د يوې مسلمانې ښځې د عفت له کبله د امريکايي ډاکترې مسلمانېدل!

ډاکتره اوريويا (Dr-Orivia) چې د ښځو او زوکړې څانګې متخصصه ده د خپل اسلام راوړلو په اړه داسې وايي:

زه په يوه امريکايي روغتون کې د ښځو او زوکړې څانګې متخصصه ومه ، يوه ورځ يوې مسلمانې ولادت کولو، د زوکړې وخت يې نږدې ؤ او درد يې زيات ؤ، په دغه وخت کې کاري ډله بدلېده او زما وخت هم مخ پر ختمېدو ؤ، هغې ته مې وويل: زه اوس ځمه، تا ته بل ډاکتر راځي کله يې چې زما خبره واورېده په ژړا شوه، او وې ويل : زه نارينه ډاکتر نه غواړمه ، زه نارينه ډاکتر نه غواړمه …. ته د الله په روی ما مه پرېږده .

د هغې په خبرو مې تعجب وکړ، مېړه يې ماته وويل : ښځه مې دا نه غواړي چې بيګانه يې وويني، په امريکا کې تر اوسه پورې له محارمو پرته هيچا د هغې مخ نه دی ليدلی .

ډاکتره اوريويا وايي : ومې خندل او په ډير تعجب سره مې وويل : فکر نه کوم په امريکا داسې څوک وي چې زما مخ به يې نه وي ليدلی .

د هغې غوښتنه مې ومنله او ورسره پاتې شومه .

ډاکتره وايي : له زوکړې دوې ورځې وروسته هغې ته ورغلم او هغه مې خبره کړه چې په امريکا کې ډيرې ښځې د ولادت وروسته له جماع څخه پرهيز نه کوي؛ نو ځکه هغوی په داخلي التهاباتو اخته کيږي ، هغې ته مې وويل : غوره ده چې له ولادت وروسته تر 40 ورځو پورې د جماع څخه پرهيز وکړې .

your ads

مسلمانې ښځې وويل : د ولادت څخه وروسته تر 40 ورځو پورې جماع کول، زموږ په دين کې حرام دي ، ښځې ته تر هغه وخته پورې جماع کول حرام دي؛ څو له نفاس څخه نه وي پاکه شوې. همدارنګه په دغه وخت کې د لمونځ او روژې څخه معاف ده .

[irp][irp][irp]

ډاکتر اوريويا وايي : کله مې چې دا خبرې واورېدې تعجب مې وکړ …. له ځانه سره مې وويل دا نوي طبي څيړنې له دومره ستونزو ګاللو او د ټيکنالوژۍ پر مټ باندې د ازمايښتونو وروسته تر دې ځايه رسيدلی دی .. اسلام څنګه 1400 کاله مخکې دا بيان کړي دي .

وروسته د ماشومانو ډاکتره راغله د نوي زېږېدلي ماشوم  سر ته ودرېده او د ماشوم مور ته يې وويل : غوره دا ده چې ماشوم په ښي اړخ څملوئ،؛ څو د زړه ضربات يې منظم شي .

د نوي زېږېدلي ماشوم پلار ځواب ورکړ : موږ د سنتو په وجه دا کار کوو؛ ځکه په اسلام کې په ښي اوخ څملاستل مستحب دي .

ډاکتره وايي : دلته مې تعجب او حيرانيا دوه چنده شوه … له ځانه سره مې وويل خپل عمر مو ختم کړ چې بلاخره دغو اکتشافاتو ته ورسيدو مګر مسلمانان هغه په خپل دين کې لري …. هغه وايي : د څو مياشتو د پاره مې رخصت واخيست او يو بل ښار ته چې هلته يو لوی اسلامي مرکز ؤ لاړمه ، هلته مې زيات وخت د عربو او امريکايي مسلمانانو څخه په سوال او پوښتنه کولو تير کړ او له څو مياشتو وروسته مې خپل اسلام راوړل اعلان کړ … الله تعالی ته د دغه ستر نعمت شکر کومه .

د مسلمانې ښځې څومره ښکلې عفت او پاکدامني چې د امريکايي ډاکترې د هدايت لامل شو.

له اسلامي لارښود ويب پاڼې نه په مننه

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب