اسلامي روزنې څرنګه وي؟

اسلامي روزنه څه خاص ځانګړتياوې لري چې په لاندې ډول يې را خلاصه كولى شو :

۱ ـ د صالح انسان جوړولو ته پاملرنه كوي :
ټول فكري او روزنيز مكاتب كوښښ كوي چې صالح هيوادوال وروزي تر څو د خپل هيواد خدمت وكړي او اخلاقيات يې د قومي او ملي مصالحو رنګ واخلي كه څه هم د بل چا په حساب وي .

د مثال په ډول كه برتانيا درك كړي چې ځينې اخلاقي ارزښتونه لكه په ژمنه وفا، په تعامل كې رښتينولي، په توليداتو كې جعل كاري نه كول وغيره د دوى د هيواد مصالح تامينوي نو هيوادوال به يې دې ارزښتونو ته پابند اوسيږي ترڅو د خپل هيواد د مصالحو په تامينولو كې برخه واخلي . او كه د برتانيا ګټې په دې كې وي چې هيوادوال يې درواغ و وايي د نورو په ګټو تيرى وكړي د نورو اشغالولو ته لاس واچوي، په تجارت كې فريبكاري وكړي او فاسد دارو او مواد صادر كړي او بالاخره د نورو ملتونو وينې وڅښي، هغوى به دا كار هم وكړي او بيا به هم دوى د برتانيا په نظر كې با اخلاقه انسانان وي ترڅو په هر ځاى كې د خپل هيواد د ګټو د تحقق لپاره كار كوي نو د روزنې اساسي هدف د صالحه هيوادوالو جوړول دي.

اسلام د داسې دوه مخيتوب نه په اخلاقو او ارزښتونو كې بيزار دى او د ګټو مطابق اخلاق نه قبلوي . ځكه د اسلام له نظره اخلاق يو ايماني ارزښت او د تمدن يوه پايه ده مسلمان بايد په هر ډول شرائطو كې ورته پابند وي كه څه هم پايلې يې هر ډول وي . نو مسلمان نه له بل مسلمان سره خيانت كوي او نه له كافر سره ، مسلمان په خپل هيواد كې هم رښتونى وي او له هيواد نه بهر هم رښتونى وي، كه يو مسلمان ووينو چې دې اصولو ته پابند نه وي بايد پوه شو چې اسلام يې سم نه دى پيژندلى او روزنيزو ټولنو دغه شخص په سمه توګه نه دی روزلی .

د اسلامي روزنې سالم او بريالي مركزونه هماغه دي چې مساوي او برابرې بيلګې په اخلاقي ارزښتونو كې وړاندې كوي ، كه څه هم رنګونه يې مختلف وي قومونه مختلف وي او ګټې يې هم مختلفې وي خو په اسلامي اخلاقو كې يو رنګ دي او يو بل سره ورونه دي.

۲ ـ په بشپړه توګه رباني وي :
د اسلامي روزنې د الهي او ايماني كيدلو اړخ د ټولو اړخونو نه مهم دى ډير خطر او ژور اغيز لري په دې لاره كې ځكه د اسلامي روزنې لومړنى هدف ، د مؤمن انسان جوړول دي .

ايمان د اسلام په نظر كې يوازې تشه دعوه يا يوه مجرده خبره نه ده بلكې يو حقيقت دى چې وړانګې يې عقل ته رسيږي او قناعت پرې كوي، په انساني عواطفو باندې اغيز كوي نو راولاړيږي، په اراده باندې اغيز كوي په حركت يې راولي ترڅو د نورو د حركت سبب شي . لكه چې په حديث قدسي كې راغلي چې :
“ايمان هغه دى چې په زړه كې ځاى ونيسي او عمل يې تصديق وكړي”

او الله تعالى فرمايي :
{ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمْ الصَّادِقُونَ } (الحجرات ـ ۱۵ )

“حقيقي مؤمنان هغه كسان دي چې په الله تعالى او رسول يې ايمان راوړى، بيا يې هيڅ شك نه دى كړى او په لار كې يې په خپل مال او سر سره جهاد كړى . بس همدغه رښتيني خلك دي “

ايمان په اسلامي نظر كې يوازې يو ذهني معرفت لكه د متكلمينو او فلاسفوو د معرفت په څير نه دى او نه د صوفيانو په څير يو روحي ذوق دى او نه يو مجرد تعبدي سلوك دى لكه د زاهدينو او نساكو د سلوك په څير بلكې ايمان له دې ټولو جوړ او د افراط او تفريط نه سالم دى له ايجابيت نه برخمن دى چې ځمكه يې په حق ودانه كړې انساني ژوند له خير نه ډكوي او انسان د رشد او بشپړتيا په لور را كاږي .

د اسلامي روزنې اساس ژوندی زړه جوړول دي چې په الله تعالى پورې تړلى په ملاقات او حساب يې يقين لري، د رحمت يې اميدوار او د عذاب نه يې په ويره كې وي .

يعني : “پوه شئ چې د انسان په بدن كې يوه د غوښې ټوټه ده كه چيرې جوړه شي ټول بدن به جوړوي او كه خرابه شي ټول بدن به خراب وي او هغه زړه دى .”

ژوندى زړه د الله تعالى د نظر ځاى وي د هغه ټول تجليات او انوار پرې راوريږي . “الله تعالى ستاسې شكلونو ته نه ګوري بلكې ستاسې زړونو ته ګوري “

او همدا زړه يوازنۍ تكيه ده چې بنده به يې په ورځ د قيامت وړاندې كوي ترڅو يې د نجات وسيله شي .{ يَوْمَ لا يَنْفَعُ مَالٌ وَلا بَنُونَ () إِلاَّ مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيم } (الشعراء ـ۸۸ ـ۸۹)
“په هغه ورځ چې نه مال ګټه رسولاى شي او نه زامن . مګر هغه ګټه يوازې د هغه چا ده چې الله تعالى ته په پاك زړه ورشي .”

انسان پرته له داسې ايماني او په يقين باندې روښانه زړه نه مړى حسابيږي اګر كه خلك يي ژوندي بولي .
{ أَوَمَنْ كَانَ مَيْتاً فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُوراً يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا } (الانعام / 122 )
“ايا هغه څوك چې مړ ؤ موږ ژوندى كړ او رڼا مو وركړه چې د خلكو په منځ كې مخ په وړاندې ولاړ شي د هغه چا په شان كيداى شي چې په تيارو كې راګير او په هيڅ توګه ترې وتلاى نشي ؟ “

له همدې كبله اسلامي روزنې د زړونو ژوندي كولو ته پاملرنه كړې تر څو مړه نه شي او ودانولو ته يې پام اړولى تر څو وران نه شي او نرمولو ته يې پام اړولى ترڅو په قساوت او سختۍ كې اخته نشي .

{ أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنْ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمْ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ } (الحديد ۱۶)

“ايا مؤمنانو ته هغه وخت نه دى را رسيدلى چې د الله تعالى ذكر او نازل شوي حق ته يې زړونه نرم شي ؟ او د هغو كسانو په شان نه شي چې وړاندې كتاب وركړل شوى وو خو چې اوږد وخت پرې تير شو نو زړونه يې كلك شول .”

د همدې روزنې له كبله مؤمن زړه ټولې سختې اسانه ګڼي، هر تريخ خوږ محسوسوي او هر ډول عذاب په خوشحالۍ قبلوي سختې او زحمتونه هيڅ شى نه ګڼي بلكې خوند ترې اخلي ترڅو چې د الله تعالى لپاره او د هغه په لار كې وي !!

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب