زمرى او دحضرت عبدالله بن عمر (رض) اطاعت کول

يوځل حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه دباندي ووت چي ګوري يوځاي کي ډير خلک سره ناست دي، هغه وفرمايل چي څه معامله ده؟ده ته وويل سول چي يو زمري ده او هغه په لاره کي خلک نه پريږدي او خلت تري دخطر احساس کوي يعني تري ډاريږي – حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه له خپلې سوارلي څخه راښکته سو او زمري خواته ورغي او دي يي له غوږ څخه ونيوه او غوږ يي ورته تاو کړ په پورته خوا يا مونډ يي ووهه او له لاري څخه يي لرې کړ –
بيا يي وفرمايل چي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم دتاسو باره کي سم فرمايلي چي دا زمري الله تعالي په هغو خلکو مسلط کوي چي ترڅو هغوي له زمري ويريږي او کله چي هغوي يا ابن آدم له الله تعالي څخه وويريږي نو بيا دا زمري په هغوى نه مسلط کيږي – ابن آدم هغو ته حواله کيږي چي دوي ورته اميد لري يعني څوک چي غير ته اميد ساتي نو الله تعالي هغوي سره دا خيل معامله کوي او هغه څوک چي له الله تعالي څخه ويريږي او ددوي زړونو کې دالله خوف او ويره وي نو الله تعالي دا خلک هيچا ته نه حواله کوي چي دوى ته تاوان يا کومه ستونزه ورپيښه کړي. لا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ.

(حياة الصحابه: ۴ /۳۸۵)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب