د مېرمنو د حيض او بې خوبۍ تر منځ اړيکي

 يوې څېړني ښودلې ده چي نژدې ٦٠% هغه مېرمني د خوب د مشکلاتو سره مخ دي چي حيض يا هم مياشتانه مريضي ورته راځي. موږ په دې موضوع کي پر دې بحث کوو چي د يادي پېښي سببونه او علايم څه شي دي او څنگه کولاى سو چي د حيض په دوران کي د بې خوبۍ څخه مخنيوى وکړو:

هغه سببونه چي د حيض په دوران کي د بې خوبۍ سبب کېږي:

هورموني تغيرات:
د حيض په دوران کي د ښځي بدن په کمه اندازه استروجن او پروجسترون افرازوي. دا هورمونونه د تناسلي سايکلونو د سمبالولو ترڅنگ د انسان پر خوب باندي تاثير کوي او د خوب پر مهال باندي گډوډي رامنځته کوي.

 

تشويش کول:
د حيض يا مياشتانه مريضي پر مهال اکثره مېرمني د کورتيزول هورمون د زيات افراز له کبله ډېر تشويش کوي. د کورتيزول هورمون بې تناسبه اندازه کولاى سي چي د انسان په عصبي سيسټم باندي تاثير وکړي چي هغه بيا د زړه د حرکاتو د زياتوالي باعث گرځي چي په دې وخت کي انسان ته د خوب کولو په وخت کي د وارخطايۍ احساس ورپيدا کېږي.

ناڅاپه د گرمۍ احساس:
زياتره مېرمنو ته د حيض پر مهال په ناڅاپي ډول د گرمۍ احساس پيدا کېږي چي په دې حالت کي په وار وار د انسان پر بدن باندي خولې راځي چي په شپه کي خوب کولو کي مشکل رامنځته کوي.

د ژوند واقعات:
کله چي مېرمن د حيض دورې ته ورسېږي، نو د دوى په ژوند کي همېشه ځيني نور فکتورونه وي چي د تشويش او اندېښنې سبب کېږي. د داسي حالاتو سره د مبارزې گټوره لاره واده کول دي او يا هم تشويش يو خواته پرېښودل او په اړه يې هيڅ فکر نه کول دي. دا ځکه چي داسي حالات د څرگند تشويش سبب کېږي او د شپې پر مهال انسان ويښ ساتي.
د خوب خونه مو ارامه، تاريکه او يخه وساتئ

 نښي او علامې:

ژر خوب نه راتلل
سهار وختي راکښېنستل
په خوب کي په تکراري ډول گډوډي او د بيا خوب کولو نه احساس
سهار د خوب څخه د راويښېدو څخه وروسته د ستړيا احساس کول

 د مخنيوي لاري چاري:

پس له غرمې د خوب کولو څخه ځان ساتل
د خوب کولو څخه مخکي يو گيلاس شيدې څښل
د خوب کولو څخه مخکي په تودو اوبو باندي لمبېدل
په منظم ډول تمرين کول، مگر د ورځي په سر کي، نه بسترې ته د ورتللو په وخت کي
نرم او استراحت کوونکي د خوب کالي اغوستل
هره شپه پر يوه وخت خوب کول او هره ورځ پر يوه وخت راکښېنستل
د خوب خونه مو ارامه، تاريکه او يخه وساتئ
د ډېر وختي راکښېنستلو هڅه مه کوئ
داسي غذاوي نه خوړل چي په هغوى کي د رنگ او يا خوند پوډر کار سوی وي.

 درملنه:

که چېري پورته ذکر سوي نقاط ستاسو سره مرسته ونه کړي، نو بيا د يو ډاکټر سره په تماس کي سئ. ځيني ډاکټران د خوب د گوليو توصيه کوي او ځيني بيا د دې کړني سره په ټکر کي دي او د خوب گولۍ نه ورکوي. په ځينو حالاتو، که چېري د حيض نښي نښانې نه زغمېدونکي وي، نو ډاکټران مريض ته Hormone Replacement Therapy(HRT) کوي تر څو د مريض د خوب مشکل حل سي. همدا رنگه کېدا ى سي چي ډاکټران د Antidepressant دواوي هم مريض ته توصيه کړي چي هغه هم د حيض د نښو نښانو په کمولو کي مرسته کوي.

داكتره مريم زينب

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب