هرڅوک دا خوښوي چې شخصيت دې يې قوي، کروړلی اوغښتلی وي، خو دا په ګوته کول ضروري ده چې معلومه شي چې په حقيقت کې قوي اوځواکمن شخصيت کوم دی او مفهوم يې څه دی؟ په دې هکله دخلکو تصورات بېلابېل اوجداجدا دي:ځينې خلک وايي چې قوي او ځواکمن شخصیت هغه دی چې په نورو باندې خپله واکمني ټينګه کړي اوهغوی له خپلې واکمنۍ او ولکې څخه لاندې وساتي.

ځينې نور فکرکوي چې قوي شخصيت هغه دی چې خپله رايه اونظر په نورباندې تحميل اوپه زور ومني، د دوی له نظره هغه شخص چې څه غوښتنه ولري خوهغه ونه منل شي، نوشخصيت به يې کمزوری وي.

يوشميرنورفکرکوي چې قوي اوځواکمن شخصيت هغه دی چې له نورو څخه زيات مال کسب او راټول کړي اوبيا له همدې لارې په ټولنه کې يوځانګړی موقعيت د ځان لپاره ترلاسه کړي. اويوشمېر وګړي دا فکرکوي چې قوي شخصيت هغه دی چې په سختو حالاتوکې اومواقفوکې چې په هر ډول وسيله سره وي بری ترلاسه کړي، اوياپه بل عبارت په روا اوناروا، جايزه او ناجايزه وسيله چې ممکن وي خپل مقصد اوهدف ته ځان رسول اوهغه لاس ته راوړل.

اوپه همدې توګه يوشمېرنور بيافکر کوي چې قوي شخصيت هغه دی چې پهلوان وي او نور په ځمکه باندې راڅملوي.
په حقيقت کې دا ډول ټول تعريفونه درست نه دی اونه دا دقوي شخصيت مفهوم دی، په همدې هکله په يوه مبارک حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي
(ليس الشديد بالصرعة إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب)
پهلوان هغه څوک نه دی چې نور په ځمکه باندې را څملوي، يقينا حقيقي پهلوان اوقوي شخصيت هغه دی چې د قهر اوغصې په حالت کې خپل نفس په خپل واک او کنترول کې وساتي.

د قوي شخصيت درست مفهوم:

په حقيقت کې قوي اوځواکمن انسان هغه دی، چې دښېګڼو په کارونو اوپه هراړخيزه توګه په غوره صفاتو اوسلوکياتوکې وخت تربله دهغه په شخصيت کې نمو، قوت اوپرمختګ رامنځ ته شي، هغه انسان چې په هغه کې نمو، قوت اوپرمختګ نه رامنځ ته کيږي، قوی شخصيت نه دی.، هغه شخصيت چې له خپل وخت، صحت او امکانياتو څخه ګټه نشي پورته کولای د ضعيف شخصيت درلودونکی بلل کيږي، په همدې توګه څوک چې خپل سلوکيات نشي برابرولی اوله خپلو خطاګانو او تېروتنو څخه نه راګرځي قوي شخصيت نه دی.
اوهمداډول چې کوم شخصيت په خپل ځان دنورو نيوکې ته غاړه نه ږدي، اوخپل ځان خپلو ملګروته دمحاسبې لپاره نه وړاندې کوي هم قوي شخصيت نه دی.
دقوي شخصيت په مفهوم کې داخبرهم شامله ده چې هغه دخپل ځان لپاره درست منهج اوتګلاره غوره کولای شي، په دې معنا چې دخيراوشر تر منځ پر توپير، درست اونادرست، اودواقعتونو په ادراک باندې قادر وي اود مستقبل اوراتلونکي په هکله ښه توقع لرل اودخيرپه کارونوکې پرمختګ اوترقي کول دشخصيت دغښتلتيا لپاره اساسي اوبنسټيز شرطو نه دی.

your ads

د قوي شخصيت نښې

دقوي اوپوره شخصيت نښې خورا زياتې دي، خوپه مختصره توګه دقوي شخصيت نښې په لاندې توګه دي:

1-    د قوي شخصيت يوه ستره نښه داده چې دکارونو ترمنځ توازون رامنځ ته کولای شي دکارونو په هکله يواځې په يوه جانب باندې له حده زيات تينګار نکوي چې نور جوانب ياله سره ترې پاتې شي اويالږ ترلږه ترې کمزوري اونيمه خوا شي اوبل پلوته ثبات او استقامت پکې موجود وي
2-    له خپلو نورو همفکرو ملګروسره خپل ځان منسجم کول، اوپه غوره توګه دټولنې له افرادو سره ټولنيزې اړيکې په ښه توګه ټينګول، اودهغوی دنقد، مشکلاتو اوتکليفونو څخه نه اغېزمن کېدل.
3-    خپل ټول غوره سلوکيات متوازن، ثابت اومستمر ساتل، هسې نه چې يوه ورځ يوډول سلوک غوره کوي اوبله ورځ بيا هغه پريږدي او بل څه کوي
4-    په ټولنه کې د اصحلاحاتو اوسمون په رامنځ ته کولو باندې برلاسی کېدل.
5-    هغه په کورني ژوندانه کې استقرار اوسمون رامنځ ته کول.

د نيمګړي اوکمزوري شخصيت نښې:

لکه څنګه چې ديوه قوي او متکامل شخصيت نښې خورا زياتې دي په همدې توګه دغير متکامل اوضعيف شخصيت نښې هم زياتې دي، چې په لنډه توګه يو څو يې په لاندې توګه دي:
1-    غير متکامل اوکمزوری شخصيت تل په خپلو کارونو، کړنو اومعاملاتوکې ثابت قدمه نه وي اوتل يې په مزاج اوطبيعت کې بدلون اوتقلب رامنځ ته کيږي
2-    هغه داچې دټولنې له نورو افرادو سره په اړيکو ټينګولو کې پاتې وي اوبلې خواته د خپلې ماضي، موجوده اوراتلونکي په منځ کې تنسيق نشي رامنځ ته کولای، په دې معنا چې خپله ماضي نشي ارزولای چې دخپلې موجوده او راتلونکي لپاره ترې درسونه اوعبرتونه زده کړي
3-    هغه داچې ډير زر دکمۍ په احساس باندې اخته کيږي او دا احساس کوي چې تل نور زما توهين اوسپکا وی کوي، دا ډول شخصيتونه که د بادشاهۍ په تخت باندې هم کښينول شي سره له دې به بياهم ورخطا وي اوفکر به کوي چې خلک زما توهين اوسپکاوی کوي.

4-    هغه داچې بې شخصيته انسان په خپل نفس باندې اعتماد اوباورنلري، تل دنورو په اوږو بار وي اوهمدايې له نورو څخه هيله وي چې زما ستونزې اومشکلات دې راحل کړي.
5-     هغه داچې له دې ويرې چې په کارونو کې به له ناکامۍ سره لاس اوګريوان شم اود نورو له نېوکې اومحاسبې لاندې به راشم نوپه يوه ګوشه منزوي ژوند غوري، له همدې امله دټولنې داصلاح اوسمون په چارو او کارونو کې ونډه نه اخلي، اوځينې پکې دا متل هم له خپله ځانه سره لري چې (بز به پای خود و ګوسفند به پای خود).

6-    هغه داچې کله ناکله يو کار په خورا جذبه، احساساتو، جوش او په مثالي توګه پيل کړي خوکله چې د دې ناسم کار له امله له ناکامۍ سره مخ شي اوکار يې ترسره نه شي نوله نفسي ماتې، شکست اودکمۍ له احساس سره لاس ګريوان شي او په سخته توګه خجالت شي اوداسې فکر کوي چې ډيربد کاريې ترسره کړی دی نوله همدې امله له کار څخه لاس په سر شي اوله خپل ځان سره دا پريکړه کوي چې دبيالپاره دداسې کار لپاره اقدام نه کوم، نوله همدې امله د خپل نجات لپاره هم قدم نه پورته کوي نور خو لا په خپل ځای پريږده.

7-    هغه داچې خپل اسلامي، وطني او اصيل کلتور څخه لاس اخلې او په پټو سترګوپه نورو پسي روانيږي اوآن تردې چې په خپل اسلامي او وطني کلتور باندې شرميږي اوځان ورته پرې بدښکاري، دنورو غلامي اونوکري کول اوخپل ناموس او وطن په نورو باندې خرڅول او پلورل ديوه انسان لپاره دعار اوشرم خبره ده، خوزمونږ ډير بې ضميره اوبې شخصيته هيوادوال په دې کار باندې افتخارکوي، مونږ په خپل هيواد افغانستان کې ددې بېلګې اونمونې مو په خپلو سترګو وليدې اوګورو يې چې دې ډول خلکو دخپلې نوکرۍ اوغلامۍ داظهار په خاطر دشرق اوغرب ډولونو ته ډول ډول نڅاګانې او اتڼونه وکړل او زمونږ دهيواد په داخل اوبهرکې په شا اوخواکې ځينې داسې ټيټ سري سنډاګان هم وليدل شول چې د خپل وطن ناموس يې نورو ته دهغوی دخوشحالولو په خاطر په ډالۍ کې ورکړ او نوريې داسې کارونه ترسره کړل چې سرکوزي هم ورته حيران دي.

د قوي شخصيت بنيادي صفات:

د قوي شخصيت درامنځ ته کيدو لپاره اړين اوبنيادي صفات په لاندې ډول دي:
1-    په خپل نفس باندې اعتماد درلو دل،، اوله نورو سره په داسې لهجه خبرې کول چې هغه دده له شجاعت اوقوي شخصيت څخه نمايندګې وکړي.
2-    د ستونزو اومشکلاتو په مقابل کې خپل ځان دصبر په هراړخيزه ګاڼه اوزيور باندې سمبالول
3-    په خپل مظهراوظاهري بڼه باندی داسلام له اصولو سره سم اهتمام کول، ځکه چې په دې کار سره انسان د نورو داحترام وړ ګرځي، بياله همدې امله دده د شخصيت په قوت اوغښتلتيا کې لا پرمختګ رامنځ ته کيږي اودکمال لوړو مدارجو ته ور پورته کيږي.

د قوي شخصيت يوه بېلګه:

په دې هکله خودقوي شخصيتونو بېلګې خورا زياتې موندل کيږي، مونږ دلته داسلام ددوهم خليفه دعمرفاروق يو موقف د بېلګې توګه يادو چې له هغه څخه دده د شخصيت قوت اوځواک په ګوته کيږي:
په اتلسم هجري کال د عمرفاروق رضي الله عنه دشام په لور دوهمه رسمي دوره پېل کړه:علامه ابن کثير وايي چې کله چې عمرفاورق رضي الله عنه دايليا له لارې جابيې ته راته نوپه خپل خړ اوښ باندې سپور دی په سر باندې يې نه خولۍ وه اونه پګړۍ اولمريې په سرباندې مخامخ لګيده اوپرته له رکابه يې په اوښ باندې خپلې پښې يولور اوبل لورته ځوړندې کړې وې اويو د وړيو ځل ورسره وه چې کله به په اوښ سپريده نوهغه بې کته وه اوکله به چې راکوزيده نوله هغه څخه به يې دفرش په توګه استفاده کوله او دده دکاليو اوسامان حقيبه (بکسه) څه وه؟ هغه داوه چې له هغه سره يوه شړۍ وه چې منځ يې دخرماوو له پوټوکو څخه ډک کړی وکله به چې په اوښ باندې سپور و نو له هغې څخه به يې دبکسې په څېراستفاده کوله اوکله به چې راښکته شونو دبالښت په څېربه يې ترې استفاده کوله او يو داسې قميص يې په غاړه وه چې له کرباس(خمتا) څخه جوړ شوی و چې  يو پلويې څېرې شوی هم و، په دغه ځای (جابيه )کې عمر فاروق خپلو ملګرو ته وويل چې ددې منطقې مشر ماته را وغواړې، هغوی دجلموس په نامه سړی ورته را دعوت کړ، نو عمرفاورق ورته وويل چې زما دا قميص ووينځې او وه يې ګنډه اوماته له چا څخه په استعاره سره يوه جوړ جامه راوړې، نو ده ورته دکتان جامه راوړه، عمرفاورق وويل چې داڅه شی دی ؟ دوی ورته په ځواب کې وويل چې دا د کتان جامه ده، ده وويل چې کتان څه ته وايي؟ هغوی خبر ورکړ چې کتان داشی ده، نو ده خپل قميص وويسته بيا يې و وينځه اوله منځلو وروسته يې هغه ته پيوند واچا وه اوبيرته يې ورته راوړ، عمر فاروق دهغوی جامې بيرته ورکړې اوخپل قميص يې واغوست، جلموس ورته وويل چې ته دې عربو باد شاه يې په دې هيواد کې په اوښ باندې سپرلي ښه نه بريښي، که نورې جامې دې اغوستې وای اوپه ترکي اس باندې سپور شوی وای نو دابه غوره وه او د روميانو له نظره به دروند معلوم شوی وای.
عمرفاروق په ځواب کې ورته وويل چې مونږ داسې يوقوم يو چې الله پاک مونږته داسلام له امله عزت راپه برخه کړی دی همدازمونږ لپاره بس ده په بل څه باندې دخپل ځان لپاره عزت نه غواړو.

بيا هغوی لدې وروسته هغه ته ترکي اس راوست نوده پرې خپل څادر واچاوه پرته له کوم زين اوکتې نوله دې وروسته په اس باندې سپورشو له سپريدو وروسته زر تر زره يې وويل چې اس ودروی، ماله دې ورځې مخکې څوک نه وه ليدلي چې پهشيطان باندې سپاره وي، بيرته خپل اوښ ورته راستل شو او پرې سپورشو

يوه بله واقعه عمرفاروق دخلافت په دوران کې دشام په لورحرکت وکړاوپه مدينه منوره کې يې علي کرم الله وجهه دقايم مقام په حيث مقرر کړ اوله خپل ځان سره يې اصحاب کرام ملګري کړل او د ايلې لاره يې ونيوله اوډيره لږتوښه يې له ځان سره واخيستله کله چې هغه ځای ته ورنږدې شو نوله لارې څخه چپ شواودده غلام هم ورپسې شو هلته له اوښ څخه راښکته شوبيا يې تشې بولې وکړي، بيابيرته راغی اودخپل غلام په اوښ باندې سپورشواوخپل اوښ يې خپل غلام ته حواله کړ چې ورباندې سپورشي، کله چې دمنطقې خلک ورسره مخامخ شول نوپوښتنه يې وکړه چې اميرالمؤمنين چرته دی؟ ده ورته په ځواب کې وويل چې اميرالمؤمنين ستاسې په مخ کې دی(خپل ځان يې ورته وښود)نودوی دده په مخ کې روان شول تردې چې ايلې ته ورسيدل نوله اوښ څخه راښکته شو، خلکو ته يې وويل چې اميرالمؤمنين ايلې ته داخل شو، عمر فاروق هلته واړول نوبياله دې وروسته خلکوهغه ته مراجعه پېل کړه

دا دعمر فاروق رضي الله عنه د ډيرو زياتو مواقفو له جملې څخه يو موقف دی چې دده دقوي شخصيت څخه نماينده ګي کوي، چې داسلام دوهم خليفه عادل بادشاه چې دټولو نړيوالو پښې دده دبدبې په وړاندې لړزيدې، خوسره له دې چې دی دروميانو په لور حرکت کوي چې هغوی دوخت د تاج محلونو حاکمان او شهزاده ګان وو، خوعمرفاروق دهغوی په مقابل کې په خپل زاهدانه لباس اوپه داسې موقف باندې چې له غلام سره يې توپير نه کيده هيڅ شرم ونکړبلکې په هغه يې افتخار وکړ(اوپه حقيقت کې همدا دافتخارکار دی) اودهغوی دوخت تاج محلونو اوشهزادګانو پروايې ونه کړه اوپه هيڅ ډول دکمۍ له احساس سره مخامخ نه شو، په يوه روايت کې راغلی دي چې عمرفاروق يوڅادر درلود چې زيات شميرپيوندونه يې درلودل چې يو پېوند پکې د څاروي دڅرمنې څخه و، اوس راشه زمونږ دهيواد شخصيتونو ته چې په څه باندې شرميږي اوپه څه باندې افتخارکوي، هغه څه چې بايد يوانسان په هغوباندې وشرميږي دوی په هغو باندې افتخارکوي اوکوم چې بايد په هغو باندې افتخار وکړي په هغو باندې شريږي اودعار کار ورته ښکاريږي، بلکې له دې پورته هغه اصلي کافران په دې کارونوکې له دوی وروسته پاتې دي، دوي دبې حيايۍ اوبې شخصيتۍ په کارونوکې له خپلو بادارانو څخه پېش قدمه دي.

قوي شخصيت په څه باندې رامنځ کيږي؟

1-    په ټولو کارونو کې له الله تعالی څخه مرسته غوښتل:ځکه چې هغه زمونږ خالق، مالک اومرستندوی دی اوهرڅه دهغه په واک کې دي.
2-    په خپل ژوندانه کې: دخپل ځان لپاره لوړ لوړ اهداف ټاکل، اوله کمزورو اوخسيسو اهدافونه څخه تيريدل.
3-    دژوند په ټولو اړخونوکې له صبراوزغم څخه کار اخستل، ځکه چې په صبر اوزغم سره سړي ته الهي مرسته په نصيب کيږي
4-    مثبت ګراي، نيک فالي کول اوله بدفالۍ اومنفي ګرايۍ څخه ځان ساتل.
5-    تل د پرمختګ او ترقۍ په لور نظر کول اوقدم پورته کول، اوله جمود اوځای پرځای دريدلوڅخه ځان ژغورل.
6-    عملي جانب ته په نظري جانب ته غلبه ورکول، اودنورو لپاره ځان بېلګه جوړول، خبرې لږ کول اوکارډير، دچاچې خبرې زياتې او عمل يې کمزوری وي قوي شخصيت نه دی.
7-    په نفس کې د استقلال اوپه خپلو پښو دودريدو روحيه غښتلی کول.
8-    هم د خپل ځان دنجات اوبري لپاره کارکول اوهم دنورو دنجات لپاره کارکول دقوي شخصيت درامنځ ته کيدو سترلامل دي، څوک چې يواځې دخپل ځان په غم کې اخته وي قوي شخصيت ورڅخه نه جوړيږي.
9-    د علم اومعرفت په حاصلولو باندې اهتمام کول
10-    تواضع اوپه نورو باندې حسن ظن کول، پام کوه چې تکبرکول اوتل په نوروباندې بدګومان کول، ديوه انسان دشخصيت په ضعف کې پوره ونډه لري.
11-    دقوي شخصيتونو تاريخ، کارنامو، اوژوندانه ته کتنه کول.
12-    له قوي شخصيتونو سره ناسته ولاړه کول، ځکه چې انسان له قوي شخصيت څخه اغيزمن کيږي اوکوم غوره صفات چې په هغه کې، هغه په تدريجي توګه بل ته ور انتقاليږي اوپه دې کارسره دهغه په شخصيت کې قوت اوغښتلتيا رامنځ ته کيږي، په دې هکله په حديث شريف کې راغلي دي:
عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “إنما مثل الجليس الصالح وجليس السوء كحامل المسك ونافخ الكير، فحامل المسك إما أن يحذيك وإما ان تبتاع منه وإما أن تجد منه ريحاً طيبة ونافخ الكير إما أن يحرق ثيابك وإما أن تجد منه ريحاً منتنة. (رواه البخاري ومسلم(
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:له صالح سړي سره ناسته ولاړه اوبدسړي سره ناسته ولاړه داسې مثال لري، لکه يوڅوک چې له عطاراومښکو والا اوپښ(اهنګر) سره ناسته ولاړه کوي، عطار خو به ياڅه عطر همداسې درکړي اوکه دا نه وي نوته به ورڅخه يوه اندازه مښک اوعطر وپېرې اوياکم له کمه دهغو هغه ښه بوی اوخوږه وږمه خوبه دې له سپېږمو سره تېره شي، اوپښ اواهنګر خوداسې دی چې يابه دې جامې ورسره په اور باندې وسويږي اوکه دا نه وي نو دهغه ددکان هغه بد بوي خوبه دې حتما له تېنکو اوپوزې ته درسيږي.
13-    په ښه اوصالح محيط اوچاپېريال کې ژوند کول، ځکه چې ښه چاپيريال دقوي شخصيت په درامنځ ته کيدوکې مؤثر رول لري، اوله ټولو څخه اغېزمنه وسېله ده.
14-     يواځې په روحي جانب باندې اهتمام نه کول بلکې دهغې ترڅنګ په خپل صحت اوبدن باندې اهتمام کول هم دقوي شخصيت په رامنځ ته کيدو کې ستره ونډه لري، ځکه چې مشهوره عربي مقوله ده چې: ( العقل السليم في الجسم السليم) په دې معناچې سالم عقل په روغ بدن اوجسم کې رامنځ ته کيږي.

ليکوال: مولوي امين الله ازره وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب