
نوموړي وایی کله چي مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف فیلم جوړ کړ او دغه فیلم مي ننداري ته وړاندي کړ، دنړۍ په ګوټ ګوټ کي د مسلمانانو له سختي غصي او کرکي سره مخامخ شوم دنړۍ مسلمانانو باندي دغه فیلم ډیر بد اثر وکړ.
نوموړي وایی دمسلمانانو قهر او غضب دی ته اړ کړم چي د اسلام په اړه مطالعه وکړم، د مسلمانانو مسجد ته لاړم هلته مي په خپله ژبه باندي ژباړل شوي قران شریف اود سیرت کتابونه وموندل، کله چي مي دقران شریف مطالعه شروع کړه را باندي یی ډیر اثر وکړ مطالعه دومره خوندوره وه چي دنوور کتابونو کتل او لوستل مي ورته پریښودو
وایی هغه ایاتونه چي پرما باندي یی ډیر اثر وکړ او زما په ژوند کي یی انقلاب را وست هغه دسوره النساء له ۳۶ بیا تر ۴۰ پوري ایاتونه وو، نوموړي وایی دغو ایاتونو له قران شریف سره دومره مینه او محبت را زیات کړ چي شپه او ورځ به مي قران شریف لاس کي وو، زړه مي غوښتو چي چیري لاړ شم کوم مسلمان عالم پیداکړم او سمدستي د شهادت کلمه ووایم، نوموړي وایی مسجد ته به ورتلم مسلمانان به مي لیدو لمنځونه به یی کول زما سره د اسلام ددین په اړه څه نور سوالونه هم پیداشوي وو ترڅو دغو سوالونو ته جواب پیداکړم او د اسلام په حقیقت او څرنګوالي باندي نور هم پوه شم، ددغو سوالونو دجوابونو دپوښتلو لپاره دمسجد له امام سره کښیناستم، دمسجد امام صاحب د سیرت او قران شریف په څنګ کي څه نور دیني کتابونه هم راکړو چي ددغو کتابونو په مطالعه کولو سره زما دټولو سوالونو جواب وشو او ددرو میاشتو مطالعي او دمسجدونو د ائمه وو ناستي دي ته تیار کړم چي د شهادت کلمه ووایم او مسلمان شم.
فان ډورن وایی زما د ژوند تر ټولو مهم او نه هیریدونکي پیښه زما د مسلمانیدو صحنه ده نوموړي وایی کله چي مي د شهادت کلمه ویله داسي احساس مي کاوو چي کوم کس زما پر اوږو لاسونه ایښي راته وایی ته اوس مسلمان شوي، وایی ډیر مي وژړل او د ژوند دغه صحنه به مي هیڅکله هیره نشي.
نوموړي وایی د فیلم له وړاندي کولو وروسته چي کله مسلمانانو په لویه شمیره د فیلم مخالفت وکړ زه یی دي ته اړ ایستم چي لږ فکر وکړم، څومره خلګ مي خفه کړو د څومره زیات شمیر خلګو قهر او غوصه مي را وپاروله، فان ډرون وایی د فیلم په خلاف د مسلمانانو غم او غوصي راته دا احساس راکړ چي یاره دا څرنګه کیدای شي چي زه دي صحیح او ۱.۲ ملیارډ خلګ دي خطا وي.
بخت الرحمن بخت