دښځې او خاوند تر منځ څنګه زياته مينه پيداکېږي؟

د ښځې او خاوند په منځ کې توافق د کورني ژوند اساس تشکيلوي، کله ناکله ښځه او خاوند يو له بل سره فکري او وجداني توافق لري، چې د دوى په منځ کې دا توافق د سعادت او نيکبختۍ سبب ګرځي، ښځه او خاوند بايد کوښښ وکړي چې په خپل منځ کې موافق واوسي او کله چې د خپل اولاد په اړه تصميم نيسي بايد يو له بل سره په مشوره تصميم ونيسي او همدارنګه کله چې د هر بل کار په اړه تصميم نيسي بايد يو له بل سره مشوره وکړي، ځکه کله چې خاوند او ښځه د يو بل له مشورې پرته کارونه سرته رسوي، دا دوى په کورنۍ ژوند بده اغيزه کوي او د دوى په منځ کې شکونه رامنځ ته کوي، چې په نتيجه کې يې يو له بل سره کرکه پيدا کېږي او محبت له منځه ځي، نو خاوند هم بايد د دې لپاره چې د خپلې ښځې زړه لاس ته راوړي،کله چې د يو کار تصميم نيسي بايد د خپلې ښځې سره مشوره وکړي او ښځه خو بايد په زياته پيمانه دې خبرې ته توجه وکړي او هر کله چې د يو کار اراده کوي، پرته له دې چې د خاوند سره مشوره وکړي بايد له خاوند څخه د هغه کار د کولو اجازه هم واخلي، چې دا په کورني ژوند کې د مينې او محبت پيدا کېدو يو ښه لاره ده.

او ښځه بايد کوښښ وکړي چې د خاوند خبره ومني، کله چې خاوند ورته امر کوي، بايد په ورين تندي يې ومني او د خاوند په مقابل کې کوم عکس العمل ښکاره نه کړي، ځکه چې الله تعالى په ښځه باندې د سړي قواميت بيانوي، چې په حقيقت کې دې خبرې ته اشاره کوي چې ښځه بايد د خپل خاوند خبره ومني، الله تعالى په دې اړه فرمايي: ” الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ” د النساء سورت (٣٤) آيت.
ژباړه: سړي د ښځو سرپرستان دي، په دې سبب چې الله تعالى ځينو ته په ځينو نورو ته فضليت او بهتري ورکړې ده او (دا سرپرستې او قواميت په دې وجه دى) چې دوى له خپلو مالونو څخه نفقه کوي، نو صالحې ښځې هغه دي چې خپلو خاوندانو ته تابع وي او د پټو شيانو ساتونکې وي په دې سبب چې الله تعالې دوى ساتلې دي.

بل دا چې ښځه او خاوند د يو بل پر عيبونو پرده واچوي او کوښښ ونکړي چې يو د بل عيبونه راوپلټي او که د هر يو څخه کومه سهوه کېږي بايد بل لورى له بخشش او بښنې څخه کار واخلي، د يو بل منفي اړخونه ته توجه ونکړي او بايد مثبت اړخونه په پام کې ونيسي، ځکه کله چې د يو بل منفي اړخونه وڅېړل شي او يو پر بل باندې اعتراضونه زيات شي، د دې باعث ګرځي چې د کورني ژوند د اړيکو مزي سست او بالاخره په شلېدو شي، ځکه چې په هېچا کې داسې صفات نشي موجودېداى چې سل په سلو کې مثبت وي، خامخا څه منفي خويونه هم پکې موجود وي، نو ښځه بايد د خاوند مثبتو اړخونو ته وګوري او منفي اړخونو ته يې توجه ونکړي، په خاصه توګه خاوند بايد د ښځې منفي اړخونو ته ونه ګوري، بلکه تل کوښښ وکړي چې مثبت اړخونه يې په نظر کې ونيسي، ځکه کله چې يو سړى د همېشه لپاره د ښځې منفي اړخونه څېړي او د هغو په مقابل کې عکس العمل ښي، کېداى شي چې دغه کار د دوى په منځ کې د اختلاف او کشمکش سبب وګرځي، رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي: عن أبي هريرة رضي اللَّه عنه قال: قال رسول ُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «اسْتوْصُوا بِالنِّساءِ خيْرا، فإِنَّ المرْأَةَ خُلِقَتْ مِنْ ضِلَع، وَإِنَّ أَعْوجَ ما في الضِّلعِ أَعْلاه، فَإِنْ ذَهبتَ تُقِيمُهُ كَسرْتَه، وإِنْ تركتَه، لمْ يزلْ أَعوج، فاستوْصُوا بِالنِّسَاءِ » متفقٌ عليه.

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى فرمايي: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: له ښځو سره نيکي کوئ، ځکه چې ښځه د چپې پښتۍ څخه پيدا شوې ده او زيات کوږوالى د پښتۍ په پورتنۍ حصه کې دى، که چېرې ته د دې اراده وکړې چې هغه سمه کړي نو ماته به يې کړي او که چېرې پريې ږدي نو همداسې به کږه وي، نو له ښځو سره نيکي کوئ.

له دې مبارک حديث څخه مطلب دا دى چې ښځه د پښتۍ په شان کږه ده او سموالى پکې کم دى، ځکه چې دا خو واضحه ده چې ښځه له پښتۍ نه نده پيدا شوې، بلکه دلته هدف تشبيه ده، يعنې ښځه لکه د پښتنۍ په شان کږوالى لري، چې دا خبره په بل روايت کې په واضحه توګه بيان شوې ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: « المرْأَةُ كالضلعِ إِنْ أَقَمْتَها كسرْتَهَا، وإِنِ استَمتعْت بِهَا، اسْتَمتعْت وفِيها عَوجٌ »، ښځه د پښتۍ په شان ده، که چېرې ته وغواړې چې سمه يې کړې نو ماته به يې کړې او که چېرې استفاده ترې کوې، نو په داسې حال کې به استفاده ترې کوې چې په هغې کې کوږوالى وي، البته په حديث کې د کوږوالي مطلب دا دى چې که چېرې د ښځې د ټولو وړو او غټو منفي اړخونو د سمون اقدام وشي، کېداى شي چې خبره د طلاق تر حده پورې ورسيږي، چې په حديث کې هم د ماتوالي هدف طلاق دى، چې دا د يوې کورنۍ نظام ختمېدل دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: « إِنَّ المرْأَةَ خُلِقتْ مِن ضِلَع، لَنْ تَسْتقِيمَ لكَ علَى طريقةٍ ، فَإِنْ استمتعْت بِهَا، اسْتَمتَعْتَ بِهَا وفِيها عَوج، وإِنْ ذَهَبْتَ تُقيمُها كسرتَهَا، وَكَسْرُهَا طلاقُها» په تحقيق سره ښځه له پښتۍ څخه پيدا شوې ده، تا ته به په سمه لار برابره نشي، که چېرې استفاده ترې کوې نو په داسې حال کې به ترې استفاده کوې چې په هغې کې به کوږوالۍ وي او که چېرې د دې اراده وکړې چې سمه يې کړې نو ماته به يې کړې او ماتوالۍ يې طلاق دى.
همدارنګه لکه څرنګه چې مو مخکې وويل چې سړى بايد کوښښ وکړي چې د ښځې مثبت اړخونه په نظر کې ونيسي او له منفي اړخونو څخه يې چې زيات خرابوالى ونلري سترګې پټې کړي، چې د کورني نظام د ساتلو لپاره ښه لاره ده او رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته اشاره کړې ده: عن أبي هريرة رضي اللَّه عنه قال: قال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « لا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً إِنْ كَرِه مِنها خُلقاً رضِيَ مِنْها آخَرَ » أَوْ قال: « غيْرَهُ » رواه مسلم.
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى فرمايي: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: بده دې نه ګڼي يو مسلمان بله مسلمانه (خپله ښځه) که چېرې يو خوې يې نه خوښيږي نو بل خوى به يې خوښيږي، يعنې مسلمان بايد کوښښ وکړي چې د خپلې ښځې هغو خويونو ته توجه وکړي چې خوښيږي يې او له هغو څخه سترګې پټې کړي چې نه يې خوښيږي.

your ads

مجیب الرحمن عاصم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب