د غني خان ازاده شاعري

غني خان کلاسيک فلسفي شاعر دى، که موږ په لرغونې او منځنۍ دورې کې پياوړي کلاسيک شاعران لرو، نو په معاصرې دورې کې هم د ګوتو په شمېر د غني خان په ډول نامتو مفکر شاعران لرو.

غني خان  خپله خبره کوي، د خپل زړه خبره په خپل انداز کې کوي، د بل چا په څېر نه غږېږي او نور هم د ده په څېر نه شي غږېداى.

دې د هېڅ  يوه شاعر د سبک پيروي نه ده کړې او د دې د سبک پيروي هم د نورو ليکوالو او شاعرانو لپاره ستونزمن کار دى.

د ده ټوله شاعري ناشعوري (راغلې) شاعري ده، چې په پښتونخوا کې ورته (امد) وايي. دا هغه شاعري ده، چې د شاعر په ذهن کې فکر او خيال ورشي او هغه د عروضي يا ولسي ځيلونو په يو صنف کې وليکي، د شاعر خوښه نه وي، چې شعر وليکي، بلکې د شعر خوښه وي، چې شاعر يې وليکي، ځينې شاعران او ليکوالان  دې خيال ته الهام وايي.

الطاف حسين حالي وايي: (کوم شعر چې د شاعر د ژبې يا قلم نه فوراً او په غېر ارادي ډول ووځي، ښه شعر وي، نسبتاً هغه شعر ته چې په ډېر دقت او فکر کولو ليکل شوى وي.)

د غني خان ټوله شاعري غير ارادي ده او د هنريت او شعريت خوا يې پياوړې ده، د ده په اشعارو  کې د شعر د اساسي توکو نه تخيل، احساس، مفکوره او وزن پيدا کېږي، خو مفکوره يې په اشعارو کې مرکزي رول لري.

غني خان فلسفي شاعر و، ځکه يې فکري خوا ځواکمنه ده. د جوليز جوړښت له مخې د دې په اشعارو کې د ختيزې شاعرۍ غزلې، رباعيات، مثنوي او قطعې موجودې دي او د لويدیزې شاعرۍ ازاد شعرونه او ازاد نظمونه هم لري.

د غني خان د نوې شاعرۍ نه مې مطلب ازاد شعرونه او نظمونه دي، د دې د دېوان ډېره برخه يادو دوو کالبونو رانغاړلې ده.

غني خان شاعر دى، د خپل زړه خبرې په بې باکانه ډول کوي، که چېرې د دې د اشعارو په جوليز (شکلي) جوړښت باندې نظر وکړو، د ده شاعري د بحر، ردم، تشبيه، استعارې، قافيه، رديف (لفظي او معنوي) صنايعو نه ډېره استفاده  نه ده کړې، د دې اشعار بايد د يادوو توکو په تله ونه تلل شي، هغه د فکر شاعر دى، د هغه په شاعرۍ کې د وزن او بحر نه پرېوتې مسرې هم شته او داسې مسرې يې په اشعارو کې هم شته، چې قافيې  او رديف په کې نه دي مراعات شوي، د غني خان دغه شعرونه (آزاد شعرونه) دي.

د تاريخي  مطالعاتو له مخې نوى شعر لومړى ځل په اروپا کې د (١٨) پېړۍ په پاى کې پيدا شوى دى، د (٢٠) مې پېړۍ په لومړيو  په بلجيم کې ايميل وير هارن ( ١٩١٦-١٨٥٥ م  )په روسي کې اليکساندربلوک (١٩٢١-١٨٨٠م  )او والري بريوسف او يو شمېر نورو له خوا ورته ډېره پراختيا ورکړل شوه.

هربې قافيه شعر چې د پښتو د ټوليز سيلابوتونيک سيستم له مخې وزن ولري هغه ازاد پښتو شعر دى. يا ازاد شعر د پښتو ژبې د اشعارو يو ډول دى، قافيه او رديف نه لري او هر بيت يې ځانته ځانته څپې لري، همدا شان هره مسره يې بېلې بېلې څپې لري. وزن يې  مهم توکى دى.

نوى شعر په ښکاره ډول د اروپايي ازاد شعر تر اغېزې لاندې له (٤-٥) لسيزو راهيسې دود موندلى دى.

ازاد شعر قافيه نه لري په فرانسه کې (ويکتور هوګو) د شعر زاړه قيود لرې کړه، په جرمني کې (نوالس) د (شپې په مدح) کې سندرې وويلې، په امريکا (والټ والیټمنس) نامتو شاعر خپل اثر (د وينو پاڼې) په ازاد شعر وليکه او (هينسلي) هم د ازاد شعر نوښتګران وو.

غني خان ټوله شاعري په دوديز ډول د ختيزې  شاعرۍ په کالبونو کې نه ده کړې، بلکې دغه قيدونه يې مات کړي دي، دى د فکر، فلسفې او مقصد شاعر دى، پښتو ادبياتو  کې يې نوې لاره د خپلې وينا لپاره انتخاب کړه.

غني خان خپل لومړنى شعر د ١٩٢٩ ميلادي کال د جولايي په ٢٣ مه نېټه د عمر په څوارلسم کال ويلى دى، د دې لومړنى شعر هم د وزن، قافيې، رديف او داسې نورو توکو نه خالي دى او ازاد شعر ورته ويلاى شو.

شعر که ازاد وي او که پابند، جذبه او تخيل ورته ضروري دى، د دې په شاعرۍ کې د جذبې او تخيل رښتينوالى او صداقت موجود دى.

ځينې ليکوالان او شاعران د غني د شاعرۍ دغې خواته د انتقاد ګوته نيسي، خو دى يې په ځواب کې وايي: (په شاعرۍ کې ډېرې تجربې شوي دي، ازاده او نوې شاعري رواج شوه، زه په خپلو اشعارو کې د تخيل طرفدار يم.

پښتو او دري ادبياتو ته ازاد شعر د (١٣١٥-١٣٢٠هـ ش) کلونو کې لاره وموندله.

غني خان ازاد شعرونه په خاص ادبي مهارت ويلي دي، چې د فکري خواوو سره سره هنريت او شعريت هم لري، د ده دا ډول اشعار په پانوس نومي منظوم اثر کې خوندي دي، د غني خان د ازادو شعرونو يوه نمونه داده:

څوک د زړه غولولو نشته
ځان له زړه غولوم په خپله
ځان له ناست يمه خپل غم ته
د خپل غم وايم بدله
چرته لرې تېر محفل له
د مستۍ  او خندا ځمه
چرته مړه شمع را اخلم
خپل مشال پرې لګوم
دې تورتم غم او افسوس کې
زه په ياد د مينې پايم
سوي زړه ته کيسې ډېرې
د ځوانۍ رنګينې  وايم

ډاکټر راج ولي شاه خټک وایي: ( دپښتو په تاريخ کې دوه شخصتونه صرف يو ځل پيدا کېږي، په دې کې يو خوشحال خان خټک دى، چې بل داسې شاعر او عالم به پيدا نه شي او بل ماته غني خان داسې شخصيت ښکاري.)

غني خان داسې يو شاعر دى چې د دې پېژندل وخت ته ضرورت لري، موږه پښتنو ستر خوشحال خان خټک څه دپاسه څلورسوه کلونو کې ونه پېژنده، نو غني خان به څنګه په دې سلو کلونو کې وپېژنو.

دى د فکر او ادب داسې يو ښوونځى دى، چې قوم به يې ډېر وروسته وپېژني ،دا د غني خان بدمرغي ده، چې هغه په داسې وخت کې زېږېدلى دى، چې زموږ د قوم ډېره برخه د هغې د پېژندنې توان نه لري، خو د غني نه زياته دا د قوم بدمرغي ده.

مارکس وايي: فلسفيانه فکرد وخت روحاني خبرتيا  او د ثقافت ژوند نه بدل وي، هغوى د خپل شعوري او تخليقي ژوند په ډېره برخه کې د نړۍ نه نااشنا وي او نورو ته لېونى په نظر ورځي، په حقيقت کې خپل همعصرو ته جامع نه ښکاري، د هغې لامل دا دى، چې هغوى د نن په ائېنه کې د سبا عکس ويني او د نن سترګې د هغوى د پېژندګلوي توان نه لري، ځکه خو په جاهله ټولنه کې دولس ډېره برخه د سوچ او فکر خاوند ته، سودايي او لېونى وايي.

خپلې خبرې د غني خان په لاندې دوه بيتونو پاى ته رسوم، چې وايي:

دا ژوندون دى دوه ورځې
خلاص به شي او تېر به شي
دا غني به خاورې شي
ورک به شي او هېر به شي

خو دى تلپاتې مفکر، فلسفي، رياليست، رومانيست شاعر دى، چې تل به د خلکو په زړونو کې ژوندى وي.

 سيداصغر هاشمي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب