په ثور سمڅه (غار ثور) کې | نبوي سيرت

ثور سمڅې ته  له رسېدو سره لومړی ابوبکرصديق رضي الله عنه  سمڅه  پاکه کړه بيا يې خپل يو څادر څيرې کړ د سمڅې ټول سوري يې پرې بند کړل يوازې دوه سوري پاتې شول هغو ته يې دواړې پښې کېښودلې ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ننوت او د ابوبکرصديق رضي الله عنه  پر ځنگانه يې سر کېښود ويده شو،  په همدې وخت کې له يو سوري څخه ابوبکرصديق رضي الله عنه   پر پښه يو شي وچيچلو، نوموړي له دې ويرې چې هسې نه رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوبه ووزي، هيڅ غږ ونه کړ؛ خو د ډېر درد له امله يې له سترگو اوښکې راغلې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پر  مخ ولوېدې  نو را ويښ شو، پوښتنه يې ترې وکړه چې څه خبره ده؟   ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: زما مور او پلار  درنه ځار شه!  يوشي وچيچلم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  يې پر پښه ناړې ووهلې؛ نو درد يې ورک شو.

علامه ابن سيرين  رحمه الله  وايي: د حضرت عمر  رضي الله عنه  په زمانه کې څوتنو په يو مجلس کې د عمرفاروق  رضي الله عنه  مرتبه تر ابوبکرصديق  رضي الله عنه  لوړه معرفي کړه حضرت عمر  رضي الله عنه  چې خبر شو ورته ويې ويل: قسم دى چې دابوبکر يوه شپه يا يوه ورځ د عمرله ټولې کورنۍ نه غوره ده، بيا يې ورته کيسه وکړه ويل: په کومه شپه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  او ابوبکرصديق  رضي الله عنه  له کوره د ثور غره په لور روان شول په لاره به ابوبکرصديق  رضي الله عنه  کله له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه وړاندې شو او کله به ترې وروسته روان و رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې ورته پام شو پوښتنه يې وکړه: ابوبکره! څنگه کله له مانه وړاندې روان يې او کله را څخه پاتي شې؟ ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: يارسول الله! کله فکرراشي چې هسې نه څوک را پسې وي؛ نوشاته شم او کله بيا فکر وکړم چې الله  مکړه څوک راته په لاره کې ناست نه وي؛ نو وړاندې شم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: ايا ته خوښوې چې که -خداى مکړه- کومه پيښه کيږي نو زما پر ځاى دې ته ورسره مخ شې؟ ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ورته وويل: هو! يارسول الله! په هغه ذات مې دې قسم وي چې تاته يې حق درکړى! زما موخه همدا ده، بيا چې کله دواړه د ثور غره په سرکې يوې سمڅې ته ورسيدل ابوبکرصديق  رضي الله عنه  وويل: يارسول الله! تاسو لږ انتظار وکړئ زه به داسمڅه را پاکه کړم لږ وروسته چې راووت بيا فکر ورغى چې غارونه خو مې پاک نکړل هسې نه هلته کوم ضررناک شى پټ وي او رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته تاوان ورسوي؛ نو بيا ور ننوت او رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته يې وويل: يارسوالله! لږ لا ودريږئ! چې ټول غارونه يې ښه پاک کړل را ووت ويل: يارسول الله اوس نو راځئ! رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورننوت..

[irp][irp][irp]

عمر فاروق رضي الله عنه چې داکيسه وکړه نو ويې ويل: زما دې په الله  قسم وي چې (د ابوبکر رضي الله عنه ) دايوه شپه د عمر له ټولې کورنۍ نه غوره ده.

حسن بصري رحمه الله  وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  او ابوبکرصديق رضي الله عنه  چې سمڅې ته ننوتل دم گړۍ ته قريش هم راورسيدل؛ خوچې ويې کتل د سمڅې خوله د غڼې په ځاله تړل شوې ده؛ نو يو بل ته يې وويل: دې غار ته څوک نه دي ننوتي رسول الله صلی الله عليه وسلم  په سمڅه کې په لمانځه ولاړ و او ابوبکرصديق رضي الله عنه  څارنه کوله، کله چې کافران دسمڅې خولې ته را ورسيدل ابوبکرصديق رضي الله عنه  وويل: يارسول الله! داخلک خو راورسيدل! قسم دى چې زه په خپل ځان نه ويريږم ما سره ستاسو غم دى خداى مکړه کوم تاوان در ونه رسوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: ابوبکره! مه ډاريږه! الله له موږ سره دى.

حضرت انس رضي الله عنه  وايي: ابوبکرصديق رضي الله عنه  راته کيسه کوله چې کله کافران دسمڅې خولې ته راورسيدل ما رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل: يارسول الله! که دا خلک لږ هم سرونه را ټيټ کړي؛ خومونږ به وويني! راته يې وويل:ابوبکره! دهغه دووتنو په اړه ولې فکر کوې چې  دريم  يې الله دى؟

حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: (پلار مې) ابوبکرصديق رضي الله عنه  د خپل هجرت کيسه راته کوله ويل: که هغه ورځ دې زما او رسول الله صلی الله عليه وسلم  حال ليدلى و؛ نو حيرانه به وې،کله چې موږ ثورغار ته وختو د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له مبارکو پښو وينې څڅېدې او زما هم دواړه پښې مړې وې .

حضرت عائشه  رضي الله عنها وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  پښې لوڅى اموخته نه و او په دې ورځ يې په مبارکو پښو څه نه لرل ([1]).

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب