سیرت النبي مقالې

د ورورولۍ قانون

داسلام سپيڅلي دين د همهغه پيل نه انسانانو ته د ورورولۍ او يو بل سره د مينه كولو او مرسته كولو ذهنيت وركړي فرمايي: ((انماالمؤمنون اخوة فاصلحوا بين اخويكم واتقواالله لعلكم ترحمون )) الحجرات ۱۰:۴۹
ژباړه: له شك پرته مؤمنان يو له بل سره وروڼه دي، تاسو د خپلو وروڼو تر منځ سوله كوئ او د الله نه وويريږى، چې رحم درباندي وشي او اسلام مؤمنانو ته دا قانون هم كيښوده چې مؤمنان به يو له بل سره په ښو كارونو كې مرسته كوي او يو د بل لاسنيوى به كوي، فرمايي: ((وتعاونوا علي البر والتقوى))
ژباړه : يو له بل سره پر ښيګڼه او تقوا مرسته كوئ .

كله چي لا پيغمبرعليه الصلاة والسلام د مكې مكرمې نه هجرت نه ؤكړى د مسلمانانو تر منځ يي د وروولۍ او يو له بل سره د هر اړخيز لاسنيوي قانون وضعه كړ، د ابن عبدالبار او ابن سعيد په وينا پيغمبرعليه الصلاة والسلام د دغو صحابه وو تر منځ د ورورولۍ او د نسبي اړيكو پرته د هرډول متقابلو اړيكو اساس كيښود.
حضرت حمزه_ زيدبن حارثه، ابوبكر_ عمر، عثمان بن عفان_ عبدالرحمن بن عوف، زبيربن عوام_ عبدالله بن مسعود، عبيدابن حارث_ بلال حبشي، عبيد بن عمير_ سعدبن ابي وقاص، ابوعبيدة ابن جراح_ سالم (ازادشوى مريي)، سعيد بن زيدابن عمر ابن نوفل_ طلحة بن عبيدالله، خپله پيغمبرعليه الصلاة والسلام اوحضرت علي بن ابي طالب (رضي الله تعالى عنهم).
((البهاذري ،انساب لومړي ټوك ۲۸۰مخ ،ابن عبدالبار،الدرار۱۰۰مخ اوابن سعيدالناس ،عيون الاثر، لومړي ټوك ۱۸۹مخ))
حاكم په خپل كتاب المستدرك كې د جامي بن عمير روايت د حضرت عبدالله بن عمر(رض) له قوله را نقل كړي چې: پيغمبر عليه الصلاة والسلام د ابوبكر_ عمر، طلحة_ زبير، عبدالرحمن بن عوف او عثمان بن عفان تر منځونو د مواخات (وروولۍ) اساس ايښى و.
خو علامه ابن القيوم او ابن الكثير د دې سخت مخالفت كوي چي ګنې په مكه كې دې د مواخات قانون پلى شوى وي، دوى وايي چې كه پيغمبرعليه الصلاة والسلام په مدينه كې د مهاجرينو تر خپلو منځونو، د مهاجرينو او انصارو تر منځ او يا خپل او د حضرت علي رض ترمنځ د عمومي اسلامي ورورولۍ پراساس يا د نسبي اړيكو پراساس او يا هم د قبيلوي اوسمتي روابطو پر بنسټ د ورورولۍ اساس ايښى د دې خوكوم ترديد نشي كيداى، مګر په مكه كې د مهاجرينو ترمنځ د مواخات هيڅ اړتياهم نشته.
((استادابن القيوم، زادالمعاد،۲ټوك،۷۹مخ اوسيرت النبويه ،۲ټوك ،۳۲۴مخ))

هجرت او د مواخات پلي كيدل

له يوه اړخه د اسلام دعوت يوازې د مكې تر خلكو پورې را لنډ نه ؤ، بلكې د الله پيغمبر بشپړ انسانيت ته مبعوث ؤ او د نړۍ د ګوټ ګوټ انسانانو د لارښونې دنده ورترغاړې وه، له بله پلوه د اسلام د ظهور نه ديارلس كاله تېرشول، د اسلام د خپراوي په لاره كې هر راز كړاوونه او ربړونه وزغمل شول، مګر بيا هم له لږ شمېر مكې والو پرته نور چا د ايمان راوړولو ته غاړه نه كېښوده، د دې ترڅنګ د ابوطالب د مړينې وروسته په مكه كې د بني هاشم ټبر رول د مخكې په پرتله كمزورى شو او پرځاى يې د بني اميه ټبر وړاندې شو، چې له دې سره د الله د پيغمبر په وړاندې ورځ په ورځ مشكلاتو سر راپورته كاوه او نېږدې ټولو مكه مېشتو ټبرونو د اسلام سره د مقابلې لپاره مټې راونغاړلې او په ګډه يې د اسلام خپراوي د مخې د ډب كولو تړونونه وكړل، ځكه نو د اسلام د مركز په توګه يوه داسې ځاى ته اړتيا وه، چې هم امن پكې وي او هم ورته په اسلام كې د داخليدو په موخه د تلو راتلو لاره پرانيستې وي، بل اړخ ته مدينه ميشتو دوو سترو ټبرونو((اوس)) او ((خزرج)) اسلام ومانه، د هغوى په اسلام كي ننوتلو سره دا موقع برابره شوه چې د اسلامي تبليغ مركز مدينې ته وليږدول شي چي په دې سره د مدينې خلك ډېر خوښ هم وو، د پيغمبرعليه الصلاة والسلام تره حضرت عباس ((رض)) چې دا مهال يې لا اسلام نه ؤ منلى، د خپلوۍ پر اساس د خزرج قبيلې دوه اويا كسيز پلاوي ته وويل: (محمد(ص) په خپل قوم كې ډير دروند او عزتمند دى، موږ د هغه له دښمنانو سره هر راز مقابلې ته ټټر نيولى خو اوس دى غواړي تاسو ته درشي، كه تاسې تر مرګه د هغه سره د ملاتړ ژمنه كوئ، نو ښه، كه نه نو بيا نشي درتلاى)). بيا پيغمبر(ص) له هغوى نه د بيعت وركولو غوښتنه وكړه چي د لومړي ځل لپاره براء بن معرورانصاري (رض) خپل لاس د بيعت په موخه ور اوږد كړ او په همدې توګه د انصارو سره تر اخره د هغوى د مرستې كولو معاهده لاسليك شوه…

مفتي احمد فرزان- كندهار

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close