د بادام ګټې

١- بادام په طبعي توګه ګرمه خولنده مېوه ده بادام که د خوراک پرمهال ښه ميده شي دمعدي دقوت سبب ګرځي .

٢_بادام چې نسبتاډيره انرژي لري ډيرخوراک يې دچاغوالي سبب کيږي، هغه کسان چې وزن يې کم اوغواړي چاغ شي نودباداموڅخه دي ګټه واخلي.

٣_هغه کسان چې ذهنا ناارامه وي  اوهميشه ذهني ستړيا احساسوي دباداموپنځوس ګرامه دې ميده اودپنځوس ګرامه بورې سره دې  په يوليتراوبوکې ګډ کړي .

اوبيا دې د بادامو د دي ډول خوړوڅخه چې د بادامو شيدې ورته وايي هره ورځ د اوبو د يوګيلاس نيمايي برخه د مازيګرد څلوربجوڅخه وروسته اوهمداډول هره شپه په ياده اندازه تر ويده کيدو مخکې  وخوري په دې سره به يې دپخواپه پرتله ناارامه ذهن ډيرراحته وي .

٤_هغه کسان چې وچ ټوخى  لري اوددې ناروغۍ څخه ډيرځوريږي نوددرملني ښه اواسانه لاره يې دبادامودغوړيواستعمال دى .

ددې ستونزې  لرونکي خلکوته په کارده چې ترويده کيدادمخه خپل دپوزې دنني برخه دباداموپه غوړيوغوړکړي .

اوهره ورځ دې دبادامودغوړيوڅخه دچايوپه قاشوقه درې قاشوقې   وخوري .

٥_بادام دکلسيم ترټولوښه منبع ده نوهغه کسان چې دکلسيم دکموالي سره مخ وي کولاى  شي چې دبادامودورځني خوراک څخه يې پوره کړي اودکلسيموپه خواکې يې دنوروګڼوګټوڅخه هم برخمن شي

٦_بادام دغه رازدپوتاشيم يوه ښه منبع هم ده نوپه دې  توکه هغه کسان چې دويني فشارناروغي لري بادام هغه وچه ميوه ده چې په خوراک سره يې ستاسي داستونزه هم حل کيږي .

خوبايدووايوچې دادهغوکسانولپاره چې دمالګې خوراک ورته په زيان نه وي .

خويوه خبره چې پام کې نيول يې ضروري دي هغه داچې دباداموپه خوراک کې بايددخوراک اندازه ډيره نه شي چې بيايې دګټي پرځاي تاوان زيات وي .

نوکه غواړي چې په ښه توکه دبادام دګټوڅخه برخمن شي دورځي په اوږدوکې يواځي دباداموپنځه عدده وخوري که چيري دادشهدوسره نوش جان کړي نولابه موښه ګټه کړي وي .

ژباړن:توريالي همت

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب