د لمر وړانګو په شتون کې سمارټ فون کارول مو په سرطان اخته کوي

د لمر وړانګو په شتون کې سمارټ فون کارول مو په سرطان اخته کوي

یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې د سمارټ فون او ټبلېټ له سکرین څخه منعکس کیدوونکې د لمر وړانګې انسان د پوټکي په سرطان اخته کوي.

په امریکا کې د نیو میکسیکو د پوهنتون یوې ساینسپوهې میر لوګ او ورسره ملګري يي یوه سروې ترسره کړې. دغه سروې ښيي چې د لمر الټراوایلټ وړانګې انسان د پوټکي په سرطان اخته کوي.

د دغو ساینسپوهانو په وینا د سمارټ فون او ټبلېټ سکرین دغې وړانګې منعکس کوي کوم چې په انسان له لګیدو سره انسان د پوټکي په سرطان د اخته کيدو خطر زیاتوي.

دغې څیړنې کې ساینپوهانو یو شمیر خلک ازادې فضا ته وویستل او د هغوي په سر يي د الټراوایلټ وړانګو د شدت اندازه کولو اوزار ولګول او هغوي ته يي د سمارټ فون او یا نور اوزار د استعمال وویل.

تر څیړنې لاندې کسانو ته له سهار څخه تر غرمې پورې یوه رساله، یو ایفون، یو کنډل اې ریډ او دوه میک بک لیپ ټاپونه د استعمال لپاره ورکړل شول.

په پیل کې دغو کسانو ټول اوزار خپل سر کې د وړاندګو اندازه کوونکې الې څخه په ۱۸ انچه فاصله او بیا په ۱۲ انچه فاصلې کې وکارول.

له دغې څیړنې څخه معلومه شوه چې رسالې ۴۶ سلنه، ایپډ ۸۵ او ۱۱ انچه میک بک لیپ ټاپ ۷۵ سلنه د الټراوایلټ وړانګې د بدن په مختلفو برخو لکه غاړه او څیره منعکس کولې.

د پوټکي د متخصصینو په وینا له ایپډ او میک بک څخه منعکس کیدوونکي وړانګې که د اوږدې مودې لپاره پر مخ ولویږي نو دغه عمل په انسان کې د پوټکي د سرطان خطر په حیرانوونکې اندازې سره زیاتولی شي.

له دغې څیړنې وروسته روغتیايي کارپوهانو د ټکنالوژي له کاروونکي غوښتي چې د تیز لمر په شتون کې باید سمارټ فون، ټبلېټ او یا هم ځینې نور هغه اوزار چې الټراوایلټ وړانګې منعګس کوي ونه کاروي ځکه چې دغه عمل د پوټکي د سرطان خطر په حیرانوونکی ډول زیاتوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب