د ماشومانو تعليم او تربيه په اړه خوږې خبرې!

*  ماشومانو ته چې څنكه تربيت ورکړل شي همغه شان جوړيږي.

*  تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی.

* خپل اولاد ته د ايماندارۍ اولين درس ورکول د هغوی د تعليم او تربيت پيلامه ده.

* کوم والدين چې خپلو بچيانو ته د تعليم او تربيت ورکول پريږدي هغه د انسانيت مجرمين دي.

*  ماشوم د تنقيد په ځای له تقليد څخه ډيره زده کړه کولی شي.

* هر مور او پلار خپلو بچيانو ته له ښو اخلاقو څخه بهترينه تحفه نشي ورکولی.

  • د ښځې او ميړه ازدواجي زندكي د اولاد لپاره انتهائي مؤثره ده، د دواړو په مابين کې جنك جكړه د ماشومانو لپاره د اعصابي مرضونو سبب جوړيږي، لهذا ښځه او ميړه د دغه سد باب لپاره بايد هر ممکن کوشش وکړي.

* يتيم هغه نه دی کوم چې د والدينو له سيوري  څخه محروم شي، بلکه حقيقي يتيم هغه دی کوم چې له اخلاقي نكراني څخه محروم شي.

  • د والدينو نيکي او بدي پر بچيانو باندې اثر کوي.

* د والدينو د بچيو له خرچې څخه تنك راتلل سخته غلطي ده، ځکه چې بچيان يې بيا د غلا، بدکاريو عادتي کيږي او له بدو خلكو سره ملكرتيا کولو ته مجبوره کيږي.

* ماشوم ته د تعليم ورکولو تر ټولو اولين سبق د هغوی ضدي او خودغرضي نه جوړول دي.

* د غصې راتللو په حالت کې بچي ته کله هم سزا مه ورکوی، ځکه چې د غصې په حالت کې هيڅ حکيم د مريض علاج نشي کولی.

* ماشومان زمونږ د زړه كلان دي، مونږ د هغوی لپاره نرمه ځمکه يو، هر څه چې رانه وغواړي بايد ور يې کړو او چې کله هغوی خفه وي بايد رضا يې کړو.

* د ماشومانو مثال د لمدې خټې په شان دی، دا د والدينو او د معاشرې ذمه واري ده چې له هغې څه جوړوي.

* د يوه پلار د کاميابي اندازه له دې څخه هم کيږي، چې بچيان يې په راتلو او که په تلو خوشحاله کيږي.

*    د بچيانو سالمه روزنه تر هر څه ښه سرمايه ده.

* که چيرته د بچيانو سالمه روزنه وشي نو هغه ډيرې روپۍ کومې د مجرمانو په مقدمو، بنديخانو او په اصلاح خانو کې خرچ کيږي بچت کولی شی.

* د ماشومانو لپاره لوبې کول دومره ضروري دي لکه د كل لپاره د لمر عوړانكې.

* له ماشومانو سره داسې سلوک وکړی چې هغه هم يو انسان دی، يا د انسان جوړيدو صلاحيت لري.

* څه پلرونه اولادته د مکمل انسان درجې ورکولو په ځای هغه د ځان لپاره د سپر په ډول استعمالوي.

* پر ماشومانو باندې تر ټولو اولين اثر د کورنۍ وي، د خاندان د خلكو خويونه په دوی کې پيدا کيږي.

* د ښه تربيت له وجهې په ماشومانو کې يو داسې قوت پيدا کيږي، په کومو باندې چې د صحت، خود اعتمادي، کاميابي او د شادماني انحصار دی.

* ماشومان د قوم او د ملک سرمايه ده، لهذا د هغوی حفاظت او تربيت ډير ضروري دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب