اخلاقایمان، عقیده او اړوند

د منافقانو مثال د اسلام له نظره

 مَثَلُهُمٌ  كَمَثَلِ  الَّذِي اسٌتَوٌقَدَ نَاراً    فَلَمَّآ اَضَآءَتٌ مَا حَوٌ لَهُ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُوٌرِ هِمٌ وَ تَرَ كَهُمٌ  فِيٌ   ظُلُمَاتٍ  لاَّ  يُبٌصِرُوٌنَ ( ۱۷ )

ژباړه: مثال دمنافقانو  په شان دمثال   دهغه چادی چی بل کړی یی وی اور نوکله چی روښانه کړی دغه (اور) هغه ځایونه چی شاوخوادهغه دی نوم ړه کړی  الله رڼا د (اور) ددوی اوپریږدی دوی په تیارو کی په دی حال کی چی هیڅ نه وینی .

تفسیر : ددغه آیت مطلب دادی چی منافقان ګمراهی ته هدایت وایی ، ړندو ته چی شی نه وینی بینا وایی ،ددوی مثال دداسی خلګو په رقم دی ، لکه چی یو څوک په تیاره شپه کی په یو دښته کی ناست وی  نو یی اور بل کړی وی چی شا اوخوا په ووینی او هم ځان دوحشی ژویو (حیوانات ) څخه په وساتی ، کله چی اور مړ سی نو دوی دړندو په مثال وی شی نه وینی ، همداسی منافقانو هم دمسلمانانو له ویری دشهات دکلمی له رڼا څخه غوښته ګټه واخلی چی هغه یی دځان ستل او مال خوندی کول وه چی هغه کار به یی وکی بیرته به دکفر خواته ولاړل

صُمٌّ م بُكْمٌ عُمٌيٌ فَهُمٌ لاَيَرٌجِعُونَ (۱۸) لا
(دوی) کاڼه دی ګونګیان دی ړانده دی نو بیرته نه راګرځی دوی(له ګمراهی نه)
تفسیر : یعنی کاڼه دی چی رښتیا او حقه خبره نسی اوریدای ، ګونګیان هم دی چی د حق له اقراره او رښتیا ویلو ، ړانده دی دحق دلیدو او دخپلی ګټی اوتاوان له لیدلو ، نو چی څوک هم ړوند وی هم کوڼ وی هغه به خپله لاره څرنګه پیداکی ، نو دګمراه انسان څخه څو ک هیڅ توقع نه لری .
اَوٌكَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ
یا په شان دهغه تیزباران(چی اوری) له طرفه دآسمانه چی وی په ده کي تیارې
وَّرعْدٌ  وَّ بَرْقٌ .  يَجٌعَلُوٌنَ  اََصَابِعَهُمٌ
او تندر(تالانده) او بریښنا نوننه باسی دوئ ګوتی خپلی
فِیٌ اَ ذَ ا نِهِمٌ مِّنَ الصَّوَا عِقِ حَذَ رَ
په غوږو خپلوکی له امله د سخت آواز د تندرو له ویری
الْمَوٌتِ ط وَاللهُ مُحِیٌطٌ بِالْکَافِرِیٌنَ (۱۹)
د مرګه او الله احاطه کوونکی دی په کافرانو( په علم اوقدرت خپل)

تفسیر : دمنافقانو دپیژندنی یو بل ډول : دادوهم مثال دی چی د دوهم ډول منافقانو دپاره ئې بیان کړی دی ، داهغه قوم دۍ چی کله حق پر معلوم سی او کله بیا په شک کی ولویږی ، دشک په وخت کی دوې داسی وی لکه دپسرلی دنیمی شپې باران چی ډیر توند اوتیز وی ، د صیب معنی باران دی بعضی خلګو د اوریځو په ژباړه اړولی دی مګر ډیر د باران په معنی دغه توری مشهور دی چه په تیاره کی ډیر تیز او توند باران اوری ، د ظلمات ژباړه د شک ، کفر او نفاق دی ، درعد څخه موخه د ډیر غټ اواز تالانده او ټکی ته وائې ، دغه حال دمنافقانودی چه هر وخت په بیره او پریشانی کی وی .دکافرانو دوه قیسمه دی ،دکفر وخواته تبلیغ کوونکی  اودهغه تقلید کوونکی ، دمنافقانو هم دوه قیسمه دی ، خالص او پوخ منافق او بل هغه چه دنفاق یورګ په کښی کی وی ، په صحیحینو کی یو حدیث دی ، چه حضرت عبدالله بن عمرورضی الله تعالی عنه فرمائې ، رسول الله (ص) فرمایلی دی ، چه درې (۳) خصلتونه داسی دی چه په انسان کی وی هغه پوره منافق دی ، لکه په خبروکی درواغ ویل ، وعده خلافی کول ، په امانت کی خیانت کول .

یَکَادُالْبَرقُ یَخٌطَفُ اَبٌصَارَ هُمٌ ط
نژدې ده چه بریښنا په چابکی سره یوسی ( نور) دسترګو ددوئ
کُلَّماَ اَ ضَآ ءَلَهُمٌ مَّشَوٌ ا فِیٌهِ ق لا  وَ اِ ‌ذَآ اَظْلَمَ
کله چه رڼاکړی دوی ته لاره نوروان شی دوئ په کښی اوکله چه تیاره کړی
عَلَیٌهِمٌ قَا مُوٌ اطوَ لَوٌ شَآءَاللهُ لَذَ هَبَ بِسَمٌعِهِمٌ
په دوی نوودریږی، اوکه اراده کړی وای الله نوخامخا زائل کړی به ئې وه (ظاهری قوت) داوریدلو ددوی
وَ اَ بٌصَارِ هِمٌ ط
او (ظاهری قوت) دلیدلو ددوی ،
اِ نَّ اللهَ عَلَی کُلِّ شَیءٍ قَدِ یٌرٌ (۲۰) ې ۲ع
بیشکه الله پر هر شی ښه قادر دی

تفسیر: موخه ئې داده چه منافقان به تل خپل په ضلالت او تاریکو خیالاتو اخته وی کله چه په اسلام کی ګټه وینی او داسلام معجزی ورښکاره سی نو په ښکاره ډول دخلګو مخ ته په سمه لاره روان سی ، چه دنیوی ګټی ووینی نو ئې اسلام هیر شی او خپل اصلی حالت ته راسی ، مګر الله تعالی په هر شی قادر او پوه دی ددوی شیان ئې په درد نه خوړل کیږی .
ددې سورت له شروع څخه تر دې ځایه پوری ددریو ډلو ذکر وکړوفرمایه لمړۍ دمومنانو  دوهم دکافرانو چه دهغوۍ پر زړونو داسی یو ټاپه مهر لګولی دی چه هیڅ وخت به نسی مومنان اوایمان به رانه وړی ، دریم دمنافقانو چه په ښکاره لکه مسلمانان مګر ددوی زړونه په هیڅ یولوری پوری نه وی .
یَآ ََیُّهَا النَّاسُ اعٌبُدُوارَ بَّکُمُ الَّذیٌ  خَلَقَکُمٌ
ای خلګو! عبادت وکی! درب خپل هغه( رب چه) پیداکړی ئې تاسی
وَالَّذِیٌنَ  مِنٌ قبٌلِکُمٌ َعَلَّکُمٌ تَتَّقُوٌ نَ ( ۲۱ ) عـب لا
او هغه کسان چه  ووپخوا له تاسودپاره ددی چه تاسی ځان وساتی،( له عذابه دالله)
الَّذِیٌ جَعَلَ لَکُمُ الاْ ََرٌضَ فِرَاشًاوَّالسَّمَآءَبِنَآءً ص
هغه (رب) چه ګرځولی ئې ده تاسوته مځکه فرش او آسمان چت
وَّ اَنٌزَ لَ مِنَ السَّمَآ ءِ مَآءً فَاَ خٌرَجَ بِهِ مِنَ
اونازلی کړی ئې دی له آسمانه اوبه پس راوئې ایستې په دې سره له هر‌ډول
الثَّمَرَاتِ رِزٌقًالَّکُمٌ . فَلاَتَجٌعَلُوٌا ِللهِ اَنٌدَادً ا
میوو څخه روزی تاسې ته نومه ګرځوی له الله سره شریکان حال داچه
وَّ اَنٌتُمٌ َعٌلَمُوٌنَ  (۲۲)
تاسې پوهیږی( چه الله شریک نه لری)
تفسیر: دالله تعالی تعریف چه الله تعالی خپل په ژبه کړی دی ، ددغه ځای څخه دالله تعالی دتوحید اوالوهیت بیان شروع کیږی ، چه دغه خپل بندګان چه دهیڅ څخه ئې په وجود راوړی دی اوهر طرح میوی ظاهری اوباطینی نعمتونه چه ئې عطاکړی دی ، چه مځکه ئې غوړولی ده غرونه ئې دمیخو په شان په مځکه کی ټکوهلی دی او آسمان ئې دچت په رقم درولیدی دآسمان څخه داوریځی په واسطه باران رااوروی دهغه څخه میوې شنې کیږی انسانان اوژوی ځنی ګټه اخلی یوازنۍ رازق اومالک الله تعالی دی چه هر څه دده په لاس کی دی ترهر بل چا دالله تعالی عبادت کول غوره کار  دی اوهیڅ یوبل دالله تعالی سره شریک ونه نیسی.
په صحیحین کی یو ح دیث دی ، چه حضرت ابن مسعود رض الله تعالی عنه د رسوالله  (ص) څخه پوښتنه وکړه چه تر ټولو لویه ګناه کمه یوه ده ؟ رسوالله (ص) وفرمائل هرڅوک چه خپل خالق ته شریک ونیسی او دبل چا عبادت وکی ، په یو حدیث کی راغلی دی چه هرڅ وک داسی ووائې چه الله وغواړی اوفلانی وغواړی داګناه لری بلکی داسی باید ووائې چه الله تعالی یګانه وغواړی ، یو نفر رسول الله مبارک ته راغی اوورته ئې وویل که خدای کول اوتاسی کول دا کار به داسی و سی ، نو محمد رسول الله  مبارک ورته وویل داګناه لری چه ته ئې وائې ولی چه ته دالله پاک سره ما شریک کوې, بلکی داسی باید ووائې چه که الله تعالی یوازی وغواړی .

دامام ابوحنیفه رحمته څخه سوال وسو چه دالله پاک دموجودیت څه ثبوت سته نو هغه وویل چه ما پریږدی عجب خوب می ولیدی ، چه په یو سمندر بحر کی یوغټه کښتۍ راروانه وه چه ډیر شیان په کښی بار وه مګر هیڅ چلوونکۍ ئې نه درلودۍ پر هرځای به پخپله دریدله او بار به ئې پخپله کښته کاوه په طوفانی سمندر کی راروانه وه نه لاره ځنی ورکیدل او نه چپه کیدل نو خلګو ورته وویل چه دا بیځایه خوب دی هیڅ امکان نه لری چه یو دونده لویه کښتۍ دی بغیره یو چلوونکی په سمندر کی یواځی روانه وی نو امام صاحب ورته وویل چه څنګه امکان لری دا ټول جهان آسمانونه مځکه لمر سپوږمۍ ستوری دانظام څنګه بغیره یو چلوونکی ولاړ وی هغه باری تعالی دی .خلګو چه داواوریدل نو مسلمانان سول او ایمان ئې راوړی .

بیا پر هغه سر بیره دالله تعالی څخه سر غړی کول کفردی  اوس خپلو بندګانو ته داښیی که مؤمنان دی که کافران یا منافقان خطاب فرمایی او دحضرت باری تعالی په توحیدئې پوهوی چه ایمان داصولو اصل دۍ ، خلاصه داچه الله تاسی اونور ټول هغه خلګ چه زموږ ترمخه پیداسوی دی  ټول هغه ضرورتونه اوګټی چه ئې پیداکړی دی ، ټول د یو الله تعالی ذات دۍ نوله داسی الله تعالی څخه مخ اړول اوبل چا ته عبادت کول اوسر ټیټول چه هیڅ ضرر چاته او نه ئې ګټه رسیږی څونده ناپوهی اوجهالت دی که څه تاسی په دئ ښه پوهیږی چه الله تعالی یو او هیڅ شریک نه لری  .

دسورت بقره د۱۷ آیات څخه بیا تر ۲۲ آیات پوری ترجمعه اوتفسیر

عبدالرحیم امین یار

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: