په مطالعه ځان عادت کړئ!

که هره ورځ له غرمې وروسته او یا هم کوم بل وخت د تلویزیون لیدو پرځای پینځلس دقیقې مطالعه وکړی، په کال کې به مو پینځه کتابونه پای ته رسولي وي.

هره ورځ که پینځلس دقیقې دیني، ټولنیز، فرهنګي او یا هم د نړۍ کلاسیک ادبیاتو کتابونو مطالعې ته کېنی، نو د اوو کلونو په اوږدو کې به مو د نړۍ ټول لوی او اړین کتابونه لوستي وي.

هغه ټولنې او هغه وګړي، چې په ډېر کم وخت کې ډېر بریاليتوبونه ور په برخه شوي یو لامل یې همدا لوستنه او په مطالعه باندې ځان عادت کول دي.

زموږ او تاسې داسې ټولنه ده، که غواړئ، چې څه شی پټ او خوندي وساتی نو د کتاب په منځ کې یې کېږدئ ځکه زموږ د ټولنې وګړي کتاب نه لولي او په همدې سبب یې د پرمختګونو دروازې په مخ تړل کېږي.

خو که غواړئ، چې د پوهې کچه مو لوړه شي نو مطالعه وکړئ، که غواړئ ډېرې لاسته راوړنې ولرئ نو بیا هم مطالعه وکړئ.

مطالعه
پرمختګ

فکر مو په لوستنه پراخ کړئ هغه مهال به تاسو د خپل نسل له پوهو، تګړه او د ډېر علم خاوندانو له ډلې څخه وشمېرل شئ.

او دا کار هغه وخت شونی دی، چې یوازې په ورځ کې پینځلس دقیقې مطالعه وکړئ هغه که په هره برخه کې وي.

ژباړه: احمدضیأ فضلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب