د عینکو په سترګو کول خلک بد اخلاقه کوي!

یوه نوې څېړنه ښیي چې کم نور او د عینکو په سترګو کول دوکې، درغلیو او غیرې اخلاقي کارونو ته د انسان میلان ډېروي.

د کاناډا د تورنټو او د امریکا د شمالي کارولینای په پوهنتونونو کې روان پوهانو په دې اړه ځېنې څېړنې ترسره کړي تر څو ومومي چې ایا تیاره او د کم نور چاپېریال هم د انسان د درغلۍ یا ځان غوښتنه کې د هڅونې لامل ګرځي؟
په یوه څېړنه کې ځینې کسان راټول او په دوه ډلو وویشل شول او وروسته بیا یوه ډله په تیاره او بله ډله په رڼا خونه کې د یو څه وخت لپاره پرېښودل شول.

نوموړیو کسانو ته ۱۰ ډالره ورکړل شوي وه چې په ډله کې هر یو یو کار تر سره کړي او نیم ډالر د مزدورۍ په ډول پورته کړي. پایله دا شوه چې د تیاره خونې کسانو نظر رڼا کوټې ته درغلي کړې وه او ډېرې روپۍ یې ځان ته پورته کړې وې.
همدا راز په یوه بله څېړنه کې معلومه شوه هغه کسان چې د تورې یا لمرینې عینکې کاروي نظر هغو کسانو ته چې رڼې یا ساده عینکې کاروي ډېر ځانغوښتونکې کړنې ترسره کوي.

څیړونکي وايي د تیارو تجربه کول په واقعیت کې په انسان کې د ګمنامۍ حس ډېروي او دغه خبره پورتنیو کړنو ته انسان ترغیبوي.

شرف الدین عظيمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب