سټيفن کینګ د لیکوالۍ په اړه درته وايي

۱-  د لیکلو پر مهال،  له نورو سره اړیکې پرېږدئ

لیکل باید کاملاً یو ځانګړی او یوازې په تاسې پورې اړوند کار وي. هغه ځای کې چې تاسې لیکل کوئ، له کاري مېزه نیولې، تر وازې کړکۍ او ان تر موبایله چې تاسې ته مزاحمت کوي، باید له ځانه لرې کړئ. سټیفن کینګ وايي: «کله چې دروازه تړلې وي، لیکل وکړئ، کله چې دروازه خلاصه وي، لیکل مه کوئ».

که مو نوې لیکوالي شروع کړې وي او نورو ته یې له ښودلو وېرېږئ، ښه ده چې لومړیو کې مو لیکنې له ځان سره وساتئ. د کینګ په خبره، «لومړیو کې مو لیکنې خامې وي،  دا وخت هغه څه چې ما ته د خوښې وړ دي، د بندو دروازو تر شا لیکل دي. ځکه داستان یا هغه څه چې تاسې لیکلي، هغه پر تن د جرابو او شلوار په څېر څه نه لري چې له نورو یې اصله بڼه پټه شي.»

۲-  په لیکوالۍ کې ځان ښودنه مه کوئ

د لیکو پر مهال یوه بده بلا چې تاسې به یې د ځان لپاره پيداکړی دا ده، چې له سختو او پېچلو کلمو څخه استفاده کوی یا دې د همدغو کلمو په لټه کې یاستی. دا خبره کینګ کوي او وايي چې دا کار داسې دی لکه په غره پورته اوبه خېژول، چې نه اوبه خېژي او نه هم خېژوونکی له خپل کاره اوړي.

همغسې لکه چې یوه مشهور سوداګر خپلو کارکوونکو ته په خپلو یاداښتونو کې لیکلي دي: «هېڅکله له تخصصي کلماتو لکه، فرمالېزم، اګزیستالېزم، سوسیالېزم او…..  مه کاروئ. دا د ځان ښودنې او پر ځان د ختمونې یوه نښه ده».

سربېره پر دې، تر هغې چې اړتیا نه وي، لیکنښه او سمبول مه کاروئ. سټيفن کینګ ليکي: «لیکنښې د لیک د مفهوم د رسولو او غني کولو لپاره پکارېږي، نه د سختوالي او  ځان ښودنې لپاره».

۳- له ډېرو قیدونو او اوږدو پروګراپونو ډډه وکړئ

همدارنګه لکه کینګ چې د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې لیکي: «قیدونه ستاسې ملګري نه دي». نوموړی وايي: «د جهنم لاره پر قیدونو پوښلې ده». هغه د قیدونو ډېر کارول له هغو وښو سره تشبیه کوي، چې چمن خرابوي.

تاسې باید د لیکلو پر مهال پراګراپونو ته توجه وکړئ، داسې چې جملې مو خپلو کې سره همغږې وي. کینګ وايي: «دا چې پروګراپونه باید څنګه وي، تقریباً د هغو مطالبو په شان چې بیانوي یې، مهم دي».

۴-  په داستان کې د خپلې ژبې له کارولو ډډه وکړئ

د کینګ په خبره، لومړی د یوې کیسې اهمیته ارزښت ورکړئ او بیا وروسته د داستان د ژبې مراعاتول په نظر کې ولرئ. نوموړی وايي: «لازمه نه ده چې همېشه  د یوه داستان ژبه پاکه او بې عیبه وي، د داستان له ژبې د ژبې د اصولو رعایتول مطلب نه دي، بلکې هدف د داستان جذابیت او وروسته د هغه د نقل کولو طرز دی».

۵- لیکل مو ځانګړي کړئ

یوه موضوع دومره مهمه نه ده، لکه د لیکلو له لارې نورو ته د هغې رسول چې مهم دي. هغه څه چې غواړی نورو ته یې ورسوی، باید اول یې له ځان سره په ذهن کې جوړ کړئ او وروسته یې بیا د کاغذ پر مخ ولیکئ. کینګ وايي، تاسې باید هغه څه چې نورو ته یې رسول غواړی، په داسې شکل سره ولیکئ چې نورو کې د تحرک لامل شي. یا لږترلږه هغوی ته یو ټکان ورکړي.

نورو ته د مطلب ښه رسولو هنر، د ویلو او لیکلو له لارې د مطلب واضح بیانول دي. د لیکلو پر مهال له ژوندیو بېلګو او ساده کلمو استفاده وکړئ، څو مو لوستونکي د مطلب له لوستلو ستړي نه شي.

کینګ وايي: «هغه وخت لوستونکی کتاب له لاسونو غورځوي، کله چې د کتاب متن ورته ستړی او خسته کوونکی شي».  ډېر وخت دا ستړیا هغه وخت رامنځته کېږي چې لیکوال د ځان په توصیف پورې محدود پاتې شي او د موضوع جذابیت له پامه وغورځوي.

ژباړه: امان الله«حنیفي»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب