د ذي امر غزا

 

د ذي امر غزا د احد له غزا څخه مخکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشري د هجرت په دریم کال د محرم په میاشت کي پيښه شوله .

ددي غزا انګیزه دا وا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کي خبر تر لاس کړ چي چي د بني ثعلبه د قبلي خلګ را ټول شوي تر څو د مدیني منوري په شا اوخوا کي لوټمار وکړي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان سره را ټول کړل او د څلور سوه تنو پياده او سپرو مجاهدینو سره له مدیني منوري څخه ووتلو ، په مدینه کي يي حضرت عثمان بن عفان رضي الله تعالی عنه د ځای ناستي په حیث پریښود .

کله چي دوی له مدیني منوري څخه لیږ څه د باندي ووتل د جبار په نوم يي د بني ثعلبه د قبیلي یو نفر اسیر کړ ، صحابه کرامو رضوان الله علیهم هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راوست  ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د اسلام دعوت ورکړ هغه هم اسلام قبول کړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نوموړی کس بلال رضی الله تعالی عنه ته وسپاره ، هغه کس هم د اسلام د لښکر د رهنمايي دنده پر غاړه واخستله .

د بن ثعلبه قبیلي جنګیالیو چي د رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم د لښکر د راتګ خبر واوریده د غرونو په لور وتښیتدل او هلته سره تیت شول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل لښکر سره د دښمن د را ټولیدلو ځای ته ورسیدلو ، دوی د ذي امر په نوم د څاه په شا او خوا کي سره را ټول شوي وو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د صفر تقریبا ټوله میاشت هلته تیره کړله تر څو د منطقي عربان د مسلمانانو قوت او نظامي ځواک وویني او ویره باندي خپره شي .

دي غزا کي اګر که کومه نښته را منځ ته نه شوله خو مسلمانانو ته يي ډيره ګټه ورسوله د مسلمانانو د ځواک او لښکر کشي اوازه په ټولو عربانو کي خپره شوله .

شفیق احمد ریان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب