علامه سعد الدین التفتازاني- پيژندنه

سعد الملة والدين أبو سعيد مسعود بن عمر بن محمد بن أبي بكر بن محمد بن الغازي التفتازاني السمرقندي الحنفي
معلومات شخصي
زیږیدنه  1322 هـ
خراسان كبرى – تفتازان
مړینه 1390 هـ
سمرقند
هیواد تيموري دولة
دین او مذهب اسلام، أهل السنة والجماعة،شافعي، حنفي
علمي دوره
استاذان یې عضد الدين إيجي[1]،  وقطب الدين الرازي[1]
مسلک عالم عقيدة،  وأديب،  وفيلسوف،  وفقيه،  او رياضي پوه
ژبې عربي[2]
د علمي کارونو برخې علم كلام[1]،  شعر،  د ژبې قواعد،هندسة رياضي  اومنطق

علامه سعد الدین تفتازاني چې د مشهورو نصابي کتابونو لکه مختصر المعانی، مطول،شرح العقائد او شرح المقاصد مصنف دی، یو له سترو علماء کرامو څخه دی چې دلته یې لنډ ژوندلیک درسره شریکوو.

د ده مبارک  نوم  مسعود و، دوالد صاحب  نوم  یې  عمر  و، دده  اسم لقب  سعدالدین  و، علامه  صاحب په  تفتازان  کې چې یو دخراسان ( افغانستان )دکلیو څخه  دی  دنیا ته سترګې غړ ولې دي.علامه صاحب مبارک دتعلیم په  ابتداء  کې ډېر غبي و ، دومره غبي و  چې  نورو ملګرو به  ټوکي  ورباندې کولې ، یوصفت  یې داو چې  دېر متقي  ، پر  هیز ګاره طالب  و، دوهم صفت یې داو چې  ډېري  خوارۍ به یې په درس پسي ګاللې، دی مبارک  وایي  چې  زه  یوه  ورځ دېر ستومانه شوم  خوب  راغلی و، په  خوب کې  یو ځوان  درې  ځله  راغلی  او راته  ویې ویل ، ای  مسعوده!  راځه  تفریح  وکړو. ماورته  وویل چې  زما سبق  نه دی زده ، زه  ولې  تفریح وکړم ، څلورم  ځل  یې راته  وویل  راځه  دالله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم  دې غواړي،  بس  په  همدې وخت کې زه ولړزیدم  او رعب راباندې پریووت ، او ورسره  روان  شوم  چې ګورم  رسول الله صلی الله علیه وسلم ، له صحابه کرامو رض  سره  تر یوې  درختې لاندې  ناست دی ، ماهم  خپل شکایت  ورته  وکړ  چې  ای دالله جل جلاله رسوله  زما سبق نه زده کیږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ، خپله  ناړه  زما په خوله  کې راوموښله  زه  چې کله راپور ته  شوم  زما سينه د علم لپاره  پراخه  شوې وه ، اوزه په  سبق باندې  ډېر ښه پو هېدم.

علامه صاحب وروسته ډیر لوی عالم شو او د خپل وخت له جیدو او ثقه علماء کرامو څخه بلل کیده هغه ډیر تصنیفات وکړل د مثال په ډول ده  په  ۱۶ کلنۍ کې  پر زنجاني  باندې شرحه  وکړه  او وروسته  یې مطول  او شرح المقاصد ، شرح العقائد ،شرح الرسالة الشمسیة، النعم السوابغ فی شرح الکلم النوابغ، غایة تهذیب الکلام فی تحریر المنطق و الکلام، التلویح الی شرح حقائق التنقیح، ارشاد الهادي فی النحو  اویوه فتاوی  په  فقه  حنفي  کې  او مختصر المعاني  اوداسي  نور کتابونه  هم  تصنیف کړل . دی  مبارک  په مذهب حنفي  دی ، داخبره علامه  عبدالفتاح  ابو غده  رح  په  تعلیق د( الاقامه الحجه علی الاکثار فی التعبد لیس ببدعة ) کې  په  ډېرو دلائلو ثابته کړې ده او کوم  چا چې ده ته د تشیع نسبت کړی په دې دلیل چې ده  په  بحث  د تعریف المسندالیه  کې  مثال په  علي  او معاویة ، سره ویلی دا بې دلیله دعوه ده ځکه په فقه او عقائدو کې دده ټول تصنیفات او کتابونه په دې دلالت کوي چې هغه د اهل السنة والجماعة د لارې لاروی او حنفي مذهبه و.

د علامه سعدالدین تفتازاني رحمه الله یو لوی امتیاز دادی چې الله تعالی ددې کتابونو ته ډیر مقبولیت ورکړی دی. د ده له عصر نه بیا تراوسه پورې د نوموړي تصنیفات په دیني مدارسو کې د نصابي کتابونو به شکل تدرییسیږي او علماء کرامو او طالبانو ته یې د علم فیض او برکت رسیږي. الله تعالی دې په علامه صاحب رحمتونه وکړي. آمین

عزیز الرحمن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب