د میوند جګړه او دملالۍ ناره

د ميوند غزا په ١٨٨٠ کې د کندهار د ميوند په ولسوالي کي پېښه سوه٠ انګريز پوځ دنومبر پر ٢١ دډونالډ سټوراټ په مشري پښين ته داخل سول او په ١٨٨٠ کال د اپريل په لوم ړي نېټه يې اعلان وکړ چي کندهار له افغانستان څخه جلا سو او شيرعلي د مهردل خان زوی يې خپل ګوډاګی والي وټاکی٠ په١٨٨٠ کال د جون په مياشت کي علماوو غازي ايوب خان په خپله ګډه فتواسره خپل امير وټاکی او دده په نامه سکه ووهل سوه اوخطبه ولوستل سوه٠ دميوندجګړه د همدې کال دجولای پر ٢٧ نېټه باندي ونښتل، په دې جګړه کي ١٣٠٠٠ انګريزي پوځيان مړه او يو جګړن د مک لاين په نامه باندي ژوندی ونيول سو٠ په ميوند کي دانګريزانو د ٦٦ نمبر کنډک څه د پاسه ټول سرتيري مړه او يو تن يې په تيښته بريالی سواو په دې جګړه کي دافغان شهيدانو شمېر څه دپاسه ٧٠٠ تنه وو٠ او بيا هم په ١٨٨٠ کي انګريزانو پر غازي ايوب خان باندي بريد وکړ چي له مقاومت سره سره ايوب خان شاتګ ته اړ سواو داميرعبدالرحمن خان په خيانت ايوب خان کندهار او هرات دلاسه ورکړل او ايران ته ولاړی٠ په ١٨٨٧ کي ايرانيانوايوب خان د انګريزو کونسل ته وسپاري چي بيا د تل د پاره په راولپنډی کي پاته سو،اونوموړی غازي په ١٩١٤ کي وفات اودده دوصيت سره سم په پيښور کي خاورو ته وسپارل سو٠ په دوهمه جګړه کي ١٤٠ زرو انګريزي پوځيانو برخه درلودل چي بيا يې هم ٣٠٠ پوځيان مړه   ا و څه دپاسه ٤٠ ميلونه پونډه مالي زېان ورورسيدی چي په دې ډول د ميوند غيرتي جګړې ګران افغانستان له تجزيې څخه وژغوری او د ستر کندهار د ٨٨٨ ورځو بېلتون يې ختم کړی٠ ملالۍ پیغله دميوند دجګړي ريښتنې اتله ده چي په خپلو دې خوږو او احساستي ټپيو يې دميوند جګړه  بری ته ورسول٠

که په ميوند کي شهيد نه سوې
خدايږو لاليه بي ننګي ته دي  ساتينه

خال به ديارله وينو کښېږدم
چي شينکي باغ٠کي ګل ګلاب وشرموينه

غازي ايوب خان،جنرال تاج محمد،ملا يحي اخندزاده ترين،مير بچه خان او ستره ملالۍ دميوندجګړې له مشهوروسرتيرو او ملي اتلانو څخه دي٠

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب