که له سرطان څخه ویریږئ نو دغو عادتونو خپلولو کې ځنډ مه کوئ

که له سرطان څخه ویریږئ نو دغو عادتونو خپلولو کې ځنډ مه کوئ

سرطان په نړۍ کې یو له مهلکو ناروغیو څخه دی چې یوازې د ګوتو په شمیر کسان ترې ژوندی پاتې کیږي او بې شمیره ډولونه لري. د نوو څیړنو پر بنسټ یوازې د سینې سرطان ۱۴ ډولونه شتون لري چې د هر یو کس ناروغي له بل سره توپیر لري چې له همدې امله د سرطان درملنه ځانګړې پاملرنه او وخت ته اړتیا لري. د الله (جل جلاله) په فضل سره ځینې داسې عادتونه او خواړه هم شتون لري چې انسان له دغې مهلکې ناروغۍ څخه لرې ساتلی شي.

روغتیايي کارپوهانو وايي چې کله چې د بدن توازن له منځه لاړ شي نو سرطان هم خپل فعالیت پیلوي. ناوړه او مضر خواړه، ورزش نه کول، منفي فکرونه، احساسات او چاپیریال کې شته زهري مرکبات د سرطان له مهمو لاملونو څخه دي او دغو عواملو ته ځانګړې پاملرنې کولو سره تر ډیره د سرطان د مهلکې ناروغۍ مخه نیولی شئ.

دلته مو له ځینو هغو عادي او ګټورو عادتونو سره اشنا کوو چې کولی شي انسان د سرطان له ناروغۍ څخه د الله (جل جلاله) په فضل او مهربانۍ لرې وساتي:

مناسب خواړه
خپل خواړه ته ځانګړی پاملرنه وکړئ ځکه چې خواړه کې د بدن د اړتیا وړ ټول ویټامینونه، ګټور مواد او معدنیات شتون لري. نامناسب او مضر خواړه په اوږدمهاله کې ستاسې روغتیا او ژوند له ګواښ سره مخ کوي. که د خوړو له کوم څیز سره په معمولي ډول هم حساسیت لرئ نو ژر تر ژره يي استعمال بند کړئ، تمباکو او نور حرام توکي مصروفول پریږدئ ځکه چې څیړنو ثابته کړې چې د سرطان ناروغۍ او د انسان عادتونه سره ډیرې ژورې اړیکې لري.

مناسب خوب
نوو څیړنو ثابته کړې چې د خوب کموالی د زړه د ناروغیو، ذهني ستونزو او شکر د ناروغیو لامل ګرځي. د خوب کموالی د بدن مهم کارتیسول نومې هورمون کموي. کارټیسول د بدن دفاعي نظام لپاره ډیر زیات مهم وي او د دغې هورمون کموالی د جسمي او روحي فشارونو لامل ګرځي چې دغه فشارونه د بدن نور غړي اغیزمنوي او سرطان ته د خپریدو تر ټولو غوره فرصت په لاس ورکوي.

هره ورځ ورزش کول
په ورځنی ډول نیم ساعت ورزش د انسان په جسمي، ذهني او روحیاتي روغتیا ډیر مثبت اغیز لري. ورزش په ذهن کې د سکون او ارامتیا داسې مرکبات تولیدول پیلوي چې انسان خوشحاله ساتلو کې مرسته کوي او د بدن په نورو ټولو غړو ډیر پیاوړی مثبت اثر کوي. ورزش د سرطان مهلکې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو تر ټولو اسانه، ارزانه او غوره لار ګڼل کیږي. د سرطان څخه مخنیو لپاره باید هره ورځ ورزش کول خپل عادت وګرځوئ.

د ژور خپګان کنټرولول
له ژور خپګان څخه ځان وژغورئ ځکه چې ذهني فشار د بدن په ټولو غړو او فعالیتونو له اندازې زیات ناوړه اغیز کوي او په دې ډول د سرطان د مهلکې ناروغۍ لامل ګرځي. نو د همدې لپاره مثبت فکر وکړئ او له ژور خپګان څخه ځان ساتلو کوښښ وکړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب