زړې ښځې به جنت ته نه ځي؟!

حضرت أنس رضي الله عنه فرمايې: یو ځل یوې زړې مېرمنې له پیغمبر أکرم حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نه د دعاء کولو غوښتنه وکړه چې الله جل جلاله جنت ورته په برخه کړي ، حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم ورته وفرمائل : «لاٰ تَدْخُلُ الْجَنّةَ عَجُوزٌ»  (رواه الترمذي في الشمائل)  یعنې هیڅ یوه بوډۍ مېرمن به جنت ته لاړه نه شي”.

د لمانځه وخت شو ، حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم لمانځه ته ستون شو ، بوډۍ ډیره خواشینې شوه او په ژړا یې لاس پورې کړ، تردې چي بېرته رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تشریف راوړ ، عائشه صدیقه رضي الله عنها ورته وایې : یا رسول الله ! صلی الله علیه وآله وسلم دا ښځه ستا د وینا له أمله تر اوسه ژاړي او پوښتنه کوي ، چي “ولې به زړې مېرمنې جنت ته داخلې نه شي”؟!

د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وآله وسلم وخندل او ویې ویل : هو ! هيڅ سپین سري به جنت ته نه ځي (یعني خداي متعال به یې ځوانه کړي بیابه جنت ته ځي) بیایې وفرمائل : ولي تا د الله جل جلاله ارشاد نه دی لوستلی چې : ﴿ إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاء فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا عُرُبًا أَتْرَابًا ﴾ [الواقعة: ۳۵ـ۳۶].

ژباړه : او بې شکه ښځې موږ په خاص ډول جوړې کړې، یعنې داسي مو جوړې کړې دي چي هغوي ځوانانې ، محبوبې او همزولې وي (نو چې کله یې ځوانې او همزولې کړي بیا به یې جنت ته داخلوي).

(په پاخه عمر کې مړه شوي ټول خلک به لومړي ځوانان او بیا جنت ته داخل کړای شي).

زموږ د محبوب محمد عربي صلی الله علیه وآله وسلم خوش طبعي یا مزاح داسي وو.

(مأخذ : تحفة الأحوذي ، للمبارکفوري جــ۶ صـ ۱۰۸)

ليکوال: أبوالزین «حکیم الله صابر» الحنفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب