د موريکې یا لو تبي نښې څه دي؟

د موريکې یا لو تبي نښي:

په ټایفايډ یا لو تبه کي د کوچني لوږه بالکل ختمه شي هیڅ يې خوراک ته زړه نه کېږي، په ژبه يې سپینوالی راشي، له خولې يې بد بوی راځي، قی هم محسوسوي، که لو تبه زیاته سي نو دستونه ورځي او نس يې خراب سي،  په نس کي يې درد پیدا سي، که يې درملنه ونه سي نو کولمې يې سوزي او کوچني کوچني ټپونه کي پیدا سي کله کله دا ټبونه وچاودي چي د سړي ژوند هم اخیستلای سي .
موريکې
موريکې
دا تبه له یوې اونۍ نه نیولې تر لسو شپو پوري وي، درجه حرارت يې ډېر زیات وي، چی نارمل حالت هيڅ نه رازي، تبه 101 نه تر 103 په منځ کي کښته پورته کېږي، که يې په وخت درملنه ونه شي ډېري ستونزي پیدا کوي، د صحیح علاج نه کولو په صورت کي دماغ ته رسېږي چي مریض بې هوښه کوي یا د بې هوښئ حملې ورباندي راځي، موږ ډېر وخت په کلیو کي په کلینکو کي ستني او سیرومان لګوو چي هغه اثر نه کوي،  د دې تبي باید سم تشخیص وسي .

ډېر  وخت بغیر د کومي څېړني نه دواوی ورکول کېږی بلکي د ویني معاینه ډېره ضروري ده ، د دې تبي باید ځانګړې ټایپیډاټ په نامه معاینه وسي، دا تبه یوه عامه ناروغي نه ده، ناغېړي باید ورسره ونه کړو.

د دې تبي جراثیم د خولې لخوا داخل کېږي او دا جراثیم په ناپاکو اوبو او له خرابو خوړو سره پیدا کېږي، په خاصه توګه هغه خواړه چي د باندي پراته وي، د ښونځي ماشومان چي په رېړیو کي کوم خواړه خوري په هغو ټولو څیزونو کي دا ډول جراثیم شته، که د کوم هوټل په اشبزخانه کي دا جراثیم وي نو هغه هوټل کي ډوډۍ خوړونکي ټول خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي.

 

هڅه کوئ چي تل پاک خواړه وخورئ، د لو تبي جراثیم په څلورو هفتو کي له بدته وزي تر هغو پوري د پخلي هڅه مه کوي،  همېشه د ډوډئ یا دیګ پخولو نه وړاندي هڅه کوئ چي لاسونه په صابون پرېمنځئ، ډېر خلک دوا یوازي څلور یا بنځه شپې خوري فکر کوي چي نور ښه سو خو د دوا خوړل تر 14  ورځو پوري ضروري ده کني دا جراثیم نه مړه کېږي او یوه میاست وروسته بیرته دا ناروغي راپورته کېږي .

لیکوال: محیب رحمتي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب