امام ابو الاعلي مودودي

کورنۍ

د مولانا مودودي کورنۍ د اهلو بیتو د ساداتو له کورنۍ نه ده چې غور نیکه یې خواجه قطب الدین مودود چشتي رحمة الله نومیږي چه د سکندر لودي په زمانه کې هندوستان ته لاړ او خپل پلرنی وطن چشت یې پریښود. د امام مودودي پلار احمد حسن نومیده ه چې په علی ګړه پوهنتون کې یې سبق ویلی وو.

پیدایښت

امام مودودي د 1321 هجری د رجب په دریمه چې د۱۹۰۳ میلادي کال دسمبر له ۲۵ سره سمون خوري، د دکن په اورنګ اباد کې پیدا شوی او پلار یې پرې ابو الاعلی نوم کیښود. څرنګه چې د دوی کورني یوه روحاني او د سیدانو کورني وه نو پوره نوم یې مولانا سید ابوالاعلی مودودي دی.

تعلیم

امام مودودي رحمة الله علیه تر نهه کلنۍ پورې په خپل کور کې ابتدایی تعلیم حاصل کړ چې صرف او نحو، عربی ادب او فقه هم پکی شامل وو. لدې نه وروسته د اورنګ اباد جامعه رشیدیه کې داخل شو او هلته یې دوه کاله سبق وویلو. 11 کلن وه چې د مولویتوب امتحان یې ورکړ او کامیاب شو او ورپسې د حیدراباد دارالعلوم کې داخل شو تر څو د عالم مولوی کورس پای ته ورسوي. په دارالعلوم کې یې لا ډیر وخت نه وو تیر شوی چې پلار یې فلج شو او امام مودودي رحمة الله علیه مجبور شو چې د پلار خدمت ته ورشي. په همدې دوران کې یې د مشهور عالم مولانا آشفاق الرحمن کاندهلوی نه د احادیثو مشهور کتابونه، فقه او ادب وویل او د فراغت اسناد یې په ښو نمبرو واخیستل او ورسره یې د مولانا شریف الله نه، تفسیر، عقلي علوم، علوم اصلیه و فروعیه، ادب او بلاغت وویل او سند یې تر لاسه کړ.

لیکوالي:

امام مودودي د پنځلسو کالو وه د خپل مشر ورورابوالخیر سره یې په اخبار مدینه کې د معاون مدیر به حیث کار کولو. دې کار تر دوو میاشتو پورې دوام درلود او بیا د (انجمن اعانت نظر بندان اسلام) سره ملګری شو او ورسره په 1919 کې یې د مولانا محمد علي جوهر رحمة الله علیه د خلافت تحریک کې هم برخه واخسته.
په 1925 کې د جمیعت علماءهند مشراحمد سعید یو اخبار جوړ کړ او مودودي رحمة الله علیه یې محرر وټاکه.
په 1932 کې مولانا ابو محمد مصلح د میاشتنۍ مجلې، ترجمان القران بنیاد کیښود دا تر شپږو میاشتو پوری مولانا مصلح چلوله بیا ترینه مولانا مودودي صاحب په پیسو واخیسته او تر اخري عمره یې وچلوله او اوس هم چلیږی.

تحریکی هلي ځلې

په پټهانګوت کې یو مخلص مسلمان چه چودری نیازعلی خان نومیده یو جمات او څو عمارته او 320 جریبه ځمکه د اسلام د خدمت لپاره وقف کړه او د دارالاسلام نوم یې پرې کیښود او د اسلامې دنیا ستر فیلسوف او شاعر علامة اقبال سره یې مشوره وکړه تر څو دا یو مخلص مسلمان ته وسپاري او د اسلام خدمت وکړي، نوهغه ورته مشوره ورکړه چی: ما ته له مودودي نه د دې کار لپاره بل څوک مناسب نه ښکاري. هماغه وه چې چودهدري نیاز علي خان مودودي صیب لاهور ته راوغوښت.

تدریس

سید ابوالاعلی مودودي چې کله لاهور ته راغی نو پدی ورځو کې د لاهور اسلامیة کالج د دینیاتو پروفیسر مولانا محمد عمر د خپل کار نه استعفی وکړه، کالج د هغه درس مودودي وسپاره او د هغه په راتلو سره په کالج کې یو نوی اسلامي او سیاسي بدلون راغي تر دې چې ده به کله د دینیاتو درس ورکاوه د شاګردانو سره به اکثره استاذان هم ورته ناست وو. تر یوه کاله دا درس همداسی روان وو تر دې چې انګریږ حکومت د مودودي په هکله وویرید د پنجاب وزیراعلی سکندر حیات ته یې امر وکړ چې مودودي رحمة الله علیه د کالج نه وباسي.

د جماعت اسلامی بنیاد

له ګمراهی د دنیا د ژغورلو لپاره مودودي او ملګرو یې دا احساس وکړ چې د یو تنظیم ضرورت دی، نو په میاشتنۍ مجله، ترجمان القران کې یې د (د یوه مسلمان جماعت اړتیا) به نوم یو رساله ولیکله او ټولو مسلمانانو او علماوو ته یې د انګریږ حکومت او موجود فاسد او بي دینه نظام نه د بغاوت دعوت ورکړ. د ده په دغه پروګرام کې لویو او مشهورو علماوؤ او سیاستوالو برخه واخیسته چه تعداد یې 75 کسانو ته رسیده او د 1941 د اګست په ۲۵ یې د لاهور په اسلامیة پارک کې یوه غونډه جوړه کړه چه دوې ورځې یې  دوام وکړ او له مشورو نه وروسته یې د جماعت اسلامی بنیاد کیښود او مولانا مودودي یې مشر وټاکه.

امام مودودي رحمةالله علیه د ګډ تنظیم سخت مخالف وو (هندوان، سکهان، عیسویان، مسلمانان یو ګډ تنظیم وو) او د مسلمانانو د ځان ته یو پیژنګلوۍ او ازاد ریاست غوښتونکی وو چې پدې هکله یې ډيری مقالی هم لیکلې وې.
په 1948 کې مولانا مودودي یوه څلور نکاتي مطالبه وکړه چې د دې په وجه په امام مودودي پسې یو پروپاګند شروع شو او دوی او د دوی ملګري یې بدنام کړل او بیا ونیول شول خو د اسلامي قانون د جوړولو لپاره کار روان وه. بالاخره حکومت مجبور شو چې هغه په 1950 کې خوشي کړي. ورپسې مولانا به 1952 کې یوه بله 8 نکاتی مطالبه وکړه او په ټول ملک کې د اسلامی قانون لپاره کار شروع شو.

په همدې وخت کې د احرارو مجلس ختم نبوت تحریک شروع کړ او مولانا مودودي د قادیانیت د پیژندلو لپاره یو مضمون ولیکه او دا یې دنیا ته ښکاره کړه چه قادیانیان کافر دي. پدې وخت کې په پنجاب کې پوځي حکومت د مودودیضمون بهانه کړ او هغوی یې په بند محکوم کړل او په 1953 کې مودودي او هغه کسان چا چې دا مضمون یې خپور کړی وو، د اعدام په سزا محکوم شول.

مودودي ته قاضي وویل چې ته حق لرې چې د دې فیصلي په ضد  غوښتنه وکړې خو مولانا مودودي د دې خبري په ځواب کې وویل: زه د هیچا نه غوښتنه نه کوم او نه د مرګ نه ډاریږم ځکه د مرګ فیصلی په ځمکه نه، بلکې په اسمان کې کیږي.
که چیرته الله ما ته مرګ لیکلی وي نو د دنیا یو طاقت مې هم نشي ساتلی. زه د الله په فیصله راضي یم.
لدې فیصلې سره د ننه په پاکستان او اسلامی دنیا کې خلکو ستر غبرګون وښود چې په سر کې یې د اخوان المسلمین مشر علامه حسن الهضیبي، د افغانستان نه علامه نورالمشایخ مجددي او د فلسطین قاضی القضات محمد الحسینی ول. همدارنګه د مالیږیا او الجزایر علماوو د پاکستان له حکومت څخه په پرلپسې توګه د مودودي د خلاصون غوښتنه کوله تر دې چې حکومت مجبور شو چې مودودي رحمة الله علیه د ټول عمر په بند محکوم کړي او د اعدام نه تیر شي چه پس له ډیرو هلو ځلو امام مودودي رحمة الله علیه په کال 1955 کې د زندان نه راخلاص شو.

د ایوب خان په دور کې په جماعت اسلامی با بندیز ولګیده او مودودي رحمة الله علیه د 1964کال د جنوري په شپږمه د دریم ځل لپاره زندان ته ولاړ. محکمی په ده او د ده په ملګرو ادعا غیر شرعی وبلله او په 1964 کې د بنده خلاص شو.
په دوهم ځل بیا د اختر د میاشتې د لیدو په شرعي فیصلې باندې په بند محکوم شو او دوه میاشتې یې په زندان کې تیرې کړي.

سفرونه

امام مودوي ډیر سفرونه کړي چه بریتانیا، ټورنټو، استامول، رباط، عمان، بحرین، سعودي، اردن، فلسطین، سوریه، کویت، او مصر ته تللی دی او د دې سفرونو په دوران کې یې ډیر درسونه ورکړی. همدا راز یې په لسګونو ځله په نړیوالو کانفرانسونو کې برخه اخیستې ده.
مولانا مودودي په 1956 کې حج ته لاړ او خواهش یې وه چې ډیر وخت پاتې شي خو د ورپیښې ناروغۍ له امله یې ډیر وخت تیر نشو کړای.
دویم ځل یې په 1959 کې سعودي ته سفر وکړ چې دې سفر یې یو کال وخت ونیو.
همدا راز د مدینې د جامعې د جوړولو محفل ته وغوښتل شو او د دغه پوهنتون د علمي شوری غړی هم پاته شوی وو، او د رابطة عالم اسلامي د جوړولو د کمیټی غړی هم وه.

د مولانا مودودي رحمة الله د له منځه وړلو هڅه

د 1963 په اکتوبر کې په لاهور کې د جماعت اسلامی کلنۍ غونډه وه چې تقریبا 15000 نه تر 20000 پورې کسانو پکې برخه اخیستې وه، د مولانا مودودي د وینا په دوران کې څه خلګو په غونډه ‌‌ډږې وکړې چې الله تعالی هغه ترینه وساته.

د ملک فیصل اسلامی جایزه

په 1979 کې مودودي رحمة الله علیه ته د اسلام په دعوت او اسلامی تهذیب او ثقافت ته په خدمت کولو د ملک فیصل جایزه ورکړل شوه چې د هغې نه راغلې پیسې چې تقریبا شپږ لکه روپۍ وې، یې اسلامي دایرة المعارف ته ولیږلې.

مړینه

په  کال 1979کې د ورپیښې ناروغۍ د درملنې لپاره امریکا ته لاړ، د 1979 کال د سپتمبر په ۹ ورباندې د زړه حمله راغله او بالاخره د سپتمبر په ۲۲ له دې دنیا څخه لاړ (رحمه الله و اسکن فصیح جناته)

جنازه

د مرګ په دویمه ورځ یې په امریکا کې جنازه وشوه او بیا یې د نیوریارک کینیډي په هوایي ډګر کې د دوهم ځل لپاره جنازه وشوه. بیا د سپتمبر په څلور ویشتمه د کراچۍ په هوایي ډګر کې جنازه وشوه چې تقریبا 50000 کسانو پکې برخه اخیستي وه. د جنازې لمونځ یې د جماعت اسلامی امیر میا طفیل احمد ادا کړ، بیا د کراچۍ نه لاهور ته د ده جنازه راوړل شوه او د سپتمبر په ۲۶ یې په قذافی سټیډیم کې تقریبا 10 نیمې بجې د اسلامي نړۍ مشهور داعی او لیکوال داکټر یوسف قرضاوی د جنازې لمونځ ادا کړ چې د اسلامی نړۍ مشهورو علماوو او سیاست پوهانو پکې برخه اخیستی وه او په جنازه کې د ګډون کوونکو شمیر څو لکه کسانو ته رسیده.

لیکنی

مولانا مودودي رحمة الله د 120 یو سلو شلو نه زیات کتابونه او په زرګونو مقالې لیکلی او یو بین المللی شهرت یې ګټلی، د دوی ځینې کتابونه په سعودي، سوډان او مصر کې په تعلیمی نصاب کې شامل دي او د مولانا مودودي د کتابونو ژباړه  په 22 ژبو شوې ده چې زیات یې په عربی، انګلیسي، ترکي، فرانسوي، هندي، جاپاني، تامل، او تیلګو ژبو باندې دي.

مشهور تالیفات

1.    تفهیم القران: په شپږو جلدو کې تفسیر دی او په دیرشو کلونو کې یې لیکلی دی. دا تفسیر چې د دې پیړۍ یادګار دی چې اسلامی نړۍ به یې دا خدمت هیر نه کړي.
2.    تفهیمات
3.     رسایل او مسایل
4.     سرة النبوی په 5 جلدو کې
5.     حجاب
6.    جهاد په اسلام کې
7.     د نشنلیزم مسئله
8.    د سلامتی لاره
9.     اسلام او جاهلیت
10.     د اسلام نظام حیات
11.    اسلامی تحریک او د هغې د کامیابۍ شرطونه
12.     حقوق الزوجین
13.     د سنتو قانونی حیثیت
14.     اسلامی معاشیت
15.     د ځمکی د ملکیت مسله
16.     د قران څلور بنیادی اصطلاحات
17.     د اسلام سیاسی نظریة
18.     اسلامی سیاست
19.    د مسجد اقصی سانحه
20.     په اسلامي عباداتو تحقیقی نظر
21.     خلافت او ملوکیت
22.    اسلام او ولادت
23.    اسلامي تهذیب او د هغې اصول
24.     د اسلام د قوت سر چشمه
25.     پس له مرګه ژوند
26.     سود
27.    د شرکت او مضاربت څو شرعی اصول
28.     جوړول او ورانول
29.     دینیات
30.     او نور….

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب