د مسلمانانو د خليفه، دار او حكومت يووالى

په اسلام كې د حكم نظام اسلامي خلافت دى، د خلافت يووالى هغه څه دى چې له مسلمانانو څخه ننګه كوي د دوى دين، وينې، مالونه او خاورې خوندي ساتي، په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي:(انما الامام جنة يقاتل من ورائه و يتقى به) يعنې امام هغه سپر دى چې د هغه ترشا جګړه كېږي او له دوى څخه ملاتړ كوي. اسلامي خلافت ډېرې پېړۍ د نړۍ لومړى ځواكمن دولت و، اوس هم يوازې اسلام ته په رجوع او بېرته ورتګ سره امت كولاى شي له دغه ذلت او تفرقې څخه ځان وباسي، عزت بيامومي او نړيوالو ته يو وېروونكى دولت شي، الله جل جلاله په مسلمانانو يووالى واجب كړى دى او له هر ډول ژبني، قومي او مذهبي اختلاف څخه يې منع كړي دي، كله چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مدينې منورې ته ورسېد او اسلامي دولت يې اعلان كړ، له هرڅه د مخه يې د انصارو او مهاجرينو تر منځ په ورورۍ امر وكړ او له دوى څخه يې يو امت جوړ كړ. هغه ليك چې د دوى ترمنځ حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ليكلۍ و د هغه په واسطه يې د مكې او مدينې مسلمانان سره متحد كړل، په ليك كې راغلي دي چې: “بسم الله الرحمن الرحيم هذا كتاب من محمد النبي، بين المؤمنين المسلمين من قريش ويثرب ومن تبعهم فلحق بهم وجاهد معهم إنهم امة واحدة من دون الناس”يعنې په نامه د هغه الله جل جلاله چې رحمن او رحيم دى، دا ليك د محمد صلى الله عليه وسلم له خوا د قريشو او يثرب د مسلمانانو مومنانو او هغه چا ترمنځ ليكل شوى، چې له دوى سره يوځاى شوي او له دوى سره يې جهاد كړى، دوى (مسلمانان) له نورو څخه بېله ډله او امت دى. همداراز الله جل جلاله په قران كريم كې هم په يووالي ټينګار كړى دى او فرمايلي يې دي:”وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا”يعنې د الله جل جلاله په رسۍ باندې منګولې و لګوئ او مه سره بېلېږئ.په دې مانا چې يو موټى او متحد و اوسئ.

د الله جل جلاله رسۍ قران شريف دى او دا مسلمانان سره يوځاى كوي، يو امت ورڅخه جوړوي او خداى پاك دوى له نفاق څخه منع كړي دي. الله ج فرمايي:”وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ”يعنې تاسې د هغه چا په څېر مه كيږئ، چې وروسته له دې چې هغوى ته كتاب او واضح احكام راغلل، هغوى نفاق او اختلاف وكړ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم به چې كله اصحاب كومې سريې ته استول، ورته ويل به يې:”وإذا لقيت عدوك من المشركين فدعهم إلى ثلاث خصال أو خلال، فأيتهن أجابوك فاقبل منهم وكف عنهم، ادعهم إلى الإسلام فان أجابوك فاقبل منهم وكف عنهم، ثم ادعهم إلى التحول من دارهم إلى دار المهاجرين ….” يعنې كله چې له كوم مشرك دښمن سره مخ شې، دريو څېزونو(صفتونو) ته يې دعوت كړه، هغه كه هره يو درسره ومانه، ترې قبول يې كړه او له وژلو او يا وهلو څخه يې لاس واخله او اسلام ته يې دعوت كړه. او كه يې ټول درسره ومنل، قبول يې كړه او له جګړې يې لاس واخله، بيا يې دعوت كړه، چې له خپل دار څخه د مهاجرينو دار ته راشي…

آنحضرت صلى الله عليه وسلم به يوازې په دې چې خلكو به اسلام راووړ نه پرېښودل، بلكې دوى به يې دارالمهاجرين ته راغوښتل، يعنې دارالاسلام ته، چې دوى سره يو او متحد وي او يووالى په كې وي. رسول الله صلى الله عليه وسلم په ټولو هغو سيمو باندې د جنګ امر كاوه چې د سلطان له امر څخه به يې سرغړونه كوله، له دوى سره به يې جګړه كوله، هغه به كه مسلمان و او كه غير مسلمان.په دې اړه انس رضى الله تعالى عنه روايت كړى چې:{كان رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم إذا غزا قوماً لم يغز حتى يصبح فإذا سمع آذاناً امسك، وإذا لم يسمع آذاناً أغار بعد ما يصبح” ژباړه: كله به چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم له كوم قوم سره غزا كوله، تر هغه به يې جګړه نه پيلوله ترڅو به چې سهار شوى نه وو، كله به يې چې آذان واورېد، تم به شو او كله به يې چې آذان وا نه ورېد، نو له سپېدو وروسته به يې يرغل پيل كړ.
له عصام المزني څخه روايت دى:كان النبي إذا بعث سرية يقول: “إذا رأيتم مسجداً أو سمعتم منادياً فلا تقتلوا أحداً” كله به چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم كوم ځاى ته سريه استوله، نو دا توصيه به يې ورته كوله: كله مو چې جومات وليد او يا مو د آذان كوونكي غږ واورېد، نو هېڅوك مه وژنئ. چې آذان او مسجد د اسلام له شعائرو څخه دي او په دې يې دلالت كاوه چې د دغه ځاى اهل مسلمانان دي، دوى په دغه سيمه كې د مسلمانانو شتون له جنګ څخه نه منع كول.

همداراز د صحابه وو په اجماع باندې هم دا ثابته ده چې په سقيفه بني ساعده كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وفات څخه وروسته حباب ابن المنذر رضى الله عنه چې يو انصاري وو، وويل:”منا أمير ومنكم أمير” يو مشر زموږ له خوا او يو ستاسې له خوا، نو حضرت ابوبكر صديق رضى الله تعالى عنه دا رد كړه او ويې ويل:”انه لا يحل أن يكون للمسلمين أميران” له شك څخه وتلې خبر ده، چې د مسلمانانو لپاره جايز نه دي، چې دوه اميران او مشران ولري. نو نور اصحاب رضى الله تعالى عنهم ټول چپ شول او د ابوبكر رضى الله تعالى عنه قول يې ومانه او د خلافت په يووالي يې اجماع وكړه.

اسلامي يووالى هغه څه دى چې د مسلمانانو عزت او كرامت ساتي، خلافت د دوى د مجد او لويۍ او د خداى جل جلاله د رضا سبب كيږي. د مسلمانانو يووالى و چې د تاتاريانو او صليبيانو جګړې يې ماتې كړې. غرب په دغه راز و پوهېده، نو د اسلامي دولت څخه يې د مسلمانانو د خاورو په بېلولو لاس پورې كړ او يو پر بل پسې يې له هغه دولت څخه چې مسلمانانو ته يې د مور حيثيت درلود ځمكې بېلې كړلې، په پايله كې يې قومي چيغې او د بېلتون هغه غږ چې د استقلال تر عنوان لاندې يې مطرح كاوه، را پورته كړ او د اسلامي دولت په وړاندې يې ورڅخه كار واخيست، آن تردې چې د ځينو سيمو خلك د اميرالمومنين رحمه الله عليه له لښكرو سره يې جګړې وكړې، د دې له امله چې د امير تر بيرغ لاندې يې جګړه نه كوله.

your ads

دوى د اسلامي هېوادونو په بېلولو پيل وكړ، اندلس يې لاندې كړ، كليسا خپل مزدوران پرې مقرر كړل او له خپل قهر او كينې ډكې محاكمې يې د خپلو نفسونو د ناوړه غوښتنو له مخې جوړې كړې. بيت المقدس يې لاندې كړ، دلته  هم د كليسا مزدورانو د مسجد الاقصى په منځ كې تر اويا زرو ډېر كسان شهيدان كړل، په دې كې لوى لوى ديني علما هم شامل وو، د هغه د ننه ارزښتونه يې لوټ كړل، د خپل ميل اوخيال سره سم يې په هغه كې بدلونونه راوستل او صليب يې د هغه له پاسه تر سلو كلونو نه ډېره موده ودرولو.

خو مسلمانانو بېرته خپل صفونه سره منظم او را غونډ كړل او د صليبيانو چل او فريب ته يې هم د تاتاريانو په څېر كلك ځواب وركړ، ناپېليون د مسلمانانو دغه راز كشف او هڅه يې وكړه، چې ورو ورو د اسلامي نړۍ  ځمكې رابېلې كړي او په دې سره وكولاى شي، چې اسلامي خلافت را وپرځوي او د مسلمانانو يووالى او وحدت مات كړي. په دې هكله يې له خپلو ضابطانو سره يوه كيسه ډېره مشهوره شوې ده، چې كله يې خپله خولۍ او متروكه  د تالار په ځمكه وويشته او له هغوى څخه يې وغوښتل، چې ده ته يې بېرته وركړي، هغوى ډېرې هڅې وكړې، خو د هغه رضا او خوښه يې ترلاسه نه شواى كړى. بيا يې په خپله متروكه را واخيسته او تاو يې كړه او بيا يې خولۍ را پورته كړه او ويې ويل: اسلامي خلافت به همداسې كوو او بيا يې پر اسلامي نړۍ  خپل يرغلونه پيل كړل، ترڅو خپلې موخې ترلاسه كړي.

مسلمانانو خلفاوو هم د مسلمانانو په يووالي او د هغوى د خاورو او هېوادونو په وحدت ټينګار كاوه، دا يې د امت د ژوند او مړينې راز باله، د بېلګې په ډول سلطان عبدالحميد رحمه الله عليه ډاكټر هرتزل ته هغه مهال چې غوښتنه يې وكړه ترڅو د مسلمانانو له خاورې څخه يوه ټوټه بېله كړي، هغه هم فلسطين، په دې اړه هغه رحمة الله عليه په قاطع ډول وويل:”انصحوا الدكتور هرتسل بالا يتخذ خطوات جدية في هذا الموضوع فاني لا استطيع أن أتخلى عن شبر واحد من ارض فلسطين … فهي ليست ملك يميني … بل ملك الأمة الإسلامية … لقد جاهد شعبي في سبيل هذه الأرض ورواها بدمه فليحتفظ اليهود بملايينهم وإذا مُزقت دولة الخلافة يوماً فإنهم يستطيعون آنذاك أن يأخذوا فلسطين بلا ثمن. أما وأنا حي فان عمل المبضع في بدني لأهون علي من أن أرى فلسطين قد بترت من دولة الخلافة وهذا أمر لا يكون. إني لا استطيع الموافقة على تشريح أجسادنا ونحن على قيد الحياة”

ډآكټر هرتزل ته نصيحت وكړئ، چې په دې هكله جدي ګامونه پورته نه كړي، ځكه زه هېڅكله نه شم كولاى چې د فلسطين له يوې لوشتې خاورې څخه تېر شم… هغه زما شخصي ملك نه دى… بلكې د ټولو مسلمانانو ملكيت دى…. د دې خاورې لپاره زما ولس جهاد كړى او وينې يې پرې تويې كړې دي، نو يهودان د خپلې مليونونه پيسې له ځان سره وساتي او كله چې اسلامي خلافت ټوټه_ټوټه شي، هغه مهال كولاى شي، چې فلسطين وړيا لاس ته راوړي.
خو دا چې زه لا ژوندى يم، نو زما د بدن ټوټه كېدل له دې څخه ډېر اسانه او كم ارزښته دي، چې له اسلامي نړۍ څخه فلسطين بېل شي او دا كار به هېڅكله ونه شي. زه هېڅكله دا موافقه نه شم كولاى چې زموږ بدن دې ټوټه شي او موږ به ژوندي وو.

قومي چيغو او د بېلتون غوښتنې حركتونو چې د بريتانيا او فرانسې له خوا يې ملاتړ كېده، غوښتل يې چې د مسلمانانو ډېرى افكار د اسلام او اسلامي حاكميت پرځاى قوم، وطن او جنس ته واړوي. په دې برخه كې هم دوى بريالي شول، حال دا چې له دوى څخه وړاندې چا بې له الله جل جلاله، رسول صلى الله عليه وسلم او مومنانو څخه نور څوك نه پېژندل. الله جل جلاله په قران شريف كې له له اسلام پرته په نورو اړيكو راټولېدل سخت منع كړي، الله جل جلاله فرمايي:”قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ” 24 التوبة.
ژباړه:ورته ووايه، چې كه ستاسې پلرونه، زامن، وروڼه، مېرمنې، خپلوان، هغه مالونه چې ګټلي مو دي، هغه تجارت چې له تاوان څخه يې وېره لري او هغه هستوګنځايونه چې په كې خوښ ياست، تاسې ته له الله جل جلاله، رسول صلى الله عليه وسلم او د الله په لار كې له جهاد څخه غوره وي، نو انتظار وكړئ، چې الله جل جلاله خپله فيصله وكړي او الله جل جلاله فاسق قوم ته هدايت نه كوي. همداراز په دې اړه ډېر احاديث روايت شوي چې په هغه كې له عصبيت، په پلرونو له فخر، په نسبونو باندې له تعزيز څخه يې مسلمانان منع كړي دي، رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:”إنّ الله قد أَذْهَبَ عنكم عُبِّيَّةَ الجاهليةِ ، وفخرَها بالآباء. مؤمنٌ تقيٌّ، وفاجرٌ شقيٌّ، أنتم بنو آدم، وآدم من تراب، ليَدَعَنَّ رجال فخرَهم بأقوام إنما هم فحمٌ من فحمِ جهنمَ أو ليكونَنَّ أهونَ على الله من الجُعْلاَنِ التي تَدْفَعُ بأنفها النتنَ”

الله جل جلاله له تاسې څخه د جاهليت اغېز او په پلرونو باندې وياړ او افتخار لرې كړى. سړى به يا پاك مؤمن او يا بدبخته فاجر وي، تاسې د آدم اولاد ياست او آدم له خاورو پيدا شوى دى. ځينې خلك به تاسې خامخا په قومونو باندې وياړ ته رابولي، بېشكه چې دوى د دوزخ سكروټې دي او يا به هغوى خامخا د الله په وړاندې له هغو ګونګټو څخه هم ټيټ او كم ارزښته وي، چې بوى په پوزو سره دفعه كوي. او همداراز فرمايي:”من انتسب إلى تسعة آباء كفار يريد بهم عزاً وكرماً كان عاشرهم في النار”.

څوك چې ځان نهو كفارو پلرونو ته منسوبوي او په دې سره يې هدف عزت او وياړ وي، نو لسم به يې په اور كې وي.
د مسلمانانو يووالي ته د اسلام دومره پاملرنه د دې لپاره ده ترڅو د خلكو فكر له خلافت څخه وانه وړي، خو بيا هم كفارو ته خپله مسلمانانو د دې مجال وركړ چې د دوى ترمنځ اختلاف، بدمرغي او د ډلو تپلو تخم وكري، حال دا چې همدغه مسلمانان د يوې عقيدې خاوندان او د يوه دولت اوسېدونكي دي.اسلام مسلمانان سره وروڼه ګرځولي دي، لكه چې فرمايي:”إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ”اسلام د ډلبنديو څخه جدي منع كړې ده، هغه كه د كينې، بغض، ظلم، سپكاوي، لغزش، ډار او عيب له مخې هم وي، اسلام مسلمانان هڅولي دي چې مينه، ترحم، تناصح وكړي او دوى يې له داسې يوه مثال سره بيان كړي چې په قران شريف كې ورته بنيان مرصوص ويل شوى دى، په دوى كې غوراوى د تقوا له مخې دى نه د نسب، مرتبې او منصب له مخې.
اسلام د مسلمانانو يووالى حتمي امر بللى او د امت د مړينې او ژوند برخليك ټاكونكې موضوع يې ګڼلې ده. دا په دوو موضوعاتو كې ښه څرګنديږي، لومړى د خليفه ګانو ډېروالى، دويم د باغيانو موضوع.
په سنتو كې واضح ده چې اميرالمومنين به يو وي، تعدد يې جواز نه لري، په دې اړه عمرو ابن العاص روايت كوي:انه سمع رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم يقول: “ومن بايع إماماً فأعطاه صفقة يده وثمرة قلبه. فليطعه ما استطاع فان جاء آخر ينازعه فاضربوا عنق الآخر”

له نبې كريم صلى الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي دي، چې ويل به يې: چا چې له امام سره بيعت وكړ، نو هغه ته يې د خپل لاس معاملې او د زړه مېوې وركړې. لازمه ده، چې ترخپله وسه د هغه اطاعت وكړي او كه بل امير پرې را ووځي، د هغه سر ورپرې كړئ.
همداراز له ابي سعيد الخدري رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم ويلي:”إذا بويع لخليفتين فاقتلوا الآخر منهما” كله چې له دوو خليفه ګانو سره بيعت وشي، نو دويم يې بايد ووژنئ. نو د دولت يووالى يې حتمي امر ګڼلى او د خليفه ګانو له تعدد څخه يې داسې منع كړې چې دويم ته يې د وژلو حكم وركړى. په دې كې هم شك نشته چې د خليفه ګانو تعدد د امت تفرقه ده. له عرفجة رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى چې له رسول صلى الله عليه وعلى اله وسلم څخه مې اوريدلي چې ويل به يې:”من أتاكم وأمركم جميع على رجل واحد يريد أن يشق عصاكم أو يفرق جماعتكم فاقتلوه” څوك چې په تاسې مشر شي او تاسې ته امر وكړي، چې د يو كس اطاعت وكړي او هدف يې ستاسې څخه سرغړونه وي او يا غواړي، چې ستاسې ټولى تيت كړي، نو مړ يې كړئ. نو د همدغه حديث شريف پر اساس باندې د امت او دولت يووالى يو حتمي امر دى او له جماعت څخه د بېلوالي سخته منع شوې ده او هرڅوك چې دا ډول را پورته شي د هغه په وژلو يې امر كړى دى او يا بايد ورسره جګړه وشي تر څو له خپل فعل څخه منصرف شي.
او د باغيانو په هكله الله ج فرمايي:”وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ “
كه چېرې د مسلمانانو دوې ډلې په جنګ شي، نو د هغوى ترمنځ سوله وكړئ، بيا كله چې كومې يوې پربله باندې تېرۍ وكړ، نو له هغه سره جګړه وكړئ، چې بغاوت كوي، ترڅو د الله جل جلاله امرته غاړه كېږدي. له دې څخه دا ثابتيږي چې كله كه د چا امامت (خلافت) ثابت شي په مسلمانانو باندې يې له هغه څخه وتل حرام كړي دي او چا چې له مسلمانانو څخه سرغړونه وكړه او د هغوى په وينو تويولو پسې راووتل نو د دغه حديث په اساس چې فرمايي:”من خرج على أمتي وهم جميع فاضربوا عنقه بالسيف كائناً من كان” څوك چې زما پر امت راووځي او هغوى ډېر وي، نو بايد د تيري كوونكي غاړه په توره ووهل شي. نو دغه كسان له امام څخه سرغړوونكي دي، دوى بايد توبه وباسي او شبهې يې بايد ليرې شي او كه بيا يې هم په خپل نظر ټينګار وكړ، نو ودې وژل شي. نو پر مسلمانانو د دولتونو له تعدد او له اسلامي دولت څخه وتل حرام شوي دي. په دغه برخه كې بايد مسلمانان سستي و نه كړي، لكه چې علي كرم الله وجه له معاويه رضى الله تعالى عنه سره سستي و نه كړه او حضرت علي كرم الله وجه، اموي خليفه ګانو او عباسي خليفه ګانو هم له خوارجو سره سستي نه ده كړې.كله چې خلفا او له اسلام څخه د مسلمانانو فهم ضعيف شو، نو كومې اسلامي خاورې چې له خلافت څخه بېلېدلې، دوى ورباندې چوپتيا غوره كړه او دا شان مسلمانانو سرغړونه او بغاوت وكړ، همدغه چارې مصطفى كمال اتاترك ته د دې فرصت وركړ چې تركيه يې هم د مسلمانانو له نورو هېوادونو څخه بېله كړه.

كله يې چې اسلامي خلافت له منځه يووړ او د الله جلى جلاله د حكم تطبيق يې په ځمكه كې لغو كړ، نو د اسلامي خاورو په بېلولو يې پيل وكړ چې په بېلابېلو حكومتونو يې تقسيم كړلې. له دغو ټولو چارو څخه يې موخه د مسلمانانو تذليل او تضعيف وو ترڅو د دويم ځل لپاره هغه خلافت رامنځ ته نه كړي، كوم چې الله جل جلاله يې وعده كړې ده او انشاالله ډېر ژر به په ځمكه يو ځل بيا قايم شي. خو خاينو مسلمانانوحاكمانو له دوى سره مرسته وكړه او د دوى په امر يې ډېر قومي او وطني حركات رامنځ ته كړل، ترڅو آزادي واخلي. خو كه اسلامي خليفه موجود واى او دا يې تعقيبولاى چې ټولې هغه كتلې چې د اسلام له اساس پرته جوړې شي يعنې په قومي، ژبني او اقليمي اساس باندې راټولې شوې وي، نو هغوى ته به سختې سزاګانې وركول كېدې لكه قتل او صلب، ځكه د دا ډول فعاليتونو ترسره كوونكي اسلامي خاورې نورې هم سره وېشي او دا ډول ډلې هره يوه له يوه اجنبي هېواد سره اړيكې لري او مالي ملاتړ ورڅخه ترلاسه كوي او د كفري هېوادونو د هغه مداخلې منع كول اړين دي، چې په دې دليل يې په اسلامي نړۍ كې د عميلو او مزدورو حركتونو په مټ  ترسره كوي، چې د بشر حقوق وساتي او د بېلابېلو لږكيو سره مرسته وكړي او په دې سره د مسلمانانو يووالى په وطني او قومي تعصب له ګواښ سره مخ كړي.

او كه په دغه حركاتو كې كوم عاقل او مدبر پوه كس وي، نو د كفارو مرستو ته به داسې رد ووايي لكه حضرت معاويه رضى الله تعالى عنه چې د حضرت علي كرم الله وجه په وړاندې د روم د پاچا مرستې ته ليكلي وو:والله لئن تممت على ما بلغني عنك لأكونن على مقدمة ابن عمي إليك ولأجعلنَّ القسطنطينية البخراء حممة سوداء ولاقتلعنك من الأرض كما تقتلع الاصطفلينة ولاعيدنك اريساً من الأرارسة ترعى الدوابل”.
كه چېرې ماته دا خبر راشي، چې ته زما په ورور لاس پورته كوې، نو قسم په خداى چې زه به د خپل تره زوى څخه وړاندې ستا په مخ كې ولاړ يم، نو د فخر او دبدبې قسطنطنيه به د جګړې په تورو دوړو واړوم او قسم په خداى چې د ګياه په څېر به ستا ريښې له ځمكې څخه را وباسم…..
دا د دې لپاره ښه دليل دى چې مسلمانان بايد يو واحد دولت او خليفه ولري، كله چې مسلمانان دولت او خليفه ولري بيا به كفارو ته داسې ځواب وركوي، څوك چې په اسلامي خاوره تېرى وكړي، نو خامخا به بېرته ترې نيول كېږي او په دې سره به بل هر مجرم ته دا درس وركوي، چې بيا داسې كار ته زړه ښه نكړي او د هر تيري ځواب به داسې وركوي، لكه څنګه چې عباسي خليفه معتصم بالله كفارو ته  په عموريه كې وركړ.

كله چې مسلمانان اتفاق او اتحاد ولري كولاى شي، چې يو ځل بيا د چين خاوره ونيسي او په چين باندې به مشري وكړي، د پخوا په څېر به يوازې په جزيه اخستلو بسنه ونه كړي، ځكه اوس د مسلمانانو هغه وسايل او امكانات زيات دي، چې د هبيره بن مشمرج په هغو سره د چين پاچا ګواښلى وو او ورته ويلي وو، چې:” كيف يكون قليل الأصحاب من خيله في بلدك وآخرها في منابت الزيتون وكيف يكون حريصاً من خلّف الدنيا قادراً عليها وغزاك”.
د هغه چا لښكر ولې لږ بولې، چې سر يې ستا په هېواد او پاى يې د زيتونو په سيمه كې دى او څنګه هغه حرصناك بولې چې د دنيا هر څه ته يې شاكړې او ستاسره غزا كوي.

داسې به د هر تيري په ځواب كې د مسلمانانو خليفه ځواب وركوي او لازمه ده، چې اوسمهال رسنۍ په اغېزناك ډول وكارول شي، ترڅو د كفارو او د هغوى د جرمونو چل او فريب را لوڅ او برنډ كړي. دا څنګه كېداى شي، چې هغوى په خپله د خپل هېواد له اوسېدونكو سره د مور او ميرې چلند كوي، لكه څنګه چې په امريكا كې له تور پوستو او يا هندوانو سره كېږي، يا له په فرانسه كې له تنك سره كېږي او يا په انګلستان كې له ايرلندي لښكر سره كېږي.
دغه كفري هېوادونو ته اجازه نشته چې ترهګرۍ ضد جګړې په نامه زموږ په هېواد كې مداخله وكړي او نه يې دا غوښتنه د منلو وړ ده، چې د ترهګرۍ په نامه ځينې مسلمانان هغوى ته وسپارل شي، لكه څنګه چې ځينې مسلمان مشران نن دا كار كوي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم په دې هكله وايي:”المسلم اخو المسلم لا يحقره ولا يخذله ولا يسلمه” مسلمان د بل مسلمان ورور دى، نه يې حقير او سپكوي، نه يې ذليلوي او نه يې چا ته تسليموي.

موږ له نورو خلكو څخه بېل ځان ته يو موټى امت يو.اسلام يو دعروج تر ټولو مهم ټكى درلود او يو يې هم د ركود او زوال، چې دغه دواړه د مسلمانانو د اعمالو او كړنو په واسطه رامنځ ته شول، لومړى، په لومړي هجري كال كې د اسلامي دولت جوړېدل او بيا په يوولسم هجري كې د حضرت ابوبكر رضى الله تعالى عنه ته د اسلامي دولت د واګو سپارل، چې د اسلام تر ټولو د عروج ټكى دى، چې دا هم د مسلمانانو په خپله سعى او كوښښ او الله پاك په مرسته مسلمانانو ترلاسه كړ.
او دويم د اسلامي دولت د ركود او زوال ټكى چې په ۱۹۲۴م كال د لعين مصطفى كمال اتاترك په واسطه د اسلامي خلافت له منځه وړل او د هغه پرځاى د سكولر سيستم رامنځ ته كول، ده له بريطانيا او فرانسې سره د اسلامي خلافت د ځينو برخو په تسليمولو باندې د ځينو پرېكړه ليكونو په واسطه موافقه وكړه، بريتانويانو هم ډېر په بيړه په فلسطين كې په ۱۹۴۸كال كې د يهودي دولت په تاسيس پيل وكړ، په روسيه كې هم بلشويكيان بريالي شول، د كفر نظامونه په نړۍ كې عام شول او دنيا د دوو خرافاتي ايډيولوژيو په لاس كې پرېوته، سوسياليزم اوكپيټاليزم او د انسانانو تر منځ د تور، سپين، ژېړ او نورو تر منځ توپير رامنځ ته شو.

دا چې حضرت محمد ص څومره په دقت او زيار سره په دعوت او تبليغ كې كار وكړ او بالاخره د حكومت رسېدو ته يې لاره اواره كړه، په دغه لاره كې يې له هر ډول جوړجاړي څخه مخ واړاوه او يوازې د حق په لاره يې تګ ته دوام وركړ، مسلمانان يې ټول په فكري او عملي ډګر كې سره يو كړل. په دې اړه د ده هغه قول ډېر مشهور دى چې كله قريشو له ابي طالب څخه دا غوښتنه وكړه چې د وراره له مرستې دې لاس واخله، نو محمد صلى الله عليه واله وسلم ورته وويل:{والله يا عم لو وضعوا الشمس في يميني والقمر في يساري على أن أترك هذا الدين ما تركته حتى يظهره الله أو أهلك دونه} اى زما كاكا! په الله جل جلاله قسم يادوم چې كه لمر زما په ښي لاس كې راكړي او سپوږمۍ مې په چپ لاس كې ترڅو دا دين پرېږدم، نه زه به ترهغه دغه دعوت ته دوام وركړم ترڅو يا بريالى او خپور شي او يا زه په دې لاره كې ووژل شم. همداراز يې ورته وويل:{إن الله يحميني حتى يظهر هذا الدين }بېشكه الله جل جلاله زما مرسته كوي ترڅو دا دين بريالى او خپور شي. همداراز دغه دين هغه وخت نصرت و موند كله چې ستونزې ډېرې شوې او مقاومت هم سخت {يريدون أن يطفئوا نور الله بأفواههم ويأبى الله إلا أن يتم نوره ولو كره الكافرون} {هو الذي أرسل رسوله بالهدى ودين الحق ليظهره على الدين كله ولو كره المشركون } غواړي چې د الله جل جلاله نور په خپلو خولو كې مړ كړي او الله جل جلاله نه قبلوي، مګر خداى پاك خپل نور بشپړوي، آن كه كفار يې بد ګڼي. دى دى چې خپل پيغمبر يې راوستاوه د هدايت لپاره ترڅو خپل حق دين غالب كړي پر ټولو دينونو آن كه مشركان يې بد بولي. همدا راز رسول صلى الله عليه وسلم قسم كولو او ويل به يې:{والله ليتمن الله هذا الدين حتى تسير الظعينة من بصرى إلى صنعاء لاتخاف إلا الله والذئب على غنمها} د الله جل جلاله په ذات قسم چې ضرور به دغه دين پوره كوي ترڅو چې قافله صنعا ته لاړه شي، په لاره له بصرې څخه تر صنعا پورې دوى په خپلو مېږو او ليوه بې له خپل خداى جل جلاله څخه له بل هېچا څخه ونه ډار شي. په الله جل جلاله قسم چې عدى ابن حاتم  وايي چې دا مې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل او په خپلو سترګو مې د هغه پېښېدل وليدل.

په پايله كې به دا دين د نړۍ په شرق او غرب كې خپريږي او په نړۍ به حكومت كوي الله جل جلاله فرمايي:{ليظهره على الدين كله}يعنې ترڅو خپل حق دين په ټولو دينونو غالب كړي او همداراز رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:{… وسيبلغ هذا الدين مابلغ الليل والنهار} ژر ده چې دا دين به ټولو هغو ځايونو ته ورسيږي كومو ته چې شپه او ورځ رسيږي. اوس چې مسلمانان په تيارو كې ژوند كوي ولې په رڼا كې ژوند ونه كړي، نو ژر ده چې په دغه ظالمانو به له خپلو تورو سره راشو او ملايكې هم له موږ سره دي.لكه چې قران شريف فرمايي: {إذ يوحي ربك إلى الملائكة أني معكم فثبتوا الذين آمنوا سألقي في قلوب الذين كفروا الرعب فاضربوا فوق الأعناق واضربوا منهم كل بنان} ژباړه:هغه مهال چې وحى يې را استوله، ستا پرودګار ملايكو ته چې زه تاسو سره يم، نو د مسلمانانو مرسته وكړئ، د كفارو په زړونو كې به رعب واچوم، پس په غاړو يې ووهئ او له هر لوري څخه د دوى لاس او پښې. مسلمانانو د روم او فارس دولتونه په يوه كال كې د قادسيې او يرموك په جګړه كې په ۱۵هجري كال له ماتې سره مخ كړل.مرسته له مسلمانانو سره وه دوى يې په خپل هومره قدرت، عظمت او لويو لښكرونو سره له سختې ماتې سره مخ كړل.

ابو عبيده رضى الله تعالى عنه قدس شريف ته لاړ او محاصره يې كړ وروسته يې كلۍ عمرابن الخطاب رضى الله تعالى ته وسپارلې، خالد ابن وليد دمشق ته مخه كړه او فتح يې كړ، عمر بن العاص رضى الله تعالى عنه مصر فتح كړ او مسلمانانو په غرب كې فتوحاتو ته دوام وركړ آن تر دې چې اندلس يې ونيو، همداراز شمال لوري ته يې قتيبه ابن المسلم الباهلي واستاوه او محمد ابن قاسم يې شرق ته وليږه آن تردې چې د چين سرحدونو ته ورسېد.

رسول الله صلى الله عليه وسلم د قسطنطنيې د فتحې زېرى وركړى و او فتح شوه، همداراز د روم د فتحې زېرى يې وركړى دى چې ژربه انشاُالله فتح شي  او زېرى يې وركړى چې دغه دين به ټولو هغو سيمو ته رسيږي چې هلته شپه او ورځ وي او د نبوت په څېر د خلافت زېرى يې وركړى، پس د الله جل جلاله په امر كې بيړه مه كوى، ولى په خپل اخلاص او قربانيو كې بيړه وكړئ.(هو الذي أرسل رسوله بالهدى ودين الحق ليظهره على الدين كله ولو كره المشركون) يعنې دى دى هغه ذات چې خپل پيغمبر يې راوستاوه د هدايت لپاره ترڅو خپل حق دين غالب كړي پر ټولو دينونو ان كه مشركان يې بد بولي. ولې موږ اوسمهال بايد خپل تفكير په دې كې منحصر نه كړو چې يوازې خپل نفسونه آزاد او اصلاح كړو بلكې كوښښ بايد وكړو چې د ټولې نړۍ وګړي د تيارو له بدبختيوڅخه وباسو.
په درنښت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب