سیکولریزم؛ د ټولنې د بربادۍ بل باب

سیکولرزم پردۍ پدیده:

زموږ هیواد ته د پردیو له یرغلونو ترڅنګ د نورو ډېرو ستونزو په شمول ګروهیزې او فکرې ناروغۍ هم رالیږدول کیږې ، لکه باندنې یرغلګر چې د اشغال شوې ولس له وګړو نه د ځان د ساتنې او لارښوونې په نیت وګړیز ځواک استخداموي داراز له اشغال شوي ولس نه د خپلو ګروهیزو موخو او افکارو د ترویج په نیت له هغه ولس نه اجیر او مزدور قلمونه هم استخداموي ، موږ په خپل هیواد کې په دا څو لسیزو کې داسې قلموال ولیدل چې د یرغلګرو ګروهې او افکار یې موږ ته زموږ په ملې ژبو وژباړل او په لویه پیمانه یې زموږ په ولس کې خپاره کړل .

د لینن د الحادي فکر او اند ژباړن اوس هم زموږ په هیواد کې ژوند کوي او دا نن یې موږ وینو چې دبل بادار په اجوره د هغوی لیبرالې اندونه ژباړې او تشریح کوي . نن خبره دومره سوروره شوې ده چې د استشراقي فکر پلویانو زموږ په هیواد کې  په ډیره شیطاني توګه پراخه کار پیل کړی دی او غواړې له حق دین نه مسلمانان لرې او د باطل لارې ته نږدې کړي .

موجوده وخت کې په هیواد او سیمه کې سیکولرزم تر ټولو لویه پردۍ او خطرناکه پدیده ده چې په مختلفو برخو کې کار ورته روان ده، غربي میډیا په مختلفو برخو کې سیکولرزم ته کار کوي، د دې فکر د ترویج له پاره یې پریمانه وسایل او سړي په کار ګومارلي دي، له خواله رسنیو نیولې تر راډیو تلویزون پوري ګڼ شمیر پروګرامونه تیار او فعال دي او د سیکولرزم په ترویج او تعمیم بوخت دي، او په خورا ماهرانه توګه دا کار پر مخ ولي.

په دې لړ کې تر ټولو خطرناک کار په اصطلاح د ځیني دیني فکر لرونکو لیکوالانو دی، دوی د اسلامي دعوت په نوم او پلمه په شعوري توګه سیکولرزم ته په کار بوخت دي، دوی په شدت سره د جهاد او جهادي فکر مخالفت کوي، په اسلام کې د سیاسي نظام د اهمیت راکملو له پاره دلایل وړاندې کوي او خلکو ته د شخصي اصلاح او اسلامي دعوت په پلمو دا فکر ورکوي چې اسلامي نظام په اوس وخت کې ناچله او ضرورت ورته نشته، دا فکر خطرناک ځکه دی چې په دیني رنګ او صبغه کې وړاندې کیږي او آرموخه یې په غیر مستقیمه توګه یا په مستقیمه توګه سیکولرزم ته خدمت او د سیکولریتي نظام ملاتړ ده.

د سیکولرزم د موخو او اهدافو او د سیکولرزم د اسلام ضد او اسلامي اخلاقو دښمن فکر په اړه دلته څو ګډي وډې لیکنې درته وړاندې کوم، په دې سره به د سیکولرزم موخي او اهداف دروپیژنم، او په ځانګړې توګه به د غرب ځپلو سیکولریستانو د کار او د کار د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات درسره شریک کړم، د سیکولرزم په اړه زما دا لیکني پوره ترتیب او منظم معلومات نه دي بلکي دا د کالم په شکل د ورځو د انګرنو په پایله کې لیکل شوې دي، په هر صورت معلومات یې ګټور او د ځوانانو له پاره معلوماتي دي.

د دریمې نړۍ دسیکولریستانو او مفکرینو روزنه:

زموږد ډیری مبصرینو او څیړونکو لیکنې  په دې جمله پیل کیږې: دا حقیقت ټولو ته څرګند ده… خو په حقیقت کې ډیر کم حقایق خلکو ته څرګند دي په ډیرو لویو لویو لا پریړې پردې پرتې دي، زه نن یو حقیقت درته روښانه کوم شاید ډیر خلک له دې حقیقته ناخبره وي، دا حقیقت د دریمې نړۍ د سیکولریستانو، مفکرینو او کارپوهانو په اړه ده، د حقیقت له روښآنه کولو مخکي یوه مهمه خبره را اخلم او هغه دا چې ویل کیږې علم او پوهه معلوم وطن او هیواد نلري دا د انسانانو مشترک شی ده چې په خپلو کې یې یوه بل ته افاده کوي او په مجموع کې د ټولو په ښمر او ټول ګټه ورنه اخلي، خو تهذیب او تمدن په معلومو هیوادونو او ټولنو پوري تړلي دي، لکه غربي تمدن، شرقي تمدن، چینايي تمدن او…

د دریمې نړۍ سیکولریستان د دې په ځای چې د لویدیځ علم او تخنیک خپلو هیوادونو ته را ولیږدوي د هغو تهذیب او تمدن را لیږدوي، د لویدیځ برتري او لاسبری یواځي او یوځي په علم او پوهه سره راغلی ده نه په تهذیب او تمدن سره د دوی تمدن خو فعلا هم دومره خوړین او له ستونزو ډک ده چې ژورې څارنې او پاکونې ته اړتیا لري او په دې اړه یې مفکرین او پوهان شپه ورځ په کار بوخت دي، نو دلویدیځ والو ولسونوله موجوده پراګنده حالت ، سیاسي زوړتیا او  ټیټ ژوند سره که هغوی ته د لویدیځ تمدن هم را نقل شي  دوی به لا خوار او له پریمانه ټولنیزو ستونزو او بدمرغیو سره مخامخ شي، او په دې کې شک نشته چې د دریمې نړۍ مفکرین او سیکولریستان په دې کار بوخت دي، هغوی ته په لویدیځ کې د دې کار د پرمخبیولو له پاره روزنې او لارښوونې ورکول کیږې څو لومړی ځانونه په لویدیځ تهذیب کې رنګ کړي او وروسته بیا دا بدمرغه رنګ(لویدځوال تهذیب) خپلو هیوادونو ته ولیږدوي. په دې اړه د یوه لویدیځوال ادیب او لیکوال دلیکنې یو اوږد اقتباس را اخلم چې په هغه کې  د دریمې نړۍ د سیکولریستانو او مفکرینو پر حال په زړه پورې معلومات وړاندي کړل شوي دي.

مشهور فرانسوي لیکوال او ادیب جان پول سارټر Jean-Paul Sartre (پیدایښ21 جون 1905ء مړینه:15 اپریل 1980ء) د يوه بل فرانسوى ليكوالFrantz Fanon د كتاب The Wretched of the Earth په سریزه کې لیکي: موږ به له افريقا او اسیا نه د قبيلو مشران, د اشرافو اولاىونه او شتمن خلک امسټرډم، لندن، ناروې، بلجیک او پارس ته را غوښتل د هغوی جامې به مو وربدلولې، له ځیني نویو ټولنیزو اړیکو سره به مو بلدول، دوی به له موږ نه د ژوند د سهار او ماښآم کړه وړه زده کول، زموږ ژبې به یې زده کولې، زموږ په ډول  نڅا او رقصونه به یې زده کول، د دوی ځینو ته به مو په اروپا کې ودونه هم وکړل دوی ته مو د اروپایې ژوند ټولې لارې چارې ور ښوولې.

موږ به کوښښ کاوه چې د دوی د زړونوتل  ته د خپلو هیوادونو داروپايي کولو مینه ور ښکته کړو، او بیا به مو دوی خپلو هیوادونو ته لیږل، دوی څه ډول هیوادونه لرل؟ د دوی د هیوادونو دروازې زموږ پر مخ هروخت تړلې وې، موږ په یوه چوله هم د هغوی هیوادونو ته نشوی ننوتلی، موږ د دوی ولسونو ته پلیتې او مرداري ښکاریدلو، موږ د هغوی دښمنان وو هغوی له موږ نه ویریدل، هغوی وحشیان وو ګواکي بشر یې نه و لیدلی، خو کله چې موږ هغوی ته د هغوی دهیوادونو له پاره زموږ په لاسونو جوړ شوي مفکرین ور ولیږل  موږ به هغوی ته له امسټرډم، لندن او پآرس نه  د انساني ورورګلوي په نوم نارې ور وهلې د افریقا له اخیرنه، له منځني ختیځ نه او اسیا نه به موږ ته د خپل غږ انګازې بیرته را غبرګیدلې.

موږ به خپلو مفکرینو ته ویل چې د مختلفو ادیانو او مذاهبو پر ځای یواځي انساني دین او بشري مذهب رایج کړئ، دوی به زموږ خبرې په خپلو هیوادونو کې زمزمه کولې موږ په دې باور لاره چې دا مفکرین خپله یوه خبره هم نلري دوی به یواځي هغه خبرې کولې چې موږ په خولو کې ور ايښې وې، دوی یواځي زموږ خبرې نه زمزمه کولې بلکي دوی خپلو هیوادوالو ته د خبرو هیڅ حق نه ورکاوه، یعني د هغو یخولې یې ورتړلې وې، دا خوږژبي خلک موږ جوړ کړي او تیار کړي وو، او مفکرین مو نومولي وو دوی زموږ خویونه او ژبې زده کړې وې، او د دوی یواځنۍ موخه داوه ې زموږ په څیر وګرځي، په حقیقت کې دوی زموږ په څیر نه وو، دوی زموږ اشباه او همشکله وو او بس، دوی له خپلو ځانونو د خپلو ولسونو او هیوادونو هغه ادیان توږلې او لري کړي وو چې په هغو سره تمدنونه او تهذیبونه رامنځته شوي وو، دوی خپلو ښایسته او لوړو انساني افکارو او احساساتو ته شاکړې وه، دوی په خپلو هیوادونو کې د خرافاتو او ارتجاع په نوم له لوړو انساني اخلاقو سره په جګړه بوخت وو.

که د جان پول سارټر خبرو ته له ښه دقت وروسته په خپلو سیمو کې ښآغلو مفکرینو، کارپوهانو  او سیکولریستانو ته ځیر شو دې سړي د دوی په اړه خورا  درانه حقایق زموږ مخته ایښې دي، دا حقایق ما په مستنده توګه ستاسو مخته کېښودل باید د دوی د روزنې او تفکیري رشد! په اړه دا معلومات ډیرو خلکو ته ورسوو څو د دوی د پوچو خبرو او بې عمله ویناو له سحر نه ځانونه خلاص کړي او د دوی حقیقت او د دوی دپوهو او پروګرامونو فلسفه وپیژني. ډیر عام خلک د دوی په خبرو دوکه او دروهل شوي د دوی د پوهولو له پاره د دې دروغژنو مفکرینو او سیکولریستانو  داستادانو اعترافات ډیر ګټور دي.  په دوی کې یواځي څو محدود مهارتونه شتون لري، د غرب آن له چرګو او چرګوړو سره هم بې خرته مینه لري، ټول غربي اخلاق او اطوار یې په ژوند کې عملي کړي دي، د لویدیځ په ژوندود او د ژوند نظام(ډیموکراسي)   يې ایمان راوړی ده، او متاسفانه د دې خوارو ولسونو له اساسي اړتیاو هیڅ خبر ندي، له علم پوهې، ساینس او ټیکنالوژي سره لرې اړیکه  هم نلري، له علم او پوهي نه هنراو هنرمندانو یا ډمانو او ډمګیري ته ډیر متوجه دي.

دسیکولرزم دری خطرناکې موخې:

په ټولیزه توګه د سیکولرزم پلویان د خپلې تګلارې موضوع په ساده توګه وړاندي کوي، په پیل کې دوی خپل ټول زور په اسلامپالو باندي په نیوکو او اعتراضونو لګوي، په دې لړ کې د عامو خلکو د دروهلو او غلطولو له پاره دوی لومړی دا ناره پورته کوي چې اسلامپال له اسلام نه سیاسي ګټه پورته کوي او اسلام واک ته د رسیدلو له پاره د یوې آلې او ذريعې په توګه کاروي،

دوی په دې لړ کې لومړی او سختې نیوکې په دیني عالمانو کوي او د هغو په تورنولو او سپکولو کې خپلي ټولې هڅې په کار اچوي، ځکه علماء په اسلامي نظام کې د روح حیثیت لري نو ځکه د دوی د انتقاد او تبلیغاتو لومړی هدف علماء وي.

سیوکولریستان د سیکولرزم موضوع هیڅکله په تفصیل او له ټولو موخو سره نه بیانوي، دوی په اسلامپالو له سختو نیوکو وروسته او د هغو په اړه د تبلیغاتو په لړ کې په ساده او مجمله توګه وایې: دین باید سپیڅلی او د سیاست له غورځو پورځو لري ولرلی شي، دین د هرچا شخصي موضوع بولي او له سياسته یې لري کول د دوی لومړی موخه ده. څرنګه چې دوی په مسلمانو ټولنو کې پيدا شوي او ژوند هم دلته کوي طبعاً ځانونه اسلام ته ژمن بولي او له سياسته یې لري کول لازمي.

له سياسته د اسلام د لري کولو خبره که دوی هرڅومره په خوږو تعبيرونو سره وکړي خو دا د اسلام له خورا ستر اصل او درانه اساس سره ضد خبره ده او دا پوره د اسلام د نفي کولو او فلج کولو معنا لري، قرانکریم څو ځایه په صفا ټکو کې اعلان کوي: إن الحکم إلا لله. یعني واک او قدرت یواځي او یواځي الله لره ده. دا راز په مدینه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشري کې فوق العاده اسلامي حکومت قایمولو او د راشدینو خلفاو په لاس د هغه نظام غځول او پراخول د دې خبرې ښکاره ثبوت او قاطع دلیل ده چې مسلمانان به اسلامي نظام قایموي او په خپل هیواد کې د بل نظام رامنځته کول ناروا او د امت د سپکاوي او ذلت په معنا ده، قران وایې: ولن یجعل الله للکافرین علي المؤمنین سبیلاً. یعني الله مومنانو ته اجازه نه ورکوي چې کافران دي په دوی واک وچلوي.

سیکولریستان په هغو اسلامي هیوادونو کې ډیر محتاط اوسي چې هلته ډیره موده اسلامي نظام واکمن پاته شوی وي، هلته دوی خپلې ټولې موخې او اهداف نه ښکاره کوي، دوی د مسلمانانو له ټولنیز مزاج سره نرمه او پسته غاړه وړي، خو په سینو کې یې د سیکولرزم پوره اډاوڼه او مکمل نظام پروت ده، وماتخفي صدورهم اکبر. دوی که په پیل کې یواځي له سیاست نه د دین د بیلولو خبره کوي خو په دویم ګام کې بیا دا لاند ې دری خطرناکې موخې را منځته کوي چې زه یې په لنډه توګه تشريح کوم او دا کارونه یې په ځیني اسلامي هیوادونو کې کړي دي او د اسلامي نړۍ میشت سیکولریستان په مطبوعاتو کې د دې موخو په تشریح او سپړنه کار کوي.

لومړۍ: د شرعي نصوصو تاریخي کول چې په عربي کې په (ارخنة النص) سره یادیږي، باید ووایو چې له شرعي نص نه مراد د قران او حدیث عبارات دي او له دې موخې نه یې مطلب داده چې باید قران او حدیث د تاریخ برخه وګرځول شي د دوی په اند قراني احکام او نبوي خبرې په ډیره مخکينۍ زمانه کې د ځانګړيو موضوعاتو او پخواني انسان له ژوند او اړتیاو سره مطابق نازلي شوي او رامنځته شوي دي داباید په هغه ځانګړې تاریخي او زماني مقطع پوري وتړل شي او د موجوده ساینسي دور او ساینټفک انسان له پاره کارګرې ندي. د سیکولرستانو په دې نظریه سره ټول اسلام، قراني ایتونه او د حدیثو مکمله مجموعه العیاذبالله ایکسپایر اوله وخته تیر ګري.

دویم: د شرعي نصوصو عقلي کول چې په عربي کې په (عقلنة النص) سره تعبیر ورنه کوي، که کوم شرعي نصوص فرضاً د ارخنة النص له سیکولرستي ګذار نه روغ راووځي هغه باید عقلي شي یعني کوم چې له انساني عقل سره برابر وي خیر ده او کوم چې برابر نه وي هغه باید دتاویل په زور عقلي وګرځول شي، باید ووایو چې د دې سیکولریستي موخي په پایله کې داسي کفریات رامنځته کیږې چې د اسلام له سترو اصولو سره به ټکر لري، مثلاً دوی د اخرت موضوع له عقل سره سمه نه بولي نو طبعاً جنت او جهنم هم نه مني، یو احمق سیکولریست په قران کې د جنت او جهنم تاويل په پرمخ تللې نړۍ او دریمه نړۍ سره کوي، نو طبعاً د پرمخ تللې نړۍ سورمخي او شین سترګې انسانان به (ابرار) بولي او د دريمې نړۍ اوسیدونکي (فجار)!! نعوذبالله.

دریم: د شرعي نصوصو انساني کول چې په عربي کې په (انسنة النص) سره تعبیریږي، د شرعي نصوصو انساني کول دا مطلب چې له الله سره یې باید تړاو ختم او دا ټول انساني شیان وبلل شي لکه نورې انساني کړنې، په دې توګه به دا ټول شیان د نقد او نیوکې وړ وګرځي او الهي تقدس به یې له منځه ولاړ شي، نو لکه هره انساني کړنه په اسلام کې به لاسوهنه ازاده او د دوی په اند نوښتونو او اصلاحاتو ته به لاره برابره شي.

د سیکولرزم له دې موخو سره سم به هر غوږ او هر للوپنجو کولی شي د اسلام په هره موضوع کې خپل نظر څرګند او په اړه یې خبرې وکړي او په پایله کې به لاسمح الله د اسلام منل شوي قواعد او ستر ثوابت تارو مار او د موجوده عیسویت په څیر به بې روحه اوتشنومي ګوتشمیر اخلاق او اداب پاته شي، زموږ په سیمه کې نن سبا موږ وینو چې ځیني خلک په شعوري او ځیني په غیر شعوري توګه د اسلام په اړه داسي پوښتنې رامنځته کوي چې سړی په ښکاره توګه پوهیږې سرچینه یې د سیکولرزم دا خطرناکې موخې دي چې موږ په لنډه توګه ستاسو مخته کېښودلې.

د زاړه استعمار متبادل لښکر:

یو وخت د لویدیځ لښکرو په ټوله دریمه نړۍ خیټه اچولې وه، که څه هم لویدیځوالو ځانونه مستعمرین او ودانوونکي بلل او دا دروغ خبره یې په موږ دومره کره کړې وه چې موږ یې تر اوسه هم استعمار بولو، اصلا او حقیقة غرب استثمار کوونکی او زبېښونکی و او د دوی تر واک لاندي سیمې هیوادونو ثروتونه او شتمنۍ یې لوټلې، په هرصورت د سیمې د ازادي غوښتونکو خوځښتونو په هڅو او منډو ترړو سره هغه موده لنډه شوه لویدیځوالو شوکمارانو دریمه نړۍ پرېښودله او خپلې لښکرې یې ورټولې کړي،

خو دا کار یې د یوه بل ترتیب شوي پلان له عملي کولو وروسته ترسره کړ، او هغه پلان داو چې په دې هیوادونو کې یې زده کړییز تغیرات رامنځته کړل، تهذیبي او تمدني کرښې یې واېستلې، په مختلفو نومونو یې د لویدیځ تفکر، لویدیځوال کیدلو او استغراب کار پر مخ بوتلو او د ترکیې د عثماني خلافت په انحلال او پاشلو سره یې په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ په کوچنیو هیوادونو کې غرب پال ګروپونه او ګوندونه تیار کړل.

دې غربپالو ډلو ته د لویدیځ له لوري درانه مسؤلیتونه ور وسپارل شول، یعني کوم کارونه چې له هغه مخکي د غرب لښکرو او ګڼ شمیر اداره چیانو کول د استثمار په ټینګولو کې یې ویني او خولې بهولې هغه کار یې دې غربپالو سیکولریستانو او د دوی په لاس جوړو شویو ډلو ډلګیو ته پرېښود، او دوی هم په پوره اخلاص د هغوی کار ته ملا وتړله، کوم کارونه چې هغوی په سلهاو زره لښکرو او خورا زیاتو پرسونلو کول هغه کار غربپالو په ډیر اخلاص او کمه بیه ورته پیل کړ، کمه بیه یې ځکه بللی شو چې د غرب له پاره حکومت چلول د هغوی موخې او اهداف پرمخبېول د سیمې ولسونه غلامي بولي او غلامه واکداري د ناچیزه مادیاتو او د غربي نظام څلور یا پنځه کلن قدرت له پاره لویه بیه نه کمه بیه ده، غربپالو خپل تمدن او د خپل ولس غوښتنو او چوپړ ته شا کړه آن ډیر یې له دین او عقیدې هم تیر شول او د دې په بدل کې څلور یاپنځه کلن واک او غلا ته لاسرسی رښتیا هم ډیره کمه بیه ده.

غربپالو د خپل ولس او هیواد دښمني د تل له پاره په غاړه واخیستله، د دوی کورنۍ او خیلخانې نشي کولی په خپلو هیوادونو کې واوسي، دا ځکه چې دوی په خپلو هیوادونو کې د ډیموکراسي په نوم عداري او لوټماري کړي ده، او کوي یې، که د اسلامي نړۍ د سیکولریستانو او غربپالو تاریخ او موجوده حالت وکتل شي ټول بلا استثنا په کرپشن او اداري پساتونو کې تر سپوږمو خښ دي، په اروپایي بانکونو کې د دوی حسابونه له کوم لوري ډکیږي خو همدا د غلا او رشوتونو پیسې ور روانې وي له باندنیو هیوادونو مرستې او له نړیوال بانک پورونه دوی سره ویشي آن که په طبیعي پیښو کې له خلکو سره مرستې وشي هغه هم ډیره کمه سلنه خلکو ته رسیږي نوره دوی غلا کوي، نو دا ډول سپک وګړي په خپلو ولسونو کې هیڅکله ځای نشي موندلی.

عجیبه داده چې په غرب کې ډیموکراسي د خلکو په خدمت کې ده واکمن ګوندونه یې هر یو کوښښ کوي چې په ښه واک چلولو کې له بل نه مخکي شي، لنډه دا چې خپل هیوادونه یې د دنیا په مخ جنتونه ګرځولي دي، او د دریمې نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي هیوادونو له پاره یې داسي سیاستوال او مفکرین روزلي دي چې د اخلاقو په لویدلي پوړ کې راځي داراز د واک چلولو په اړه د نړۍ په سطحه بې کفایته او بې صلاحیته خلک دي، دا غربپال سیاستوال د هماغه پوهنتونو فارغین دي چې پخپله غربیان درسونه په کې وایې دوی هم د سیاست هغه زده کړه کړې ده چې غربیان یې کوي، خو غربیان د خپلو هیوادونو او ولسونو له پاره مسیحا او رښتیني خدمت ګاران دي او زموږ وال هغه خدای وهلي او سره غله دي چې له خپلو ولسونو یې پوستکي وایستل او لایې هم اوباسي.

ولي لویدیځوال سیاستوال د خپلو ولسونو خادمان او لویدیځپال سیکولریست سیاستوال یې دښمنان دي؟ د دې پوښتنې د ځواب له پاره دلیکنې د سر ګرښو ته ورځو هغه داسي چې کله غربیانو د دریمې دنیا او په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ له پاره د خپلو لښکرو په ځای سیکولریست سیاستوال خوښ او وروزل مطلب یې داو چې په وړیا او کم لګښت سره خپل استعمار یا استثمار ته دوام ورکړي، هغوی اوس هم د کمزورو ولسونو وینو او شتمنیو ته تږې او وږي دي د انساني حقوقو او نورې بشري ناري او سورې تشې میډیايي درغلۍ او دروهنې دي د دې ولسونو له پاره یې داسي سیاستوال او داسي ډیموکراسي تیاره کړې ده چې د دوی دپخوانیو لښکرو او سړیخورو ځواکونو رول ترسره کړي د دوی پلانونه پر مخ بوځي او د دوی واکمني په خپل حال وساتي. نو په اسلامي نړۍ کې سیکولریست ساستوال د زاړه استعمار متبادل لښکر او د غرب د اهدافو په نوې بڼه پلې کوونکی مخلوق ده د دوی په شتون او واک کې پر موږ خیر او ښه حرام دي.

افغان سیکولریستان دسیکولرزم دیوه تعریف په رڼا کې

دبرټانیکا په انسایکلوپیډیا کې د سیکولرزم Secularism او العلمانیه یو تعریف داسې هم  راغلې ده :  سیکولرزم هغه  ټولنیز خوځښت ده چې خلک اخرت ته له تیارولو را وګرځوې او د دنیا په تیارولو یې بوخت کړې . یعني د خلکو په نظرونو کې اخرت العیاذبالله بې اهمیته وښيې او د دنیا جوړولو او ښایسته کولو ته یې متوجه کړې .

آبله ورځ مې د یوه افغان سیکولریست په یوه لیکنه کې یو داسې پاراګراپ ولوست چې لیکلې یې و : د ولس رښتیني مشران د خلکو د دنیا دتیارولو اوښایسته کولو په فکر کې وي او ملایان یې د اخرت غم کوې ! . شاید د ا لوړ تعریف د ده له نظره هم کوم ځای تیرشوی وې نو ځکه یې د سیکولریزم په کتابونو ځان سیکولریست ثابتولو له پاره  دا خبره له قلمه را ووتله .

زموږ دا لوړ تعریف تاسو د نمونې او دسیکولریستانو دپیژندنې له پاره په یاد ولرئ ، دوی د ولس د خواخوږې د دروغژنې دعوې له پاره دترقي او پرمخیون په غوړو خبرو کې دومره مخته ولاړ شې چې د اخرت ځينې موضوعات ټوکې او مسخرې وګرځوې ، العیاذبالله نن موږ د دوی په لیکنو کې وینو چې ډیر ځایونه د جنت او دوزخ کیسې ، دحورو او غلمان کیسې  په تمسخر او سپکاوې سره یادوې او دې ته فکر نه کوې چې دا موضوعات په قران ثابت او د مسلمانانو د ګروهې او عقیدې برخې دي ، دوی په دې ښه پوهیږې اصلا دوی هڅه کوې د ځینې ملې موضوعاتو په ترڅ کې دا ډول دیني معتقدات سپک وښيې (نعوذبالله ) او په ځانګړې شیطاني اسلوب سره خلکو ته داسې ښکاره کوې چې ګواکي دخلکو له غمه مړه دي او د خلکو په دردونو او کړاونو یې زړونه دردیږې .

په سیکولریستانو به څنګه څوک باور وکړې چې د دوی عمل او کړنې  تر یوې لسیزې زیاته موده کې خلکو دسر په سترګو ولیدلې له غلا او چور پرته یې د ولس په خیر یوګام هم نده پورته کړی ، د دوی حماقت د اسلامې نړۍ تر هغو ډیموکراتو کړیو ډیر شرموونکی ده چې هغوی اقلا د ټاکنو په مهال یوڅه د خپلو ولسونو په خولو کې ور اچوې دوی خو په دا دومره اوږده موده کې د لویدیځ بسپنې په دومره بې شرمې سره ولوټلې چې آن د خپلو بادارانو میډیا یې د دوی دغلاو او چور په اړه په مختلفو وختونو کې ګڼ شمیر راپورونه خپاره کړل . خو دوی بیا هم د پرمختګ او پرمخیون پوچې نارې سورې وهې او د  سیکولرزم له لوړ تعریف سره سم خلکو ته وایو چې موږ مو د دنیا په ښایسته کولو کې یو او ملایان مو د دنیا په کیسه کې نه دې داخرت غمونه مو خورې ! .

دوی دې په خلاصو غوږونو واورې چې د دې هیواد په خاوره او خټه کې اسلام اغږل شوی ده ،  دې ولس آن د امان الله خان په پیر کې سیکولریزم رد کړی او ترټلی و. موږ دلویدیځ هرڅه نه ردوو موږ یې پوهې او ساینس ته ځانونه اړ بولو او دا د ملتونو په تاریخ کې شته چې په مختلفو زمانو کې مختلفو ملتونو علوم او پوهې سره تیادله کړې دي ، همدې لویدیځ له اسلامي اندلس ، بغداد ، غزني او  دمشق نه ډیر علوم ترلاسه کړې دي که نن موږ له هغوی نه ګټور علوم ترلاسه کوو دا هیڅ بده خبر نه ده او د خدای دپیغمبر صلي الله علیه وسلم مشهوره ویناده چې : الحکمة ضالة المؤمن اینما وجدها فهو احق بها . یعني حکمت او پوهه د مومن ورکه ده هرځای یې چې وموندله دی یې حقدار دی . خو موږ یې له باطلو ګروهو او پر فحاشي لړلی تهذیب نه کرکه کوو .

لیکوال: نعمان منلی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب