زموږ خویندي او قرآن كريم

زموږ خویندې او قرآن كريم

علماوو د ښځو د ديني زده كړو او پوهې مسؤليت د ښځې د پلار، ورور او بيا د مېړه يا خاوند پر غاړه ور اچولى دى. يانې كه چېري ښځې ته په ديني چارو كې كومه پوښتنه ور پيدا شي هغه بايد د پلار په كور كې د پلار يا ورور څخه وپوښتي، د مېړه په كور كې يې د مېړه څخه، نو دا دوى مسؤليت دى چې يا يې خپله او يا د دين د يو عالم څخه سوال ور حل كړي. نو كه مېړه، پلار او ورور دا دواړو كارونه نه كوي په دې صورت كې ښځه كولاى شي، چې خپله ځيني شرايطو ته په پام سره خپل سوال د دين د عالم څخه وكړي، ځكه چې ښځه هم د الهي اوامرو په سرته رسولو مكلفه ده او اسلامي شريعت نر او ښځه دواړه يو ډول مخاطب او مكلف كړي دي.

د قرآن كريم د الفاظو او بيا ترجمې، مانا او مفهوم زده كړه چې د ديني علومو څخه شمېر كېږي او هر مسلمان نر او ښځه مكلف دى چې بايد قرآن كريم زده كړي، الفاظ يې سم ادا كړي او بيا يې په مانا او مفهوم ځان وپوهوي.

اوس نو راشئ خپل ټولنه وګورو، چې دغه چاره تر كومه حده تر سره شوې ده او زموږ د خوندو د ديني علم او په هغه كې بيا د فرض علم سطحه څومره ده؟ زموږ په ټولنه او هيواد كې د څومره تعداد ښځو قرآن كريم اقلاً د تجويد د ابتدائي قواعدو سره سم زده دى؟ څومره خوندي د قرآن كريم الفاظ سم ادا كوي؟
كه انصافاً قضاوت وكړو نو كېداى شي دا شمېر په سلو كې پنځه وي او كه يوه څه مبالغ وكړو نو په سلو كې به د لسو خوندو قرآن كريم زده وي، هغه هم يوازې د الفاظو لوستل، ترجمه، مانا او مفهوم خو لا پر خپل ځاى پرېږده، چې هغه كېداى شي د صفر سره ضرب وي.

ايا د ښځو ديني زده كړه ورسته پاته او حاشيوي موضع ده؟
پردي خلك زموږ د ښځو د تعليم او زده كړو له پاره بې شماره لګښتونه كوي، خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر نصابونه جوړوي، طرحې او برنامې لري، خو د دوى د دغو كارونو په اړه زموږ غبرګون يوازې د انتقاد تر حده دى، د روان وضعيت د سمون له پاره هيڅ وړانديز، پيشنهاد او بديل نه لرو.د خپلو خوندو د ديني او يا كله-كله عصري زده كړو له پاره هيڅ يو پروګرام، نقشه، بر نامه او نصاب نه لرو.

د پرديو څخه څه ګيله په كارده، هغوى خو خپل كارونه ډېر منظم او سازمان يافته تر سره كوي، دا مسؤليت د چا دى؟
ايا علماء توانېدلي دي چې پلار، ورور او مېړه خپلو دغو مسؤليتونه ته متوجه كړي؟ او كه يې متوجه كړې دي هغوى خپل مسؤليت لكه څنګه چې ښايي تر سره كړي دي كه يا دهغو خپل مركب په خټو كې بند دى. نو د حل لاره كومه ده؟
سوالونه مې ډېر وكړل، خبره نوره نه اوږدوم په ډېر ادب او احترام سره ټولو علماوو، د قرآن كريم ماهرانو، پوهانو، د قلم خاوندانو، پلرونو او خاوندانو او مړونو ته وړانديز كوم چ بايد د خپلو مؤمنو او مسلمانو خوندو د ديني او قرآني زده كړو په اړه فكر وكړو، پلان، نصاب او برنامې جوړې كړو په دې اړه يو تر بله مشورې او ګډې هڅې وكړو، ځكه چې دا كار په انفرادي توګه نه تر سره كېږي، تر څو د خداى تعالى په مرسته او توفيق سره خپلې مسلماني خوندي د قرآني علومو په ګيڼه ښكلي او د اسلامي ادابو او اخلاقو په وسيله يې عزت، شرف او حياء نوره هم زياته كړو.

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب