روژه: د معدې سوز او ارږي بدېدل؛ د حل لارې چارې

روژه: د معدې سوز او ارږي بدېدل؛ د حل لارې چارې

روژه کې ډیری خلک د معدې له سوزه او د ارږي له بدېدو ډیر شکایت کوي. زیاتره خلک چې پېشنمی وکړي، معده یې سوزي، ساعت پس یې ارګی هم بد شي، عادي انسان لپاره په روژه کې دا ستره ستونزه وي او لامل يې دادی چې په روژه کې د انسان معده خالي وي او تیزابیت يې په معده کې زیاتیږي چې له کبله یې بیا معده هم سوزیږي او هم ارږی ورسره بدیږي.

د معدې د سوز لاملونه

ډوډۍ پرته له دې چې په خوله کې ښه میده شي، ژر ژر تېرول ددې لامل کیږي چې په معده باندې درنه شي او معده یې د هضم وس نه لري.

د خوراک وروسته سمدستي ویده کېدل معده دې ته نه پریږدي چې خوړل شوې ډوډۍ سمه هضمه کړي.

مساله دار خوراکونه هم د معدې سوزش په پیدا کولو کې مهم رول لوبوي.

دارو و درمل

۱- تړمې اوبه څکل، ځکه تړمې اوبه د يښو اوبو څخه زیات معده اراموي، همدا راز د معدې سوزش اراموي.

۲- ډیرې اوبه څکل، ځکه اوبو ډیر څکل د معدې څخه د خوراکونو د وتلو بهیر تیزوي. کله کله د کمو اوبو څکل هم د معدې سوزش پیدا کوي.

۳- هغه مشروبات چې تېزابیت لري، باید کم وڅکل شي، مثلا د مالټې یا لیمو شربت، یا ګازي مشروبات، چای او قهوه.

۴- ځېنې داسې طبیعي نباتات شته چې د معدې سوزش له منځه وړي، لکه املي، توت او دارچېني، دا که وخوړل شي، هم د معدې سوز ورسره کمیږي.

۵- د معدې د سوزش څخه ځان په دې ډول هم خلاصېدلی شي چې تر ډوډۍ خوړولو وروسته یو نیم یا دوه ساعته وروسته ویده شي. زیاتره وخت سوزش له دې کبله رامنځته کیږي چې کس ډوډۍ وخوري او وروپسې سمدستي ویده شي، ډوډۍ په معده بوج شي او ورسره معده سوزیږي.

۶- له نشيي توکو ځان ساتل، سګرټ، چېلم، چرس او نورو لوګی د معدې سوزش څو چنده زیاتوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب