د جانان په هکله ټپې

 جانان لکه ځنګه یې چې نوم خوږ لږي همداسې د شاتو په شان خوږ دی د جانان د نوم په اوریدلو سره مین زړونه بې واره شي او په ګُګل کې لکه د تاند سرلی یو خوا او بل خوا ټوپونه وهي او په همدې ناقرارۍ کې په خپل ټول توان سره د اوجود په رګ رګ کې د جانان نوم بهوي او دا چې زړه د ټول اوجود بادشاه دی همدا بادشاه بیا د سترګو په لښکرو د تیارسئ غږ وکړي او غواږونو ته هم د څک کیدو امر وکړي تر څو د جانان غږ او لیدل ورځنې قضا نه شي ٬

جانان مې ځي نه پاتې کیږي *** زما نه غواړي د سرکو شونډو سرونه

جانان په هیڅ نه راضا کیږي *** د دروغجن مُلا د ورک شي تعویزونه
جانان مې لاړو اسماني شو *** اسمان چې مڅکې ته راځي قیامت به وینه

جانان زما زه د جانان یم *** که په بازار مـــې خرځوي ورســــره ځمـــه
جانان په ټوکـــــــو نه پوهیږي *** په تورو ذلــــفو مې واهه مرور شونه

جانانه ډیر را باندې ګــــــران يې *** چې ته راوان وې زه د شمارم قدمونه
جانان به لــــــــــرې له ما نه ځي *** که یې د زړه وليې زما له باغه وینه

جانان زما نه مرور دی *** په څه خــــــــبره به په خولا راســـــــره شینه
په سیــنه یو لـــــونګ ځایږي *** زه لــــونګین او جانان دواړه ځایه ومه

ما له وړوکي جانان ځار کړې *** یو خوښایسته دی بل زما په راضا ځینه
پریږده چې خړ سیلاب مې یوسي *** په لامبوزن جانان مې ډیره نازیدمه

راټولونکی ولايت خان ځدران

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب