د اسلامي دعوت د جامع او هر اړخیز منهج او تګلارې طبیعت

د افغانستان د جمعیت اصلاح د غړو د دوهمې تاریخي غونډې په مناسبت
له (في ظلال القرآن څخه) د مطففين سورت په رڼا کې د:

 د اسلامي دعوت د جامع او هر اړخیز منهج او تګلارې طبیعت
 د ټولنې او بشري نفس له واقعیتونو سره د اسلامي دعوت تعامل
 اسلامي دعوت په اوسنیو ظروفو کې کوم ډول افرادو ته اړتیا لري؟

سریزه
دغه مبارک سورت د ژوندانه د هغو عملي واقعیتونو یوه برخه انځوروي چې اسلامي دعوت په مکه کې ورسره مخ ؤ. ورسره زړونه راویښوي او احساساتو او مشاعرو ته ټکان ورکوي او د هغې سترې پېښې په لور یې ور اړوي چې د عربو په ژوندانه کې، بلکې د ټول انسانیت په ژوندانه کې نوې رامنځ ته شوه، زمکې ته د آسماني رسالت په لور او د هغه نوي هر اړخیز او جامع تصور په لور چې له ځان سره یې درلود.

سورت په لومړي سر کې د عملي واقعیتونو هغه برخه انځوروي چې ورسره تول او پیمانه کموونکو ته د قیامت په ستره ورځ {يوم يقوم الناس لرب العالمين} کې د هلاکت او تباهۍ ګواښنه کوي، لکه چې د سورت په پای کې یې هم انځوروي چې ورسره د مؤمنانو په وړاندې د مجرمینو او بدکارانو بې ادبي، په هغوی ملنډې او خپل منځو کې اشارې، هغوی پورې خندا او د هغوی په هکله دا وینا چې: {إن هؤلاء لضالون!} یادوي.

د دې تر څنګ په دغه ستره ورځ کې د فاجرانو او نېکانو حالت او د هغوی او دوی مصیر او برخلیک بیانوي.
سورت له څلورو پاړکو جوړ دی. لومړی پاړکی له مطففینو سره د جګړې په اعلان پیل کېږي: { ويل للمطففين . الذين إذا اكتالوا على الناس يستوفون؛ وإذا كالوهم أو وزنوهم يخسرون . ألا يظن أولئك أنهم مبعوثون ليوم عظيم؟ يوم يقوم الناس لرب العالمين؟ } . .

دوهم پاړکي کې د فاجرانو سخته زورنه او رټنه شوې، په هلاکت او تباهۍ سره ګواښل شوي، ګناه او تېری یې نښه او صفت ښوول شوی، د دوی د دغه ړندتوب او مسخ کېدو لامل او علت په ګوته شوی، او له خپل رب څخه په بندېدو سره د هغوی د قیامت د ورځې سزا او عذاب انځور شوی، داسې لکه په دنیا کې چې ګناهونو د دوی زړونه پوښلي وو. او بیا یې له سپکاوي، غندنې او زورنې سره جحیم د ورتلو ځای ښودل شوی: { كلا . إن كتاب الفجار لفي سجين . ومآ أدراك ما سجين؟

كتاب مرقوم . ويل يومئذ للمكذبين! الذين يكذبون بيوم الدين . وما يكذب به إلا كل معتد أثيم ، إذا تتلى عليه آياتنا قال : أساطير الأولين . كلا بل ران على قلوبهم ما كانوا يكسبون . كلا إنهم عن ربهم يومئذ لمحجوبون . ثم إنهم لصالوا الجحيم . ثم يقال : هذا الذي كنتم به تكذبون } . .

درېیم پاړکی د مقابل لوري پاڼه را اړوي. د نېکانو پاڼه؛ د هغوی لوړه مرتبه، هغوی ته مقرر نعمتونه، هغه تازه ګي چې په مخونو يې خپره وي، او هغه شراب چې په چوکیو باندې ناست د نندارې په حال کې یې څښي. په رښتیا چې دغه پاڼه روښانه او له مزو ډکه پاڼه ده:

{ كلا إن كتاب الأبرار لفي عليين . ومآ أدراك ما عليون؟ كتاب مرقوم ، يشهده المقربون . إن الأبرار لفي نعيم ، على الأرآئك ينظرون ، تعرف في وجوههم نضرة النعيم ، يسقون من رحيق مختوم ، ختامه مسك وفي ذلك فليتنافس المتنافسون ومزاجه من تسنيم . عيناً يشرب بها المقربون }.

وروستی پاړکی هغه څه ستایي چې نېکانو به د بې بنسټه غرور په نړۍ کې له فاجرانو بدکارانو څخه لیدل. د هغوی ضرر رسونه، د هغوی ملنډې او مسخرې او د هغوی بشپړه بې ادبي، څو په مقابل کې ورسره په تل پاتې اوږدې حقیقي نړۍ کې د نېکانو او فجارو پای او برخلیک کېږ دي:

{إن الذين أجرموا كانوا من الذين آمنوا يضحكون ، وإذا مروا بهم يتغامزون ، وإذا انقلبوا إلى أهلهم انقلبوا فكهين . وإذا رأوهم قالوا : إن هؤلاء لضالون . ومآ أرسلوا عليهم حافظين . فاليوم الذين آمنوا من الكفار يضحكون على الأرآئك ينظرون . هل ثوّب الكفار ما كانوا يفعلون؟ }.

سورت په عمومي توګه د دعوت د محیط او چاپېریال یو اړخ انځوروي چې ورسره د ټولنې د واقعیتونو او بشري نفس د واقعیتونو سره د دعوت د مخامخ کېدو او له هغو سره د مقابلې د اسلوب او لارې یو لورى هم انځوروي . . او همدا هغه څه دي چې هڅه کوم د سورت د تفصیل په بیان کې یې روښانه کړم. .

د مطففینو موضوع په مکي سورت کې په دغسې اسلوب سره یادول یوه داسې خبره ده چې ځان ته پام وراړوي. ځکه مکي سورتونه عادتا خپله پاملرنه عامو عقیدوي بنسټونو او په عمومي توګه د اخلاقي حس جوړونې او له دغو عقیدوي بنسټونو سره د هغه تړلو ته ورګرځوي: لکه د الله پاک وحدانیت، د هغه بلا قیده اراده، پر نړۍ او انسانانو د هغه واک او اختیار.

یا د وحې او نبوت حقیقت، او یا هم د آخرت، حساب او سزا حقیقتونه. پاتې شو له اخلاقي موضوعاتو څخه يوه ټاکلې موضوع لکه په تول او پیمانه او نورو عامو معاملاتو کې د کمي موضوع په مستقله توګه مطرح کول نو دغه کار ډېر وروسته په مدني سورتونو کې د اسلامي دولت تر سیوري لاندې پر اسلامي هراړخیز منهج باندې د ټولنيز ژوندانه د نوي تنظیم په لړۍ کې راغی.

په همدې خاطر په دغه سورت کې د تطفیف موضوع مطرح کول د پاملرنې وړ ده چې ګڼو او ډول ډول دلالتونو ته اشار کوي کوم چې د دغو لنډو آیتونو تر شا پټ دي.

دا خبره لومړی پر دې دلالت کوي چې اسلام په دغه مکي ټولنه کې د تطفیف له یو بربڼد حالت سره مخ ؤ چې د مکې مشرانو سرته رساوه، هغوی چې عین وخت کې د پراخو سوداګریو څښتنان وو، په دې توګه چې تقریبا د مکې سوداګري د دوی په ګورت او انحصار کې وو. همدوی وو چې پرېمانه مالونو یې په لاس کې وو او په یمن او شام کې يې د ژمي او دوبي د کاروانونو له لارې سوداګري کوله. لکه څرنګه یې چې د حج پر وخت د عکاظ په څېر ځینې نور موسمي بازارونه جوړ کړي وو چې پر سوداګریزو معاملو بر سېره یې پکې خپله شعر او شاعري هم کوله!

قرآني آیتونه په دې ځای کې دې ته اشاره کوي چې دغه مطففین چې الله پاک په هلاکت او تباهۍ باندې ګواښلي او د هغوی پر خلاف یې جګړه اعلان کړې ده دوی په ټولنه کې د لویانو طبقه او د ځانګړي نفوذ څښتنان وو چې خلک یې هغه څه ته اړ اېستل چې دوی به غوښتل. نو دوی به په خپل زور سره په خلکو دا کار تر سره کاوه { یکتالون على الناس } .

نه د هغوی په خوښه او رضا { من الناس }. . بنا پر دې هغوی پر خلکو باندې له هر لامله چې ؤ زور او واک درلود او دایې ورته آسانه کړې وه چې له خلکو څخه په زور – که د هغوی زړه وي که نه وي – زیاته پیمانه او تله واخلي، دا معنی نه چې دوی خپل حق پوره اخست ځکه چې دا خو داسې کوم کار نه ؤ چې د هغوی پر ضد دې جګړه اعلان شي، بلکې مقصد دادی چې دوی به له خلکو څخه په زور سره له خپل حق څخه زیات څه اخیستل او خپله غوښتنه به یې په زور پر هغوی منله.

او بیا به یې چې کله خلکو ته څه ور تلل او یا پیمانه کول نو دومره زور او ځواک یې درلود چې د هغوی حق کم او نیمګړی ورکړي پرته له دې چې څوک وکولی شي له دوی څخه د انصاف غوښتنه وکړي او خپل حق ترې پوره واخلي.

برابره خبره ده که دا کار یې د قبیلوي مشرۍ او مخورتوب په زور ؤ او که د خپلې شتمنۍ او د دوی لاس ته د خلکو د اړتیا په زور ؤ، او یا هم د دوی په لاسو کې د سوداګرۍ د انحصار په ځواک سره ؤ چې خلک اړ وو څو د دوی دغه ظلم او ناروا ترې ومني داسې لکه نن سبا چې په بازارونو کې دي . . هر څه چې ؤ وبه خو هلته د تطفیف دغسې یو بربنډ او رسوا حالت خپور ؤ چې د قرآن کریم د دغې له وخته مخکې پام اړونې اړتیا یې لرله.

په همدې توګه په مکي ټولنه کې دغه له وخته مخکې پام اړونه د دې دین طبیعت ته اشاره کوي او د ژوندانه واقعیتونو او د هغه د عملي چارو له پاره د هغه جامع او هر اړخیز منهج او تګلارې ته اشاره کوي او دا چې اسلام غواړي ژوندنۍ چارې په هغه اصيل او ژور اخلاقي بنسټ باندې ودروي کوم چې د دغه الهي مستقیم منهج په طبیعت کې ځای پر ځای دی.

ځکه نو اسلام په چلن او تعامل کې د ظلم او اخلاقي انحراف دغه بربنډ حالت وغنده په داسې حال کې چې لا تر اوسه یې د اجتماعي ژوندانه واګې په لاس کې نه دي اخیستې څو یې د قانون او دولتي واکمنۍ پرمټ د خپل شریعت سره سم سمبال کړي. خو مخکې له مخکې یې د مطففینو پر ضد د جګړې او د هغوی د تباهۍ دغه کړنګېدونکی غږ اوچت کړ.

هو! د مطففینو پر ضد په داسې حال کې چې بالفعل د مکې مشران او واکمنان دي، د مسلط واک او ځواک څښتنان دي، د شرکي ګروهې له لارې یواځې د خلکو په ارواوو او مشاعرو نه، بلکې د هغوی پر اقتصادي او ژوندنیو چارو باندې هم.

هو! اسلام د دغه ناروا غبن او تاوان په وړاندې چې په خلکو باندې ترسره کېده کوم چې د ولس اکثریت وو او د خپلو سود خورو او محتکرو مشرانو په ګورت کې پرېوتي وو د هغوی ښېرازه یې زبیښله او د هغوی په رزق او روزۍ یې سودا کوله او عین وخت کې د دغو ولسونو پر څټونو باندې د (دین) د اوهامو پر بنسټ سپاره وو خپله کرکه او مخالفت په اوچت غږ سره پورته کړ او په لوړ آواز یې وغانده!

بنا پر دې اسلام په خپل دغه غږ سره چې د هغه له تل او د هغه له آسماني منهج څخه راولاړ دی تل د ولسونو ویښوونکی او بیداروونکی ؤ او هېڅکله د ولسونو افیون او مخدر نه دی پاتې شوی آن لا هغه وخت چې د مکې په منځ کې د مال، جاه او دیني اوهامو له لارې پر ټولنې د واکمنو او مسلطو زورواکو په محاصره او کلابندۍ کې ؤ!

له همدې ځایه د اسلامي دعوت په مخ کې د قریشو د مشرانو د دغې سختې درېدا او شدیدې مقابلې د رښتینو لاملونو څه برخه درک کولای شو. هغوی پرته له شک څخه درک کوله چې دغه اسلام چې محمد صلی الله علیه وسلم ورته راوړی دی یواځې عقیده نده چې په زړه او ضمیر کې پټه پرته وي او له دوی یواځې غواړي چې په ژبه باندې شهادت ورکړي چې (لا إله إلا الله محمد رسول الله)، او الله پاک ته له اصنامو او بتانو څخه لرې لمونځ وکړي. هېڅکله نه، هغوی ښه پوهېدل چې د اسلام عقیده منل یعنې هغه شامل منهج ته غاړه ایښودل چې ټول هغه جاهلي بنسټونه ړنګوي چې د دوی ګټې، مقام او وضعیت پرې ولاړ دی.

او په دې ښه پوهېدل چې د اسلامي منهج طبیعت دادی چې دوه ګوني او ګډ توب نه مني او هېڅکله له یو زمکني عنصر سره چې له آسماني عنصر څخه یې سرچينه نه وي اخستې جوړیدای نشي، او هغه ټول پریوتي زمکني مقومات او بنسټونه ګواښي چې جاهلیت پرې ولاړ دی . . په همدې خاطر د مکې غټانو د اسلام پر ضد هغه جګړه پیل کړه چې هېڅکله یې هم وسله په زمکه کینښوده، نه له هجرت وړاندې او نه هم له هجرت وروسته.

هغه جګړه چې د دوی د جاهلي اوضاعو څخه یې یواځې د اسلام د مجرد اعتقاد او تصور پر وړاندې نه، بلکې د ټولو اسلامي اوضاعو پر وړاندې دفاع کوله.

هغوی چې په هره زمکه او هر نسل کې په بشري ژوندانه باندې د اسلامي منهج د بشپړې واکمنۍ پر ضد جګړه کوي هغوی دغه حقیقت درک کوي، هو! هغوی په ښه توګه درک کوي او ښه پوهېږي چې د دوی باطل وضعیت، غاصبانه ګټې، د دوی بدل او ناچله کیان، او د دوی کوږ او منحرف سلوک . . دغه په اصل کې د اسلام د درانه او مستقیم منهج تر ګواښ لاندې دي!

په اصل کې همدغه طاغیان او باغیان مطففین ظالمان چې په مال او هر څه کې د خلکو برخې او حقونه خوري همدوی له هر چا څخه زیات د اسلامي سپېڅلي عادل منهج له واکمنۍ څخه په وېره کې دي، هغه منهج چې له دوی سره نه معامله پېژني، نه غوړه مالي او نه هم نیمګړې حل لارې!

همدغه حقیقت د مدینې منورې د اوس او خزرج استازو درک کړی ؤ کله چې هغوی له هجرت نه د مخه په عقبه کې دوهم بیعت کاوه. ابن اسحاق وايي: ماته عاصم بن عمر بن قتادة کیسه کړې چې کله انصار رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د بیعت له پاره راټول شول نو د بنی سالم بن عوف د قبیلې سړي عباس بن عبادة بن نضلة الانصاري غږ کړ: وا د خزرج ټولګیه! تاسو پوهېږئ چې له دغه سړي سره پر څه باندې بیعت کوئ؟ هغوی ځواب ورکړ:

هو!. نو بیا يې ورته وویل: واورئ تاسو له ده سره د سرو او تورو ټولو خلکو په مقابل کې پر جګړې باندې بیعت کوئ. نو که فکر کوئ چې که کله مو مالونه په مصیبتو کې لوټل کېدل او د سر سړي مو وژل کېدل نو بیا دی پرېږدئ او له ننګې او ملاتړ څخه یې لاس اخلئ نو همدا اوس دا کار وکړئ او بیعت ورسره مه کوئ! او که له بیعت وروسته مو داسې کار وکړ نو قسم په الله چې دا به د دنیا او آخرت شرم او ننګ وي.

او که فکر کوئ چې په کومو شرطونو چې دی بیایئ په هغه باندې د مالونو لوټل کېدو او مشرانو د وژل کېدو په صورت کې هم وفا کوئ او پرې درېږئ نو بیا بیعت وکوئ نو قسم په الله چې دا بیا د دنیا او آخرت خیر او ګټه ده. هغوی وویل: مونږ دی د مالو نو له لوټل کېدو او د مشرانو له وژل کېدو سره سره بیایو او پر عهد یې وفا کوو.

بیا یې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته مخ ورواړاوه او ویې پوښتل: د الله پیغمبره! که مونږ پدې بیعت وفا وکړه نو مونږ ته به څه وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تاسو ته (جنت) دی. نو غږ یې کړ: لاس دې را اوږد کړه. هغه صلی الله علیه و سلم لاس ورغزاوه او هغوی ورسره بیعت وکړ!

هو! انصارو د دې دین طبیعت درک کړی ؤ هاغسې چې تر دوی مخکې د قریشو مشرانو درک کړی ؤ. چې دغه دین د تېرې تورې په څېر د عدل او انصاف په قائمولو او په هغه باندې د خلکو د ژوند په جوړولو کې پرېکنده او قاطع ده او پدې اړه نه د کوم طاغي طغیان مني، نه د کوم باغي بغاوت، او نه د کوم متکبر غرور او لویي.

نه د خلکو په حق کې غبن مني، نه تاوان او نه هم د هغو ښکیلول او استثمارول. له همدې کبله دې دین سره هر طاغی او باغي، او هر متکبر او ښکیلاکګر په جنګ او جګړه اخته دی، او تل د هغه دعوت او بلنې ته په څار او کمین کې دی.


الله پاک دغه خلک په لومړي پاړکي کې مطففین ونومول، خو په دوهم پاړکي کې یې د فجارو په ډله کې په شمېرلو سره (فاجران) نوموي او په هکله يې خبره کوي. د الله پاک په وړاندې د هغوی د ځای او مقام خبره، په ژوندانه کې د هغوی د حالت او وضعیت خبره او د هغه څه خبره چې د قیامت په ستره ورځ چې دوی ورته بیا را ژوندي کېږي د دوی انتظار باسي!
{كلا! إن كتاب الفجار لفي سجين . وما أدراك ما سجين؟ كتاب مرقوم . ويل يومئذ للمكذبين : الذين يكذبون بيوم الدين؛ وما يكذب به إلا كل معتد أثيم ، إذا تتلى عليه آياتنا قال أساطير الأولين .

كلا! بل ران على قلوبهم ما كانوا يكسبون . كلا إنهم عن ربهم يومئذ لمحجوبون . ثم إنهم لصالوا الجحيم . ثم يقال : هذا الذي كنتم به تكذبون } .

ورپسې قرآن کریم بله پاڼه رااړوي، د ابرارو او نېکانو پاڼه، هاغسې چې د قرآن کریم پېژندل شوی اسلوب دی چې ډېری وخت دوه مقابلې پاڼې سره څنګ په څنګ وړاندې کوي څو په دې توګه د دوه متضادو حقیقتونو، دوه حالتونو او دوه پایونو مقابله او پرتله بشپړه شي:

{ كلا! إن كتاب الأبرار لفي عليين . وما أدراك ما عليون؟ كتاب مرقوم ، يشهده المقربون . إن الأبرار لفي نعيم ، على الأرآئك ينظرون ، تعرف في وجوههم نضرة النعيم ، يسقون من رحيق مختوم ، ختامه مسك . وفي ذلك فليتنافس المتنافسون . ومزاجه من تسنيم . عيناً يشرب بها المقربون }.

د (کلا) کلمه د دې پاړکي په سر کې د هغه آیت په تعقیب کې چې هلته د تکذیب یادونه شوې { ثم يقال : هذا الذي كنتم به تكذبون } . . د دې له پاره راغلې څو هغه تکذیب وغندي او خلک ترې ورټي چې په هغه آيت کې یاد شوي، او بیا په پوره قوت او ټینګار سره د ابرارو او نېکانو خبره پیل کړي. او چې د فجارو کتاب په (سجین) کې ؤ نو د ابرارو کتاب په (علیین) کې دی . . او ابرار خو هماغه امر منوونکي او فرمان وړونکي خلک دي چې د هر ډول خیر چارې سرته رسوي او د هغو په ګناه اخته فجارو په مقابل لوري کې قرار لري چې له ټولو پولو یې پښې اړولې دي.

د (علیین) لفظ لوړتیا او ارتفاع ته اشاره کوي چې ضمنا ترې د (سجین) ټیټوالی او ښکته والی معلومیږي. ورپسې د خپل ځانګړي اسلوب سره سم د علیین په هکله پوښتنه مطرح کوي چې مقصد یې د هغه عظمت او سترتوب دی او دا چې د هغه حقیقت پټ او نا څرګند دی : { وما أدراك ما عليون؟ }.

بنا پردې هغه له علم او ادراک څخه پورته او لوړه خبره ده!
قرآن کریم له دغې الهام بښونکې فضاء څخه د ابرارو د کتاب د حقیقت تثبیتولو ته راګرځي . . او هغه { كتاب مرقوم يشهده المقربون } د مرقوم معنی مخکې تېره شوه، دلته دومره پرې زیاتیږي چې د الله مقربې پرښتې دغه کتاب ته ورځي او هغه ګوري. او په دې ځای کې د دغه حقیقت تثبیت د ابرارو د کتاب په اړه یوه درنه، سپېڅلې او لوړه فضا رامنځته کوي. ځکه په هغه کتاب کې له شته ښو او ښایسته اعمالو او صفاتو بر سیره هغه د مقربو پرښتو د ورتګ، لیدو او خوند اخیستو ځای دی. او دا یوه شفافه او عزتمنه فضا ده چې د ابرارو د قدر او عزت له پاره ذکر کېږي.

ورپسې خپله د ابرارو حال ذکرکوي کوم چې د دغه عزتمن کتاب څښتنان دي، او هغه نعمتونه بیانوي چې په دغه ستره ورځ کې د دوی په برخه دي:

{ إن الأبرار لفي نعيم } . . د هغه جحیم په مقابل کې چې فجار ورته په پای کې ورځي . . { على الأرائك ينظرون } یعنې دوی د قدر او عزت په ځای کې دي، چېرته یې چې زړه غواړي هلته ګوري. داسې نه دي چې له شرمه سترګې نه شي غړوی او یا په کړاو اخته دي او بلې خوا کتی نه شي.

او دوی به پر تختونو له پاسه وي چې ښکلي او ښایسته، پاسته او نازکه پوښونه لري، د (شاه) او (ناوې) د تختونو په څېر، یا لکه نن سبا چې ښکلي او قیمتي تختونه او کوچونه دي. د دغه ډول تختونو بڼه د یو زیږه ژوند څښتن عربي ته د دنیا تر ټولو نعمتونو لوړ او په زړه پورې وه! پاتې شوه د هغو اخروي بڼه او صورت نو په هغو باندې یوازې الله پاک ښه خبر دی. په هر حال؛ هغه له ټولو هغو خیالاتو او تصوراتو لوړ دي کوم چې انسان په خپل زمکني ژوندانه کې د تجاربو له لارې پېژندلي دي!

هو! دوی په دغو نعمتونو کې آرام بدنونه او هوسا ارواوې اوسي او د رفاه او نعمت نښې نښانې یې پر مخ او نور بدن هر لیدونکی له ورایه ویني: { تعرف في وجوههم نضرة النعيم } . .

{ يسقون من رحيق مختوم ختامه مسك } . .
(رحیق) هغه سوچه او خالص شراب دي چې هېڅ بل شی ورسره نه وي ګډ او هېڅ ډول خیری ونه لري. او داچې سر بند دي او د مښکو مهر پرې لګېدلی دی نو معلومیږي چې مخکې تر مخکې په خپلو ظرفونو کې برابر شوي، بند شوي او مهر شوي دي چې د څښلو پر وخت به پرانستل کېږي.

او دا کار د نوموړو شرابو د ساتنې او هغو ته د ځانګړې پاملرنې روحيه څرګندوي، لکه څرنګه چې د مښکو مهر هغه نور هم په زړه پورې کوي او خوند یې ورزیاتوي! د شرابو دغه وصف او کیفیت انسانان یوازې د زمکنۍ پوهې او ادراک په کچه درک کوي، خو کله چې هلته جنت ته ولاړ شي نو بیا هلته د هغه ځای وړ او مناسب ذوقونه او مفاهیم خپلوي کوم چې د زمکې له محدود ماحول څخه لوړ او آزاد دي!

مخکې له دې چې د شرابو مواصفات په راتلونکو دوه آیتونو کې بشپړ شي: { ومزاجه من تسنيم عيناً يشرب بها المقربون } . . یعنې دغه سر بند شراب پرانستل کېږي او له دغې چینې څخه چې (تسنیم) نومیږي یو څه ورسره ګډیږي، هغه چینه چې له هغې څخه یوازې مقربین څښل کوي . . مخکې له دې چه دغه مواصفات بشپړ شي قرآن کریم دغه اشاره په دغسې پاملرنې سره پریږدي: { وفي ذلك فليتنافس المتنافسون } . . او دا یوه ډېره ژوره اشاره ده چې په ډېرو شیانو دلالت کوي.

دغه مطففین څوک چې په ناروا سره د خلکو مالونه خوري، د حساب او جزاء د ورځې حساب له ځان سره نه لري، بلکې د حساب او جزاء ورځ درواغ ګڼي، او په زړونو یې ګناهونو او معاصیو زنګ پرېښی دی.  دغه مطففین د زمکې د مال او متاع په یو پریوتي شي کې سره سیالي کوي، هر یو غواړي چې هغه ته له هغه بل څخه مخکې شي، او له هغه څخه زیاته برخه ترلاسه کړي. د همدې له پاره ظلم کوي، فجور کوي او ګناهونه کوي او د زمکې د دغې له منځه تلونکې متاع په ترلاسه کولو کې د نه منلو کارونه او جرایم سرته رسوي.

او اصلا خو په کار نه ده چې د دنیا په دغه واړه او پرېوتي شي کې سیالي وشي، سیالی خو په کار ده چې په هاغو نعمتونو او هاغه قدر او عزت کې وشي: { وفي ذلك فليتنافس المتنافسون } . . ځکه همدا هغه مطلب او غوښتنه ده چې د سیالۍ وړتیا لري، هاغه افق دی چې د مسابقې مستحق دی، او هاغه موخه ده چې هغې ته په رسېدو کې یو پر بل د برلاسي وړ ده.

هغوی چې د دنیوي شیانو په کوم شي باندې که څومره هم لوړ، ستر، غټ او لوی وي سره سیالي کوي په حقیقت کې په یو ډېر واړه، پرېوتي او ډېر ژر له منځه تلونکي شي باندې سره سیالي کوي. دنیا ټوله د الله پاک په وړاندې د غوماشي د وزره قدرې ارزښت هم نه لري. خو آخرت د الله په تله کې ډېر دروند دی. نو همدغه د دې وړتيا او حق لري چې د هغه په اړه سره سیالي وشي او یو له بله پرې مسابقه وشي.

جالبه داده چې د آخرت په اړه سیالي او مسابقه د ټولو سیالي کوونکو ارواوو ته لوړتیا او رفعت وربښي. په داسې حال کې چې د دنیوي شي په اړه سیالي او مسابقه ارواوې پرې باسې او ښکته یې غورزوي. په همدې توګه د آخرت د نعمتونو د ګټلو له پاره منډه ترړه زمکه رغوي، ابادوي یې او د ټولو له پاره یې سپېڅلې کوي او د دنیوي متاع له پاره هلې ځلې له زمکې څخه د ناروغیو هغه چټل ډنډ جوړوي چې چینجي په کې یو بل خوري او یا په کې حشرات او خزندې د پاکو او نېکانو خلکو پوستکي چيچي او وینې کوي يې!

د آخرت د نعمتونو په اړه هلې ځلې زمکه شاړه او وچ ډاګ نه پرېږدي هاغسې چې یو شمېر بې لاري او منحرفین یې تصور کوي. اسلام خو دنیا د آخرت کرونده ګرزوي، او د تقوا او صلاح په سیوري کې د زمکې د ودانۍ خلافت قائمول د رښتیني مؤمن دنده ګرزوي. په دې توګه چې د نوموړي خلافت مخ لوری به الله پاک وي او له هغه څخه به هغه عبادت جوړوي چې د ده د وجود هدف او مقصد متحقق کړي هغسې چې الله پاک ټاکلی دی، لکه چې فرمایي: { وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون }.

د الله پاک دا قول { وفي ذلك فليتنافس المتنافسون } . . هغه توجیه ده چې د زمکې د خلکو سترګې او زړونه د دغې وړې او کم ارزښتې زمکې له ټیکلي څخه هاخوا تړي په داسې حال کې چې دوی لا همدلته د زمکې په ابادۍ اخته دي او د خلافت چارې یې سنبالوي. د دوی سترګې او زړونه تر دغه بویناکه ډنډ څخه پورته لوړو او سپېڅلو افقونو ته ور اړوي په داسې وخت کې چې دوی لا همدلته د دغه بویناکه ډنډ په پاکۍ او تنظیف اخته دي!

د انسان عمر په دغې بیړنۍ دنیا کې محدود دی، په داسې حال کې چې په آخرت کې د انساني عمر پای او آخر یوازې الله پاک ته معلوم دی. د دې زمکې متاع په خپل ذات کې محدوده ده، په داسې حال کې چې د آخرت متاع د انساني تصوراتو په حدودو کې نشي ایسارېدای. په همدې توګه د دې دنیا د نعمتونو مستوی او کیفیت څرګند دی، او هلته د آخرت د نعمتونو مستوی او کیفیت هاغه ده چې د آخرت له خلود او تلپاتې توب سره ښایي! نو چېرې د دنیا ډګر او چېرې د آخرت ډګر؟ او چېرې د دنیا هدف او مقصد او چېرې د آخرت هدف او مقصد؟ آن د ګټې او تاوان په حساب باندې هاغسې چې بشر د ګټې او تاوان حساب پيژني؟!
نو ښه خبر اوسئ: سیالي او مسابقه د هاغه ځای له پاره . . { وفي ذلك فليتنافس المتنافسون } . .

داسې ښکاري چې سیاق د هغو ډول ډول نعمتونو خبره اوږده کړه چې د ابرارو او نېکانو انتظار کوي، څو د هغو تکلیفونو، مسخرو، تېریو او تورونو د یادونې له پاره تمهید شي چې په دنیا کې یې د فجارو له لاسه لیدلي وو . . او هغه خبره یې هم اوږده کړې څو یې په کافرانو باندې پر ملڼدو وهلو پای ته ورسوي په داسې حال کې چې دوی د ابرارو نعمتونو ته ګوري:
{ إن الذين أجرموا كانوا من الذين آمنوا يضحكون . وإذا مروا بهم يتغامزون .

وإذا انقلبوا إلى أهلهم انقلبوا فكهين . وإذا رأوهم قالوا : إن هؤلاء لضالون . . وما أرسلوا عليهم حافظين } . . { فاليوم الذين آمنوا من الكفار يضحكون ، على الأرائك ينظرون } . . { هل ثوّب الكفار ما كانوا يفعلون؟ }.

قرآن کریم چې په مؤمنانو باندې د مجرمینو د خندا او مسخرو کومې صحنې کاږي: له مؤمنانو سره د دوی بې ادبي، پر هغوی تېری او هغوی په بې لارې توب ستایل . . هغه صحنې دي چې د مکې په ټولنه کې له شته وو واقعیتونو څخه اخستل شوي دي. خو دغه صحنې په ګڼو نسلونو او ګڼو ټولنو کې تکراریږي.

ډېرو معاصرینو دغه صحنې لیدلي دي ته به وایې چې دغه آیتونه د همدغو صحنو په وصف کې نازل شوي دي. چې په دې دلالت کوي چې په ټولو ټولنو او زمانو کې د مجرمینو او فجارو طبیعت یو او د ابرارو په وړاندې یې دریځونه سره ورته دي!

{ إن الذين أجرموا كانوا من الذين آمنوا يضحكون } . . دوی وو . . سیاق بیړنۍ او له منځه تلونکې دنیا ټوله کړې ده. د آخرت له خلکو سره خبرې کوي چې د ایمان والاوو ابرارو نعمتونو ته ګوري او اوس ورته په دنیا کې د تېرو شویو کارونو یادونه کوي!
دوی به مؤمنانو پورې خندل. د استهزاء او مسخرو په ډول. د هغوی د بې وزلۍ او بدحالۍ له کبله، یا د دوی د کړاو له رد او مقابلې څخه د ناتوانۍ له پاره، او یاهم د ناپوهانو د بې عقلیو څخه د ځان لوړ ګڼلو په خاطر.

دې ټولو د دې مجرمینو خندا پاروله. دوی به مؤمنان د خپلو مسخرو او ناولو ټوکو لاندې نیول، هغوی ته به یې تکلیف او کړاو رساوه، او بیا به یې د هغوی پر کړاو او تکلیف باندې په ډېر وقاحت او بې شرمۍ سره خندل. او هغوی به په صبر او زغم د مؤمنانو د ادب په خپلولو سره ځانونه ورسره نه برابرول!

{ وإذا مروا بهم يتغامزون } . . ځینو به ځینو نورو ته سترګکونه وهل، یا به یې په لاسو اشارې کولې، او یا به یې کوم بل حرکت سرته رساوه چې د دوی ترمنځ به د مسلمانانو د مسخرو لپاره معروف وو. او دا یو پرېوتی او کمزوری حرکت ؤ چې د دوی بې ادبي او بې تهذیبي یې څرګندوله. د دې له پاره څو د مؤمنانو زړونه مات کړي او هغوی خجالت او وارخطا کړي،او دغه دون همته پرېوتي خلک پرې مسخرې کوي او سترګکونه وهي!

{ وإذا انقلبوا إلى أهلهم } وروسته له هغه چې خپل واړه او کرغیړن نفسونه به یې مؤمنانو پورې په ټوکو او مسخرو او هغوی ته په تکلیف رسولو ډک کړل . . { انقلبوا فكهين } . . له خپلو ځانونو راضي او په خپلو کړنو خوښمن، او په دغه ووړ او پرېوتي شر باندې خوند اخستونکي. نه یې ځانونه ملامت کړل، نه پښېمانه شول او نه یې د خپلې کړنې او عمل سپکتیا او ناولتیا احساس کړه. او دا د نفس هغه وروستی حد سپکوالی او د ضمیر وروستۍ حد مړینه ده!

{ وإذا رأوهم قالوا : إن هؤلاء لضالون } ! دا تر ټولو عجیبه ده.  هو! له دې بله جالبه خبره نشته چې بدکاره او مجرم خلک د هدایت او ضلال خبرې کوي، او چې کله مؤمنان ویني نو وايي چې مؤمنان بې لارې دي، هغوی ته په اشارې کولو او په دغه وصف باندې په ټینګار کولو سره د هغوی تشهیر او تحقیر غواړي: { إن هؤلاء لضالون! } . .

فجور او بدکاري پولې نه لري، نه له کومې خبرې حیاء ورزي او نه له کوم کار څخه شرم او د ملامتیا احساس کوي. د مجرمو فاجرانو له خوا مؤمنان تورنول چې دوی بې لارې دی فجور په خپل طبیعت کې انځوروي چې له ټولو پولو او حدودو څخه تېري او تجاوز ته وایي!

قرآن کریم دلته د مؤمنانو لخوا جګړه پر مخ نه بیایي او نه پر هغوی باندې د دغه تور څېړنه کوي، ځکه هغه یوه دروغجنه او فاجره خبره ده د څېړنې او شننې وړتیا نلري. قرآن کریم دلته په ډېره لوړه کچه هغه خلک مسخره کوي چې هغه ځای کې ککرې ښوروي چې هغه د دوی کار او د دوی تخصص ندی، او په طفولي توګه نابللي په دې کار ورګډیږي:

{ وما أرسلوا عليهم حافظين } . . دوی د مؤمنانو په چارو ندي ګومارل شوي،او د هغوی څارونکي ندي ټاکل شوي، او نه د دې دنده ورکړل شوې څو هغوی وتلي او حالت یې وارزوي! له دغې ارزونې او دغې ستاینې سره د دوی څه کار! په دغې لوړې کچې تمسخر سره په دنیا کې د دغو مجرمینو کیسه پای ته رسوي . . څه چې هلته شوي وو . . او دغه صحنه چې تېره شوې او پای ته رسېدلې ټولوي څو حاضره صحنه وړاندې کړي هلته چې مؤمنان په نعمتونو کې دي:
{ فاليوم الذين آمنوا من الكفار يضحكون . على الأرائك ينظرون } . .

نن ورځ په داسې حال کې چې کافران له خپل پالونکي رب څخه ایسار او بند دی، د هغې پنا او حجاب درد څکي چې انسانیت یې ور سره له منځه تللی، نو جهنم ته ورننوزي، له یوې نړۍ رټنو او سپکولو سره هاغسې چې ورته ویل کېږي: { هذا الذي كنتم به تكذبون }.

نن ورځ، او چې مؤمنان پر تختونو ناست هر لورته نندارې کوي، په هغو تلپاتې نعمتونو کې، په داسې حال کې چې هغوی له تسنیم سره ګډ شوي او په مښکو مهر لاک شوي شراب په سر اړوي . . نو نن ورځ . . مؤمنان په کافرانو پورې خاندې . .
قرآن کریم یو ځل بیا په لوړې کچې تمسخر سره دوی ته مخه کوي او پوښتي:

{ هل ثوّب الكفار ما كانوا يفعلون؟ } .
بلې! آیا دوی ته بدله ورکړل شوه؟ آیا دوی د خپلو کړو (ثواب) وموند؟ په داسې حال کې چې د (ثواب) د لفظ هغه معروف ثواب یې ندی ترلاسه کړی. ځکه مونږ یې اوس اوس په جهنم کې ګورو! خو پرته له شک څخه د خپلو کړو وړو له بدلې سره مخ شوي دي، بیا خو یې نو همدغه ثواب دی. او په دغه ځای کې د (ثواب) په کلمه کې دوی پورې څومره پټه خندا پرته ده!

دلته د دغې صحنې په وړاندې یوه لحظه تم کیږو، هغه چې قرآن کریم یې د منظرونو او حرکتونو وړاندې کول او بیانول اوږدوي، په دنیا کې پر مؤمنانو پورې د مجرمانو د خندا او مسخرو صحنه. لکه تر دې دمخه یې چې د ابرارو د نعمتونو صحنه او د هغې د منظرونو او خوښیو عرض او وړاندې کول اوږده کړي وو.

نو ګورو چې دغه اوږدول د تأثیر او اغیزې له اړخه په تعبیري اداء کې خورا یو لوړ فن دی، لکه څرنګه چې هغه د ذهنیت، احساس او شعور په علاج کې یو لوړ فن دی. په مکه کې لږکيو مسلمانانو د مشرکینو له تکلیفونو او ضررونو څخه هغه څه لیدل چې په بشري نفس کې بې درېغه او ژوره اغیزه پرېږدي. او پالونکي رب خو یې بې مرستې نه پرېږدي، د هغوی پښې به ټینګوي، غم او خپګان به ترې لرې کوي، او ډاډ او تسل به ورکوي.

د مشرکینو په لاس د هغوی د دردونو دغه انځور په حقیقت کې د هغوی په زړونو باندې د مرهم پټۍ ایښودل دي. څوک چې د دوی دغه دردونه بیانوي هغه د دوی رب او پالونکی دی، هغه یې ویني، او هغه له هغو څخه نه غافل کېږي که څه هم کافرانو ته څه موده مهلت ورکوي. یوازې همدغه د مؤمن زړه له پاره کافي ده او د هغه دردونه او ټپونه هواروي.

الله پاک ګوري چې مسخره کوونکي څه ډول پر مؤمنانو باندې ټوکې او مسخرې کوي، او مجرمان څه ډول هغوی کړوي، او خوند اخیستونکي څه ډول د دوی له دردونو او ټپونو څخه خوند اخلي. او داچې څه ډول دغه پرېوتي خلک د ملامتیا احساس نه کوي او پښېمانه کېږي نه! هو؛ د دوی پالونکی رب دغه هر څه ویني، او په خپل کتاب کې یې بیانوي، بنا پر دې هغه داسې یو شی دي چې د الله پاک په تله کې ځای لري او حسابوي یې او همدا کافي ده! هو؛ دا کافي ده، کله چې مؤمن زړونه دغه څه احساسوي که څه هم خپله ټپي او دردمن دي.

بیا د دوی پالونکی رب په دغو مجرمانو په ډېره لوړه او اوچته کچه تمسخر کوي چې په هغه کې دردوونکې اشاره ده چې کېدای شي د دې مجرمینو مسخ شوي زړونه چې د ګناهونو پرېړ زنګ پوښلي دي حس نکړي، خو د مؤمنانو بیدار او هوښیار زړونه یې احساسوي او ارزښت ورکوي، پرې ډاډمن کېږي او راحت مومي!

بیا دغه مؤمن زړونه د خپل رب په وړاندې خپل حال ګوري، په جنتونو کې خپل نعمتونه ویني، او په لوړ عالم کې خپل عزت او کرامت. په داسې وخت کې چې ورسره د خپلو دښمنانو حالت او لوړ عالم کې د هغوی سپکوالی او په جهنم کې د هغوی عذاب د هغوی له سپکوالي او اهانت سره ګوري . . دا او هاغه حالتونه په پوره تفصیل او اوږدوالي سره ګوري.

هغوی خپل دغه حالت احساسوي او د یقیني واقعیت په توګه یې څکي. او پرته له شک څخه دغه احساس د تکلیفونو، تمسخر، لږوالی او کمزورتیا هغه درد او تریخوالی له منځه وړي چې دوی په کې پراته دي. او په ځینو زړونو کې لا دغه درد او تریخوالی بالفعل په راحت او خوږوالي بدلیږي، کله چې هغه دغه صحنې په دغه مهربانه وینا کې ګوري!

هغه څه چې تر سترګو کېږي هغه داده چې د مجرمینو د پرېوتو وسایلو په بې درېغو کړاوونو او لئیمانه تمسخر سره دردمنو او کړیدونکو مؤمنانو ته یوازې همدغه هغه الهي ډاډ او تسل ؤ . . د مؤمنانو له پاره جنت او د کافرانو له پاره دوزخ او د دنیا او آخرت تر منځ د حالتونو بشپړ بدلون . . همدا یوازینی هغه څه ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له ده سره بیعت کوونکو ته د هغه وعده ورکوله، کله به چې هغوی خپل مالونه او سرونه ښندل!

پاتې شو په دنیا کې بری او نصرت او په زمکه کې غلبه او برلاسی نو هېڅکله په مکي قرآن کې د مؤمنانو د ثبات او غم لرې کېدو له پاره ندي یاد شوي.

قرآن کریم به زړونه رامنځته کول او هغه به یې د ستر امانت په غاړه اخیستو ته چمتو کول. دغه زړونه باید د قوت، محکمتیا او اخلاص پدې حد کې وای چې هر څه یې ښندلی او هر څه یې زغملی خو د زمکې په سر یې هېڅ شي ته سترګې نه نیولی، هغوی باید له آخرت پرته بل څه ته انتظار نه درلودی او د الله پاک له رضا او خوښۍ پرته یې بله هیله نه لرلی.

داسې زړونه چې چمتو وو د زمکې پر سر د اوده سفر په ستړیاوو، کړاوونو، محرومیتونو، عذابونو، قربانیو او زغمونو تر سره کړي پرته له دې چې په دې نږدې دنیا کې کومه بدله ولري، که څه هم دغه بدله دې د دعوت بریالیتوب اوسي!

تردې چې هغه زړونه رامنځته شول چې په دې ښه پوهېدل چې د زمکې په سر په دې سفر کې یې هېڅ شی نشته پرته له دې چې بلا عوضه ورکړه ولري، او یوازې آخرت ته د بدلې اخیستو او د حق او باطل تر منځ پرېکړې او فیصلې ته انتظار وکړي . . تر دې چې دغه زړونه را منځته شول، او الله پاک په هغه څه کې چې دوی پرې عهد او بیعت کړی ؤ د هغوی د نیت رښتینولي ولیده، او هغو ته یې په زمکه کې نصرت او بری ور په برخه کړ، او په هغه یې امینان وګرځول، نه د دوی د ځانونو او نفسونو له پاره، بلکې د دې له پاره څو د الهي منهج او تګلارې د پلې کېدو امانت په اوږو کړي، په داسې حال کې چې دوی د دغه امانت اهل دي، له هغه وخت راهیسې چې په دنیا کې د هېڅ ډول ګټې او غنیمت د ترلاسه کېدو وعده ورسره نه وه شوې، او هېڅ ډول مصلحت ته یې سترګې نه وې نیولې چې هغه به ورکول کېږي. په رښتیا چې هغه الله پاک ته خالص او ځانته شوي وو کله یې چې ځانته پرته د هغه له رضا او خوښې بله بدله نه پېژندله!

او ټول هغه آیتونه چې په هغو کې په دنیا کې د بري او نصرت یادونه شوې هغه ټول په مدینه منوره کې نازل شوي دي، ډېر وروسته، هو! وروسته له دې چې دنیوي نصرت او بری د مؤمنانو له پلان او برنامې او د هغوی له هیلو او انتظار څخه بهر ؤ، نصرت او بری ذاتا او مستقلا راغی ځکه د الله پاک ارادې غوښتي وو چې دغه منهج او تګلاره دې په انساني ژوندانه کې واقعیت ولري چې هغه په ټاکلې عملي بڼه تثبیت او ټینګ کړي چې نسلونه یې ویني. هغه د مؤمنانو د ستړیاوو، ستومانیو، سرښندنو او دردونو بدله نه وه، بلکې هغه د الله پاک مستقل تقدیر ؤ چې تر شاه یې ځانګړی حکمت ؤ د کوم د لیدلو چې اوس هڅه او کوښښ کوو او ورته لیواله یو!

ژباړه او لنډیز: محمد مزمل اسلامي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب