د کیوي مهمې ګټې

د کیوي اصلي وطن چین دی، دا ميوه هګۍ ته ورته ده، له ۵-۸ سانتي مترو اوږدوالی لري، پوستکی یې قهويي، مینځ یې سپین رنګه زرغون دی.

ډاکټران هغو خلکو ته په ټینګار سره وايي چې د کیوي جوس یا خوړل ورته خوند نه ورکوي، باید کیوي وخوري، ځکه دا یې له بیلابیلو ناروغیو ژغورلی شي.

دلته په افغانستان کې ډیر خلک د کیوي له خوراک سره نه دي اشنا، نو ځکه یې ځینو ته دا رنګ هم خوند نه ورکوي او چې خوري یې هم په مزه یې نه خوري.

خو ځیني خلک شته چې بیا کیوي داسې خوري لکه څو ورځې یې چې ډوډۍ نه وي خوړلی.

په هر حال بس دا ګټې یې ولولئ او نور پرې د خوراک بریک مه نیسئ:

your ads

۱- کیوي د زړه ساتنه او سرطان مخییوی کوي

د روغتیایي څیړنې له مخې کیوي د معدني، مغذي او د ویټامینونو شتمنه میوه ده. دا میوه د پام وړ ویټامین A، C او E لري. ويټامين سي يو حلال آنټي اكسیدان دى چې بدن د زړه ناروغۍ ، چاقي او سرطان څخه ساتي.

۲- د سابندۍ لپاره تر ټولو ښه خواړه دي

سابندۍ یوه پراخه او جدي ناروغۍ ده. په بدن کې د الرجونو د نفوذ له امله رامنځته کیږي. هغه خلک چې له دې ناروغۍ سره مخ دي ورته په کار ده چې کیوي وخوري.

۳- د سترګو لید تقویه کوي

په انسانانو کې د سترګو ناروغۍ بیلابیل لاملونه لري، خو که غواړي چې د سترکو درد نه خلاص او سترګو دید یا لید مو قوي وي نو د کیوي خوړل مه هیروئ.

۴- د ژور خفګان مخه نیسي

ژور خفګان يا ډيپرېشن يوه روحي ناروغي ده چې په ټوله نړۍ او په خاص ډول زمونږ په هېواد کې ډېره زياته ليدل کېږي. روغتيا پالان دا ناروغانو ته د کیوي په خوړولو ټنګار کوي.

کیوي ګڼو نور ګټو ترڅنګ، په بدن کې اضافي غوړ یا وازګو، شکر، د کولمو سرطان او په وینه کې کولیسټرول په کمولو کې مهم رول لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب