د قربانۍ مسایل

د لوى اختر په لومړۍ ، دوهمه ، او دريمه ورځ د ثواب د پاره چي څاروى يعني پسه ، بزه ، غوا يا اوښ حلاليږي هغه ته  أُضْحِيَّة وايي .

د مفسرينو مشهوره وينا دا ده چي د سورة الکوثر د دې آيت : فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ( ٢الکوثر) مراد د لوى اختر لمونځ او قرباني کول ده .

رسول الله  صلی الله علیه وسلم په مدينه منوره کي هر کال  اضحیه کوله او  اضحیه يې پخپل لاس حلالوله .

لاندي د حضرت عايشې رضي الله عنها د هغه حديث ژباړه رانقلوو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قربانۍ ثوابونه پکښي ذکر کړي دي :

ژباړه : د لوى اختر په ورځ د بني آدم د ټولو کارونو څخه الله  عزوجل  ته خوښ عمل د وينو تويول دي ، دا قرباني د قيامت په ورځ د ښکرونو ، وړيو او ښنګرو سره راځي ، د قربانۍ وينه مځکي ته د رسېدلو څخه تر مخه د الله په حضور کي د قبوليت لوړ ځاى نيسي ، نو په ښه زړه قربانۍ کوئ (۱)

د لوى اختر قرباني کول د ابوحنيفه رحمة الله علیه  په آند واجب ده او د ابويوسف رحمة الله علیه  او امام محمد رحمة الله علیه  په آند مؤکد سنت ده .

قرباني پر هر هغه هر مسلمان باندي واجب ده چي مقيم او غني وي ، شتمن او غني که په شرعي ډول مسافر وو يعني څلور رکعتيز لمونځ يې دوه رکعتونه کول پر هغه باندي قرباني کول واجب نه ده ، دغه ډول پر فقير او مسکين باندي هم قرباني واجب نه ده .

د قربانۍ د حلالو وخت د لوى اختر د لومړۍ ورځي څخه بيا د دريمي ورځي تر لمر لوېدو پوري دى .

د ښار د هستوګنو او هم د هغو ځايونو د هستوګنو کوم چي هلته د اختر لمونځ ادا کيږي د قربانۍ وخت د اختر د لمانځه څخه وروسته دى ، دا کسان که د اختر تر لمانځه دمخه قرباني وکړي په قرباني کي نه شمېرل کيږي ، البته د صحرا خلک کوم چي د اختر لمونځ ورباندي نشته هغوى د اختر د اولي ورځي د سپېدو څخه وروسته هم قربانى حلالولاى شي .

د قربانۍ د حلالو د پاره د هغه ځاى وخت معتبر دى کوم چي هلته حلاليږي ، د ښار هستوګن که خپله قربانۍ صحرا ته وليږي نو وکيل يې د اولي ورځي د سپېدو څخه وروسته هم حلالولاى شي ، ځکه هلته د اختر لمونځ نه ادا کيږي .

د صحرا هستوګن که خپله قرباني ښار ته وليږي وکيل يې د اختر تر لمانځه دمخه نشي حلالولاى ځکه په ښار کي د اختر لمونځ ادا کيږي .

که په يو وطن کي اختر يوه ورځ دمخه وي او هستوګن يې خپله قرباني داسي وطن ته وليږي ، چي هلته اختر يوه ورځ وروسته وي ، د همدې کس وکيل کولاى شي چي د اختر په دريمه ورځ يې قرباني حلاله کړي ، که څه هم دا ورځ د مُوَكِّلٌ په وطن کي د اختر څلورمه ورځ کيږي .

إسرا مسعودی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب