سیرت النبي مقالې

د محمدصلی الله عليه وسلم مبارکه زوکړه او کوچنيوالی

محمدصلی الله عليه وسلم د ربيع الاول مياشتې په نهمه چې د ۵۷۱ زيږديز کال د اپريل مياشتې له شلمې یا دوه ويشتمې نيټې سره سمون خوري، د دوشنبې په ورځ سهار مهال د خپل پلار عبدالله په کور کې وزيږېد.

د لمسي په پيدايښت عبدالمطلب ډېر خوښ شو، هغه يې کعبې ته يووړ،  د الله جل جلاله شکر يې ادا کړ او “محمد” نوم يې پرې کيښود.

محمدصلی الله عليه وسلم چې د مور په نس و، پلار يې شام ته د تجارت لپاره تللی و او د بېرته را ستنېدو پر وخت د ورپېښې ناروغی له کبله په مدينه کې د خپلو ماماخيلو په کور پاتې شو, کله چې عبد المطلب دخپل زوی عبدالله له حاله خبر شو؛ نو خپل مشر زوی حارث یې مدینې ته ورواستاوه څو دعبدالله حال ورته راوړي کله چې حارث مدینې ته ورسېد، عبدالله له وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله د پنځه ويشتو کلونو په عمر وفات شوی و، عبدالله په خپلې کورنۍ ډیر گران و؛ نو ځکه يې په مړینه ټوله کورنۍ غمجنه شوه.

عبدالله په میراث کې محمد صلی الله عليه وسلم  ته یو څو اوزې، اوښان او یوه وینځه چې نوم یې برکة او په ام ایمن سره مشهوره وه، پرېښودل.

دمحمد صلی الله علیه وسلم د پیدائښت د نېټې په هکله که څه هم څه اختلاف شته خو دفلکیاتو داصولو له مخې دمحمد  صلی الله عليه وسلم  دزوکړې نېټه دربیع الاول نهمه ورځ ده او همدا قول راجح دی.

دمصر پیاوړی هیئت پوه محمود پاشا په دې اړه یوه مستقله رساله لیکلې ده چې په هغې کې یې د فلکیاتودقواعدو پر بنسټ دا خبره ثابته کړې چې محمد صلی الله عليه وسلم  دلومړۍ خور(ربیع الاول) په نهمه نېټه د دوشنبې په ورځ چې د ۵۷۱ م  کال د اپرېل له شلمې نېټې سره سمون خوري، پیدا شوی دی.

دمحمد صلی الله عليه وسلم  پيدائښت سره سم څو مهمې پېښې

ابن سعد روایت کوي چې دمحمد صلی الله عليه وسلم  مور امنه ویلي دي: کله چې یې محمد  صلی الله عليه وسلم  وزېږاوه؛ نو داسې رڼا یې ولیدله چې دشام ټولې ماڼۍ یې روښانه کړې.

دغه راز دمحمد صلی الله عليه وسلم  پیدائښت سره سم د فارس دامپراطورۍ ماڼۍ کسری څخه څوارلس خښتې ولوېدلې او دمجوسیانو د اتش کده (اورغالي) اور مړ شو دکوم چې یې عبادت کاوه او دساوه نومي سمندرگي په غاړه کې کلیساوې په ځمکه ننوتلې چې په حقیقت کې دا یوازې دکسری ماڼۍ نه؛ بلکې دعجمو شان، دروم شوکت، او دچین هسکې ماڼۍ وې چې رانسکورې شوې، دفارس اور نه بلکې دشر اور،  دکفر اورغالی، دگمراهۍ اورتون ټول یخ او ساړه شول، له بتخانو څخه دوړې پورته شوې او بت خانې خاورو سره خاورې شوې، دمجوسیت کوشېرونه تس نس شول، دنصرانیت خزان وهلې پاڼې یوه پسې بله  ورژېدلې، دتوحید رڼا خپره شوه ، دنېکمرغۍ په باغ پسرلی راغی، او دهدایت دلمر وړانگې هرې خوا ته خورې ورې شوې.

د محمدصلی الله عليه وسلم تی رودنه (رضاعت)

محمدصلی الله عليه وسلم ته يوه اونۍ خپلې مور آمنې بي بي تی ورکړ او بيا د ابولهب ازادې شوې مينځې ثويبې او له هغې وروسته د مدينې د بنوسعد قبيلې اوسېدونکې حليمې بي بي تی ورکړی دی.

هغه وخت په ښاري عربو کې دا دود و چې خپل کمکيان به يې د ښې پالنې، دعربو ځانگړتیاوو خوندي پاتې کېدلو او نگه عربي ژبې زده کولو په موخه خوا او شا کليو  او بانډو ته لېږل، دعربو مشرانو دغه دود او دستور تر ډیرې مودې خوندي ساتلی و، تردې چې بنو امیه وو خپل مرکز په دمشق کې جوړ کړ او په شاهانه شان او شوکت کې یې کسر ی او قیصر سره سیالي کوله خوسره له دې به هم دوی خپل کوچنیان په کلیو او بانډو کې دسارایانو په کورونو کې روزل، دځینو لاملونو له امله د ولید بن عبدالمک روزنه په ښار  او شاهي حرم کې دننه وشوله؛ نو ځکه  دبنو امیه وو په کورنۍ کې یوازې ولید داسې تن و چې نگه عربي یې نشوه ویلای.

له پورتني دود او دستور سره سم به  دخوا او شا کلیو ښځې په کال کې دوه ځله  ښارته راتللې او د ښار مشرانو او شتمنو به خپل تی خوري کوچنیان ورسپارل.

په دې لړ کې دمحمد  صلی الله عليه وسلم  له پیدائښت نه یوڅو ورځې  وروسته د هوازن  قبیلې یو څو مېرمنې دکوچنیانو په لټه کې مکې ته راغلې چې په  دغو مېرمنو کې یوه هم حلیمه سعدیه وه.

د اتفاق له مخې حلیمې سعدیې ته کوم تی خور کوچنی په لاس ورنه غی؛ نو د محمد صلی الله عليه وسلم  له مور څخه یې غوښتنه وکړه چې خپل زوی ورته د تي ورکولو په موخه ور وسپاري.

دمحمد صلی الله عليه وسلم  د اخېستلو پرمهال دحلیمې بي بي په زړه کې دا خبره گرځېدله چې زه به دایتیم کوچنی څه کړم؛ خو بیا هم خالي لاس ستنېدل ورته ښه نه ښکارېدل؛ نو زړه نازړه یې دغه یتیم ماشوم له ځان سره واخیست.

دمحمد صلی الله عليه وسلم  په اخیستلو سره د حلیمې سعدیې کمزورې اوښه  چټکه شوه، شودې يې زياتې او په کور کې يې هر ډول برکت راغی.

له دوه کلونو پالنې وروسته کله چې حلیمې سعدیې محمد صلی الله عليه وسلم  مکې ته را ووست، په مکه کې د وبامرض خپور و چې دغه فرصت حلیمې سعدیې له لاسه ورنکړ او بیا یې محمد صلی الله عليه وسلم  له ځان سره مدینې ته بووت او هلته یې څو نور کلونه تېر کړل چې د دغو کلونو شمېره ابن اسحاق رحمه الله شپږ لیکلي دي.

محمد صلی الله عليه وسلم  خپلې رضاعي مور حلیمه سعدیې سره زیاته مینه درلودله، کله چې له نبوت نه وروسته حلیمه سعدیه محمد صلی الله عليه وسلم  ته ورغله، محمد صلی الله عليه وسلم  یې زیات احترام وکړ او زما مورې، زما مورې یې ورته ویل او ورترغاړې ووت.

ابن کثیررحمه الله لیکلي دي چې حلیمه سعدیه دمحمد صلی الله عليه وسلم  له نبوت څخه وړاندې وفات شوې ده خو دا خبره سهي نه ده ځکه چې ډیرو علماوو لکه ابن خثیمه په تاریخ کې، ابن جوزي په حداء نومي کتاب کې، منذري په مختصر سنن ابي داود کې او ابن حجر په الاصابه نومي کتاب کې دحلیمې سعدیې داسلام راوړلو خبره لیکلې ده.

دمحمد صلی الله عليه وسلم  رضاعي خوېندې او وروڼه

دمحمد صلی الله عليه وسلم  څلور رضاعي خویندې او وروڼه وو، چې نومونه یې په لاندې ډول دي: عبدالله، انیسه، حذیفه او حذافه، حذیفه په خلکو کې دشیما په نوم مشهوره ده او په دوی کې دعبدالله او شیمااسلام راوړل ثابت دي او دنورو سهي حال معلوم نه دی.

د سينې څيرلو پېښه

له دوو کلونو رضاعت وروسته حليمې سعديې محمدصلی الله عليه وسلم بېرته خپلې مور ته راووست؛ خو د لا زياتو برکتونو ترلاسه کولو په موخه يې له هغې څخه د يو څه نور وخت د پاللو اجازه واخېستله او محمدصلی الله عليه وسلم يې بيا له ځانه سره مدينې ته بوتللو.

د محمدصلی الله عليه وسلم عمر چې څلورو کلونو ته ورسېد يوه ورځ يې له کوره بهر ماشومانو سره لوبې کولې چې ناڅاپه جبرائيل عليه السلام راغی، سينه يې ورته څيرې کړه، زړه يې ورته د سرو زرو په جام کې د زمزم په اوبو ومينځه او بېرته يې سينه وروگنډله.

له انس رضي الله عنه څخه په مسلم کې روایت نقل شوی دی:

محمد صلی الله عليه وسلم  ماشومانو سره لوبې کولې چې جبرائیل امین ورته راغی،ویې نیوه،په ځمکه يې پرې باست،سینه یې ور وڅیرله، او له زړه څخه یې دوینې یوه ټوټه واېستله او ویې ویل چې ستا له زړه څخه  دا دشیطان برخه ده، بیا یې دسرو زرو په لگن کې دزمزم په اوبو ورته زړه ومینځه، له دې وروسته یې زړه بیا سره یوځای او په خپل ځای کې ځای پرځای کړ.

ملگرو يې چې دغه پېښه ولیدله؛ نو په منډه حلیمې سعدیې ته ورغلل او ورته یې وویل چې محمد صلی الله عليه وسلم  وژل شوی دی، رضاعي مور او پلار یې په بیړې سره دپېښې ځای ته ولاړل او محمد صلی الله عليه وسلم  یې په داسې حال کې ولید چې رنگ یې الوتی و، انس رضي الله عنه وایي: مادمحمد صلی الله عليه وسلم  په سینه هغه نښې لیدلي دي.

رضاعي مور او پلار يې  له دې پېښې وروسته وویرېدل او بېرته يې خپلې مور ته ستون کړ.

دسينې څيرلو پېښې

دمحمد صلی الله عليه وسلم  سینه څلور ځله څیرل شوې ده

لومړۍ پېښه

لومړۍ پېښه هغه وخت را منځته شوه کله چې محمد صلی الله عليه وسلم  څلور کلن و او حلیمه سعدیې یې پالنه کوله چې دانس رضي الله عنه په روایت کې یې ټوله پېښه تفصیلا بیان شوه.

دويمه پېښه

دسینې دڅیرلو دویمه پېښه په مکه کې هغه وخت منځ ته راغله کله چې محمد صلی الله عليه وسلم  لس کلن و.

ابوهریرة رضي الله عنه له محمد صلی الله عليه وسلم  څخه وپوښتل چې دنبوت لومړۍ پېښې څنگه وې؟ هغه  صلی الله عليه وسلم  ورته په ځواب کې وفرمایل: کله چې زه لس کلن وم، ځنگل کې روان وم چې ناڅاپه دوه کسان راسره مخامخ شول چې داسې کسان ترننه ما نه دي لیدلي او نه مې دهغوی د کالیو غوندې سپین کالي لیدلي دي او نه مې هم هغه عطر لیدلي دي چې هغوی کارولي و، یو بل ته یې وویل چې دا هماغه تن دی، هغه بل یې تصدیق وکړ او بیا دواړو له لاسونو ونیولم، له نیولو وروسته یې پرې باستلم او یو بل ته یې وویل چې سینه یې څیرې کړه، هغه زما سینه داسې څیرې کړه چې نه ترې وینه ووتله او نه هم زه په تکلیف شوم، زما زړه یې را واېست اوله زړه څخه یې حسد او کینه د وینې د دوو ټوټو په شکل کې لرې کړې او پر ځای یې خواخوږي او مهربانې ور واچوله بیا یې زه له غټې گوتې ونیولم اوپورته یې کړم په داسې حال کې چې په هر چا باندې شفقت او مهرباني کوونکی وم.

درېمه پېښه

دسینې دڅیرلو درېمه پېښه له نبوت نه مخکې هغه وخت پېښ شوه کله چې محمد صلی الله عليه وسلم  څلوېښت کلنۍ ته نژدې و.

عائشه رضي الله عنها وايي چې محمد صلی الله عليه وسلم  او خدیجة الکبری رضي الله عنها به دیوې میاشتې داعتکاف نذر نیوه چې دا ځل یې اعتکاف د روژې په میاشت کې شو، په همدې میاشت کې یوه شپه محمد صلی الله عليه وسلم  له کوره دباندې ووت،هلته یې دالسلام علیکم توري واورېدل، فکر یې وکړ چې کیدای شي کوم پېری وي نو په بیړه خدیجې ته ورغی او قصه یې ورته بیان کړه.

بیا دویم ځل دباندې ووت او بیا یې دسلام توري واورېدل او جبرائیل امین یې ولید چې یو وزر یې په ختیځ او بل یې په لویدیځ غوړولی و، نو وویرېد او په منډه کورته راغی، گوري چې جبرائیل امین یې دکور په دروازه کې ولاړ دی، خبرې یې ورسره پیل کړې څومحمد صلی الله عليه وسلم   ورسره مانوسه شي او په یوځانگړي ځای کې یې دلیدلو وعده ترې واخیستله.

محمد صلی الله عليه وسلم  یو څه ناوخته شو چې گوري جبرائیل امین ځمکې ته راکوز شوی دی او میکائیل داسمان او ځمکې تر منځ دی، جبرائیل محمد صلی الله عليه وسلم  څملاوه، سینه یې ورڅیرې کړه او له زړه یې هغه څه واېستل چې غوښتل یې ویې باسي، بیا یې زړه دزمزم په اوبو ورومینځه او په خپل ځای کې یې کېښود، وروسته یې  محمد صلی الله عليه وسلم  پړمخې کړاو داوږو تر منځ یې ورته دنبوت مهر ولگاوه چې د دې مهر اغیزه یې په زړه وشوه.

څلورمه پېښه

څلورم ځل دسینې دڅیرلو پېښه داسمانونو له سفر(معراج) نه مخکې پېښه شوه چې دا دسینې دڅیرلو وروستۍ پېښه وه.

انس رضي الله عنه روایت کوي چې محمد صلی الله عليه وسلم  ویلي دي: زه په خپل کور کې وم چې جبرائیل امین دزمزم اوبو ته بوتلم، سینه یې راڅیرې کړه او له ایمان او حکمت څخه ډک دسرو زرو لگن راوړل شو چې دغه حکمت او ایمان زما په سینه کې ځای پر ځای شو او بیا دپرښتې په بدرگه بیت المقدس او بیا اسمانونه ته ولاړم.

دسینې څیرلو پېښو اړوند علماء اوسیرت پوهان په یوه خوله نه دي:

ځینې علماء وایي چې دوه ځلي پېښه شوې ده او ځینې نور بیا د درې ځلي وینا کوي او نور بیا دڅلورو ځلو یادونه کوي.

شام ته سفر

د محمدصلی الله عليه وسلم عمر چې دولس کلونو ته ورسېد ابوطالب د د تجارت په موخه ځان سره شام ته بووت، پر لاره “بصرا” نومي سيمه کې يو عيسايي عالم چې په “بحيرا” مشهور و، د قافلې مخ ته راووت او پلټنه  يې پيل کړه تردې چې محمدصلی الله عليه وسلم ته ورسېد او له لاسه يې ونيو، د قافلې خلکو ته يې وويل: دا به د دنيا تر ټولو  غوره انسان، د الله جل جلاله وروستی استازي او ټول مخلوق ته د الله جل جلاله رحمت وي، هغوی ترې پوښتنه وکړه چې تاته څنگه معلومه شوه؟

نوموړي ورته وويل: تاسو چې له هاغه غونډۍ څخه راواوښتۍ ټولو کاڼو او بوټو ورته د درناوي (سجده) وکړه او بله دا چې دده د دواړو اوږو تر منځ د مڼې په شان يوه غوټه ده، زموږ په کتاب کې همدا د نوموړي د نبوت نښه ياده شوې ده، بيا يې هغوی ته ښه مېلمستيا وکړه او ابوطالب ته يې وويل: دی بېرته مکې ته ستون کړه او شام ته يې مه بيايه هسې نه يهودان ورته زيان ورسوي؛ نو ابوطالب محمدصلی الله عليه وسلم له څو غلامانو سره بېرته مکې ته  ولېږه.

دمحمد صلی الله عليه وسلم  دشام دغه سفر سره چې څرنگه مسلمانان مینه لري دغه راز عیسایان یې ورسره هم مینه لري هغوی دغه سفر دخپل دین دبریالیتوب او کامیابي لامل گڼي او وایي چې محمد صلی الله عليه وسلم  دمذهب حقیقتونه او رازونه له همدې راهب څخه زده کړل او داسلام بنسټ یې په هغو نکتو کېښود کومې چې ورته راهب ښودلې وې چې اسلام دهمدغو نکتو تشریح او تفسیر دی.

که عیسايي لیکوالان دغه روایت سهي گڼي نو باید دروایت هغه ټول اړخونه ومني چې په دې روایت کې یې یادونه شوې ده، په روایت کې خو دبحیرا د تعلیم او لارښوونو بیخي یادونه نه ده شوې او نه هم دا بیان شوي دي چې محمد صلی الله عليه وسلم  له راهب څخه زده کړې ترلاسه کړي دي.

او بله دا چې دا څنگه شونې ده چې دلسو یا دولسو ماشوم په یوه ورځ کې دومره تعلیمات او زده کړې ترلاسه کړي چې تر قیامته پېښېدونکو حوادثو ته ځواب ووايي.

که داسې وویل شي چې دغه زده کړه دعادت خلاف وه نو بیا دومره تکلیف ته چې محمد صلی الله عليه وسلم  شام ته سفر وکړي او هلته بحیرا له خپلې خانقاه څخه راوځي یا داسې نور، ته څه اړتیا وه.

خو حقیقت  دا دی چې دغه روایت چې دبحیرا یادونه په کې شوې ده یو مرسل روایت دی.

ددغه روایت تر ټولو باورې لاره په ترمذي کې ده چې له نقلولو وروسته یې په اړه  امام ترمذي ویلي دي حسن غریب چې دحسن غریب درجه له صحیح او حسن حدیث څخه کمه ده.

۱-د دې حدیث یو راوي عبدالرحمن بن غزوان دی، که څه هم ځینو حدیث پوهانو دغه راوي باوري گڼلی دی؛ خو ډیرو حدیث پوهانو پرې بې باوري څرگنده کړې ده، علامه ذهبي رحمه الله په خپل کتاب میزان الاعتدال کې لیکي: عبدالرحمن منکر حدیثونه بیانوي او تر ټولو زیات منکر روایت یې هغه دی چې دبحیرا راهب یادونه پکې شوې ده.

۲-علامه ذهبي رحمه الله په تلخیص المستدرک کې دحاکم دا قول نقل کړی دی چې زه د دې حدیث ځینې پېښې موضوعي( له ځانه جوړې شوې) گڼم.

۳-د دې روایت په ځینو لارو کې راځي چې په دې سفر کې محمد صلی الله عليه وسلم  سره ابوبکر صدیق او بلال رضي الله عنهما هم ملتیا کوله، حال دا چې دغه وخت کې بلال رضي الله عنه بیخي پیداشوی نه و او ابوبکر صدیق رضي الله عنه هم ډیر زیات کوچنی و.

ليکنه: د افغان بنسټ د علمي څېړنو څانګه

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: