د تسبیح لمونځ

 احاديثو كې ددى مونځ ډير فضائل بيان شوي دي حديث كې راغلى دي چې الله تعا لٰى( جل جلا له) دى مونځ سره دانسان مخكينى ، وروستنى ،نوى ، زړى ، هيرى او ارادى سره و…ړى اولوى پټى او ښكاره ټول ګناهونه بښى .
په حديث شريف كې راغلى دي چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) خپل تره حضرت عباس رضي الله عنه ته وفرمايل كه كولاى شى دا مونځ ( تسبيح ) هره ورځ ادا كوه او كه نه شى كولاى نو هره مياشت كې يوځل او كه داهم نه شى كولاى نو په كال كې يوځل او كه دا هم نه شى كولاى نو په عمر كې يوځل ادا كړه .

د مونځ ترتيب : ددى مونځ اداكولوترتيب دادى !
دڅلور ركعاتونفل مونځ نيت دى وتړي بيا به ثنا (سبحٰنك اللهم) دى ولولى ددى نه پس دى(۱۵) پنځلس ځلى ( سبحان اللَِه وَالحمدّ لله ولا اله الا الله والله اكبر) ولولى بيا به (اعوذباالله،بسم الله ، سورۀ فاتحه اويو سورت لوستولو نه وروسته (۱۰) لس ځله دغه تسبيح ولولى بيا دى ركوع وكړي او ركوع كې دى (۱۰) لس ځله دغه تسبيح ولولى دركوع نه دسراوچتولوسره( قومه) كې د(سمع الله لمن حمده) نه پس دى (۱۰) لس ځله دغه تسبيح ولولى بيابه سجدى ته لا ړشي په سجده كې دى (۱۰) لس ځله دغه تسبيح ولولى بيا دى سجدى نه پاسيدو سره ناسته ( جلسه) كې (۱۰)لس ځله دغه تسبيح ولولى په دوهمه سجده كې دى هم (۱۰)لس ځله دغه تسبيح ولولى ددوهمى سجدى كولوڅخه وروسته به دوهم ركعت ته لا ړ شي په دوهم ركعت كې د (بسم الله ) څخه وروسته به دغه تسبيح (۱۵) پنځلس ځله ولولى چې هرركعت كې ټول (۷۵) پنڅه اويا ځله ولولى چې څلورو ركعتوكې (۳۰۰) درى سوه ځله برابرشي .

دتسبيح مونځ وخت : دامونځ د مكروه وخت نه علاوه كله چې ووغواړى كولاى شي.بهتره وختونه دماسپښين او د جمعى مونځونونه مخكې دي

فضا ئل :الحاج سعد الله قاضي

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب