د خوب درمل انسان د سرطان په ناروغي اخته کوي

روغتیايي کارپوهان وايي چې په نړۍ کې هر کال زیات شمیر خلک د خوب درمل استعمالولو له امله د سرطان او تومور په څیر په وژوونکو ناروغیو اخته کیږي.

د انګلینډ، ناروې او فنلینډ د روغتیايي څیړوونکو په ترسره شوو څیړنو کې ثابته شوه چې د خوب درمل استعمالول له اندازې زیات زیان لري.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د خوب درمل د انسان په بدن کې یو شمیر داسې میکروبونه پیدا کوي چې په بدن کې د سرطاني حجراتو په خپرولو کې مرسته کوي.

له ۳۰ څخه زیات روغتیايي کارپوهانو په وینا د ۱۰۰۰ کسانو د ژوند تر څیړلو وروسته څرګنده شوه چې د خوب درمل انسان د کولمو، خوله، پزه او ساه اخیستنې نل په سرطان اخته کوي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا هغه کسان چې په دوامداره توګه او اوږدې مودې لپاره د خوب درمل کاروي په هغوي کې په سرطان اخته کیدو خطر هم زیات وي او هغه کسان چې په اونۍ کې دوه ځلي دغه درمل کاروي په هغوي کې د عامو خلکو په پرتله د سرطان په ناروغۍ د اخته کیدو خطر ۲.۵ سلنه زیاتیږي چې ادامه ورکولو سره د خطر دغه فیصدي نور هم زیاتیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې راپور پر بنسټ له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ زیږیدیز کال پورې ۱۲ میلیونه کسان د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوي چې تر ۲۰۳۲ پورې به دغه شمیر ۲۲ میلیونو ته ورسیږي. خو له نیکه مرغه ځینې احتیاطي تدابیر پام کې نیولو سره په دغه شمیر کې د پام وړ کمی راتلی شي.

له سرطان څخه ژغورنې لپاره تر ټولو اړینې ټکي طبیعي، متوازن او ساده ژوند کول او غیر طبیعي ژوند څخه ځان ژغورل دی. ساده ژوند کول، غوړ لروونکو خوړو نه استعمال، ورزش کول او نشه لروونکو توکو څخه ځان ژغورل انسان له سرطان څخه د الله (جل جلاله) په فضل ژغورلی شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب