د یو ډاکټر لپاره ضروري لارښووني

1) ډاکټر یا معالج باید له هر څه د مخه د ښو او پاکو اخلاقو خاوند وي. د ناروغانو سره ډیر نیک او نرم چلند وکړي او داسی الفاظ او رویه خپله نه کړي. چه د ناروغ د خواشینی او خپګان سبب شي.
2) ډاکټر یا معالج باید پخپل فن او دنده پوره لاس بر وي او معلومات ولري. د خپل کار په بهیر کې وارخطا او ناامیده نه شي او د ناروغ د ژوند تر وروستیو لحظو پوري دهغه له درملنې او همکاري لاس وانخلي.
3) ډاکټر یا معالج باید پاک او سوتره ژوند غوره کړي او د نورو ته هم د پاک او سوتره ژوند توصیه وکړي. له کبر، لويۍ، او غرور څخه ځان وساتي، حیادار، ایماندار. او مخلص واوسي.
4) ډاکټر یا معالج باید ناروغ ته همیشه تسلي ورکړی. او هغه تلقین کړي چې ستا رنځ یا ناروغي د درملني وړ دی انشاالله تکلیف به دي په لنډه موده کي رفع شي. دوا پخپل وخت استعمال کړه د پرهیز او خوراک خیال ساته او هیڅ تشویش به نه کوي.
5) ډاکټر یا معالج باید هیڅکله یو ناروغ سرسري نظر او بي اهمیته مه ګڼي. ځکه کوم ناروغ چه ستاسي کلینک ته درځي یا تاسي ورسره مخ کیږی. هغه ختماَ تکلیف لري او ستاسي مرستي ته اړتیا لري. نو هغه په پوره ډول معاینه کړي او د هغي څخه د رنځ په باره کي معلومات واخلی او بیا ورته لازمه دوا توصیه کړي.
6) ډاکټر یا معالج باید کوشش وکړي د ښه کمپنیو درمل غوره کړي. د خپلي اقتصادي ګټی او تاوان خیال مه ساتي او د دوا ارزاني ته مه ګوري دا کار هم تاسي او هم ناروغ ته زیان رسوي. ځکه که ستاسي په توصیه شوي ارزانه او بی اعتباره دوا کي ناروغ روغ نشی نو ستاسی اعتبار او شهرت ته صدمه رسیږي. ځکه چه پداسی دواګانو د ناروغ صحت نه ښه کیږی.
7) ډاکټر یا معالج د نسخي د لیکلو پر مهال د ناروغ اقتصادي حالت باید په نظر کي ونیسی. د یو غریب ناروغ لپاره ډیره قیمتي او اضافه دوا مه ورکوي ځکه چه هغه د خپل مجبوریت له مخي داسی دوا نه شي اخیستي او رنځ به یی بی اعلاجه پاتی وي. حالت به یی خراب شي باید هغه ته موثره ارزانه دوا تجویز کړي. چه د اخیستلو توان یی ولري.
8) ډاکټر یا معالج باید همیشه له ناروغ سره په خندا او پراخه ټنډه راشه درشه وکړي او که ناروغ پیژني په اداب سره یی نوم واخلي د هغه د خپلوانو او دوستانو پوښتنه تري وکړي. په داسی کولو سره د هغه مینه او محبت او اعتماد زیاتیږی.
9) ډاکټر یا معالج باید همیشه د الله تعالي شکرګذار اوسي. تقوي او پرهیزګاري خپل عبادت وګرځوي او د خدمت په اراده له ناروغ سره مرسته کوی دې سره به هم ثواب حاصل کړی او هم به د احترام خاوندان شی.
ډاکټر پرویز صمدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب