د حق او باطل جګړه

د نړۍ پرسر زموږ نه مخکې ملایکې او پیریان ول. بیا الله جل جلاله وغوښتل چې انسان د نړۍ پر مخ خلیفه وګرځوي، او په دې موخه یې ادم علیه سلام له خټې نه جوړ او پیدا کړ. د کیسې څنډه په دې ډول ده:

وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٣٠﴾
او کله چې ستا رب پرښتو ته وویل: یقینا به په ځمکه خلیفه وټاکم. ویې ویل: ایا ځمکه هغوئ ته پرېږدې چې پکې به فساد وکړي او وینې به وبهوي، حال داچې موږ هر وخت ستا په ستاینه تسبیح وایو او تقدیس کوو دي. (الله جل جلاله) وویل: زه په هغو (پټو اسرارو) پوهېږم چې تاسې نه پوهېږئ.
نو ادم علیه سلام یې جوړ او پیدا کړ:
وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ ﴿۱۱﴾قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ ۖ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ ﴿١٢﴾
او تاسې مو پیدا کړئ، بیا مو صورت در کړ، بیا مو ملایکو ته وویل: ادم ته سجده وکړئ؛ پرته له ابلیس نه، ټولو سجده وکړه، دی له سجده کوونکو نه ؤ. الله وویل: کله چې مې درباندې امر وکړ، څشي له سجدې نه را وګرځولې؟ ویې ویل: زه له ده نه غوره وم، زه دې له اور څخه پیدا کړی یم، او دی له خټې نه.
شیطان د الله جل جلاله له امر نه په سرغړونې، د کفر لاره غوره کړه او ورټل شو:
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ﴿٧٧﴾ وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِي إِلَىٰ يَوْمِ الدِّينِ ﴿٧٨﴾
(الله جل جلاله) وویل: ووځه ځنې، حقیقتا چې ته رټل شوی یې. او پرتا دې د اخرت تر ورځې زما لعنت وي.

شیطان نه یواځې دا چې ادم علیه سلام ته یې له سجدې لګولو ډډه وکړه، د دښمنۍ او کینې له امله تر دې هم وړاندی ولاړ او د ادم علیه سلام د اولادې/ټول بشریت د دوښمنۍ لپاره یې لیڅې بډ وهلې. شیطان له الله جل جلاله نه وغوښتل چې د اخرت ترورځې مهلت ورکړي، هغه هم په داسې ډول چې دی د انسانانو ترمینځ پاتي شي او د ادم علیه سلام د اولادې د بې لارې کولو دسیسې جوړې کړي:
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿٧٩﴾ إِلَىٰ يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ﴿٨١﴾ قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٨٢﴾ إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿٨٣﴾ قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ ﴿٨٤﴾ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٨٥﴾
(شیطان) وویل: اې ربه، د اخرت تر ورځې ماته وخت راکړه. (الله) وویل: ته تر مالوم وخته له مهلت ورکوونکو څخه یې. (شیطان) وویل: په عزت دې سوګند، ټول به بې لارې کړم، پرته ستا له مخلصو بنده ګانو نه. (الله) وویل: په حق سوګند او یواځې حق وایم: چې دوزخ به په تا او ستا په لاره تلونکو ټولو باندې ډک کړم.

شیطان له هغې ورځې تر نن او بیا د قیامت تر ورځې د بشریت ښکاره دښمن دی. شیطان تل هڅه کړې او کوي یې چې د ادم علیه سلام زامن له سمې لارې په بله بوځي. الله جل جلاله انسان په ځمکه خلیفه کړ ترڅو په ځمکه خلافت وکړي او د الله جل جلاله شکر کوونکی او ستایونکي و اوسي. د انسانانو او جنیاتو اره دنده د الله جل جلاله عبادت کول دي او همدغه هغه سیده او حق لاره ده چې ورباندې د تلو په موخه انسان اړ دی چې لومړی خپل خالق و پيژني او بیا یې د اوامرو په پلي کولو سپیڅلی عبادت وکړي. الهي وینا ده:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿۵۱:٥٦﴾
او انسان او پېری مې د بل څه نه بلکې زما د عبادت په موخه خلق کړل.
الله جل جلاله د بشریت د لارښوونې لپاره وخت-پر-وخت رسولان او نبیان را ولېږل تر څو انسانان د حق او باطل ترمینځ په اسانۍ توپیر وشي کړای او د شیطان له لومو څخه د خلاصون مجال ومومي. په دې بهیر کې لکونه پیغام وړونکي راغلل، په قران کې یې د ۲۵ نومونه یاد شوي دي. د دې ټولو پیغمبرانو دنده د الله جل جلاله د پیغام رسول ؤ.
خو، که یو پلو د الله مخلصو بنده ګانو د حق په لار مشالونه بلول، بل لور باطل تل هڅه کوله چې بشر له خپلې اصلې موخې را وګرځوي. د شیطان د دوښمنۍ په اړه الله جل جلاله وایي:
وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ ۖ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۶۲:۴۳﴾
او شیطان مو (له سمې لارې) ونه باسي. حقیقتاً دی ستاسو ښکاره دوښمن دی.

لنډه دا چې د حق او باطل د ټکر په دې روان بهیر کې د نړۍ بېلابېلو برخو او بېلابېلو قومونو ته د حق پیغام وړونکي ولېږل شول او د حق لاره یې په وار-وار بشریت ته روښانه کړه تر څو باالاخره د نبوت دا لړۍ د اسلام په محبوب پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ختمه شوه. د اسلام دین د دغې لړۍ د وروستۍ کړۍ په توګه له نن څخه څه د پاسه څوارلس سوه کاله پخوا ظهور وکړ. الله جل جلاله دا دین یوې ځانګړې قبیلې، قوم، او سیمې ته نه بلکې ټول بشریت او ټولې نړۍ لپاره خوښ کړ. محمد صلی الله علیه وسلم، په دې توګه، وروستی پیغمبر دی، له ده وروسته تر وروستۍ ورځې پورې، بل دین نه شي راتلای.

مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَـٰكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿٤٠﴾
محمد ستاسو نه د هیچا پلار نه دی، لیکن د الله رسول او وروستی نبی دی. او الله په هرڅه پوی او علیم دی.
او په پای کې به په لنډه توګه ووایم چې قران هغه الهي کتاب دی چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شو. دا کتاب الهي وحیه ده او له لاسوهنو خوندي شوی دی. موږ مسلمانان او ټول بشریت په دې مکلف دی چې د قران لارښوونې عملي کاندي او د اسلام دین په منلو حق ته غاړه کېږدي.
پایله دا کېږي چې: په لومړي ګام کې، هر انسان مکلف دی چې ځان او د نړۍ خالق وپېژنې. عقل، شعور، ساینس، پوهه، علم، تکنالوژي، سپړنې، څېړنې، نښې-نښانې او باالاخره دا ټول کائنات شاهدي وایې چې د نړۍ خالق یوه واحده هستي او بې کچې ځواک دی؛ داسې هستي چې د ذات پر څرنګتیا یې موږ، د مخلوق شوې پوهې پرمټ، نه شو پوهېدای. کله چې موږ په دې باور پیدا کړ چې هوکې، الله یو دی او د نړۍ خالق او پیداکوونکی، حکیم ذات دی. بیا نو موږ پر دې مکلف یو چې د هغه جل جلاله هر امر، بې له کوم ځنډ او تردید نه په دواړو لیمو ومنو او پلی یې کړو. باید یادونه وکړم چې د الله پر وحدانیت او ربوبیت باندې ایمان او باور یو هرو-مرو فطرتي امر اوځلنه ده. که څوک په یاد باور نه وي، هغه به یا خو عقل نه لري او یا به ځان ته دوکه ورکوونکی جاهل او بې لاري وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب