په قرآنکریم کې ماشوم ته پر شیدو ورکولو باندې ټینګار

په قرآنکریم کې ماشوم ته پرشیدو ورکولو باندې ټینګار: 

والوالدات یرضعن اولادهن حولین کاملین لمن ارادان یتم الرضاعة (البقره:۲۳۳)
ژباړه:او میندې (مور) دې شیدې ورکوي اولاد خپل ته دوه کاله پوره دا (حکم) دهغه چالپاره دی چې اراده ولري ددې چې پوره کړي (نیټه د) تی ورکولو.
تفسیر: د تي ورکول د مور پر ذمه واجب دی:
لومړی داچې دتي ورکول دمورپه ذمه باندی دیانتاً واجب دی، د څه ضد او خفګان په وجه بې له عذره که تی نه ورکوئ نوګناهکاره به وی ترڅو چې په نکاح کښې وی، د خپل خاوند نه د تي ورکولو په مقابل کې بدله یا مزدوري نشي اخیستلای.

د تي ورکولو پوره موده دوه کاله ده:

دویمه داچې دتي ورکولونېټه پوره دوه کاله ده، ترڅوچې یوخاص عذرنه وی نودادماشوم حق دی دوه کاله پوره شیدې ورکړی، البته دځینوقرآنی ایاتونواوځینواحادیثوپه بناء حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ددې خبرې قایل دی چې په دوه نیم کالوپه عمرسره د رضاعت احکام ثابتیږی، اودماشوم دڅه کمزورۍ اویابل عذرله کبله وماشوم ته شیدې ورکولای شی څه ګناه نشته، ددوه نیموکلونوڅخه وروسته وماشوم ته شیدې ورکول دعلماءپه اتفاق سره حرامې دي.
(معارف القرآن، ۱ټوک، مخ: ۲۵۹)
لیکوال :حضرت مولانامحمدشفیع رحمة الله علیه مفتی اعظم پاکستان.
بل ځای په قرآن عزیز کی راځی: 
ووصیناالانسان بوالدیه حملته امه وهناً علی وهن ٍ وفصله فی عامین ان اشکرلی ولوالدیک الی المصیر ( لقمان: ۱۴)
ژباړه:اوموږانسان ته دخپل موراوپلارپه حق پېژندنې ټینګارکړیدی دهغه موردکمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کي هغه رااخیستی په خپله ګیډه کی ئې وساته اودوه کلونه ئې په تي ورکولوولګېده (له همدې کبله موږهغه ته نصیحت وکړ) چې زماشکروکړه اودخپل موراوپلارشکرپرځای کړه ، همدازمالوری ته ستاراتګ دی.

 بل ځای په قرآن عزیزکی الله جل جلاله فرمایی: 
ووصیناالانسان بوالدیه احساناً حملته امه کرهاً ووضعتهُ کرهاً وحمله وفصله ثلثون شهراً(الاحقاف: ۱۵)
ژباړه: اوانسان ته مولارښوونه وکړه چې له خپل موراوپلارسره ښه وکړئ، مورئې هغه په خوارۍ په خپل (نس کی) بارکړاوهغه ئې په سختۍ وزیږاوه اوپه نس کی دهغه دبارولواوله تي څخه دهغه دبیلولوموده دیرش میاشتې ده
تفسیر: په دې ایات شریف کی دحمل اوتي ورکولونیټه ۳۰ میاشتی ټاکل شویده، نوپه دې کی دوه کاله دتي ورکولونیټه ده، اوشپږمیاشتی دحمل کمه موده ده، یعنی ترشپږمیاشتوپه کمه موده کی ماشوم نشی پوره کیدلای اوپه عام ډول سره دحمل نېټه ۹ میاشتی ده، دحضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کي دیوې ښځې ماشوم په شپږومیاشتوکی پیداشو، حضرت عثمان رضی الله عنه وویل چې داناجایزحمل دی اودسزاورکولوامرئې وکړی، کله چې حضرت علی کرم الله وجهه خبرشو نوحضرت عثمان رضی الله عنه ئې دسزاورکولوڅخه منع کړاوورته ئې وویل چې په قرآن کریم کی دحمل اوتي ورکول نېټه ۳۰ میاشتې ده اوبیاپه بل ځای کی دتي ورکولونېټه ۲۴ میاشتې ده اوپاتی ۶ میاشتې دحمل دی، حضرت عثمان رضی الله عنه دده استدلال قبول کړ اودخپل حکم څخه ئې لاس واخیستی. (تفسیرمظهری).
(بحواله تفسیرمعارف القرآن، ۹ټوک، مخ ۲۳، ۲۴)

لیکوال :حضرت مولانامحمدشفیع رحمة الله علیه مفتی اعظم پاکستان.
په اوس وخت کی عصري ښځې وخپلوماشومانوته شیدې نه ورکوی اودوی داخیال کوی چې دایوزوړرواج دی، اوداانساني طریقه نه بلکې یو حیواني دوددی، چې دادجهالت اومسکینۍ نخښه ده اوبل داچې داانسان کمزوری کوی، ښکلائې ضایع کوی، دمخ نورئې له منځه وړی، ژرئې زړوی، اوداسی نوربې هوده اوپوچ خیالونه وهی، خوپه اسلام اوساینس دواړو کی دمورشیدې دماشوم نه یواځی جسماني غذا بلکې ذهني اوروحي غذاهم ده، دموردهریوه څاڅکی شیدوسره وماشوم ته روغتیا، پاکوالی، ښه احساسات، لوړامیدونه اواخلاق القاح کیږی؛ شیدې دموروماشوم ترمنځ یوښکلی روحي، اخلاقي اودمینې اولورینې نه ډک تارغزوی، دموراوماشوم دزړونوترمنځ یوداسی سپیڅلې اوروښانه اړیکه شنه کوی چې معیارئې ريښتنولی اودمینې لوړاحساسات دی اوبس.

د مورشیدې دماشوم لپاره یوالهی نعمت اوبې بیلګې تحفه ده، دادماشوم لپاره ترټولوغوره غذااوهم دواده، لومړی داچې دمورشیدې وماشوم ته ښه وده ورکوی اودوهم داچې دهغه بدن دناروغیوپه مقابل کی مقاوم کوی؛ په نړۍ کی چې په هره اندازه سره ترټولوښه کمپنۍ پوډری شیدې جوړوی اوکه داشیدې په هرقیمت سره وی دمورشیدې تردې ټولوغوره دی، دمورپرشیدوباندی هره ورځ نوې نوې څیړنې کیږی، په انګلیسی ژبه کی یوه اصطلاح کارول کیږی اووایی چی (Breast is best) دتی شیدې ترټولوښه دی،

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب