د يوه کار د پيل په مراسمو کې پټۍ پريکولو حکم؟

بعضي خلک دا عادت لري چې د يوه کار د پيل په مراسمو کې پټی پريکوي آيا دا کار د پخوانيو مسلمانانو له عاداتو سره څه ارتباط لري ؟

دا کار هيڅ اصل او آساس نه لري بلکه يو بيهوده کار دی . مسلمانانو په تيرو وختو کې دا کار نه دی تر سره کړی بلکې دا د پرديو پيروي ده په اسلام کې د يو کار په پيل کې استخاره ،دعا د الله جل جلاله څخه د کار د انجام د خير او برکت غوښتنه کول ثابت دي .
نو د کار د کاميابۍ د پاره په کار کې اخلاص،له خيانت،ظلم او فريب نه پرهيز د کار لازم شرايط بلل کيږي .
همدارنګه د امانتدارۍ رعايت او دکار په پوره کولو سره د الله تعالی اجر او ثواب په نظر کې نيول او مسلمانانو ته د هغه ګټه رسيدل د هر کار سره ضرور دي بايد په هر کار کې حقوقو الله له هغه جملې عبادات او محرمات په نظر کې ونيول شي .

څوک چې دا ذکر شوي بيانات رعايت کړي په کار کې به کامياب شي او کار به په کاميابۍ سره سر ته رسوي . چې وروسته ته به د عامو او خاصو د محبت سبب شي او دی به په معاملاتو کې په هغه سره تشويق کيږي او هغه ته به ډيره فايده او ډير خير رسيږي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب