د وینې فشار؛ څه ته وايي، نورمال یې څومره دی؟

د وینې فشار څه شی دی؟

کله چې زړه رګونو ته وینه پمپوي، وینه په فشار سره په کوچنیو سرو رګونو لګېږي. دې وخت د وینې فشار په لوړه درجه کې وي او سیسټولي ورته وايي.

کله چې د دوه ځلي درب درب کېدو تر مینځ یانې د هر ځل درزا تر مینځ زړه دمه کوي. دې وخت کې فشار ته ډیاسټولي وايي.

یانې ۸۰/۱۲۰ چې فشار وي، ۱۲۰ یې سیسټولي او ۸۰ یې ډیاسټولي وي.

ځينې وخت کېدی شي چې سیسټولي له ۱۲۰ څخه ۱۴۰ یا تر هغې هم لوړ شي او ډیاسټولي له ۸۰څخه ۹۰ یا تر هغې زیات شي.

په ځينو کې بیا یوازې یو فشار سیټسټولي لوړېږي، ځينو کې ډیاسټولي. ګډ وډ فشارونه داسې هم کېدلی شي؛ لکه:۸۲ /۱۴۸ لو سیسټولي او ۹۶/۱۳۴ لوړ ډیاسټولي فشار وايي.

BloodPressureStages د وینې فشار ناروغۍ درجې حالتونه

د وینې لوړ فشار کومه څرګنده نښه نه لري؛ خو چې کله مو سیسټولي فشار ۱۳۰ یا ۱۲۹ و او ډیاسټولي ۸۰ تر ۸۹ و، لوړ فشار ګڼل کېږي چې دا په فشار سنج الې سره مالومولی شئ.

که چېرې د وینې فشار مو لوړ شوی وي، ښايي سردرد، په سینه/کوګل کې درد، په ساه اخیستلو کې ستونزه درته پیدا شي.

که مو دغو نښو کې هره یوه درلوده، فشار مو وګورئ.

د وینې لوړ فشار کوم ځانګړي علایم نه لري؛ خو بیا هم ځينې داسې نښې شته چې ستاسو د لوړ فشار څرګندويي کوي. هغه نښې دا دي:

ستوماني، د لید/سترګو ستونزې، په سینه کې دردونه، د زړه نامنظم دربېدل، په ادرار کې وینه، په سینه، غوږونو او غاړه کې څړیکه تېرېدل. هغه نښې او علامې چې کمې لیدل شوي: سر ګنګسي، سردرد، د پوزې وینې کېدل.

سردرد، د پوزې وینې کېدل او د زړه تپېدل د لوړ فشار د نازکو حالاتو نښې کېدی شي. دې وخت کې د مغزي او قلبي سکتې امکان هم وي.

د لوړ فشار لاملونه:

سره له دې چې خاص لامل نه لري؛ خو جنیټيک، ناسم خوړنیز رژیم، لوړ عمر، ډېر وزن/چاغښت، فعالیت نه کول یې لاملونه دي.

ځينې وخت د توکم په څرنګوالي پورې هم اړه لري.

یانې تورپوستي تر سپین پوستو ډېر پر دې ناروغۍ اخته کېږي. د هغو کسانو چې کورنۍ غړو د وینې فشار لوړېږي، احتیاط او ځان ساتل ورته پکار دي؛ ځکه دوی کې ارثي بڼه لرلی شي.

یادونه: د وینې لوړ فشار لرونکي کسان دې  مالګین خواړه نه خوري. همدارنګه که چېرې فشار بېحده لوړ او ګډ وډ شي، د حافظې ګډ وډۍ رامینځته کوي.

يعني کېدی شي چې تر یوې حملې وروسته، آن د کورنۍ غړي ونه پېژندل شي، د تېر ژوند ځينې برخې که مهمې هم وي، هېرې شي.

یا یوه کس ته به د بل کس او بل ته به د لومړي کس نوم اخیستل کېږي.

دا ځکه چې ناروغ ته یې پېژندل سختېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب