د رسول الله صلي الله علیه وسلم عاجزي

امام ترمذی په شمائل کې له علی بن ابی طالب رضی الله عنه څخه یو روایت راخیستی دی هغه وایې : چابه چې ناڅاپه رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدیابه یې دلومړي ځل له پاره ولید نو هغه کس به ورنه وویردی اوچې یوڅه وخت به یې ورسره تیرکړ او وبه یې پیژاند بیا به پرې ګران شو :
(الشمائل للامام الترمذي )

دابوداود او ابن ماجه په یوه روایت کې راغلې دې ابومسعود الانصاري رضي الله عنه وایې
موږ به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست و، رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه سړې سره خبرې وکړې خو په هغه سړې باندې له ویرې نه لړزه راغله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته وویل :هون علیک، فإنی لست بملک، إنما أنا ابن ا مرأة من قریش کانت تأکل القدید) یعنی مه ویریږه ! زه خو څه باچا نه یم زه دقریشو دیوې داسې ښځي زوی یم چې وچه غوښه به یې خوړه !!
(رواه أبو داود، وابن ماجه)

دحدیثو شارحینو وایې : دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم دانتهایې زیاتې عاجزي څر
ګندونه کړې ده او هغه داسې چې یو خو یې ځان دقریشو دیوې ښځي زوی یاد کړی دی او د پلار یادونه یې نده کړې اوبل یې خپله مور بیا داسې عاجزه معرفی کړې ده چې هغې به وچه غوښه خوړه او وچه غوښه شتمن نه بلکي غریب خلک خورې .
دلویدیځ ځیني مستشرقین او ختیځپوهان وایې : چې محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کې پیغمبرو خو چې مدیني ته ولاړ نو بیا یې پیغمبري ته شاکړه او باچا وګرځیدی !! دوی بیځایه ختیځپوهان بلل کیږې که دوی د رسول الله دژوند له حالاتو په تفصیل سره خبر وی نو داسې خبرې به یې نه وې کړې خو اصلا دوی دافترائاتو اوپوچو تورونو زمریان دې .

لیکنه: حامد افغان

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب