د کونډې په اړه لس مهمې مسئلې!

 

دکومو ښځو چې میړه وفات اویاشهید شي دهغو عدت داده چې څلور میاشتې اولس ورځې به خپل ځانونه منتظر کوي چې نه به بله نکاح کوي اونه به په خپل ځان باندې داسې ګوتې متې وهي چې خلک ورباندې پوه شي چې بلې نکاح ته یې ځان تیار کړی ـ نو نکریزي به نه ږدي ،سترګې به نه توروي ، سنګار جامې به نن اغوندي ،بلکې ددغسې نورو بل میړه رابلوونکو شیانو څخه به ځان ساتي که بالفرض دغسې شیانو ته یې اقدام وکړ نو په هر مسلمان باندې لازمه ده چې منعه یې کړي اوددغو منکراتو مخه یې ونیسي ـ

۲ ــ کله چې خپلې نیټې ته ورسیږي او عدت یې پوره شي نو بیا څه ګناه ورباندې نشته چې دوی په خپلو ځانونو باندې په شرعي چوکاټ کې هرڅه کوي ودې کړي اوخپلې خوښې ته دې پریښودلی شي چې میړه کوي او که دمیړه نښې اوعلامې په ځان کې څرګندوي ځکه ددې وخت څخه ورسته ذکر شوي شیان ددوئ په حق کې منکرات نه ګڼل کیږي ـ

۳ ـ دټولو علماء کرامو اجماع ده چې دوفات یا شهادت په عدت کې واده شوې ښځه اوناواده شوې ښځه برابرې دي
همدارنګه دبالغو اونابالغو هم پکې څه فرق نشته ـ

۴ ـ دعلماء کرامو په دې خبره باندې هم اجماع ده چې که طلاقه شوې ښځه په عدت کې وي اوکونډه شي دوفات عدت ورباندې لازم ده خوپه هغه وخت کې چې طلاق رجعي وي اوکه رجعي طلاق څخه غیر بل طلاق وي نوپه دې کې اختلاف ده ـ
۵ ـ ذکر شوی عدت دهغه وخت څخه پیل کیږي چې ښځه پکې کونډه شي برابره خبره ده چې ښځه ورباندې خبره وي اوکه نه که بالفرض یوې ښځې ته داسې وخت کې خبر ورسیده چې دمیړه دوفات یا شهادت یې څلور میاشتې اولس ورځې تیرې شوې وي نو ددغې ښځې عدت تیر شوی اوسمدستي کولی شي بل میړه وکي
۶ ـ هغه ښځې چې بچی یې په ګیډه وي دهغې عدت وضعه دحمل ( دبچي زیږول ) دي که څه هم میړه یې لادفن شوی نه وي اوجنازه یې په کې ایښې وي خو ماشوم وزیږوي
اوکه نهه میاشتې ورسته یې وزیږوي هم ترهغو عدت شمارل کیږي ـ
۷ ـ دکونډې نفقه دعدت په حالت کې په وفات شوي میړه نشته بلکې کونډه هم دوارثانو دجملې څخه یوه وارثه ده چې متروکه مال ددوئ ټولو پورې تعلق نیسي هرڅوک به دشرعي قانون په مطابق پکې خپله برخه اخلي ـ

your ads

۸ ـ دعدت په وخت کې کونډې سره نکاح کول جائز ندي
اودعدت په وخت کې یې سړی ته هم جائز نده چې په ښکاره یا په پټه صراحت سره ورته وه وایې چې ماسره نکاح وکړه یا کلکه وعده ورنه اخلي چې عدت دې تیر شو حتما به ماسره نکاح کوې ـ
۹ ـ کونډې ته دعدت په وخت کې داشارې په ډول ویل جواز لري مطلب په غوږ وهل یې جائز دي
چې کونډې ته وه وایي زه په کور کې دزنانه وو سره ډیره ښه ګزاره کوم ،تقوا دار سړی یم ،دښځو په نوبت کې بې عدلي نه کوم ، زما سره زنانه هیڅکله نه خفه کیږي …. اوداسې نور ـ دخلکو عرف اوعادت کې تعریضي ویناوي ډیر تفاوت کوي نو باید هرڅوک خپل رواج نظر کې ونیسي ـ

۱۰ ـ په ډیرو خلکو کې کونډې دعدت څخه وروسته ښځې ازاد فکر ته نه پریښودل کیږي مثلا : ورته وایي چې که میړه کوې نو لیور ( دمیړه ورور ) به دې کوې یا هغه خپل وان به په نکاح اخلې اوکه نه نو دنکاح نوم به نه یادوې مونږ ته شرم اوپیغور ده دکونډې چې لیور ته زړه نه کیږي نو مجبورئ دکبله وه وایي چې میړه نه کوم
اوځینې یې بیا په زور اوجبر په نکاح کوي
ځینې خلک کونډې دمالونو په څیر خرڅوي اوپیسې ورباندې اخلي .
ځینې خلک یې ماشوم ته په نکاح کړي ترڅو چې هغه بلوغ ته رسیږي نو دکونډې سر سپین وي ـ
چې داټول دکونډې په حق کې ستر ظلم ده او له الله ج نه ویره پکار ده چې دکونډو اویتیمانو سره غیر اسلامي چال چلند ونه کړی شي او درواج په سبب داسلام احکام دپښو لاندې نه کړای شي ـ

سرچینه: تفسیر القرطبي ج ۳ ـ ص ۱۸۲ ـ
الهدایه باب العدة ـ احکام القران للجصاص ج ۱ ص ۴۱۶ ؛

را ټولونکی اسیر ابو عکاشه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب