د مطالعې پر مهال د سم تنفس ګټې!

سم تنفس په هوساینه او تمرکز کې اغېزمن رول لري، د ژور تنفس د ګټو له جملې څخه د عمر اوږدوالی، روغتیا، پر عصبي هیجان کنترول او راحت هم شمېرل کېږي، ستاسو احساسات اوعواطف هم د ستاسو پر تنفس تاثیر لري او احساساتې کسان د سطحي تنفس لرونکي وي، له همدې امله د مطالعې په اوږدو کې هم سم تنفس بې ګټې نه دی.

اکسیجن د ماغزو له حجراتو سره چې خپله هم د اکسیجن لږه زېرمه لري مرسته کوي، د ډېر فعالیت له پاره حافظه کافي اکسیجن ته اړتیا لري، همدا دلیل دي چې په ککړې هوا کې د زده کړې قوت کمېږي او حافظه ښه اخیستنه نه شي کولای، له بله اړخه سم تنفس او ژوره ساه د دې لامل ګرځي، چې د معافیت یا دفاعي سیستم نور هم فعال شي، پر همدې بنسټ ژوره ساه عضلي حرکتونه او د لمف جریان په کار اچوي او د دې سبب کېږي، چې د وینې بهیر ښوالی ومومي او لمف ښه کار وکړي، چې په پایله کې د بدن دفاعي سیستم ځواکمنیږي.
ژور تنفس د بدن په هوساینه کې مهم رول لري، هوسا او ارام بدن ډېره ښه زده کړه کوي، نو که زړه تنګون مو وکړ او یا مو کوم داسې څه احساسول چې پر تاسو یې غمګیني راوسته، نو د ورخطایې پر ځای ژور تنفس واخلئ او بیا په اقدام لاس پورې کړئ.
پام مو وي چې همدا ژور تنفس دی، چې د ځينو هغو چارو د تر سره کولو وس او توان به در کړي، چې تاسو مخکې ور ته زړه نه شو ښه کولای؛ که ژور تنفس مو پر ځان ډاډمنوي او د دې جوګه کوي مو چې ځان د فعالیت له پاره چمتو کړئ، د مطالعې په وخت کې هم که له ستړیا او نا ارامې سره مخ شوئ، نو د ژورې ساه اخيستل مو فکري حواس را ټولوي، کله مو چې فکري تمرکز وموند بیا پر ګټورې مطالعې ښه بر لاسي کېږئ.
که د مطالعې پر مهال مو د ستړیا احساس وکړ او یا درس در باندې بوج کېده، نو ژور تنفس واخلئ او تر لنډې دمې وروسته بیا پر خپل درس پیل وکړئ، که داسې مو ونه کړل، نو د ستړیا او د درس د ډېروالي له امله مو فکري تمرکز له منځه ځې، او د درس په یادولو یا زده کولو کې پاتې راځئ.

رحمت الله مومن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب