اسلام مشاهیر

سید أبوالأعلی مودودي د عدل په تله

سید أبوالأعلی مودودي
شخصي معلومات
زیږیدنه۱۳۲۱ه ق رجب  ۳ / ۱۹۰۳ م 

اورنګ آباد – حیات آباد – هند برتانوی

وفات۱۹۷۹ م. سپتمبر ۲۲ 

آمریکا

هویتهند برتانوي ۱۹۰۳ – ۱۹۴۷ م.

پاکستان ۱۹۴۷ – ۱۹۷۹م.

دین او مذهباسلام – سني – حنفي
ډلهجماعت اسلام / اخوان المسلمین

لیکوال: احمدمدثر دلسوز

مولانا سید أبوالأعلی مودودي

مولانا سید أبوالأعلی مودودي د معاصري اسلامي نړۍ لوي داعي بلل کیږي، هغه نه یوازي د هند د لويي وچي پر اسلامي تحریکونو باندي اغېزې لرلي بلکي د ټولي اسلامي نړۍ پر اسلامي تحریکونو باندي یې ژوري اغېزې لرلي دي، پر سید صاحب باندي ځیني اعتراضونه موجود دي، چي ډېری مسلمانان یې د سید صاحب د قیادت او اسلامي مبارزې په اړه مشوش کړيدي، نو د تشویشونو او اعتراضونو د رفعي په موخه مي لومړی د مولانا صاحب لنډه پېژندنه کړې او په وروسته برخه کي مي هغه اعتراضونه راخیستي کوم چي پر ده موجود وه او بیا مي ورته دده له خولې څخه جواب ویلی.

مولانا مودودي د ۱۳۲۱ه ق کال د رجب د میاشتي په دریمه چي د ۱۹۰۳ م سره سمون خوري نړئ ته تشریف راوړی، هغه سمدستي د ځوانۍاو عقلاني مرحلې ته په رسېدلو سره د مسلمانانو د حقوقو مبارزه پیل کړه ځکه هغه وخت مسلمانان په ډېر غم ځپلي حالت کي قرار درلود ، په اسلامي نړۍ کي یو واحد خلافت او حکومت شتون نه درلود، عثماني خلافت فقط په نامه باندي پاته ؤ په ۱۹۲۴م کي د مصطفی کمال اتاترک تر واکمنۍ وروسته د مسلمانانو د وحدت دا ډېوه هم مړه سوه او په ۵۸ هیوادونو باندي ووېشل سول، هندوستان هم د انګریزي استعمار تر لاس لاندي اداره کېده، د ولسونو ترمېنځ ئې د کرکي او نفرت تخم شیندئ او د مسلمانانو له مېنځ څخه یې داسي لاسپوڅي غلامان راپیداکړل چي د اسلام تر شعار لاندي به یې استعماري افکار او تبلیغات کول، مسلمانان به یې نور هم پر ډلو او فرقو وېشل د هغوی د لیري ساتلو کوښښ به یې کاوه او د یوه پوه او هوښیار قائد د قیادت مخنیوی به یې کاوه. چي ښه نمونې یې د میرزا غلام احمد قادیاني قادیانیت، د کانګرس ګوند او داسي نور ګوندونه ؤ چي له یوې خوا یې مسلمانان نور هم پخپل مېنځ کي وېشل او بلي خوا بیا استعمار ته وفادار غلامان ول.

په هندوستان کي د برتانوي سیاست لومړی بوی د کانګرس ګوند مېنځ ته راوستل ؤ، هغه هندوان او مسلمانان دواړه (هندوستانیتوب) ته راوبلل ترڅو ټول هندوستانیان د یوه فکر پابند وي.

همدارنګه په دغه حساسه زمانه کي زیاتره اسلامي علماء هم د استعمار ښکار سوه،د سائنس او غربي پرمخ تللیو علومو له پوهي څخه عاجز وه، او نه یې سوای کولای چي د نوو مسائلو سره مسلمانانو ته کومه مناسبه او معقوله لار وښيي، استعمار هم خپله پخوانۍ او کرغېړنه مقوله تکراروله چي ویل به یې ((مذهب د سائنس ضد دی او د پرمختګ په لار کي تر ټولو ستر خنډ دی، که اسلامي ملت ترقي کول او د ژوندانه په ډګر کي مخکي تلل غواړي نو باید د غرب په لار روان سي یعني (له دین څخه دي لاس واخلي او بې دیني ته دي غاړه کښيږدي) دین د الله ﷻ شی دی او وطن او خاوره د ولس)).

نوي تعلیم یافته او په عصري زده کړو سمبال کسان هم ددې فتنې ښکار سول او اسلام ته یې په همدې سپکه سترګه کتل یعني : اسلام د پرمختګ او سائنس ضد او نه خوښوونکی، او دین یعني د وروسته پاتي والي ستر لامل چي د ژوندانه په ډګر کي هیڅ ارزښت نلري.

تر دي چي یوې ډلي په ډیري سپین سترګۍ سره داسي وویل : د مسلمانانو د زوال او بیرته پاتي کېدو اساسي لامل همدا اسلام دی.

په همداسي نازک او لطیف حالت کي مولانا مودودي خپل مبارزه پیل کړل ، تر هرڅه دمخه یې د اسلام ژوره مطالعه پیل کړه، په کورنۍ کي به یې پلار هم تل ورته د اسلامي علومو او تاریخ د مطالعې توصیه کول، کله چي به سید صاحب اسلامي تاریخ مطالعه کاوه نو یو بل ډول حالت به یې غوره کاوه، د هغه وخت قوي، پرمختللي، صنعتي، سائنس پوه، مجهز او تر واحد قیادت لاندي مسلمانان به یې د اوس وخت له کمزورو، شاته پاته، بې صنعته، نورو ته اړ او پر ډیرو لارو وېشل سوو مسلمانانو سره پرتله کول چي دې حالت به ډېر ځوراوه.

چي مولانا تر اوږدې مطالعې وروسته د اسلام د عظمت او لوړتیا نښه ولګېده او په دې پوه سو چي اسلام یوازي ټولي نړۍ ته د نېکمرغۍ پیغام ورکوي، او دا سائنس او ټکنالوژي چي غرب ورباندي ځان ډېر سرلوړی او فخر ورباندي کوي د همدې علومو د استادۍ ویاړ مسلمانان په غاړه لري.

استاد مصطفی محمد طحان پخپل کتاب (القیادة في العمل الاسلامي) کي د سید أبوالأعلی مودودي په هکله لیکي : ((د انسان عبقریت او سترتیا د ژوندانه له لمړیو شپو ورځو څخه په ښکاره کېدو پیل کوي، له همدې کبله موږ ګورو چي سید له همغه کوچنیتوب له وختونو ځني داسي ستر کارونه سرته ورسول چي په عام ډول دغسي کوچنیان ئې سرته نسي رسولاي، د وخت سره سم چي څنګه هغه رالويېده د هغه امتیازات هم په راښکاره کېدو سول، ترکومه ځایه چي د هغه غربي شخصیتونو سوال دی چي د ژوندانه په لمړیو شپو ورځو کي غبیان او کم ذهنه ؤ خو چي رالوي سول نو د هغوی ذهانت او عبقریت راښکاره سو نو د هغوی د دې کیفیت تعلق د مطالعې سره دی د عظمت او قیادت سره هیڅ اړیکي نلري)).

په کوچنیوالي کي هم هغه د یو ممتاز شاګرد په حیث پاته سوی ؤ، سید أبولاعلی مودودي به د ۱۳ کلونو ؤ چي مقالې به یې لیکلې او تقریرونه به یې کول، په همدې خاطر د استادانو پام هم و ده ته ور اوښتئ ؤ.

د پنځلسو کالو په عمر کي د بجنور څخه د خپرېدونکي یوه اخبار مدیر سو، خو حکومت همدغه اخبار د خپرولو څخه بند کړ، سید هم خپل فعالیتونه د مسلمانانو له خیریه تنظیمونو سره پیل کړل، تر دې هم وروسته یې د خپلي کورنۍ په مرسته د جیل پور څخه د التاج په نامه اوونیزه جریده پیل کړل او له څه وخت وروسته یې همدا التاج اوونیزه جریده په ورځپاڼه بدله کړل او د همدې ورځپاڼي د مدیر په حیث مقرر سو، نو پدې وخت کي چي ده کومي مقالې او یا سرمقالې د همدې ورځپاڼي لپاره لیکلي وې هرومرو یې سیاسي رنګ هم درلودی او د خلافت د بیا راژوندي کولو لپاره یې پکښي هڅي کولې نو ځکه حکومت دا وار دا هم ونسوای زغملای نو ورځپاڼه یې بنده کړه او عمومي مدیر یې محاکمه کړ.

تر دې وروسته هغه ډیلي ته ولاړی او هلته د هند د جمعیة العلماء سره یو ځاي سو، هلته یې هم د یوه اخبار چلول پیل کړل او له څه وخت وروسته یې دی عمومي مدیر هم وټاکل سو، خو وروسته همدا ورځپاڼه هم بند کړای سوه، بیائې د مولانا احمدسعید سره یوځاي د جمعیة العلماء هند په نوم یو اخبار خپرول پيل کړل، سید مودودي صاحب په یوه سر له کال (۱۳۴۳ه) څخه تر (۱۳۴۷ه) پوري دغه اخبار په پوره بریالیتوب سره وچلاوه.

لدې وروسته د مودودي صاحب د ژوند کړاوونه شروع کیږي، د هغه د پلار صحي حالت خراب سو او هغه مجبور سو چي پخپل کم عمر کي اقتصادي فعالیتونو ته لاس واچوي، هغه خپله پدې اړه داسي وايي : د ژوندانه شپې او ورځي په کراره تېرېدلې، د امید څرک لا پسي تیت سو، د ژوندانه ترخه حقایق په عملي شکل راښکاره کېدل پیل سول، یو نیم کلني تجربې ماته دا وښودل چي د ژوندانه تېرولو لپاره د انسان په مخ کي له مبارزې څخه پرته بله لار نسته، الله تعالی ﷻ په ما باندي د څه لیکلو د صلاحیت پیرزوینه کړېوه ما د پرله پسې مطالعې او تحقیق له لاري خپل دغه صلاحیت ته لا پسي وده ورکړه او همدغه وخت ما دا پرېکړه وکړه چي د خپل قلم له لاري به خپله روزي لاسته راوړم.

خو مګر هغه هیڅکله هم د روزي د لاسته راوړلو او یا پیسو ګټلو ته اولویت ورنکړ هغه دقلم له لاري د مسلمانانو او خپل ملت لپاره مبارزه پیل کړه او عمر یې تر ۲۰ کلنۍ زیات نه ؤ چي په کتابونو لیکلو یې پیل وکړ.

دا د انسان فطرت دی چي آشنا افکار او نظریات او مشهور شخصیتونه په ذهني طور سره قبلوي خو که کوم کم عمره زلمی ښه خطیب او د لري لیدونکي نظر څښتن وي نو خلګ د هغه منلو ته تیار نه وي او د حال په ژبه همدا وائي چي دا دده مقام ندی بلکه دا د یو مشر او پوخ عمره سړي کار دی، خلیفه عمر بن عبدالعزیز هم داسي یوه خبره د خپل قوم یوه زلمي ته کړې وه چي : اې ماشومه ! دا ډول خبري او کارونه خپلو مشرانو ته پرېږده ! نو هغه ماشوم ورته ځواب ورکړ چي که په چارو پوهېدنه په عمر پوري اړه ولري نو بیا خو ته ووایه چي د خلافت زیات حقداره څوک دی- ته یې او که تر تا د زیات عمر لرونکي تجربه لرونکی خلګ، تر تا خو زیات مشران سته نو بیا ته کشر ولي خلیفه ئې. ددې نوي زلمي سید مودودي په هکله هم د خلګو نظریات او خیالات همداسي وه، په داسي حال کي چي هغه د ۲۰ کلنۍ تر عمره پوري د هندوستان پدې توره او خطرناکه دوره کي د پنځه اسلامي او سیاسي اخبارونو د مدیریت چاري په ډېره ښه او بریالیتوب سره سرته ورسولې.

د سید صاحب د پلار له مړیني وروسته ئې مشر ورور د کور د چارو سرپرست ؤ، د حیدر آباد د عثمانیه پوهنتون لخوا څخه چي کله سید ته یو ستر منصب ورکړل سو، او مولانا ئې په منلو کي زړه نازړه ؤ نو مشر ورور ئې ورته وویل:

خپلو شخصي چارو ته توجه وکړه، ټول امت د ذلت، زوال او نا امیدئ سره مخ دی په دوی کي عزم او حوصله پیداکول د کوم یوه انسان د وس خبره نده، پداسي حال کي چي په امت کي د اخلاص، سرښندني او قربانۍ هغه کمه جذبه هم نسته.

د مولانا د کورنئ دغه دریځ یو فطري دریځ ؤ، داسي ډېره کمه پیښیږي چي دعوتګر مبارز ته دي د خپلي کورنئ د کسانو لخوا امداد او کومک ورکړل سي، خو سید په خپل عزم او اراده کي ډېر کلک ؤ، سمیر عبدالحمید ابراهیم په خپل کتاب ((ابوالأعلی مودوي: فکره و دعوته)) کي راوړي چي سید به داسي ویل: دا د وخت ضایع کولو زمانه نده ، زما پخپلو ولولو او خیالاتو باندي پوره یقین دی، زما په آواز کي عزم او اخلاص دی، نن سبا امت د خپل ژوندانه له ډیري نازکي مرحلې څخه په تېرېدو دی زه وینم چي د طوفان وریځي ئې په سر تیریږي او ددې طوفان خطرې او مصیبتونه به د (۱۸۵۷م) له طوفانه څخه څو چنده زیات وي.

مولانا أبوالأعلی مودودي د خپلي مبارزې په ترڅ کي له داسي یوه حالت سره مخ سو لکه څنګه چي سرور کائنات ﷺ ورسره دخپلي مبارزې په ترڅ کي مخ سوی ، کله چي رسول الله ﷺ د صفا د غونډۍ پر سر خپل قوم د الهي عذاب څخه وویروئ او هغوی یې د واحد ذات و بندګۍ ته دعوت کول نو ددې پرځاي چي هغوی دده دې دعوت ته لبیک ووائي بلکي رسول الله ﷺ پوري یې پسخندونه ووهل او ټوکي به یې پرې کولې، مولانا هم همداسي ؤ ددې پر ځاي چي د هندوستان ویده ولس دده دعوت ته لبیک ووايي، سید دعوت ته یې په سپکه وکتل.

انسان په خپل شخصي ژوند کي یو ډول مهارت پیداکولای سي ، یعني یا به ډاکټر وي یا به انجنیر وي یا به نطاق وي یا به ښه سرتیری وي او یا به هم بهترین لیکوال وي، خو د قیادت لپاره دا ضروري ده چي باید همغه شخص هر اړخیز شخصیت ولري او ددې لپاره چي قائد د خپل قوم لارښوونه کوي او د پرمختګ پر لور یې روان کړي نو باید هغه قائد هم د ډول ډول مهارتونو څښتن وي او د ژوندانه په ټولو اړخونو ښه پوه او آګاه وي، یعني د یوه بریالي قائد لپاره دا ټول اوصاف ضروري دي.

سید مودودي صاحب هم دداسي صفاتو لرونکی ؤ: ادیب و، لیکوال و، یو ښه مقرر و، او په لیکنه کي یې مهارت خو له ورایه معلومېدی.

په کراچي کي جوړي سوي جلسې ته وینا :

مولانا مودودي رحمه الله په (۱۹۴۸م) کال د مارچ په میاشت کي په کراچي ښار کي جوړي سوي یوې عامي غونډي ته د وینا په مېنځ کي داسي وویل :

1. پاکستان یوازي د الله ﷻ ملک دی او د پاکستاني حکومت لپاره دا ضروري ده چي په هیواد کي اسلامي نظام قائم کړي.

2. تر نن پوري په هیواد کي د اسلامي شریعت خلاف قوانین تطبیقېدل نو هغه باید یو مخ پای ته ورسولای سي او په هيڅ ډول دا رواه نده چي په راتلونکي کي داسي کوم قانون نافذ سي چي د اسلام سره مخالف وي.

3. د پاکستان حکومت دي د شرعي حدودو سره سم خپل واک او اختیار محدود وساتي.

خو حکومت بیا د اسلامي او شرعي أصولو په نفاذ او اسلامي قوانینو په مرتب کولو کي له مودودي صاحب سره مرته ونکړه بلکه مخالفانه رویه ئې غوره کړه، په پاکستان کي د بشری وضعي قوانینو سرم سم اساي قانون جوړ سو، او بیرته د انګریزي استعمار لاندي فعالیتونه شروع سول، او هماغه انګریزي مصطلحات ئې په قوانینو او محاکمو کي وضع کړل چي تر نن ورځي پوري همغه انګریزی قانون چلیږي.

او کوم واکمن ګوند چي ؤ هغه دا سي وویل چي د خو صحیح خبره ده چي پاکستان باید په نامه یو اسلامي هیواد وي خو په عملي ډول باید اسلامي نه وي، مولانان مودودي صاحب دا ډول حالات نسوای زغملای بلکي ده چي تر همدا مهاله د اسلامي هیواد د جوړولو لپاره کومه مبارزه کړېوه هغه یې نسواي هېرولای، خو واکمن ګوند اسلام خوښوونکی خلګ او دعوتګران ټول د تورو تمبو وشاته وغورځول، پر مودودي صاحب باندي یې ډول ډول بې حقیقیته تورونه ولګول چي په ۱۹۴۸ د اکتوبر په ۴ د څو ملګرو سره زنداني کړل سو. او تر ۲ کاله زندان وروسته په ۱۹۵۰ کال کي آزاد سو.

خو له څه وخت وروسته په اعدام باندي محکوم سو، د اعدام حکم چي کله د خلګو په مېنځ کي خپور سو نو ټولو د حکومت ضد لاریونونه وکړل نو حکومت هم مجبور سو چي تر خپلي پریکړي واوړي تردي چي د اعدام حکم یې أبدي حبس ته واړوئ خو بیا هم د خلګو د زیاتو فشارونو له امله یې د ۵ میاشتي زندان څخه وروسته آزاد کړ.

په ۱۹۵۷ م کال کي دده په ګوند جماعت اسلامي کي هم یوه فتنه مېنځته راغله هغه داچي د ګوند ځینو غړو غوښتل چي له سیاست څخه لري واوسي او یوازي تبلیغ او دعوت باندي اکتفاء وکړي. خو مودودي صاحب ورسره ونه منله او ویې ویل چي اسلام یو سیاسي دین دی او سیاست او اسلام یو د بل څخه نه بېلېدونکي کړۍ دي، آیا ستاسو زړه دی چي په پاکستان کي چي هرڅه کیږي موږ ورته همداسي کښینو فقط په تبلیغ اکتفاء وکړو؟.

مولانا صاحب اوس په یو داسي حالت کي قرار درلودی، چي هغه حکومت چي دده ارزو وه چي یو سوچه اسلامي حکومت به وي، خو هغه اوس دده د عوت مخه نیسي هغه حکومت چي ده یې په جوړولو کي شپه او ورځ کار وکړئ، اوس یې پر غونډو بندیز لګوي ملګري او دی خپله زندانونو ته اچوي.

په ۱۹۶۳م کال کي مودودي صاحب یو بله غونډه د لاهور په ښار کي دائره کړل، خو حکومت ډېره ورڅخه وېرېده نو ځکه یې ورته ډېر تنګ ځای انتخاب کړ، پر لاوډ سپیګرونو یې بندیزولګوی، د ریل ګاډیو د تګ راتګ وختونه یې بدل کړل ترڅو ډېر خلګ ورته رانسي او د غونډي په پیل کي یوې وسله والي ډلي پر غونډه حمله وکړه او پر سټیج ئې ټکان وکړه، د جماعت اسلامي نورو غړو له مودودي صاحب څخه وغوښتل چي کښیني خو هغه ورته په ځواب کي وویل : که زه کښېنم نو بیا به دلته ولاړ څوک پاته سي.

په ۱۹۶۵م کال د دسمبر په میاشت کي چي کله د هند او پاکستان ترمېنځ جګړه ونښتل، جماعت اسلامي له حکومت او ټولو سیاسي ګوندونو سره اختلافات درلودل، علامه مودودي بېله ځنډه داسي وینا وکړه: دا ملک له صدراعظم څخه مخکي زموږ وطن دی د نورو په نسبت دده د ساتني مسئولیت زموږ په غاړه دی.

علامه مودودي رحمه الله داسي وايي : اسلام یوازي د عالي افکارو او نظریاتو مجموعه نده بلکي دا د یوه تحریک او عمل نوم دی.

علامه مودودي وایي کوم څوک چي ځان د اسلامي تحریک غړی بولي باید دا لاندي صفا شتون پکښي ولري :

1. د اسلامي اخلاقو پابندي.

2. د اسلامي فکر سمښت.

3. اسلام تربیتي سمښت.

4. په اسلامي علومو سمبال.

5. په عصري علومو سمبال.

لکه څرنګه چي موږ مخکي وویل چي علامه مودودي د یو مبارز دعوتګر ترڅنګ یو ښه او تکړه اسلامي لیکوال هم ؤ نو،

د نمونې لپاره یې د هغه د کتابونو او آثارو نومونه را اخلو:

1. الجهاد في الاسلام. دا کتاب یې د مهاتما ګاندي د هغه قول په انتقاد کي ولیکی کوم چي پر مولانا مودودي یې کوئ او ویل به یې چي اسلام د تورو او جنګونو دین دی.

2. سیرة النبی ﷺ.

3. تفهیم القرآن. د قرآن کریم تفسیر.

4. المسلمون والصراع السیاسي الراهن.

5. الرسائل والمسائل.

6. المسألة القادیانیة.

7. دین الحق.

8. الجهاد في سبیل الله.

9. مصدر قوة المسلم.

10. النشاطات التبشیریة في ترکیا.

11. الأخلاق الاجتماعیة و فلسفتها.

12. مسألة اللباس.

13. تاریخ السلاجقة.

14. الدولة الصفویة.

15. تاریخ الدکن السیاسي.

16. نحن والحضارة الغربیة.

17. الحجاب.

18. الحضارة الاسلامیة: أسسها و مبادئها.

19. أسس الاقتصاد بین الاسلام والنظم المعاصرة.

20. الاسلام في مواجهة التحدیات المعاصرة.

21. مشکلة الجبر والقدر.

22. مفاهیم الاسلامیة حول الدین والدولة.

23. ملکیة الأرض في الاسلام.

24. حرکة تحدید النسل.

25. في محکمة العقل: التوحید، الرسالة، الآخرة.

26. حقوق الزوجین: دراسة نقدیة لقانون الأحوال الشخصیة.

27. مبادئ الاسلام.

28. الربا.

29. نظریة الاسلام السیاسیة.

30. کیف تقام الحکومة الاسلامیة.

31. نظرة فاحصة علی العبادات الاسلامیة.

32. موجز تاریخ تجدید الدین و احیائه.

33. المصطلحات الأربعة في القرآن: الاله، الرب، العبادة، الدین.

34. منهج جدید للتعلیم والتربیة.

35. الاسلام والجاهلیة.

36. معضلات الانسان الاقتصادیة و حلها في الاسلام.

37. طریق السلام.

38. الأسس الأخلاقیة للحرکة الاسلامیة.

39. الدین القیم.

40. الدعوة الاسلامیة و متطلباتها.

41. دعوة الجماعة الاسلامیة.

42. الصلاح والفساد.

43. شهادة الحق.

44. عقوبة المرتد في الاسلام.

45. نظام الحیاة في الاسلام.

46. القانون الاسلامي و طرق تنفیذه.

47. حقوق أهل الذمة في الدولة الاسلامیة.

48. شؤون باکستان الداخلیة والخارجیة.

49. الصفات الازمة للعاملین في مجال الدعوة.

50. أسس الدستور الاسلامي في القرآن.

51. تدوین الدستور الاسلامي.

52. قضیة کشمیر الاسلامیة.

53. الحکومة الاسلامیة.

54. نظریة الاسلام وهدیه في السیاسة والقانون والدستور.

55. طائفة من قضایا الأمة الاسلامیة في القرن الحاضر.

56. الأمة الاسلامیة و قضیة القومیة.

57. الاسلام والمدنیة الحدیثة.

58. بین الدعوة القومية والرابطة الاسلامیة.

59. الخلافة والملک.

60. منهاج الانقلاب الاسلامي.

61. نحو ثورة سلمیة.

62. تذکرة دعاة الاسلام.

63. حول تطبیق الشریعة الاسلامیة في العصر الحاضر.

64. تفسیر سورة النور.

65. الاسلام و معضلات العصر.

66. الی أی شيء یدعو الاسلام؟.

67. برّ الأمان.

68. واجب الشباب المسلم الیوم.

69. فرعون في القرآن.

70. رسالة سیرة النبي.

71. الخطبات.

او داسي نور کتابونه او په سلهاوو مقالې.

د هغه په ذهن او دماغ کي دا خبره ثبت وه چي د یوه مسلمان ژوند یا مرګ د الله تعالی ﷻ په حکم پوري تړلی وي او همدا وجه وه چي په خپلو ټولو کارونو کي بیخي ډاډه او مطمئن معلومېده.

بالاخره علامه مودودي له ټول عمر مبارزې څخه وروسته په ۲۲ سپټمبر ۱۹۷۹م کال د ۷۵ کالو په عمر لدې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې.

الله تعالی ﷻ دي یې وبخښي او مسلمانانو ته دي الله تعالی د هغه د افکارو او آثارو څخه د ګټي اخیستي موقع په لاس ورکړي.

اوس راځو هغه اعتراضونه ذکر کوو کوم چي شوي دي او بیا ورته ځواب وایو :

اوس راځم هغه اعتراضونه ذکر کوم کوم چي پر علامه مودودي صاحب باندي وارد سوي دي او بیا ورته د هغه له خولې ځواب وایم :

لومړی اعتراض :

د علامه مودودي صاحب پر عامو صحابه کرامو رضی الله عنهم باندي اعتراضونه سته؟ (اختلاف امت اور صراط مستقیم، ادیان باطله اور صراط مستقیم).

د لومړۍ نیوکي ځواب : علامه مودودي صاحب پخپل کتاب خلافت او ملوکیت کي د صحابه کرامو رضی الله عنهم او د (الصحابة کلهم عدول) په اړه داسي وايي : (( موږ د صحابه کرامو رضی الله عنهم یادونه پرته له ښېګڼو په بل هیڅ ډول نه کوو. په عقیدة الطحاویة کي ددې نور تفصیل داسي راغلی دی : موږ د رسول الله ﷺ ټول اصحاب رضی الله عنهم یو ډول محبوب ګڼو د هغوی ترمېنځ د هیڅ یوه په محبت کي د حد څخه نه تیریږو او نه د چا د څخه بېزاري اعلانوو، د هغو سره کینه او بغض لرونکي او یا په بدۍ سره د هغوی نوم اخیستونکي هم نه خوښوو او د هغوی یادونه د نېکۍ پرته په بله توګه نه کوو – شرح العقیدة الطحاویة لابن ابی العز الحنفي ص ۳۹۸).

که څه هم د صحابه و ترمنځ د کورنیو نښتو په هکله امام ابوحنیفة رحمه الله د خپل نظر څرګندولو څخه دریغ ندی کړی او هغه په څرګنده توګه دا ویلي دي چي : له حضرت علي رضی الله عنه سره چي د چا جنګ او یا جګړه سوې (ښکاره ده چي په دي کي د جمل او صفین ټول ګډون کوونکي شامل دي) نو د هغوی په مقابله کي حضرت علی رضی الله عنه ډېر پر حق و، خو امام صاحب د هغه بل لوري د ملامتولو او مطعون کولو څخه په کلکه ډډه کړې.

(۱- المکي ، ۲ ټوک، ۲- الکردري، ۲ ټوک. همدارنګه حافظ ابن الحجر عسقلاني رحمه الله په الأصابه في تمییز الصحابة ۲ ټوک کي همداسي ذکر کړیدي).

د الصحابة کلهم عدول سم مطلب : د صحابه کرامو رضی الله عنهم په هکله زه هم هماغسي عقیده لرم لکه څنګه چي یې نور عام محدثین، فقهاء او د امت د علماو عقیده ده چي کلهم عدول ښکاره ده چي موږ ته ددین رسولو ذریعه هماغوی دي کچیري د هغوی په عدالت کي لږ څه شک هم راپیداسي نو دین به شکمن سي، لیکن زه الصحابة کلهم عدول (صحابه رضی الله عنهم ټول ريښتوني دي) څخه دا مطلب نه اخلم چي ټول صحابه رضی الله عنهم د خطا څخه خالي ؤ او د هغوی څخه هر یو د بشري کمزوریو څخه پورته و او د هغې څخه یو یې هم هیڅکله هم غلطي نده کړې بلکه زه ددې څخه دا مطلب اخلم چي د رسول الله ﷺ څخه د روایت کولو او یا د هغه لوري ته د کومي خبري منسوب کولو کي هیڅ صحابي هیڅکله هم د ریښتیا څخه تجاوز نه دی کړی، که چیري لومړی مطلب واخیستل سي نو یوازي تاریخ نه بلکه د حدیثو مستند او قوي روایات هم د هغې د تائید نه کوي او که دغه دویم مطلب ترې واخیستل سي نو دا په غوڅه توګه ثابتیږي چي د هغوی پرخلاف هیچا د کومي باوري سرچینې څخه کوم ثبوت نه دی وړاندي کړی، ان تر دي چي د صحابه رضی الله عنهم تر خپل منځي شخړو پوري ، په داسي حال کي چي د هغوی ترمېنځ ډیري ویني توی سوې ، خو هیڅکله هم یوې ډلي کوم حدیث د خپل مقصد لپاره چي د خپله ځانه یې جوړ کړی وي او رسول الله ﷺ ته یې منسوب کړی وي ندی ویلی، او نه یې کوم حدیث په دې خاطر درواغ ګڼلی چي هغه د هغوی د ګټو پر خلاف واقع کیږي په دې خاطر د صحابه و رضی الله عنهم د مشاجراتو د بحث او څېړني په وخت کي داسي فکري اندېښنې باید راونه ټوکیږي چي کچیري د یوه کس پر حق کېدل او یا د بل کوم وګړي پر غلطۍ کېدل ومنل سي نو د هغي څخه به دین په خطر کي ولویږي، موږ د استثناء پرته ټول صحابه رضی الله عنهم د رسول الله ﷺ څخه د روایت په معامله کي غوڅ باوري مومو او د هر یوه روایت د سر په سترګو منو.

د صحابه رضی الله عنهم عدالت که په دې معنا واخیستل سي چي ټول صحابه د رسول الله ﷺ پوره وفاداره ؤ او هغوی ټولو ته دا احساس و چي امت د حضرت نبي کریم ﷺ د لارښوونو او سنتو د رسولو د مسئولیت دروند بار د هغوی په غاړو دی په دې خاطر د هغوی د ډلي څخه یې هیڅ یوه هم هیڅکله هم کوم غلطه خبره د رسول الله ﷺ په لور نده منسوبه کړې نو د الصحابة کلهم عدول د غه تعبیر پرته له استثناء څخه په ټولو صحابه ؤ رضی الله عنهم باندي صادقیږي، خو که ددې دا تعبیر وکړای سي چي بلا استثناء ټول صحابه د خپل ژوندون په ټولو معاملاتو او کړووړو کي د عدالت په صفت پوره پوره متصف وه او د هغوی د ډلي څخه د یوه څخه هم د عدالت منافي کوم کار ندی صادر سوی نو دا خبره پر هغو ټولو باندي نه رښتیا کیږي بې له شکه چي دهغوی ډېر زیات د ډیرو سترو مقامونو خاوندان ؤ خو ددې څخه هم سترګي نه شي پټېداي چي د هغوی ترمېنځ یو لږشمېر داسي هم و چي ترې د عدالت منافي کارونه هم سوي دي، په دې خاطر د (الصحابة کلهم عدول) دغه دویم تعبیر د یوې کلیې په توګه نسي بیانېدای خو د هغې د کلیې د نه کېدو څخه دا نه لازمیږي چي د حدیث د روایت په معامله کي دي هم د هغوی څخه یو څوک ناباوره وي ځکه چي ددې وینا لومړنی تعبیر بې له شکه چي د کلیې حیثیت لري او د هغې پر خلاف کله هم هیڅ شی نه دی ترلاسه سوی.

دلته دا پوښتنه راپیداکیږي چي ایا که چیري د کوم وګړي څخه د عدالت پر خلاف کوم کار ترسره سي نو د هغې پایلي داسي کېدای سي چي د هغه څخه د روایت صفت په مکمله توګه منتفي سي او موږ له یوه سره د هغه عدل کېدل هم نفي کړو او هغه د حدیثو په روایت کي بې باوره وګڼو؟ زما ځواب دادی چي د یوه وګړي په یوه یا څو معاملاتو کي د عدالت منافي کار کولو څخه دا نه لازمیږي چي د هغه د عدالت په مکمله توګه نفي کړل سي، او هغه ته د عادل پر ځاي فاسق وویل سي، پداسي حال کي چي د هغه په ژوند کي په مجموعي توګه عدالت موندل کیږي، د ماعز اسلمي رضی الله عنه څخه د زنا په څېر سخته ګناه وسوه، دا بلکل د عدالت منافي کار ، خو هغه په وینا او عمل دواړو سره توبه وکړه، هغوی په حقه سره توبه کړې وه پخپله یې خپل ځان د سزا لپاره رامخته کړ او حد پرې جاري سو اوس دا چي هغه د عدالت یو منافي کار کړی دی په دې کار د هغه عدالت نه منتفي کیږي لکه چي محدثنیو د هغه حدیث منلی دی.

ددې مثال څخه ددې خبري ځواب هم ترلاسه کیږي چي کله الله ﷻ هغه وبخښه نو ایا د هغه دغه بخښنه دي بیان نه کړل سي . د سید ماعز په بخښنه کي هیڅ ډول شک نه سي کېدای، هغه داسي توبه وکړه چي په دنیا کي کمو خلګو ته ترلاسه کېدای سي، رسول الله ﷺ پخپله د هغه د مغفرت څرګندونه وکړه، مګر ایا دغه پېښه چي د هغه څخه د زنا عمل وکړی سو، بیانول منع دي؟ خو دغه ډول پیښي هسي د مشغلې په توګه بیانول په یقین سره چي ډېر بد کار دی خو په کوم ځایو کي چي د هغه د بیانولو اړتیا لیدل کیږي، نو هلته د پیښي تر حده پوري د هغه په بیانولو کي د علم خاوندانو دریغ نه دی کړی او اوس پرې هم د اجتناب کولو حکم نسي کېدای، البته دداسي پیښو په بیانولو کي داسي احتیاط کولو ته اړتیا ده چي خبره یوازي د پیښي تر بیان پوري محدوده وساتل سي، او د کوم صحابي رضی الله عنه مجموعي حیثیت ترې زیانمن نسي، ما همدغه احتیاط تر خپل امکاني حده پوري په نظر کی نیولی کچیري د هغه څخه په کوم ځای کي تېری سوي وي نو ما پرې خبر کړی نو زه به ان شاءالله هغه سمدستي اصلاح کړم. (خلافت اور ملوکیت کتاب کي یې همدا خبري ذکر کړي).

ځیني وګړي په دې هکله یوه ځانګړې قاعده وړاندي کوي او وائي چي موږ د صحابه رضی الله عنهم په هکله هماغه روایات منو چي د هغوی د شان سره مطابق وي، اوهغه خبره رد وو چي د هغه په واسطه پر هغوی باندي نیوکه کیږي. که څه هم هغه خبره په کوم صحیح حدیث کي هم راغلې وي خو زه نه پوهېږم چي د محدثینو، مفسرینو او فقهاوو څخه کوم یوه داقاعده بیان کړېده او کوم محدث، مفسر یافقیه دی چي کله یې هم ددې کلیې پیروي یې کړې ده؟- آیا د حضرت رسول الله ﷺ د ایلاء او تخییر پېښه په حدیثو، فقه او تفسیر کي نه ده بیان سوې؟ حال دا چي د هغې په واسطه په امهات المؤمنین باندي دا الزام واردیږي چي هغوی د نفقې په سبب حضرت ﷺ تنګ کړی وو، ایا د افک واقعه کي د ځینو صحابه ؤ برخه اخیستل او ملوث کېدل او پر هغوی باندي د قذف حد جاري کېدلو پېښه په هغه کي نده بیان سوې؟ ایا د ماعز اسلمي او دغامدیی رضی الله عنهما پیښي په کتابونو کي نه دي بیان سوي؟ حال دا چي د صحابیت شرف دغه دواړو ته ور په برخه سوی ، خو دغه له خپله ځانه جوړ سوي قاعدې په اساس باید محدثین ټول هغه روایات رد کړي وای په کومو کي چي د کوم صحابي یا صحابیې څخه د زنا په څېر د سخت عمل د صادرېدو یادونه سوې وي، بیا نو که چیري په رښتیا سره دا یوه منل سوې قاعده وي نو حضرت عمر رضی الله عنه په حضرت مغیره بن شعبه باندي د زنا د الزام د لګېدو په وخت کي چي کوم شاهدان راغوښتي ؤ نو هغه هم ددې قاعدې څخه خلاف ورزي کړې ده، ځکه چي ددې قاعدې لمخي د یوه صحابي لوري ته دداسي فعل نسبت کول باید بلکل ونه منل سي، څه لا دا چي د هغه پر خلاف شاهدي وغوښتل سي بلکی په خپله هغه وګړي هم چي نن دغه کلیه قاعده را وړاندي کوي د دې پوره پابندي نه کوي، کچیري رښتیا هم هغوی دا منلای نو هغوی ته دا ویل په کار و چي د جمل او صفین جنګونه د سره پېښ سوی نه دي ځکه چي د صحابه ؤ رضی الله عنهم شان ددې څخه باید ډېر پورته وي، چي هغوی دي یو دبل په مقابل کي توري راوکاږي او د هغوی په لاسو دي د یو شمېر مؤمنینو ویني وبهیږي.

د غلطۍ په کېدلو سره د هغوی په لوړتیا کي کوم فرق نه راځي، حقیقت دادی چي صحابه رضی الله عنهم د نبي ﷺ څخه پرته ټول انسانان غیر معصوم نه دي، ځکه چي معصومیت یوازي د أنبیاؤ لپاره دی، له نبي پرته په نورو انسانانو کي هیڅ وګړي په دې نه لوییږي چي د هغه څخه کومه غلطي کېدل محال وي، یا هغه عملا کومه غلطي نده کړې، بلکه هغه په دې معنی د ستر شخصیت خاوند وي چي د علم او عمل له اړخه د هغه په ژوند کي خیر غالب وي، بیا نو څومره چي په چا کي د خیر غلبه ډېره وي نو هغه هماغومره لوی او ستر دی او د هغه په یوه کار یا ځینو کارونو په غلطېدو سره د هغه په ستروالي کي کوم فرق نه راځي.

ځیني خلګ دا فکر کوي چي ستر شخصیتونه هیڅکله هم هغوی غلطي نه کوي، او څوک چي غلطي وکړي نو هغه ستر ندی، خو زه دا وایم چي د غلطۍ په کولو سره د هغه شخص په بزرګۍ او احترام کي هیڅ توپیر او کمښت نه راځي.

مولانا مودودي صاحب بل ځاي داسي وايي : په صحابه ؤ رضی الله عنهم کي د مراتبو فرق: د حدیثو او سیرت د کتابونو د لوستلو څخه وروسته زه د صحابه ؤ رضی الله عنهم په هکله دې نتیجې ته رسېږم چي هغوی د صحابیت په شرف کي یو شان وه، مګر د علم و فضل او د حضرت نبي کریم ﷺ څخه د فیض په ترلاسه کولو کي او د هغه د خبرو او تعلیم څخه د ګټي اخیستو په معامله کي د هغوی په مراتبو کي فرق سته، په هر صورت هغه یوه انساني ټولنه وه چي د نبوت شمع په کي رڼا سوې وه، د دې ټولني ټولو انسانانو ددغه رڼا څخه نه یو شان ګټه پورته کړې وه او نه هر یوه ته د هغې د ګټي د پورته کولو مواقع د نورو سره برابر وه. ددې ترڅنګ د هر یوه طبیت جدا او ځانګړی ؤ، مزاج کي یې توپیر ؤ.

د صحابه ؤ رضی الله عنهم په اړه باید هرڅه په ریښتیني توګه بیان کړل سي، معتبر روایات غوره کړل سي او د هغوی ښېګڼي بیان کړل سي. (خلافت او ملوکیت ۳۳۰)

دوهمه نیوکه د حضرت عثمان رضی الله عنه د خپلوانو په اړه ده نو له دې څخه مخکی چي دوهمه نیوکه ذکر کړم او بیا ورته د مودودي صاحب له خولې ځواب ووایم لومړی به لنډه هغه تګلاره تشریح کړو کومه چي حضرت عثمان رضی الله عنه د خپلو خپلوانو په هکله غوره کړېوه : عثمان رضی الله عنه و خلافت ته له رسېدو وروسته په دې موخه چي د خپلو خپلوانو سره یې صله رحمي کړېوي ځکه چي د صله رحمۍ په اړه رسول الله ﷺ زیات ټینګار کاوه نو یې خپلو خپلوانو ته ځیني منصبونه ورکړه، چي پدې سره فتنه ګر او هغه منافقین چي غوښتل يې اسلامي خلافت دړي وړي کړي او لمېنځه یې یوسي همدا بهانه وګرځول او د خلافت له مختلیفو ساحو څخه یې اغتشاشونه پیل کړل، جعلي خطونه به یې جوړول چي همدا جعلي خطونه به یې د حضرت عثمان رضی الله عنه په نامه استول او په پټه د اغتشاش د پورته کولو لپاره به یې د یو بل سره اړیکه نیول چي همدا فتنه لومړی له عراق څخه او وروسته له مختلیفو سیمو څخه راپورته سوه تردي چي مدینې منورې ته راورسېدل، چي په پټه یې د خلیفه رضی الله عنه د وژلو پرېکړه کړېوه خو حضرت عثمان رضی الله عنه د رسول الله ﷺ د وصیتونو پرځاي کولو او خپلي نرمۍ څخه کار واخیسته او هیڅکله یې هم فتنه ګر ونه ځپل پداسي وخت کي چي ډیرو کبارو صحابه کرامو یې پر ځپلو او ورسره پر جنګ کولو باندي ټینګار کاوه، نو فتنه ګرو هم همدا موقع غنیمت وګڼل تردی چي د حضرت عثمان رضی الله عنه و کور ته ورسېدل او د هغه رضی الله عنه کور یې څو ورځي مسلسل پداسي ډول محاصره کړ چي مسجد نبوي ته یې د لمانځه لپاره هم نه پرېښوده او د خوراک او څښاک لوازم یې هم پرې بند کړل، چي پدې وخت کي هم حضرت عثمان رضی الله عنه ددوی سره د جنګ هیڅ امر صادر نه کړ پداسي حال کي چي ټولو صحابه کرامو ورسره پر جنګ باندي ټینګار کاوه او فقط اجازه یې غوښته، خو له څو ورځو محاصرې وروسته فتنه ګر د حضرت عثمان رضی الله عنه کورته دننه سول او په خپل کور کي یې پداسي حال کي په شهادت ورساوه چي د قرآنکریم تلاوت یې کاوه. چي د عثمان رضی الله عنه په شهادت سره په اسلامي نړۍ کي نورو لویو فتنو ته دروازه خلاصه سوه او لويي لویي فتنې رامېنځته سوې.

دوهم اعتراض :

د خلافت په وخت کي د خپلوانو په هکله د حضرث عثمان رضی الله عنه د تګلاري په اړه مودودي صاحب بد نیت لري.

علامه مودودي صاحب ددې اعتراض په ځواب کي داسي وایي : هغه تګلاره چي حضرت عثمان رضی الله عنه د خپلو خپلوانو په هکله اختیار کړېوه د هغې په هکله زما په وهم او ګمان کي هم کله داسي شک ندی راپیداسوی چی معاذ الله هغه په کومي بدنیتي باندي ولاړه وه، د ایمان راوړو څخه د شهادت تر وخته پوري د هغه ټول ژوند په دې ګواهي ورکوي چي هغه د رسول الله ﷺ د ډیرو محبوبو، مخلصو او نژدې صحابه رضی الله عنهم څخه ؤ ، د حق د دین لپاره د هغه قرباني د هغه نهایت پاکیزه اخلاق او د هغه تقوی او پاکوالي په لیدلو سره به آخر کوم د عقل خاوند دا ګمان وکړي چي دداسي خوی او خاصیت لرونکی انسان دي په بدنیتۍ سره داسي لاره اختیار کړي چي نن سبا ورته په سیاسي اصطلاح (Nepotism) خپلوان پالنه ویل کیږي، په اصل کي د هغه د تګلاري بنسټ هماغه دی چي هغه پخپله بیان کړی دی چي هغه دغه کار د صله رحمۍ غوښتنه ګڼله. (کنزالعمال ۵ ټوک، ۲۳۲۴ حدیث، طبقات ابن سعد ۳ ټوک، ۶۴ صفحه).

هغه په دې فکر کي ؤ چي د هغه صله رحمي حکم چي په قرآن او سنتو کي یې یادونه سوېده، نو د هغې غوښتني په همدې توګه پوره کېدای سي چي د خپلو خپلوانو سره چي کومه ښېګڼه د انسان په اختیار کي وي د هغې څخه باید دریغ ونه کړل سي ، د خلافت د منصب سره چي په خپل ټول ژوند کي د خپلو خپلوانو سره کوم فیاضانه کړنه کړې ده نو هغه بې له شکه چي د صله رحمۍ بهترینه نمونه وه، هغه خپل ټول جائیداد او دولت په خپلو خپلوانو باندي ووېشه او پخپله یې خپل اولاد ته د هغې برابره پرېښوده او ددې خبري چي څومره ستاینه وسي نو لږ به وي. (خلافت او ملوکیت ۳۴۶صفحه).

خو د صله رحمۍ هیڅ حکم د خلافت له عهدې سره تعلق نه لاره، د صله رحمۍ د شرعي احکامو په تأویل کولو سره چي حضرت عثمان رضی الله عنه د خلیفه په څېر د خپلو خپلوانو سره کوم سلوک وکړ نو د هغې یوې برخي ته هم شرعا ناجایز نه سي ویل کېداي، ښکاره خبره ده چي په شریعت کي داسي کوم حکم نسته چي خلیفه دي کوم داسي وګړي ته منصب نه ورکوي چي هغه دي د هغه د کورنۍ یا خپلوانو څخه وي او نه هم د غنیمت د خمس په وېش کي یا د بیت المال څخه د مرستي د ورکولو په معامله کي کومه شرعي مطالبه موجوده ده چي د هغې څخه هغه رضی الله عنه خلاف تګ کړی وي.

او کومه تګلاره یا پالیسي چي حضرت عمر رضی الله عنه غوره کړېوه نو هم په شریعت کي داسي څه نه وه موجود چي په عثمان رضی الله عنه باندي یې لازمه وګرځوي نو په همدې خاطر هیڅکله په عثمان رضی الله عنه باندي دا الزام نسي واردېدای چي هغه په دغه معامله کي د جواز له حد څخه تېری کړی ؤ.

بله خبره دا چي آیا د تدبیر لمخي ترټولو صحیح پالیسي هماغه وه چي حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضی الله عنهما د خپلو خپلوانو په هکله غوره کړېوه او کوم چي حضرت عمر رضی الله عنه خپلو امکاني ځایناستو ته وصیت کړی ؤ؟ او آيا ددې خبري په منلو کي هم دا تأمل کېدای سي چي حضرت عثمان رضی الله عنه چي د هغوی څخه بدله کومه پالیسي اختیار کړې وه هغه د تدبیر له اړخه نامناسبه هم وه او عملا هم ډېره زیانمنه ثابته سوه؟.

بې له شکه چي هغه ته ددې زیانونو اندازه نه وه چي وروسته ترې راپیدا سول او کوم احمق سړی به دغه ډول فکر وکړي چي عثمان رضی الله عنه کړي وه هغه یې په همدې ارادې سره کړي وه ترڅو همداسي بدي پایلي ترې وزېږي.

او دا ښکاره خبره ده چي په هغه وخت کي د افریقا ټولي فتحه سوی سیمي د مصر د والی د ولایت لاندي، د شام ټوله سیمه د دمشق د ولایت لاندي او عراق، آذربایجان، ارمینه، خراسان او فارس ټولي سیمي د کوفې او بصرې د ولایتونو لاندي وې، د حضرت عثمان رضی الله عنه په وخت کي داسي یو وخت هم راغی چي عمومي والي د عثمان رضی الله عنه د خپلوانو څخه ؤ او دا واقعیت دی چي ټول مخالف او موافق یې مني او هیچا هم داسي ندی ویلي چي په حقیقت کي داسي نه وه سوي.

خو ځینو روایاتو کي راغلي او ځینو کسانو استدلال هم کړی چي عثمان رضی الله عنه چي د خپلي کورنۍ کومو غړو ته دندي ور سپارلي وې نو د هغوی څخه ډیرو د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کي هم دندي او منصبونه درلودل.

او ځیني وګړی بیا دا استدلال کوي چي رسول الله ﷺ هم د قریشو خلګو ته لوی لوی منصبونه ورکړي وه ان تر دي چي د خلافت په معامله کي هغه ﷺ همدغو قریشو ته پر نورو باندي ترجیح ورکړې ده خو دا استدلال غیر صحیح دی، رسول الله ﷺ قریشو ته په دې خاطر ترجیح نده ورکړې چي هغه د هغه خپله قبیله وه بلکه هغه ﷺ پخپله د ترجیح لامل دا بیان کړی و چي په عربو کي د حمیر د قبیلې سیادت او مشري پای ته ورسېده او د قریشو سیادت یې پر ځاي پاته سو، اوس په نېکۍ او بدۍ دواړو کي له یوې مودې راهیسي همدوی د عربو مشران ؤ او عربو د همدوی قیادت مانه، په دې خاطر همدوی باید مخته راسي، کچیري رسول ﷺ د خپلوی په اساس څوک رامخته کړي ول نو د ټولو ترمخه یې باید بني هاشم رامخته کړي واي، لیکن د هغوی څخه یې یوازي حضرت علي رضی الله عنه یو وخت او بل وخت په ځینو منصبونو باندي وټاکه، حال دا چي هیڅوک هم دانسي ویلاي چي په بني هاشمو کي لایق او وړ کسان نه پیداکېدل، او بل دا چي رسول الله ﷺ ته خو د امت راتلونکي حالات معلوم وه یعني که دوې قبیلې که له یو بل سره پر قیادت باندي جنجال کوي او هره قبیله غواړي چي مشر دي د دوی له طرفه وي کچیري د دوی ترمېنځ سوله وکړاي سي او له یوې قبیلې څخه هم مشر ونه ټاکل سي بلکی مشر قریش وټاکل سي نو دواړي به پرې راضي وي.

همدارنګه ددې خبري څخه هم انکار نسي کېدای چي ډیرو هغو کسانو چي د حضرت عثمان رضی الله عنه په وروستي وخت کی یې ډېر اهیمت ترلاسه کړی ؤ د مکې د فتحي وروسته په اسلام مشرف سوي وه او هغوی ته د رسول الله ﷺ د خبرو اترو او تربیت او روزني څخه د ګټي د پورته کولو کم فرصت ترلاسه سوی ؤ؟

د پورتنۍ پوښتني ځواب به پدې شکل وکړو: په دې کی هیڅ شک نسته چي د حضرت ﷺ دا پالیسي نه وه او تر هغه وروسته حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه او حضرت عمر رضی الله عنه هم په دې مکلف نه وه چي دا خلګ دي په اسلامي ریاست کي د کار کولو څخه یو مخ بند کړل سي، حضرت نبي ﷺ او تر هغه وروسته دواړو شیخینو رضی الله عنهما د همدې کسانو ښه روزنه وکړه او په ټولنه کي یې د هغوی د جذب کېدو هڅي وکړې او د هغوی د استعداد موافق یې ترې کار هم واخیست.

خو دا نه د حضرت نبي ﷺ پالیسي وه او نه هم د شیخینو رضی الله عنهما چي د سابقین الأولین پر ځاي دي دا خلګ رامخته کړل سي، او د اسلامي ټولني او دولت د لارښووني او د کار فرماوو په ځاي دي دوی وټاکل سي، د حضرت نبی ﷺ او شیخینو رضی الله عنهما په وخت کي خو لومړی دوی په یوه ټینګ نظم کي رانغښتي وه چي په هغه کي کومه کمزورتیا نه وه موجوده او دا هم نه وه سوي چي د خلافت د مهمو ځایونو په ورکولو دي توازن لمېنځه ولاړ سي. که څه هم دوی په خپل ځان کي ډېر ښه استعداد او لیاقت لره.

حضرت عثمان رضی الله عنه تر ۱۶-۱۷ کلونو پوري په پرلپسې توګه د یوه ولایت د والي په توګه پرېښودل په شرعي توګه نارواه نه وه مګر د سیاسي تدبر له اړخه نامناسبه وه او دا هم زه نه وایم چي د کوم جرم او خطا پرته دي یې حضرت معاویه رضی الله عنه معزول کړی وای، همدومره خبره بس وه چي د هرڅو کالو وروسته د هغه بدلون د یوه ولایت څخه بل ولایت ته کېدای نو پدې خاطر به هغه په یوه ولایت کي دومره نه ځواکمن کېدلای چي یو وخت دي د مرکز په مقابل کي توره را اخیستل او راپورته کېدل ورته ممکن سي، خو موږ نور څه نه پکښي وایو دا د حضرت عثمان رضی الله عنه خپل اجتهاد ؤ.

دریم اعتراض :

د بیت المال څخه د خپلوانو سره د مالونو د ورکړي په اړه مودودي صاحب بد نیت لري.

د دریمي نیوکي ځواب : همدې نیوکي ته مولانا مودودي صاحب داسي ځواب وايي: هغه څه چي حضرت عثمان رضی الله عنه د بیت المال څخه د خپلو خپلوانو سره د مرستي په معامله کي کړې پر هغې هم د شرعي اړخه د کومي نیوکي ځاي نسته. معاذالله هغه د الله ﷻ او د مسلمانانو په مالونو کي کوم خیانت نه ؤ کړی خو په دې لړ کي هم د هغه کړنلاره د تدبیر له اړخه داسي وه چي د نورو د شکایت کولو پرته پاته نه سوه، محمد بن سعد په طبقاتو کي د امام زهري رحمه الله دا وینا را اخیستې ده: ((د حضرت عثمان رضی الله عنه د خپل حکومت په اخري ښپږو کلونو کي خپلو خپلوانو او د کورنۍ وګړو ته د حکومت ستري دندي ورکړې او مروان ته یې د مصر خمس (پنځمه برخه) د افریقا د غنیمت د مالونو پنځمه برخه چي د مصر د ولایت له اړخه را لېږل سوې وه ولیکل او خپلو خپلوانو ته یې مالي عطاء ورکړه او په دې هکله یې دا تأویل وکړ چي دا هغه صله رحمي ده چي الله ﷻ یې حکم کړی دی هغه د بیت المال څخه پیسې هم واخیستې او قرض یې هم واخیست او ویې ویل چي حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه او حضرت عمر رضی الله عنه په دې مال کي خپل حق پرې ایښی ؤ او ما هغه واخیست او د خپلو دوستانو ترمېنځ یې ووېشه چي همدغه کار خلګو خوښ نه کړ.))

امام زهري رحمه الله د حضرت عثمان رضی الله عنه سره په نژدې وختونو کي ژوند کړی دی او د محمد بن سعد وخت هم د امام زهري رحمه الله سره په نژدې وختونو کي دی.

حضرت عثمان رضی الله عنه پخپله هم په یوې غونډه کي چیري چي حضرت علي، حضرت سعد بن أبي وقاص، حضرت زبیر، حضرت طلحه او حضرت معاویه رضی الله عنهم ټول ناست ؤ او د هغه په مالي عطاوو باندی نیوکي تر څېړني لاندي وې، د خپلي دغي کړنلاري څرګندونه داسي کړېوه: زما څخه دواړو مخکنیو خلفاؤ په خپلو ذاتونو، کورنیو او خپلوانو په معامله کي سختي کوله خو رسول الله ﷺ خپلو خپلوانو ته مال ورکاوه، زه د یوې داسي کورنۍ څخه یم چي د هغې وګړي د ډېر لږ معاش خاوندان دي په دې خاطر ما د هغوی د دغه خدمت په بدل کي چي زه یې دې حکومت ته کوم د هغه مال څخه روپۍ راخیستي دي او زه داسي بولم چي ما ته د داسي کولو حق سته، کچیري تاسي دا غلط ګڼی نو د هغه پیسو د بیرته درکولو پرېکړه وکړئ زه ستاسي خبره منم، ټولو وګړو وویل چي تا دا خبره بلکل درسته وکړه بیا موجوده خلګو وویل چي تا عبدالله بن خالد بن اسید او مروان ته روپی ورکړي دي د هغه وینا وه چي مروان ته پنځلس زره او ابن اسید ته پنځوس زره روپۍ ورکړل سوي دي هماغه وه چي دغه رقم یې له هغو دواړو څخه بیرته واخیسته او بیت المال په خزانه کي جمع کړل سول او حاضرین خوشحاله له مجلس څخه پورته سول. (الطبري ۳ ټوک ۳۸۲،ابن الاثیر ۳ ټوک ۷۹ مخ، ابن خلدون تکمله دویم ټوک ۱۴۴ مخ).

هغه خبره چی ددې روایاتو څخه رابرسېره کیږي داده چي حضرت عثمان رضی الله عنه چي خپلو دوستانو ته د پیسو په ورکړه کي کومه کړنلاره اختیار کړې وه هیڅکله هم د شرعي جواز د پولو څخه بېرون نه وه هغه چي څه واخیستل هغه یې یا د مملکت د رئیس په توګه د خپل خدمت حق واخیست او بیا یې هغه د خپل ذاتي استعمال پر ځاي پر دوستانو ووېشه یا یې د بیت المال څخه قرض واخیست او ور ئې کړ چي د هغې د بیرته ورکولو مسئولیت دده پر خپله غاړه ؤ او یایې د خپل فکر پر بنسټ د خمس مال ووېشه چي د هغې لپاره تفصیلي لیکل سوې شرعي ظابطه نسته.

څرګنده ده چي که د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر رضی الله عنهما په څېر یې د خپلو خپلوانو څخه اخوا نورو خلګو سره دومره ښېګڼه او فیاضي کولای نو هیچا به هم پرې هیڅ ډول نیوکه نه واي کړې خو د وخت د خلیفه په حیث د خپلو خپلوانو سره دومره فیاضي د تهمت موضوع وګرځېده، حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر فاروق رضی الله عنهما په همدې خاطر خپل ځانونه د هر ډول شک او شبهې څخه د خوندي پاته کېدو په خاطر په خپلو ځانونو هم سختي وکړه او خپل دوستان او خپلوان یې هم د هغه ډول فیاضیو څخه بې برخي کړه چي د نورو خلګو سره یې کولې، حضرت عثمان رضی الله عنه ددغه ډول احتیاط څخه کار وانخیست او د نیوکو هدف وګرځېد.

څلورمه نیوکه :

څلورمه نیوکه پر سید صاحب باندي په دې ډول باندي ده چي نوموړي په خپلو لیکنو کي له غیر باوري سرچینو څخه استفاده کړېده او اکثریت لیکني یې بې بنسټه دي او مأخذونه یې کمزوري دي؟

د څلورمي نیوکي ځواب : سید أبوالأعلی مودودي په دې اړه داسي وايي : په حقیقت کي دا دوه ډوله سرچیني دي کوم چي زه یې په لیکنو کي ترې استفاده کوم، یو ډول هغه سرچیني دي چي ما کله کله په ضمني توګه کوم پېښه را اخیستې ده ، یعني ابن ابی الحدید، ابن قتیبه او المسعودي، دویم هغه دی چي د هغوی په روایاتو ما د خپلي څېړني بنسټ ایښی دی یعني محمد بن سعد، ابن عبدالبر، ابن الاثیر، ابن کثیر او ابن جریر طبري رحمة الله علیهم دي. چي په لنډه توګه به دوی در وپېژنم :

ابن ابی الحدید رحمة الله علیه :

دا خو معلومه خبره ده چي ابن ابی الحدید د شیعه مذهب خاوند ؤ خو د هغه څخه سید صاحب یوازي دا پېښه را اخیستې ده کوم چي نور تاریخ پوهان یې هم تصدیقوي د نمونې په توګه په الاستیعاب او اصابه کي د حضرت عقیل رضی الله عنه حالات وګوری په دې خاطر یوازي د ابن ابی الحدید په شیعه توب باندی ددې واقعې څخه انکار نسي کېداي.

ابن قتیبه رحمة الله علیه :

د ابن قتیبه په هکله دا فکر کول بیخي غلط دی چي هغه شیعه ؤ، هغه د ابوحاتم السجستاني او اسحاق بن راهویه رحمة الله علیهما په شان د سترو امامانو شاګرد ؤ او د دینور قاضي ؤ د هغه په هکله ابن کثیر رحمة الله علیه لیکي چي (کان ثقة نبیلا) هغه باوري او د فضل او شرف خاوند ؤ، حافظ ابن حجر رحمه الله وائي چي هغه (صدوق) ډېر زیات ریښتونی انسان ؤ، خطیب بغدادي وائي چي (کان ثقة دینا فاضلا) هغه باوري، دین لرونکی او د فضل خاوند ؤ، مسلمه بن قاسم یې په هکله وائي (کان صدوقا من اهل السنة یقال کان یذهب الی اقوال اسحاق بن راهویه) د اهل سنت څخه نوموړی ډېر زیات ریښتونی و او ویل کیږی چي هغه د اسحاق بن راهویه له پیروانو څخه ؤ، ابن حزم رحمه الله چي (ثقی في دینه وعلمه) د خپل دین او علم له اړخه د ډېر باور خاوند ؤ، ابن حجر رحمه الله د هغه په مذهب باندي رڼا اچوي او وائي (قال السلفی کان ابن قتیبه من الثقات و اهل السنة و لکن الحاکم کان بضده من اجل المذهب) السلفي وائي چي ابن قتیبه ثقه (باوري) او د اهل سنتو څخه ؤ خو حاکم د مذهب په بناء د هغه مخالف ؤ. (البدایة والنهایة ۱۱ټوک ۴۸-۵۷ مخونه، لسان المیزان ۳ ټوک ۲۵۷-۳۵۹ مخونه)

المسعودي :

هغه معتزلي ؤ خو دا ویل صحیح نه دي چي هغه غالي شیعه ؤ هغه چي په خپل کتاب مروج الذهب کي د حضرت ابوبکر صدیق او د حضرت عمر فاروق رضی الله عنهما په اړه څه لیکلي دي که تاسي هغه ولولی په شیعیت کي غلو کوونکی شخصیت د شیخینو یادونه داسي نسي کولای هغه یو له شیعه ګانو ؤ خو سید صاحب له هغه کومه داسي خبره نه ده را اخیستې چي د هغه تائید کوونکی واقعات په نورو کتابونو کي نه وي نقل سوی او نور مأخذونه چي د هغو په حوالو باندي د سید صاحب د بحث اصل مدار دی په هغوی کي دي نه وي.

ابن سعد :

په ټولو کي ابن سعد دی چي سید صاحب ورته په روایاتو کي دده روایت ته ډېر ترجیح ورکړېده او د امکان ترحده یې هڅه کړې چي کومه داسي خبره د بل کوم کتاب څخه وانخلي چي د ابن سعد روایت پر خلاف وي ځکه چي نوموړی د راشیدینو د خلافت سره د نږدې وخت لیکوال دی، په ۱۶۸ هجري قمري کال کي زېږېدلی او په ۲۳۰ ه ق کي وفات سوی دی، د ډيرو زیاتو او پراخه اطلاعاتو خاوند ؤ د سیر او مغازي په هکله د هغه پر باوري توب ټولو محدثینو او مفسرینو باور کړی دی او تر ننه پوري کوم د علم او پوهي خاوند پر هغه د تشیع شک هم نه دی کړی، خطیب بغدادی وايي (محمدبن سعد عندنا من اهل العداله و حدیثه یدل علی صدقه فانه یتحری في کثیر من روایاته) زموږ په نزد محمد بن سعد د عدالت له خاوندانو څخه ؤ او د هغه احادیث د هغه په باوري توب دلالت کوي، ځکه چي هغه په خپلو زیاتو روایاتو کي له زیات فکر او چاڼ څخه کار اخیستی دی، حافظ ابن حجر رحمه الله وائي چي هغه ډېر زیات باوري او د حدیثو محتاط حافظ ؤ،ابن خلکان وائي چی هغه ریښتونی او باروي ؤ، او دداسي نورو علماؤ اقوال.

بالاخره داویل سو چي د سیر او مغازي په بحث کي ترې ټولو اهل حدیثو اخیسته کړي دي او په دې برخه کی تر ټولو باوري شخص دی، بله خبره داچي نوموړي د استادانو ټولي خبري ندي رانقل کړی بلکی ټولي یې چاڼ کړی او تر ټولو باوري یې را نقل کړي دي.

ابن جریر طبري رحمة الله علیه :

د ابن جریر طبري حیثیت د یوه مفسر، محدث، فقیه او تاریخ پوه په صفت ټولو ته معلوم دی، د هغه مرتبه د علم او تقوا دواړو له اړخه ډېره لویه وه هغه ته د قضاء دنده وړاندي سوه او منصب ور وړاندي سو خو هغه ترې انکار وکړ، د مظالمو د دېوان د صدارت وړاندیز ورته وسو خو د منلو څخه یې ډډه وکړه، امام ابن خزیمة رحمه الله د هغه په اړوند داسي وائي چي (ما اعلم علی ادیم الارض اعلم من ابن جریر) زه په دې وخت کي د ځمکي په مخ د ابن جریر څخه بل ستر عالم نه وینم، ابن کثیر رحمه الله وايي چي (کان واحدا ائمة الاسلام علما و عملا بکتاب الله و سنة رسوله) هغه د کتاب الله او سنتو په علم کي او د هغې په مطابق په عمل کولو کي د اسلام د امامانو څخه ؤ، ابن حجر رحمه الله وايي ( من کبار ائمة الاسلام المعتمدین) هغه د اسلام د سترو امامانو او باوري شخصیتونو څخه ؤ، خطیب بغدادي رحمه الله وايي چي (احد ائمة العلماء یحکم بقوله و یرجع الی رأیه لمعرفته و فضله وقد جمع من العلوم مالم یشارکه فیه احد من اهل عصره) هغه د علماؤ او امامانو څخه دی د هغه په وینا پرېکړه کیږي او د هغه د رايي په لور رجوع کیږي ځکه چي هغه د خپل علم او فضل له اړخه ددې وړ وو د هغه جامعیت داسي ؤ چي په هم عصره خلګو کي ئې هیڅوک سیال نه ؤ، ابن الأثیر رحمه الله وايي (ابوجعفر اوثق من نقل التاریخ) ابوجعفر د ټولو تاریخ لیکونکو څخه زیات د باور وړ شخصیت دی، په حدیثنو کي هغه پخپله محدث منل کېده او په فقه کي هغه پخپله مجتهد ؤ، د هغه مذهب د اهل سنتو په مذهبونو کي ګڼل کیږي، داسي څوک په تاریخ کي نسته چي پر هغه باور ونلری او په ځانګړې توګه د فتنې د وخت په تاریخ کی خو محقیقینو د هماغه په رایو باندي زیات باور کوي، ابن الاثیر رحمه الله د خپل تاریخ الکامل په مقدمه کي لیکي چي د رسول الله ﷺ د اصحابو د جګړو او مشاجراتو په معامله کي د نورو ټولو مؤرخینو په نسبت په ابن جریر طبري رحمه الله علیه باندي تر ټولو زیات باور کیږي.

د شیعیت مسئله خو بیخي پرېږده هرڅوک چي وائي چي ابن جریر طبري رحمة الله علیه شیعه ؤ، اصلا هغه کس په تاریخ نه پوهیږي او نه هم پرې خبر دی، امام ابن تیمیه رحمة الله علیه خو ټولو ته معلوم دی چي په کومه فقهي مسئله کي او یا په کوم شخص کي د شیعیت بوی هم وي نو هغه یې نه معاف کوي خو د محمد بن جریر طبري رحمه الله د تفسیر په اړه په خپله فتاوی کي وائي چي په ټولو موجوده تفسیرونو کي صحیح تر دی او وايي ( ولیس فیه بدعة) – (فتاوی ابن تیمیة رحمة الله علیه- دویم ټوک ۱۹۲ صفحه).

دده د بدنامۍ یو بل لوی لامل دا هم دی چي د امام طبری رحمة الله علیه په وخت کي یو بل شخص د محمد بن جریر طبري په نامه هم موجود ؤ خو هغه شیعه ؤ، خو کچیري یو څوک د امام طبري رحمة الله علیه تفسیر او تاریخ ولولي نو دا به ورته معلومه سي چي امام طبري شیعه ؤ که سني.

ابن عبدالبر :

ابن عبدالبر بل شخص دی چي سید صاحب پخپلو لیکنو کي دده له روایاتو استفاده کړې او دا هغه حافظ ؤ چي حافظ ذهبي رحمة الله علیه په خپل کتاب تذکرة الحفاظ کي د شیخ الاسلام لقب ورکړی دی.

او ابوالولید الباجي یې په اړه داسي وايي :

(په اندلس کي د ابوعمر په څېر بل د حدیثو عالم نه ؤ) او ابن حزم رحمه الله یې په اړه داسي وايي (زما د علم لهمخي د حدیث په فقه باندي په خبرو کولو کي د هغه څخه بهتر خو پرېږده چي د هغه برابر څوک نه ؤ).

ابن حجر رحمه الله یې په اړه داسي وايي : (د هغه لیکني مثال نه لري چي دهغو په جمله کي یو الاستیعاب دی چي د سیرت صحابه په هکله د هغه د مرتبې بل کتاب نسته).

نو د صحابه ؤ د سیرت په هکله کوم داسي کتاب دی چي تر الاستیعاب هم باوري وي، آیا پر الاستیعاب هم د چا باور نه کیږي او کوم څوک دی چي دا معلومه کړي چي په الاستیعاب کي د شیعیت په لوری میلان دی.

ابن الأثیر:

دا هغه کس دی چي د هغه کتابونه تاریخ الکامل او اسد الغابه د اسلام د تاریخ د ډیرو مستندو سرچینو څخه ګڼل کیږي.

قاضي ابن خلکان رحمه الله چي د ابن الأثیر رحمه الله هم عصره ؤ د هغه په اړه داسي وایي (هغه د حدیثو په حفظ، د هغو په پيژندو او متعلقاتو کي امام ؤ د پخواني او اوسني نوي تاریخ حافظ ؤ او د عربو د انسابو او د هغوی د حالاتو څخه ښه باخبر ؤ) همدارنګه دده په اړه په تاریخ کي هم چا د شیعه توب الزام ندی لګولی او دی خپله هم وايي چي ما د صحابه د شخړو په بیانولو کي له پوره احتیاط څخه کار اخیستی دی.

عمادالدین بن کثیر رحمه الله :

حافظ ابن کثیر رحمه الله د یو مفسر، محدث، مؤرخ په حیث د ټول امت لپاره منل سوی شخصیت دی. د هغه تاریخ البدایة والنهایة د اسلامي تاریخ له سترو سرچینو څخه ګڼل کیږي.

حافظ ذهبي رحمه الله یې په اړه داسي وايي : ما په ځانګړې توګه د هغه په تاریخ باندي ددوو علتونو په اساس باور کړی دی، لومړی دا چي هغه د تشیع په لور میلان خو پرېږده چي د هغوی سخت مخالف دی، په ډېر قوت سره د شیعه روایاتو تردید کوي، د صحابه ؤ په هیڅ یوه باندي د خپل حد نه اخوا نکته نه ږدي.

همدارنګه ددې ترڅنګ هغه دومره متدین دی چي د تاریخ د لیکوالي په وخت کي یې د پيښو او واقعاتو د پټولو هڅه نه ده کړې.

پردې سربېره چي سید صاحب پخپلو لیکنو کي د ابن حجر عسقلاني، ابن خلکان، ابن خلدون، ابوبکر جصاص، قاضي ابوبکر، ابن العربي، ملا علي قاري، محب الدین الطبري او بدرالدین عیني رحمهم الله علیهم په څېر مشران شامل دي او ددوی په اړه به هیڅوک هم جرأت ونکړي چي ووائي دا ټول بې باوره وګړي دي یا په تشیع ککړ دي او یا بې حقیقته کیسې بیانوي.

دا وه هغه اعتراضونه کوم چي موږ ذکر کړه.

په آخر کي دا وایم چي ددې امت د تباهۍ لامل اختلاف دی، همدا خپلمېنځي اختلافات دي چي امت یې ټوټې ټوټې کړ او تر ټولو بدتر بیا د علماؤ اختلافات چي همدا امت یې له عزت څخه ذلت ته او له قوت څخه ضعف ته او له عدل څخه بې انصافۍ ته وغورځاوه، خپلو ټولو مسلمانو وروڼو ته په یوه سترګه وګورئ د مذهب پخاطر یو بل سره تعصب مه کوئ، یو له بل سره د اتفاق او اتحاد مزي نور هم قوي کړئ.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: