مسلمان شخصیتونو غوره ویناوې ۱۰

په تاسو کې هغه څوک ماته ډېر غوره دى، چې اخلاق يې ښه وي.

( محمد صلی الله علیه وسلم)

که تاسو غواړئ،  چې  له تاسو سره الله رب العزت او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم  ښه وکړي؛ نو له  درېيو خويونو   پابند اوسئ، رښتيني وينا، د امانت ادا کول او ښه ګاونډيتوب.

( محمد صلی الله علیه وسلم)

د قيامت پرورځ به د مؤمن د نيکو كړو په تله کې تر ټولو دروند شى ښه اخلاق وي.

(محمد   صلی الله علیه وسلم)

د ايمان پوره والى په جهاد کې دى.

( ابوبکرصديق رضى الله تعالى عنه )

د ظالم بخښل له مظلومانو سره زياتى دى.

( عمررضى الله تعالى عنه )

حيرانتيا ده هغو کسانو ته، چې الله(  رښتينى ګڼي؛ خو بيا هم د نورو يادونه کوي او پر هغوى  باور کوي.

( عثمان رضى الله تعالى عنه)

بد انسان  هغه دى، چې په ښكاره ښه او په پټه بد وي.

( علي رضى الله تعالى عنه )

بې علمه عمل بې ساه جسد دى.

( امام ابوحنيفه رحمه الله )

اخلاق د انسان لپاره نوې لارې برسېره کوي.

( امام شافعي رحمه الله)

له علم څخه  وړاندې صبر او حلم زده کړئ.

( امام مالک رحمه الله )

د هر شي لپاره  عزت وي او د زړه عزت  دا دى، چې  د الله( څخه  راضي وي.

( امام احمد بن حنبل رحمه الله )

څوک، چې د يو صالح سړي سره مينه لري  ګويا، چې دى الله رب العزت سره مينه لري.

( سفيان ابن عينيه رحمه الله )

خلک لمونځونه  کوي، روژي نيسي، حجونه کوي؛ خو د قيامت  په ورځ به دوى ته يواځې د دوى د پوهې په اندازه بدله  ورکول کېږي.

( معاويه بن قرة رحمه الله )

د الله رب العزت په نعمتونو کې فکر کول  غوره عبادت دى.

( وهب بن منبه رحمه الله )

عالم ته په کار دي،چې الله رب العزت ته د تواضع په اساس پر خپل سر ايرې واچوي.

( ايوب رحمه الله )

د انسان  دا کړنه بسنه کوي، چې الله رب العزت څخه وېرېږي او  د انسان  لپاره  دا ناپوهي بسنه کوي، چې پر خپل علم باندې مغروره شي.

( مسروق رحمه الله )

پر دې امت له ټولو څخه زيات، چې په کوم شي باندې زه ويرېږم هغه رياء او شهوت دى.

( شداد بن اوس رحمه الله )

اديب هغه چاته نه وايې، چې نا اشنا ويناوې  وکړي، بلکې  اديب دې  ته وايې، چې  مېړانه او پاکي ولري.

( منصور رحمه الله )

کله چې  ويناوې له زړه څخه راووځي؛ نو  په زړه کې ځاى نيسي.

( زياد رحمه الله

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب