د کمپيوټر اصلي ساتنځی (حافظه) Computer Main Memory

د کمپيوټر اصلي ساتنځی (حافظه) Computer Main Memory

هغه ځای چې په هغه کې پروګرامونه او معلومات ساتل کېږي د کمپيوټر د ساتنځي (حافظې) په نامه سره  ياديږي.
د کمپيوټر ساتنځی د انسان حافظې ته ورته ده او يو څه توپير يې هم تر منځ شته هغه دا چې د کمپيوټر حافظه کولای شي ډير معلومات په خپل ځان کې وساتي پرته له دې چې په هغه کې لږ څه تغير راولي او يا هغه هير کړي.همدارنګه د کمپيوټر ساتنځی په دې لاس بری دی چې ددې په ځای چې له کمپيوټر څخه کومه اطلاع وغوښتل شي ،CPU په خپلو ذخيره شوو اطلاعاتو کې په ډيرې چټکتيا سره يې پلټنه کوي او دپام وړ په اطلاع لاس رسی (Access) مومي.
د کمپيوټر ساتنځی په ډيرو خونو (Cells) ويشل شوې او هره خونه د يوې پتې لرونکې ده.په ساتنځي کې ساتل شوي معلومات د حافطې د منځپانګې(Content) په نامه ياديږي.د ساتنځي منځپانګه توري ،اعداد ،نښې او نور دي.په ټوليزه توګه هر هغه څه چې په صفر او يوه د بدليدو وړتيا ولري کېدای شي چې د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتل شي.نو د ساتنځي منځپانګه چې هر څه وي (توري ،اعداد،نښې،شکلونه ،انځورونه،غږونه…)دا ټول په ساتنځي کې د کوډ په بڼه ځای نيسي.دا کوډونه يواځې له صفر اويوه څخه جوړشوي .هر کله چې د ساتنځي په يوه خونه کې يوه خبرتيا ځای په ځای کړو د هغه مخکنۍ منځپانګه له منځه ځي او د مخکنۍ خبرتيا ځای نوې خبرتيا نيسي.
ساتنځی له پراسسر (Processor) سره نژدې اړيکې لري مګر له پراسسر څخه خپلواکه او بيله برخه ده.له ورودي  وسايلو څخه Data د کنترول د برخې (Control Unit) په واسطه ساتنځي ته ليږدول کېږي.همدارنګه د کنترول برخه(Control Unit) د اړتيا پرمهال هغه له ساتنځي څخه اخلي او بيا يې د منطق او حساب(Arithmetic and Logic) برخې ته ليږي.
ساتنځی هغه معلومات او د هماغه پروګرام دستورونه ساتي کوم چې د سرته رسيدو په حال کې وي.په ټوليزه توګه د کمپيوټر ساتنځی په دوو لاندې ډولونو ويشل کېږي:
1:اصلي ساتنځی (حافظه) (Main Memory )
2:دوهمي ساتنځی(Secondary Memory):
دوهمي ساتنځی د مرستندويه ساتنځي(Auxiliary Memory)او د ساتلو د وسايلو (Storage Devices) په نامه سره  هم ياديږي او دمعلوماتو د تلپاتي او نيمه تل پاتي ساتلو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.دوهمي ساتنځی به په همدې څپرکي کې تر څيړنې لاندې ونيسو.
د کمپيوټر اصلي ساتنځی (Main Memory) هم په دوو ډولونو ويشل کېږي:
1: ROM(Read Only Memory)  ساتنځی
2:RAM(Random Access Memory) ساتنځی

ژباړن:ب.بهیر وردګ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب