کمپیوټر څه ته وایی؟لنډه پیژندنه

کمپیوټر تعريف: Definition

 د کمپيوټر نوم((Computerد ((Compute يعنې شميرلو له ويې (کلمې)څخه اخيستل شوې او له همدې امله کمپيوټر د شميرونکي په نامه ياديږي.

که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسولو لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی.

مګر له شک پرته د نن ورځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو:
کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلومات ( (Data) تر کار (Process) لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروګرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې.

پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرګندوي:

1:کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.
2:کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.
3:کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
4:کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
5:کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.
5:کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.
6:کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.
7:كه چېري په ورکړل شوي پروګرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات (Data ) کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر حسابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي. يا په بل ډول ، کمپيوټر مسايل د پروګرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو (Data) پر بنسټ حلوي.

د کمپیوټر تاریخچه

انسان تل په دې هڅه کي دی چي دسختو کارونوداجراء کېدو دپاره یوه غوره او آسانه لاره پیداکړي، چي دتاریخ په اوږدو کي یې بېلابیل سخت کالي (هارډوېر) او ماشینونه جوړ کړي، او هریو یې دژوندانه په چارو کي آسانتیاوي راوستي.

چینایان لومړني کسان وه چي دمحساباتو په ډګر کي يي ډېري هڅي او پرمختیاوي وکړې، دهغوی نه وروسته پاسکال (PASCAL) فرانسوی ریاضي پوه، لومړی دانشمند وو چي د حساب یو میخانیکي ماشین يې اختراع کړ؛ او دهغه نه وروسته نور پرمختللي د حساب ماشینونه جوړ سول؛ خوپه ۱۸۲۲م کال کي یوه انګرېز، چارلز بابیچ (Charles Babbage)، چي ډېری خلک یې د کمپیوټر دعلم پلار په نوم پېژني، دخپل کاره ماشین دجوړېدو دپاره بېلابیلي نظریې مطرح کړې او بیا له دې نظريو څخه ډېري ګټي واخیستل شوې.

لومړنی محاسباتي کمپيوټر دهاروارډ(Hardward) په پوهنتون کي دibmپه مالي او تخنیکي مرستو، دهارواډایکن په زیار په کال ۱۹۴۴ کي بشپړ او دکار دپاره وګټي ته وسپارل شو. دغه کمپیوټر چي دبېلابیلو تخنیکي او الکترونیکي اجزاءو څخه جوړ شوی و، کټ مټ دنن ورځي جیبي ماشین حسابونوته ورته و، چي د جمع، تفریق، ضرب، تقسیم اوداسي نورو عملیاتو د محاسبه کولو توان يي درلوده؛ خو یوازينی توپير چي یې ترمنځ و هغه داو چي نوموړي ماشین حساب ۳۰ ټنه وزن درلود.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب