سکون په څه کې دی؟

اسان ښکاري، اسان نه دی آرام ویده کیدلډېر لرې د یو ورک ستوری پر بام ویده کېدل

 (پسرلی)

ډېر خلک فکر کوی چې ارام ویده کېدل او د سکون لاس ته راوړل یو مشکل کار دی او په پورتنی بیت باندې پورته یقین او باور لري او رښتیا هم دا ځکه چې هغوی ته د سکون د لاس ته راوړلو لار معلومه نه ده .

ګرانو لوستونکو ! زه پوهېږم چې پورتنۍ موضوع ستاسو لپاره ډېره په زړه پورې او ډېر خلک  په دې لټّ کې دی چې د سکون او اطمینان د لاسته راوړلو لارې پیدا کړي تر څو له ژونده خوند واخلي او له ژونده حقیقي خوند اخیستل د بري او کامیابۍ اساسی راز دی .

ډېر خلک د سکون د نه لاس ته راوړلو یعنې نارامۍ له وجې ځان وژنې ته مجبورېږي او ددې د حل لارو په لټه کې ډېر روحي او غیر روحي ډاکټران ستړي شوي خو هلو ځلو یې په مکمل ډول کومه نتیجه نه ده ورکړې ، خو دتاسلام مقدس دین چې د هر مشکل د حل لار په کې په واضح او څرګند ډول بیان شوې د سکون د لاس ته راوړلو لپاره هم یوه کامیابه لار راښودلې او هغه ذکر او په خدای جل جلاله کلکه عقېده  لرل دي چې د یوه نا اشنا او معجزه ډوله سکون او اطمینان سبب ګرځی ، یعنې هغه څوک چې ذکر کوي له ډېرو غمونو سره سره خوشحاله دي او هغه څوک چې ذکر نه کوي اکثراً د ډېرو خوشحالیو سره سره ناارامه او غمجن دي  او دا نارامي او غم بې سکونه خلک څان وژنې ته مجبوروي او همدا علت دی چې په غرب کې د ځان وژنو شمېر په زیاتېدو دي.

سره له دې چې ډېرې بیسې او ډېر امکانات هم لري له دې ځایه پوهېږو چې سکون د ښو امکاناتو او ډېرو پیسو په شته والي پورې اړه نه لري بلکې ذکر کول یې غوره او حقیقي لار ده ، د ذکر معنی د خدای یادونه ده که په لا اله الاالله ویلو وي یا په الله اکبر یا په تسبېح (سبحان الله) یا په تحمید(الحمدلله) وي یا په استغفار(استغفرالله) وي.

سعید الله مل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب