ګډه وډه بستره… لټي…ګنګستوب د ځیرکتیا نښې دي

زمونږ تاسو ټولنه کې هغه کس د خلکو خصوصا د مشرانو ډیر بد ایشیږي چې د خوب بستره یې درسته ورځ نه وي ټوله شوې او خوره وره پرته وي، له هغو یې بد راځي چې په یوه غږ له خوبه نه پاڅیږي، خو تازه څیړنې دا د ځیرکتوب نښې بللې دي.

د Daily Mail برتانوي اخبار په استناد، دغه تازه څیړنه دا ښیي چې د سړي د ځیرکتوب او د ژوندانه طرز او طریقې ترمنځ ټینګې اړیکې شته، مثلا د کور ترتیبول، ویده کیدلو مهال ویش او دیته ورته.

د My Domaine په نوم ویب سایټ هغه نښې نښانې راغونډې کړي چې په ډاګه کوي ته له نورو زیات ځیرک یې:

 

ګډوډي

کیدای شي پلار مور درته هروخت غوسه وي چې جامې دې نه سمبالوې او هر ځای خورې ورې لویدلې وي، خو متخصصین وایي کیدای شي دا د ځیرکتوب په لوړې درجې دلالت وکوي.

په دې اړه د ارواپوهنې متخصصه کیټلین فوس وایي:«له خپلې خواوشا ټولنې بغاوت له رواجونو ازادي الهام کوي، چې له دې څخه نوي لیدلوري رامنځته کیږي.»

 

شیان دې ورک وي

آیا کیلي ګانې درڅخه ورکې دي؟ د کوتې المارۍ کې ورقو لاندې پرتې دي؟ خپله تذکره یا پاسپورټ درڅخه هیر شوی دی؟

د متخصصینو په آند، دا د ځیرکتوب بیخي لوړې سویې باندې دلالت کولی شي، ددوی په آند، د هستوګنځي ګډوډي په دې دلالت کوي چې ته مهم کارونه مخکې کوې او غیرمهم شاته کوې.

کیدای شی د جامو ډیري لاندې د تذکرې/پاسپورټ هیریدل دې ته اشاره وکوي چې ته کالیو مینځلو ته اړ یې، او پاڼو لاندې د کیلي ګانو ورکیدل په دې دلالت وکوي چې ته اړ یې اول مطالعه وکوې.

 

د اختراعاتو په قیصو لوستلو شپې نهارول

د اختراعاتو، تاریخونو، پوهانو، قیصې لوستل، اوریدل، او په دې اړه بیخي له حده زیات غرقیدل هم کیدای شي په ځیرکتوب دلالتوکوي.

 

لنډی خوب

زیات شمیر خلک هغه کسانو ته په غوسه وي چې سم دستي او په یوه غږ له بسترې نه پورته کیږي او دا خوی بد ګڼي، خو د څیړنو له مخې، له ویښیدو وروسته بیا یو وار سترګې پټول، په دې دلالت کوي چې مونږ د خپلو بدنونو اړتیا پوره کوو.

متخصصین وایي چې څوک دغسې لنډ لنډ سترګې پټوي، له نورو خلکو زیات فی البدیهه او نوښت ګر او ماهرین وي.

ګیمونه/لوبې

کیدای شي ملګري دې په دې رټي چې ته زیات وخت په کینډي کرش یا بل ویډیو ګیم تیروې، خو د PsychCentral ویب سایټ له پایلو سره سم: د ویډیو ګیم نشه یان د مشکلاتو حل کولو لپاره له نورو خلکو غښتلی سوچ فکر، ټولنیز یادښت او درک کولو وړتیا لري.

ددې څیړنې مشره استاذ ایزابیلا ګرانیک وایي:«ددې ټولو شیانو په زده کړې او وظیفوي وده مهمې اغیزې وي؛ مخکنیو څیړنو ښودلې وه چې ددغې لوبو کول په ټیکنالوژۍ، انجینري او ریاضي کې کامیابۍ باندې دلالت کوي.»

 

لټي

څیړونکي وایي چې ځینې خلک داسې وي چې کارونه ځنډوي، تر آخري لحظې، تر دې چې نور پرې وخت ختمیږي، داسې مهال کې کار سرته رسوي، دا نښې په زیاتره ځیرکو خلکو کې لیدل شوې دي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب