ماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د كوچنيانو د ښې روزنې لپاره ۲۰ ټكي

1.    د خپلو كوچنيانو ساده اړتياوو ته پاملرنه وكړئ.
د مثال په ډول: تاسې چيرته په صف كې انتظار وباسى، نو خپل كوچني ماشوم ته يو شى وركړي تر څو لوبې پرې وكړي.
2.    كوچنى پوه كړئ او خپل دلائل په ښكاره توګه ورته څرګند كړئ.
د مثال په ډول: كه چېرې د ديوال پرمخ څه ليكي يا هم انځور وباسي، نو هغه ته دا خبره څرګنده كړئ چې ولې موږ يوازې له كاغذ څخه د ليك ليكلو او انځور ايستلو ګټه اخلو او ولې په ديواله باندې ليكل ښه ندي.
3.    د خپل كوچني له ننني او بانديني احساس نه ځان خبر كړئ.
د هغه د احساساتو نه ځان خبر كړه، هغه ومنه او غوږ  ورته ونيسه.
د مثال په ډول: كه چيرې ستاسې ماشوم د خپلې وړې خور سره بد چلند كوي او تل يي ځوروي، دى وهڅوى چې خپله كينه او بد چلند په محبت او نيك چلند باندې واړوي.
4.    چاپيريال ته بدلون وركړئ.
ډير وخت د چاپيريال بدلول د كوچني د بدلولو په پرتله آسانه او ساده وي.
د مثال په ډول: كه چيرې ستاسې ماشوم په دومداره توګه د المارۍ وسايل بيرون ته راوباسي د هغې دروازه وتړئ او يا مو هم هغه شيان چې تلويزون ترمخ ځاى پرځاى كړي او دى يي نه پريږدي نو د هغوى ځاى ته بدلون وركړى.
5.    د خپل ماشوم د اصلاح لپاره مناسبې او د قبول وړ لارې وپلټئ.
د ماشوم كړو وړو ته د جهت بدلون وركړئ، نيغ په نيغه هغه ته مه وايئ چې دغه كار مه كوه، بلكه هغه ته ووايي چې چيرې كولى شې دغه چار ترسره كړې.
د مثال په ډول: كه چيرې ستاسې ماشوم نه غواړي چې د ښه راغلاست په كوټه كې توپبازي ودروي، نو په نيغه هغه ته مه وايي چې دغه كار مه كوه، بلكه ورته ووايئ چې دغه كار كولى شي د كوټې نه د باندې هم ترسره كړي.
6.    هغه ته وروښيئ چې تاسې غواړئ دى څه ډول چلند وكړي.
د مثال په توګه: كه چيرې ستاسې ماشوم د پيشو لكۍ كشكوي، نو هغه ته وروښيئ چې په دې ډول بايد يوه پيشو دلاسا كړو عملاً دغه كار تاسې ترسره كړئ او  يوازې په ويلو بسنه مه كوئ.
7.    د دې پرځاى چې سپارښتنه وكړئ، هغه ته د ټاكنې توان وركړئ.
هوډ نيونه ماشوم ته قدرت او اختيار وربښي، مګر سپارښتنه او حكم ستا او د هغه ترمنځ د قدرت د كشمكش سبب ګرځي.
د مثال په توګه: ستا خوښه چې خپل غاښونه مخكې د خوب د جامو اغوستلو نه مسواك كوې او كه وروسته.
8.    كله كله هم كوچني ته تخفيفونه وركړئ.
د مثال په ډول: كولاى شې نن مسواك ونه وهې، ځكه چې ستومانه يې.
9.    يو وخت د تيارۍ لپاره جلا كړئ.
د مثال په ډول: كه چيرې غواړئ چې د شپې مهمانۍ ته ولاړ شئ په مشخصه توګه خپل ماشوم ته ووايئ چې له ده نه څه هيله لرى، چې دى څنګه چلند وكړي، په عملي توګه ماشوم ته د هغه د دندې ورښودل د ده سره مرسته كوي تر څو دى ځان سختيو ته چمتو كړي.
10.    خپل احساس هغه ته څرګند كړى.
اجازه وركړى ترڅو ماشوم وپوهيږي چې د دوى چلند په تاسې باندې څه اثر كړى.
د مثال په توګه: په كوټه كې د ډوډۍ د ټوټو له ټولولو نه ستومانه شوى يم
11.    په مناسبو ځايونو كې اجازه وركړئ ترڅو ماشوم له طبعي پيښو سره مخ شي او ژر يي مه ژغورئ.
د مثال په ډول: كه ستاسې ماشوم وروسته له حمام نه ځان پاك د وچيدو لپاره لمر ته  راځوړند نه كړ، نو بل وار به دى له لامده ځان پاك سره مخ شي يا هم كه وروسته له مدرسې نه يي خپلې جامې پخپل ځاى كې كښنښويدې طبعتاً په بله ورځ به د خپلو جامو د پيدا كولو لپاره د ستونزو سره مخ شي او پرې به ناوخته شي.
12.    په لازمو ځايونو كې زرترزره عمل وكړى.
د مثال په توګه: د سرك نه د تيريدو پرمهال كه چيرې ستاسې ماشوم پردې ټينګار كوي چې ستاسې لاس خوشي كړي او په منډه وهلو سره له سرك نه تيرشي، دى مه پريږدئ او لاس يي كلك ونيسئ پداسې حال كې چې په همغه عمل ګواښ او خطر هم ورته څرګند كړئ.
13.    خپل ماشوم په غيږ كې ونيسئ.
كه چيرې ستاسې ماشوم تل قهرجن او نامتناسب چلند كوي، په مينې سره د هغه په غيږ كې ، د ده سره دا مرسته كوي ترڅو خپل بند احساسات د آرامۍ بښونكو اوښكو په تويولو سره ازاد كړي.
14.    خپل ماشوم له موجودو شرايطو نه راوباسئ او يو څو دقيقې د هغه سره واوسى.
يو وخت هغه ته د غوږنيولو، د ده په احساساتو كې د ګډون او د ده په غيږ كې نيولو لپاره جلاكړئ.
15.    لوبو ته پوره وخت وركړئ او د هغه سره لوبې د يوې دندې په توګه تر سره كړئ.
د مثال په ډول: راځه چې يو د بل بوټان رنګ كړو.
16.    ناوړه او قهرجن عمل په خندا او خوشحالى باندې واړوئ.
د مثال په ډول: كه ماشوم ستاسې له لاسه په غوسه وي، دى وهڅوى ترڅو خپل قهر تاسې ته د يوې جنګي لوبې په مرسته درڅرګند كړي، خندا مرسته كوي ترڅو قهر كم شي.
17.    پخپلو منځو كې بحث او د نظر راكړه وركړه وكړئ.
د مثال په ډول: كه چيرې دې ته چمتو ياستى چې د لوبې ځاى پريږدى مګر ستاسې ماشوم غواړي چې لوبه ته دوام وركړي، نو تاسې دواړه د ساتيرى د وخت له مخې يوې پريكړې ته ورسى.
18.    خپلو غوښتنو ته بدلون وركړئ.
كوچنيان كلك احساسات او اړتياوې لري، دوى په طبيعي توګه غالمغالي، كنجكاوه، كم طاقته، د هيلو ډك، هيرونكي، ډارن، ځانمن او له انرژى څخه ډك وي، دوى په همدغه بڼه چې دي ومنى.
۱۹- شته ستونزې په داسې توګه حل كړئ چې دواړه طرفه پكې ونډه ولري.
د هغه نيوكو په اړه چې په ماشومانو باندې يي لرى د هغوى سره وغږيږى، خپلې اړتياوې وټاكى او د دوى نه د هغوى لپاره د حل د لارو په پيداكولو كې مرسته وغواړى پخپلو كې سره قوانين وټاكى، كورنى جرګې جوړې كړى.
۲۰- ځان ته فرصت وركړئ.
په هغه ځاينو كې چې شرايط تاسې ته د زغملو وړ ندي، كوټه پريږدى او د يوه ارامه احساس او صحيح قضاوت د لاسته راوړلو په موخه چې هر كار لازم وي تر سره كړى.
د مثال په توګه: خپل دوست ته تلفون كول، ژړاكول، د ځان مينځل…

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: